ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 711

بلخ کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر دوه کورنۍ وروسته له څلورو کلونو داسې مهال سره پخلا شوې، چې د ځايي مسولينو په منځګړيتوب يوه غونډه جوړه او ترمنځ يې د خير پرېکړه وشوه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو، قومي مشرانو او علماوو په هڅو ښکېلې کورنۍ سولې ته راوبلل شوې او د يوې شرعي پرېکړې وروسته هرکس ته خپل حق وسپارل شو، چې په همدې توګه يې له دښمنۍ لاس واخيست او د ورورۍ ژوند يې پيل کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ تل هڅه کوي، چې ولسونه له دښمنيو وژغوري او د يوه سوله ييز او ارام ژوند زمينه ورته برابره کړي.

د اطلاعاتو اوکلتور وزیر: د افغانانو سرښندنې دې په بې پرې بڼه د تاریخ حافظې ته وسپارل شي

د اطلاعاتو او کلتووزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست له لوري د جهادي موزیم، ارشیف او کتابتون پرانیستل شول.

د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د کلتور او مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد، د مرکزي ریاستونو رییسانو، خبریالانو او د رسنیو مسولینو ګډون کړی وو.

په پيل کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست رییس مولوي ذبيح الله نوراني د دې رياست د تېرو درېیو مياشتو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات شريک کړل.

مولوي ذبيح الله نوراني وایي؛ په تېره يوه پېړۍ کې پر افغانستان درېیو سترو امپراتوريو یرغلونه کړي، خو د افغانانو په فداکارۍ سره یې ماتې خوړلې.

دغه‌راز نوموړي د جهادي اثارو، د مجاهدینو د سوانحو او د جهادي تاریخ په راټولولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ په همدې موخه ولايتونو کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې امريتونه او مديريتونه جوړ شوي دي او نوموړي په دې برخه کې له ټولو مجاهدینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د غونډې ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل؛ د دې وزارت مسولین په پوره عزم او اراده هڅه کوي، ترڅو د شهیدانو سوانح، د هغوی قربانۍ او د تېرو ۲۰ کلونو جهاد او د روسانو او انګرېزانو په وړاندې د افغانانو د مبارزې تاریخ راټول کړي.

 نوموړي زیاته کړه؛ د شهیدانو یاد ژوندی ساتل د ټولو ګډ مسولیت دی، په سوانحو لیکلو کې باید صداقت او امانتداري په پام کې ونیول شي، حقايق بايد په هغه بڼه وليکل شي، په کوم ډول چې رامنځته شوي، تر څو د شهیدانو وینو سره خیانت ونه شي، د اسلامي امارت رهبري په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

ملا خیرالله خیرخواه وویل، د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو جهادي مزل او سرښندنې دې په بې پرې بڼه د تاریخ حافظې ته وسپارل شي.

په ورته مهال د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وویل؛ ۲۰ کاله وړاندې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې د پوځي، اقتصادي او فکري اشغال لاندې راوست، خو د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په قربانیو سره يې ماته وخوړه، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست هڅه کوي، چې د بګرام، پلچرخي او ولایتونو د زندانونو مستندات، د شهیدانو سوانح او د هغوی قربانۍ راټولې او راتلونکو نسلونو ته یې د تاريخي میراث په ډول پرېږدي.

نوموړي له مجاهدينو وغوښتل، چې خپل جهادي آثار دې رياست ته وسپاري، تر څو په خوندي ډول وساتل شي، همدا راز يې له ليکوالانو، اديبانو او څېړونکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل؛ مجاهدینو د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره د جهاد ډګر ګرم ساتلی وو، اوس بايد موږ د هغوی د تاریخ او سوانحو په راټولولو او خوندي کولو کې خپله ونډه ادا کړو.

د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد هم ټینګار وکړ، چې د مجاهدینو د تاریخ او قربانیو ثبتول یو دیني او ملي مسولیت دی، تر څو راتلونکي نسلونه او د نړۍ مسلمانان د افغانانو د قربانیو او د اشغالګرو د ظلمونو او ماتې څخه خبر شي.

د غونډې په اوږدو کې نورو ویناوالو د جهادي فکر پر پراخوالي ټينګار وکړ او زیاته ېې کړه، چې هر قلموال دې د جهادي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره دې ریاست سره مرسته وکړي.

د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست د روان کال د لیندۍ په څلورمه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې فعالیت پیل کړ، چې اصلي موخه یې د جهادي ارزښتونو ساتنه او پالنه ده.

کابل کې د ایران سفیر: تهران هڅه کوي چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لا زیاتې کړي

کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي فراه ته د خپل سفر په ترڅ له  ابو نصر فراهي بندر څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ ایران هڅه کوي د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ، راکړه ورکړه، باروړونکو موټرو او د خلکو پرمخ د تګ راتګ ټولې نښلونکې لارې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړې، ایران افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هڅه کوي افغانانو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي د بندرونو شتون په اقتصادي ډګر کې مهم یادوي او وايي، چې د راکړې ورکړې برخه کې دغه ګام مهم دی.

دا په داسي حال کې ده، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی و او زیاته کړې يي وه، چې ایران غواړي له افغانستان سره د نورو اړیکو ترڅنګ اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي.

د ټاپ پروژې تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته؛ د ترکمنستان له لوري د ټاپ پروژې لارې لپاره جوړه شوې نقشه ارزول شوې

د ټاپ (TAP) پروژې د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته په انرژي معینیت کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د تېرو ناستو په تعقیب دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د دې وزارت عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو او د وزارتونو او نورو اړوندو ارګانونو او د یادې کمېټې غړو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رییس د دغې ناستې په پیل کې د هېواد جغرافیایي او ترانزیټي ارزښت ته په اشارې د دغې پروژې حیاتي ارزښت په پام کې نیولو سره یې د چارو په تنظیم او انسجام ټینګار کړی.

د غونډې په دوام کې د ټاپ (TAP) پروژې د لارې د نقشې مسوده، چې د ترکمنستان هېواد لخوا جوړه او رالېږل شوې وه د څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوه، تر څو له ارزونې وروسته د رهبري کمېټې ته وړاندیز شي.

همدارنګه په دغې ناسته کې د ټاپ پروژې د رهبرې او تخنیکي کمېټې د دندو د لایحې د نهایي کولو په هکله هم بحث شوی، تر څو اړین تصمیمونه ونیول شي.

کډوالو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

په کابل کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې رییسې اغلې دانیه الشریف د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عیدالرحمن راشد سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د یادې ټولنې د کاري پروژو په تړاو خبرې شوې دي. ښاغلي راشد د دغه بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو ته د پروژو د لا زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

مېرمن دانیه الشریف له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې زموږ هدف کډوالو ته خدمت او د کډوالۍ مخنیوی دی.

نوموړې په راتلونکي کې د بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو ته د مرستو په وړاندې کولو کې د لا پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

پر دې سربېره د کډ‌والو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون، ۱۵۶ زره او ۴۴۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

د دې هوکړه لیک له مخې به دا بنسټ پورتنۍ پیسې د نغدي مرستو وېش او د اقتصادي خوندیتوب او ودې اړوند په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي، چې ۲ سوه ۹۸ زره او ۵۵۶ تنه راستانه شوي، بېځایه شوي او کوربه ټولنه به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یاد بنسټ د ریسې له لوري لاسلیک شوې ده.

سیف الاسلام خیبر: امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د افغانانو د غوښتنې او اسلامي شریعت پر بنسټ رامنځته شوی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کاناډا، اسټرالیا او یو شمېر اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امر بالمعروف وزارت د افغانانو د غوښتنې او اسلامي شریعت پر بنسټ رامنځته شوې دي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې اسلامي شریعت د ښځو، ماشومانو او ټولو لپاره عادلانه متوازن شرعي حقوق ټاکلي.

نوموړی زیاتوي؛ هغوی چې د ښځو او بشري حقونو ادعا کوي شل کاله یې په افغانستان کې تر پښو لاندې کړي او په دې پلمه د اسلامي امارت خلاف سیاسي تبلیغات کوي او فشار پرې راوړي.

د یاد وزارت مسولین ټینګار کوي؛ اوس چې افغانان د دیني او شرعي نظام تر سیوري لاندې په سوله کې ژوند کوي باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه شي او په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب په پلمه په یاد وزارت له تهمت لګولو ډډه وشي.

مالي کې د سرو زرو کان نړېدو له امله له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې د مالي هېواد په لوېدیځ کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې دي. د دې هېواد لوېدیځ د سرو زرو بډایه سیمه ده.

ځینې ځايي سرچینو بیا رسنیو ته د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸ ښودلی دی.

سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې خلک د صنعتي کان کيندونکو له لوري پرېښودل شویو ځایونو ته د سرو زرو موندلو په موخه ورغلي و، چې کان پرې ونړېد.

ویل کېږي، چې په تېرو درېیو اونیو کې په مالي کې د کان کیندنې دا دویمه مرګونې پېښه ده. تر دې وړاندې د جنوري په پای کې هم لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي وو.

د یاد هېواد د کانونو وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته پېښه تایید کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

مالي د نړۍ په کچه د سرو زرو له سترو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي او د کان کیندنې ډېری چارې یې ناقانونه دي.

د امریکايي درنو بمونو جوپه اسرائیلو ته رسېدلې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د اسرائیلو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د متحده ایالاتو جوړ اېم‌کې مارک ۸۴ درانه بمونه یې ترلاسه کړي دي.

دغه بمونه سمنټ او ضخیم فلز پرې او پراخې چاودېدونکې شعاوې رامنځته کولای شي.

ویل کېږي، اېم‌کې مارک ۸۴ یو ډول درانه بمونه دي، چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو له لوري کارول کېږي.

شاوخوا ۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري، اوږدوالی یې ۳.۹۲ مترو ته رسېږي او له اېف، ۱۵، اېف ۱۶ او اېف ۳۵ جنګي الوتکو څخه غورځول کېږي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ چوکۍ ته تر رسېدو وروسته هغه بندیزونه لیرې کړل، چې د بایډن ادارې اسرائیلو ته د دې بمونو د لېږدولو په اړه لګولي وو.

د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې اسرائیلو ته د MK مارک ۸۴ بمونو د رسولو امر وکړ.

پر دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو پرون (یکشنبه، د فبروري ۱۶مه) اسرائیلو ته لومړی سفر کړی.

د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صليب نړيوالې کمېټې له عمومي ریيس پير کراهنبول سره لیدنه کړې ده.

د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي ریيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د یادې نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو رڼا اچولې او په افغانستان کې یې راغلی امنيت او ثبات ستایلی.

د بهرنيو چارو وزير د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له مظلومې طبقې (ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو) سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرسته د هغوی لپاره د وياړ او د افغانانو له پاره د خوښۍ او مننې باعث بللې ده.

نوموړي غوښتنه کړې ده، چې د سره صليب نړيواله کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ښاغلي پير کراهنبول ویلي، چې که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.

د تکواند اسيايي ازادو سياليو”G2″ دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

د تکواندو اسيايي ازادې سياليو “G2” کې، چې د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام اباد کې ترسره کېږي، څلورو افغان تکواندو کارانو په دوه وزني (۴۸کيلو او ۵۵ کيلو) کټګوريو کې سيالۍ وکړې.

په دې سیالیو کې دوو افغانانو حکم الدین امید او تمیم رحمن رحماني د طلا مډالونه وګټل.

حکم الدين اميد په ۵۵ وزن او تميم رحمان رحماني په ۴۸ کیلو ګرام وزن کې په دوه راونډه سياليو کې درې پاکستاني او یو-یو افغان سیال ته په ماتې ورکولو سره د طلا مډالونو وګټل او د دغو سياليو نيمه پایلوبو ته يې لاره ومونده.

د تکواندو په اسيايي ازادړ سياليو کې ۱۵ افغان تکواندو کارانو ګډون کړی، چې د فبروري مياشتې پر ۱۴مه نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې پر ۲۰مه به پای ته ورسېږي.