ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 713

د کندهار-هرات اوسپنې پتلۍ پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې کندهار کې، د کندهار- هرات اوسپنې پتلۍ د ۷۳۷.۵  کیلومتره پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، “د دې زیربنایي پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.”

مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه پروژه د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم اقتصادي ګام بللی.

همداراز په دې اړه د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشراف حق شناس وايي؛ د کندهار – هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین چارې د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د پرانیستې په مراسمو کې یې د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د ټولګټو وزارت اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، سیمه اییزو مسولینو، قومي مخورو، قراردادي شرکتونو د مسولینو او انجینرانو ګډون کړی و.

د ښاغلي حق شناس په وینا، یاده پروژه به د اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

کابل کې د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو لا پراختیا غواړي

کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي فراه ته د سفر په ترڅ کې ویلي د ایران د حکومت پالیسي دا ده، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لارې وي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې زیاتې کړي او دم‌ګړۍ په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو د حضور لپاره کار کوي.

د ښاغلي بیکدلي په وینا؛ د افغانستان او ایران ترمنځ همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.

بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو په زوره ایستلو په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د سلواغې په ۲۷مه نېټه په کویټه او کچلاک سیمو کې د شپې ناوخته پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو کورنۍ له خپلو مېنو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

اعلامیه زیاتوي، چې په یادو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، چې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړې او لا هم دوام لري.

د افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ورته کړنې غندي او له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې په یاد هېواد کې دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه شي.

هند؛ د اورګاډي په یوه تم‌ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د نوي ډیلي د اورګاډي په یوه تم‌ځای کې د ګوڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي، چې ۱۴ یې مېرمنې دي. پر دې سربېره ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

ویل کېږي، چې دا کسان په کلني مذهبي جشن کې د ګډون لپاره اورګاډو ته په تمه وو او غوښتل یې، چې پریاګراج ښار ته سفر وکړي.

پریاګراج ښار له نوي ډیلي څخه شاوخوا ۶۲۴ کیلو متره لیرې پروت دی او د هندوانو کلني مذهبي مراسم پکې ترسره کېږي.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښکاري، چې خلک ډکو اورګاډو ته د ختلو هڅه کوي.

هندي رسنۍ وايي، چې په بیړه اورګاډو ته د ختلو له امله وضعیت له کنټروله ووت او ګڼ مسافر بې‌هوښه شول.

پاکستان لپاره د افغانستان سفیر د افغان محصلینو په فراغتغونډه کې؛ اسلامي امارت د علمي نوښت ودې ته ژمن دی

پاکستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د افغان محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی.

په دې فراغتغونډه کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا فارغین شامل وو.

مولوي سردار احمد شکیب یادو فارغ شویو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ فراغت د علم پای نه، بلکې د نوي سفر پیل دی او علم باید د فردي بریا ترڅنګ د ټولنې د اصلاح، ثبات، او پرمختګ لپاره وکارول شي.

 نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ته داسې متخصصین پکار دي چې نه یوازې د خپل مسلک ژور درک ولري، بلکې عملي مهارتونه او مسولیت احساس هم ولري، څو د هېواد د اقتصادي، تعلیمي، او ټولنیزو ننګونو د حل لپاره کار وکړي.

پاکستان لپاره د افغانستان سفیر همداراز ویلي؛ هېواد مو د تعلیم، تحقیق او نوښت له لارې پرمختګ کولی شي، او فارغین باید د هېواد د راتلونکي جوړولو لپاره خپل رول ادا کړي.

ښاغلي شکیب د اسلامي امارت د تعلیمي پالیسۍ، د استعدادونو د ملاتړ، او د زده کړو د پراختیا په برخه کې د هڅو یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د تحصیل، تحقیق، او علمي نوښت ودې ته ژمن دی.

نوموړي د پاکستان له حکومت، خلکو او تعلیمي ادارو په خاص ډول د نړیوال اسلامي پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، او د افغان محصلینو اتحادیې له مسولینو مننه کړې، چې د افغان محصلینو د تعلیمي ودې لپاره یې مهمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

کابل کې د بهرنیو سندونو تصدیق او د عدم مسولیت جرمي فورمو چارې اسانه شوې

د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست محترمو مراجعینو لپاره د قونسلي خدمتونو په برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو او د وخت ضایع کیدو او بهرنیو چارو وزارت د راتګ د تکلیف او انتظار د مخنیوي په موخه په پام کې لري، چې په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي او قونسلي استازولیو لخوا صادر او تصدیق شوي ټول بهرني سندونه او همدارنګه د عدم مسولیت جرمي فورمې په کابل ولایت کې د افغان پُست امارتي شرکت د بیلابیلو څانګو له لارې راټول او بېرته سپارل کیږي.

له همدې امله د 1403 لمریز کال د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د بهرنیو سندونو د تصدیق مراجعین باید خپل سندونه د (مرکزي پُست خونې) ته، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې قرار لري وسپاري او له تصدیق وروسته سندونه بېرته له همدې پُست خونې څخه تسلیم کړي.

د یادولو وړ ده چې د عدم مسولیت جرمي سندونه د لاندې پُست خونو له لوري طۍ مراحل کیږي:

۱ – مرکزي پُست خونه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په دننه کې موقعیت لري.

۲- د درېیم مکروریانو پُست خونه، چې د سترې محکمې د دروازې ښي لوري ته موقعیت لري.

۳- د اریا ښارګوټي پُست خونه، چې د اول فاز چپ لوري ته لومړي مارکیټ کې موقعیت لري.

۴- د قلعه فتح الله پُست خونه، چې د قلعه فتح الله په نهم سړک موقعیت لري.

۵- د قصبې پُست خونه، چې د ملي پراختیا شرکت دروازې ښي لوري ته موقعیت لري.

۶- د خیرخانې پُست خونه، چې یوولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه موقعیت لري.

له محترمو مراجعینو څخه په درنښت هیله کېږي، چې د پورتنۍ نېټې څخه وروسته د بهرنیو سندونو او عدم مسولیت سندونو د طۍ مراحلو په پار بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه ونه کړي او خپل سندونه دې د پورتنیو یادو شویو پُست خونو له لارې طۍ مراحل کړي.

مولوي امیرخان متقي: افغانان دې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ورورولي وپالي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ریاض العلوم دیني مدرسې د تعلیمي کال پاي مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي، اوسمهال هېواد کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او افغانان دې له ډلو ټپلو جوړولو ډډه وکړي او د اسلامي نظام تر چتر لاندې دې ټول ورورولي وپالي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان د څلورو لسیزو راهیسې د بهرنیو اشغالګرو او کورنیو لاسپوڅو په هڅو ندی پرېښودل شوی چې د امن ساه واخلي.

مولوي امیر خان متقي د خپلو خبرو پرمهال د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو په ترلاسه کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول باید د هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کندهار پوهنتون کې یوې لویې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې مدرسه او پوهنتون نور سره یو دي او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت: د افغانستان فضا د ټولو هېوادونو د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستې ده

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، چې اوس‌مهال د افغانستان فضا تر ټولو امنه او د ټولو ملکي عبوري پروازونو پر مخ پرانېستې ده.

د یاد وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې اوس‌مهال د دوو کورنیو شرکتونو ترڅنګ ۷ نړیوال شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لري.

نوموړي زیاته کړې؛ دهېواد په ۲۷ هوايي ډګرونو کې، چې پینځه یې نړیوال دي، د مسافرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسولین ټينګار کوي، چې هوايي چلند د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ مهمه برخه ده او اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس ریچارد ترانچارد سره په خپل  دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کرنیزو، مالدارۍ او اوبو لګولو دوامداره پروژو د پیل، د سړو خونو، د لبنیاتو د پروسس کارخونو، مسلخونو، د اوبو لګولو شبکو او د مالدارۍ فارمونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

ریچارد ترانچارد د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د نړیوالو هېوادونو او ادارو له لوري د افغان ولس د ملاتړ پر ژمنو یې خبرې کړې دي.

نوموړي همداراز د برېتانیا حکومت له لوري د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان ته اشاره کړې.

مولوي عطاءالله عمري د یاد سازمان له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو عملي کول د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ یوه مهمه اداره ده، چې هر کال زرګونو کسانو ته مرستې برابروي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې۱۵۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره ټولې۲۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۰۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري دوه عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۵۲ کورنۍ او ۲۵۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶ کورنۍ او ۳۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۲۰ عدده