ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 712

د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صليب نړيوالې کمېټې له عمومي ریيس پير کراهنبول سره لیدنه کړې ده.

د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي ریيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د یادې نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو رڼا اچولې او په افغانستان کې یې راغلی امنيت او ثبات ستایلی.

د بهرنيو چارو وزير د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له مظلومې طبقې (ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو) سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرسته د هغوی لپاره د وياړ او د افغانانو له پاره د خوښۍ او مننې باعث بللې ده.

نوموړي غوښتنه کړې ده، چې د سره صليب نړيواله کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ښاغلي پير کراهنبول ویلي، چې که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.

د تکواند اسيايي ازادو سياليو”G2″ دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

د تکواندو اسيايي ازادې سياليو “G2” کې، چې د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام اباد کې ترسره کېږي، څلورو افغان تکواندو کارانو په دوه وزني (۴۸کيلو او ۵۵ کيلو) کټګوريو کې سيالۍ وکړې.

په دې سیالیو کې دوو افغانانو حکم الدین امید او تمیم رحمن رحماني د طلا مډالونه وګټل.

حکم الدين اميد په ۵۵ وزن او تميم رحمان رحماني په ۴۸ کیلو ګرام وزن کې په دوه راونډه سياليو کې درې پاکستاني او یو-یو افغان سیال ته په ماتې ورکولو سره د طلا مډالونو وګټل او د دغو سياليو نيمه پایلوبو ته يې لاره ومونده.

د تکواندو په اسيايي ازادړ سياليو کې ۱۵ افغان تکواندو کارانو ګډون کړی، چې د فبروري مياشتې پر ۱۴مه نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې پر ۲۰مه به پای ته ورسېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۳) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۱۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۰۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۳۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۷۰) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۹۰) کورنۍ او (۳۵۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۶۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۹) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د افغانستان برېښنا شرکت د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو د یکشنبې په ورځ (۲۸ سلواغه ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ برېښنا شرکت په وروستیو لس میاشتو کې د برېښنا شبکې پراختیا، اصلاح، برېښنا رسونې، عملياتي چارو، برنامو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا انرژۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

 ښاغلي عمر زیاته کړه؛ د نورالجهاد سب سټېشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې د برېښنا پېرودونکو شمېر یې هم له ۱۲۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته لوړ شوی دی.

په یاده پروژه ۳.۲۹ میلیونه امریکاي ډالر لګښت راغلی دی.

همدارنګه، د نړیوال بانک لخوا د کاسا-۱۰۰۰ سترې سمه ییزې پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې به بشپړ شي.

ښاغلي عمر د پنجشیر ولایت د پارندې برېښنا تولید بند د رغونې چارو بشپړېدل، د شبرغان – دشت الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي، د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي، د کندهار ۱۱۰ کیلوولټ سب سټېشن لاین بې، د هرات څلورو ولسوالیو کې د سب سټېشنونو جوړولو او په بادغیس کې ۲۱ کلیو ته د برېښنا وېش شبکې جوړولو پروژو د پاتې چارو پیل او دوام د برېښنا شرکت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د نوموړي په وینا؛ د میدان وردګ د چک، د کنړ مناګي او د ګرشک د برېښنا تولید بندونو د جوړولو او بیارغولو پروژو چارې دوام لري.

د دې تر څنګ د هېواد په کچه د برېښنا تولیدي کارخونو رغول شوي او په دې برخه کې د یو شمېر مهمو پروژو چارې هم بشپړې شوي دي.

همدارنګه د روان کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۶ اصلاحي پروژې پلان شوې وې، چې دمګړۍ د تجهیزاتو چمتو کېدو پړاو کې دي او په تطبیق سره به یې د برېښنا انرژۍ ضایعاتو کې پام وړ کمښت رامنځته شي.

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس زیاته کړه، د شاوخوا ۵۰۵ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي کارخونو جوړولو لپاره د پانګونې د ۱۴ پروژو د طرحو د تحلیل او ارزونې چارې بشپړې شوي دي.

ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د روان کال په جریان کې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

دغه راز، برېښنا شرکت په روان کال کې د برېښنا پېرلو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ۲۲۷ میلیونه امریکایي ډالر او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۲۸.۷ میلیونه امریکایي ډالر او ۲۴۷.۸ میلیونه افغانۍ ورکړي دي.

اوسمهال دغه شرکت د برېښنا پېرلو له درکه د ګاونډیو هېوادونو او داخلي شرکتونو پوروړی ندی.

د برېښنا شرکت مسولینو د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې د څه باندې ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت، د برېښنا اړوند ۲۰۶ پروژو تړونونه لاسلیک شوي چې له دې جملې د ځینو پروژو چارې بشپړې او د ځینو نورو دوام لري.

د دې تر څنګ، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره له اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره د برېښنا پېرلو دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک شوي دي.

دغه راز له ایران سره هم د برېښنا پېر تړون د لاسلیک په اړه خبرې روانې دي.

افغانستان د رزمي ورزشونو په نړیوالو سیالیو کې دويم مقام وګاټه

افغانستان د رزمي ورزشونو په نړیوالو سياليو کې، چې د ايران هېواد په کوربتوب ترسره شوې، د ۲۷ مډالونو  ( ۱۲ د برنزو، ۹ د نقرې او ۶ د طلا)  په ګټلو سره، د یادو سیالیو دويم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د ” بشردوستۍ نړیوالې سیالۍ ۲۰۲۵ ”  په نوم د ایران هېواد په شهرستان کرمانشاه ښار کې ترسره شوې، چې د رزمي ورزشونو په بېلابېلو سبکونو ” اوسپورټ، اګسایا، اوګسایا، سومو ټیمي، باولوز… ” کې یې مسابقې درلودې.

د یادونې ده، چې په دغو سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د فيبروري پر ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې پر ۱۵مه نېټه پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو لومړی مقام ایران او درېیم هغه عراق وګاټه.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د مراجعینو لپاره د نوبت اخیستنې انلاین سېستم پرانیستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ خپلو مراجعینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم رامنځته او پرانیستل شو.

یاده اداره زیاتوي؛ په هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه کوي.

همدرنګه دا اداره تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پروخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي.

 د یادونې وړ ده، چې دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوري رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ټولې ستونزې حل شي.

د کندهار-هرات اوسپنې پتلۍ پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې کندهار کې، د کندهار- هرات اوسپنې پتلۍ د ۷۳۷.۵  کیلومتره پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، “د دې زیربنایي پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.”

مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه پروژه د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم اقتصادي ګام بللی.

همداراز په دې اړه د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشراف حق شناس وايي؛ د کندهار – هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین چارې د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د پرانیستې په مراسمو کې یې د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د ټولګټو وزارت اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، سیمه اییزو مسولینو، قومي مخورو، قراردادي شرکتونو د مسولینو او انجینرانو ګډون کړی و.

د ښاغلي حق شناس په وینا، یاده پروژه به د اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

کابل کې د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو لا پراختیا غواړي

کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي فراه ته د سفر په ترڅ کې ویلي د ایران د حکومت پالیسي دا ده، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لارې وي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې زیاتې کړي او دم‌ګړۍ په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو د حضور لپاره کار کوي.

د ښاغلي بیکدلي په وینا؛ د افغانستان او ایران ترمنځ همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.