ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 714

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي بدخشان ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ يوه پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې.

یاد پلاوي د دې لیدنې پرمهال د یاد ریاست فعالیتونه مهم او حیاتي بللي.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال ویلي، د محلي حکومت لاسته راوړنې او فعالیتونه باید د دې ریاست د خپرونو له لارې خلکو ته ورسول شي.

نوموړي د خپل سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسولینو او کارکوونکو څخه لیدنه، د ستونزو اورېدل او د دې ریاست د کاري لاسته راوړنو ارزونه یاده کړې.

ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه د محلي حکومت د فعالیتونو ژباړونکي او انعکاس ورکوونکي بللي.

همدا راز د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور امر محمد عارف فاروقي د دې ریاست د تأسیس، د ځوانانو، کلتور، هنر، اطلاعاتو او ګرځندوی د امریتونو د کاري استقامتونو په اړه يې مفصل معلومات ورکړي او د بدخشان د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره یې د پاملرنې غوښتنه کړې.

ښاغلي فاروقي ویلي؛ بدخشان کې ۲۹ تاریخي ابدې، ۱۲۰ تفريحي سیمې، ۱۱ راډیوګانې او درې ټلویزیونونه شتون لري، همدارنګه کلتوري پروګرامونه او مشاعرې د فرهنګیانو په همږغۍ په دوامداره ډول ترسره کېږي.

قاهره کې د اسلامي امارت لوی سفارت په هڅو د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو څخه ۱۷ افغانان ازاد شول

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت په هڅو په تېرو درېیو میاشتو کې، د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو، لکه مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا څخه، ۱۷ افغانان چې د بېلابېلو د لایلو له امله بندیان وو، له بند څخه ازاد او هېواد ته راولېږدول شول.

د یادونې وړ ده؛ چې د بندویانو دغه پروسه په قاهره کې د افغانستان لوی سفارت او د یاد هېوادونو په همغږۍ ترسره شوې.

همداراز یاد سفارت هڅه کوي، چې په راتلونکي کې هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلې هلې ځلې  جاري وساتي.

روزګان کې ۱۶ کلنې دښمنۍ پای وموند

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د روزګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت مسولینو قومي مشرانو او علماوو په ګډو هلوځلو د ياد ولايت په مرکز کې د يوې کورنۍ څو غړو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له امله راپورته شوې شخړه، چې شاوخوا ۱۶ کاله يې دوام درلود حل او فصل شوه.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دغې شخړې پرمهال، چې يوکس پکې وژل شوی و او د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ د ژورو اختلافاتو له کبله د يادې کورنۍ غړي سره جلا شوي وو تېره ورځ د مسولينو له لوری بېرته سره پخلا شول او د فيصلې له منلو ورورسته يې يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې.

د دې وزارت په وینا؛ دوی په خپله تېره دښمني پښېماني وښوده او د اسلامي امارت له مشرانو څخه یې د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به يو بل ته کوم خنډونه نه جوړوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

تېره میاشت کې د څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲.۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۹۷.۲ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰.۲ میلیونو ډالرو ته رسېده.

د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ ميليونه ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱.۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي، چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

نورستان کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

عامې روغتیا وزارت وايي، نورستان کې یو روغتیايي مرکز له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بنسټیز روغتیايي مرکز د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند، نشیګرام سیمه کې پرانیستل شو، چې په مرسته به یې د دغه سیمې اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

د سیمي اوسېدونکي د دغه مرکز پرانیستل مهمه لاسته راوړنه ګڼي او وایې، چې تر دې وړاندې یې روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو په موخه لرې سیمو ته سفر کاوه، چې د وخت ضایع کېدو او مالي لګښتونو سربېره به له ګڼو نورو ستونزو سره مخ وو.

دا روغتیايي مرکز په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت دوه ورځې وړاندې کابل کې د سرطان د درملنې لومړني ۲۰۰ بستریز روغتون د خدماتو د پیل خبر ورکړی و.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت: د سوداګرۍ پراختیا په موخه د لویو لارو جوړونې او بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

اسلامي امارت په ۲۰۲۴م کال کې د هېواد د یو شمېر مهمو لویو لارو، سړکونو او د دې لارو د سترو او کوچنیو پلونو او پلچکونو جوړونې او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر پروژې پیل کړي دي.

کابل‌ـ‌کندهار لویه لار

د دې لارې د بیارغونې چارې تر ډېره برېده بشپړې شوې دي، چې د هېواد د جنوب او مرکز ترمنځ د تګ او راتګ او همدارانګه د سوداګرۍ په برخه کې ورسره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

سالنګ لویه لار

د ۸۰ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېیو لاټونو کې پیل شوی او چارې یې په چټکۍ سره راوانې دي، چې د هېواد د شمال، مرکز او جنوب ترمنځ د ترافیکي بندښت کولو ترڅنګ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا کې مهم رول لري.

کندهارـ‌روزګان سړک

د ۱۸۰ کیلو متره سړک د لومړۍ ۱۳ کیلومتره برخې په بیارغونه کار روان دی، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د تګ او راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

کابل‌ـ‌غزني دویم لین سړک

د اساسي جوړونې چارې یې پیل شوي دي، چې د مرکزي او ولایتونو ترمنځ به د ترافیکي بهیر په ښه کولو کې مرسته وکړي.

کابل‌-‌جلال اباد دویم لین سړک

د اساسي جوړونې چارې یې پیل شوي دي، چې د ختیځو ولایتونو سره به د مرکز سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

هرات‌ـ‌‌غور سړک

د لسګونو کیلومترو په اوږدوالي دا سړک د هرات او غور ولایتونو ترمنځ د اتصال او اقتصادي ودې لپاره حیاتي اهمیت لري، د دې پروژو پلي کېدل به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، د ترافیکي بهیر په ښه کولو او د هېوادوالو په ورځنی ژوند کې د پام وړ مثبت بدلونونه راولي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه علیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې، په لویو لارو کې د ۷۵ مسجدونو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي، چې مسافرو لپاره به د لمانځه او استراحت اسانتیاوې ورسره برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي او د ایراني سوداګرو لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار شوی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ضیاءالدین اڅکزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوني پلاوي ایران ته سفر کړی.

یاد پلاوي د ایران اصفهان ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې یو شمېر مطرح افغان سوداګرو په ملتیا، له ایرانی سوداګرو سره چې د بېلابېلو سکتورونو استازیتوب یې کوه، لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې او ټینګار شوی.

ضیاءالدین اڅکزي ایرانی سوداګرو ته د افغانستان د اوسنیو فرصتونو او د پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړي او هغوی یې هڅولي، چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا تولید، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د کرنې میکانیزه کول او د شنو خونو جوړول، کې ګډې پانګونې وکړي.

ایراني سوداګرو له خپله اړخه د چمتو والي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې چمتو دي له افغان سوداګرو سره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.