ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 710

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عربستان له ولیعهد سره د غزې په تړاو خبرې کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور‌ له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې.

په یاده کتنه کې د غزې لپاره د راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې شوې دي.

روبیو له دې وړاندې د غزې د اشغال په تړاو د خبرو په موخه اسرائیلو ته سفر کړی و او له اسرائیلي چارواکو سره یې هم خبرې کړې وې.

له دې سفر سره هم‌مهاله د اسرائیلو دفاع وزارت تېره یکشنبه اعلان وکړ، چې د امریکايي درنو بمونو جوپه ور رسېدلې ده.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د غزې اوسېدونکي به نورو عربي هېوادونو ته ولېږدوي او دا سیمه به اشغال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې موخه سعودي عربستان ته سفر کړی او ښایي وروسته متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.

د ټرمپ دا څرګندونې د اسلامي امارت په شمول د ګڼو عربي هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال سره لیدنه کړې

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستيال او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي طارق بخيت او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنيت، تعليم، مخدره موادو سره مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو، په ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزير د امنيتي، اقتصادي، تعليمي، له مخدره موادو سره مبارزې، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبت تعامل او نورو ډګرونو کې د اسلامي امارت هڅو او لاس ته راوړنو ته په اشارې ویلي، ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې وړاندې کيږي.

مولوي امير خان متقي هيله يې څرګنده کړې، چې بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا وړاندې کيدونکي تصوير پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري.

نوموړي همداراز زياته کړې، چې د جګړو له کبله د نړيوالو په ذهن کې د ۴۰ کلونو جوړ شوي تصوير بدلول يوازې په خپلو سترګو د واقعيتونو د ليدلو له لارې ممکن دی.

سفير طارق بخيت ویلي؛ دا چې مونږ دلته يو، په دې دلالت کوي چې مونږ په خپلو سترګو واقعيتونه ليدل غواړو نه د نورو له سترګو، او دا چې نظرونه به د بېلابېلو اړخونو اورو، خو په پای کې به پرېکړه په خپلواکه توګه او د واقعيتونو په رڼا کې کوو.

نوموړي زياته کړې؛ مونږ له افغانستان سره په تعامل کې له پيل څخه د سليقوي چلن پلويان نه يو او د واقعيتونو د موندلو او انعکاس پر تګلارې باور لرو.

ښاغلي طارق بخيت ویلي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

ننګرهار کې ۱۹ کلنه بدي پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه شخړه پای ته ورسېده، چې پکې يوکس وژل شوی، څو تنه ټپيان شوي او ترمنځ يې لا هم پراخ تاو تریخوالی موجود وو.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دغه شخړې د حل په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشري يوې ګډې جرګې د خپلو دوامداره هڅو په پايله کې ښکېلې کورنۍ سولې ته را وبللې، اختیارلیکونه يې ترې واخېستل او ترمنځ يې د يوې شرعي فيصلې په کولو سره دښمني په دوستي ور بدله کړه.

د دې وزارت په وینا؛ د ښکېلو لوريو مشرانو د جرګه کوونکو فيصلې په منلو سره يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې او د سلامي امارت له مشرانو څخه د مننې په څرګندولو سره يې ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به يو بل ته کوم خنډونه نه جوړوي بلکې خپل سوله ييز ژوند ته به دوام ورکوي.

افعان تېکواندو کار درې پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د طلا مډال وګټه

د تکواندو اووم پړاو ازادو سیالیو ” G2 ”  پر دوام؛ نن افغان تېکواندو کار سدیس سکندر په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې وتوانېد، چې د درې جلا سیالیو په دوه لومړیو پرلپسې راونډونو کې خپلو درېیو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو مډال وګټي.

په دغو سیاليو کې افغان تېکواندو کارانو تر دې دمه څلور د طلا مډالونه ګټلي دي.

د تکواندو اووم پړاو ازادې سیالۍ ” G2 ” د پاکستان په کوربتوب په پلازمینه اسلام اباد کې تر سره کېږي.

یادې سیالۍ د ۲۷ هېوادونو په ګډون د فیبروري میاشتې پر ‌‌۱۱مه نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې پر ۲۰مه پای ته رسېږي.

د کډوالو وزارت او د ملګرو ملتونو استازو لیدنه؛ په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټو په جوړولو خبرې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ د دایمي حل لارو د برخې استازو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر او د دایمي حل لارو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ سلاکارې مېرمن فرحانه ستاکر ګډون درلود.

د دواړو لوریو ترمنځ په راتلونکي کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

مولوي شکرالله شاکر وویل؛ زموږ موخه د راستنو شویو او بې ځایه شویو لپاره خدمت کول دي، چې په همغږۍ او همکارۍ د یادو ښارګوټو په جوړولو سره په راتلونکي کې یوې هوکړې ته ورسیږو.

د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي د دې ډول کارونو پیلول د دایمي حل لارو پیدا کولو لپاره مثبت ګام وګڼه او په دې برخه کې یې پر دوه اړخیزه همغږۍ ټینګار وکړ.

مېرمن فرحانه ستاکر د دې ناستې موخه د کډوالو لپاره په څلورو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړول یاد کړل او وې ویل، زموږ بنسټیزه موخه له اړمنو سره مرسته کول دي.

نوموړې په راتلونکي کې د دغه پروګرام د موخو د تحقق په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د تخنیکي ناستې غوښتنه وکړه.

زابل کې د مخابراتي شبکو ۱۶ نوي سایټونه فعال شول

د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسولین وايي، په دې ولایت کې یې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعاله کړي اود ۳۱ نور مخابراتي سایټونو د جوړیدو کارونه دوام لري.

یاد مسولین زیاتوي؛ هغه سیمې به ډېر ژر تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي، چې تر اوسه هیڅ مخابراتي خدمات نلري.

د دې ولایت د مخابراتو رییس مولوي عبدلهادي یحی وايي، دا مخابراتي سایټونو یې په مرکز قلات، دایچوپان، ارغنداب، شاه جوۍ، خاک افغان، اټغر او نورو سیمو کې فعاله کړي، چې د دې ولایت زرګونه اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.

نوموړی زیاتوي، د تیلیفوني خدماتو ترڅنګ د انټرنیټي خدمات کیفیت هم ښه شوی.

ښاغلی یحی دغه راز وايي؛ هڅه کوي چې د بېلابېلو مخابراتي شبکو په مرسته د دې ولایت تر هغو سیمو پوري، چې اوسیدونکي یې مخابراتي خدماتو ته لاس رسي نلري هم خدمات ورسوي .

د زابل اوسېدونکي هم د مخابراتي شبکو د خدمات څخه خوښي څرګندوي او وايي، د کیفیت ښه کېدو ترڅنګ دې لرې پرتو سېمو ته هم خدمات ورسول شي.

دزابل د مخابراتو ریاست په داسي حال کې د تلیفیون خدماتو د ۱۶ نویو سایټونو د فعالیدو خبر ورکوي، چې په ټولیزو ډول د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۷۹ سایټونه فعاله دي .

بلخ کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر دوه کورنۍ وروسته له څلورو کلونو داسې مهال سره پخلا شوې، چې د ځايي مسولينو په منځګړيتوب يوه غونډه جوړه او ترمنځ يې د خير پرېکړه وشوه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو، قومي مشرانو او علماوو په هڅو ښکېلې کورنۍ سولې ته راوبلل شوې او د يوې شرعي پرېکړې وروسته هرکس ته خپل حق وسپارل شو، چې په همدې توګه يې له دښمنۍ لاس واخيست او د ورورۍ ژوند يې پيل کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ تل هڅه کوي، چې ولسونه له دښمنيو وژغوري او د يوه سوله ييز او ارام ژوند زمينه ورته برابره کړي.