ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 709

د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یو ډول معیاري خدماتو وړاندې کېدو په موخه پینځه کلنه ملي پالیسي جوړه شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ د تشریح کولو ورکشاپ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رییسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تایب، د ملي دفاع او پوهنې وزارتونو استازو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکمونو او فرمانونو د تعقیب نظارت لوی ریاست د تفتیش مرستیال مولوي محسن هاشمي او د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسولینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ټولو هېوادوالو ته د برابر او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیا وزارت له لوري د راتلونکو پینځه کلونو لپاره نوې جوړه شوې ملي پالیسي خورا اړینه وبلله او دا یې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل؛” د یادې پالیسۍ پر مټ به شته امکاناتو ته په کتو له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې روغتیايي برخه کې پر مخ ځو او د ولسونو هوساینې لپاره به ټول لومړیتوبونه د دغه پالیسۍ له مخې ټاکل کېږي. “

مولوي نور جلال جلالي دغه راز زیاته کړه؛ هڅه کوو چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یوشان معیاري خدمات وړاندې کړو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یو منظمې او ملي پالیسۍ ته اړتیا وه، چې له نېکه مرغه روغتیا وزارت وتوانېد په لومړي ځل د خپلو داخلي متخصصینو په مرسته دا پالیسي جوړه کړي، چې له مخې به یې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو ترڅنګ دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه ترسره شي.

په دې غونډه کې همداراز د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې پالیسۍ پر محتویاتو په اړه وویل؛ په دغه پالیسۍ کې به په اووه عمده برخو کار کېږي، ترڅو موږ وکولی شو خپل لومړني، دویمي او درېمي (ثالثي) خدمات لا معیاري کړو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب په منظمه توګه د چارو ترسره کولو لپاره د پالیسۍ شتون اړین وباله او په همدې موخه یې د روغتیا وزارت نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي برخې پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس ډاکټر سید رسول منګل د دغه پالیسۍ جوړولو په کړنلارو او مراحلو هر اړخیزه وینا ترسره او د دې پالیسۍ د پلي کېدو برخه کې یې د لا زیات کوښښ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.

امریکايي سناتورانو د غزې د اشغال لپاره د ټرمپ طرحه رد کړه

د امریکا جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور لیندسي ګراهام د غزې د اشغال او فلسطینیانو ایستلو په تړاو د ډونالډ ټرمپ طرحه رد کړې ده.

له بلې خوا د امریکا د دیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنتال هم د غزې د نیولو طرحه په بشپړ ډول د نه منلو بللې او ټینګار یې کړی، چې عربي هېوادونه ښايي د غزې د راتلونکي لپاره غوره حللارې وړاندې کړي.

اسرائیلو بیا د ټرمپ یادې طرحې ته ژمنتیا څرګنده کړې او دفاع وزیر یې خپلو عسکرو ته لارښوونه کړې، چې داسې پلان ترتیب کړي تر څو فلسطینیان پخپله خوښه له غزې ووځي.

ګراهام چې د ټرمپ اوږدمهاله ملګری، په کانګرس کې مهم جمهوري غوښتونکی او په بهرني سیاست او ملي امنیت کې اغیزمن شخص دی، ویلي، چې په سنا مجلس کې د غزې د هر ډول نیولو لپاره کمه لېوالتیا موجوده ده.

د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.

له بل لوري د ټرمپ دا طرحه د اسلامي امارت په شمول په لویه کچه د نړیوالو او عربي هېوادونو له غندنې او مخالفت سره مخ شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د سعودي عربستان، متحده عربي امارتو، اردون او مصر چارواکي په نږدې راتلونکي کې د غزې د راتلونکي په تړاو لیدنه او بحثونه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۲ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۱۷۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۰ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۸۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۷ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او۷۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې۲۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۶ کورنیو سره ټولې۵۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۱۳۶ کورنۍ او ۵۶۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۱۹ کورنۍ او ۷۵ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۱۴۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۴ عدده

کرېکټ؛ محمدنبي: ښايي دا زما وروستۍ یو ورځنۍ لوبې نه وي

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د کرېکټ نړیوالې شورا سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ښايي اتلانو جام کې یې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې نه وي.

نوموړي د خپل تېر کال لوبېدل ستایلي او زیاته کړې یې ده، له خپل تکړښت سره سم به پرېکړه وکړي، چې یو ورځنیو لوبو ته دوام ورکړي او که یې پرېږدي.

ښاغلی عیسی خیل وايي؛ د لوبډلې له مجربو لوبغاړو سره یې هم خبرې کړي، او خپلې فزیکي وړتیا ته په کتو به پرېکړه کوي.

یاد ټولچاري لوبغاړي چې تازه یې د بنګله‌دېش پریمیر لیګ (BPL) سیالیو کې د فارچون باریسال لوبډلې اتلولي خپله کړې وايي، د دې اتلولۍ له امله یې باور لوړ شوی او د اتلانو جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي په یادو سیالیو کې د خپلې کارکردګۍ څخه خوښي ښودلې او په وینا یې چې دیری لوبو کې یې مهم رول ادا کړی.

ښاغلي عیسی خیل همداراز په اتلانو جام سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ګډون خوښ دی او زیاته کړې یې ده، د هېواد ځوان استعدادونو ته په کتو د ښو پایلو تمه لري.

محمد نبي هیله څرګنده کړې، چې یوه ورځ له خپل زوی حسن عیسی خېل سره د افغانستان په ملي لوبډلې کې یو ځای ولوبېږي.

عیسا خیل د تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي وو، چې له چمپنیزټرافي وروسته به له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اعلانوي، خو تازه یې بیا دا څرګندونې کړې دي.

مولوي مطیع الحق خالص هرات ته د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس مولوي مطيع الحق خالص د یوه پلاوي په ملتیا هرات ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت والي شيخ نور احمد اسلام جار سره لیدنه کړې.

د یادې ليدنې پرمهال هرات والي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات ته یې له سفر څخه موخه په یاد ولایت کې د چاپېریالي وضعیت د ارزوني په تړاو د کنفرانس جوړول، د نيالګيو کېنولو ملي پروګرامونو پیلول، د صنعتکارانو سره د فعالیتونو په اړوند د غونډې په لاره اچول او په ټوله کې د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت ارزونه شامل ده، چې د دې سفر په اجنډا کې نيول شوې دي.

نوموړي همداراز اقلیمي بدلون منفي تاثیراتو ته په اشارې زیاته کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چي د اقلیمي بدلون سخت ځپلی او په دې برخه کې حکومت پر ګڼو طرحو کار پیل کړی، چې له اړونده نړیوالو بنسټونو او موسساتو سره شریک شوي او لاهم هڅې روانې دي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات يو صنعتي ولایت دی زموږ هڅه دا ده، چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ رشد وکړي او د هغوی فعالیت له اصولو سره سم مخته یوړل شي.

همدارنګه د هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او خپل نظریات او غوښتنې یې ورته وړاندې کړې دي.

نوموړی همداراز د خپل رسمي سفر په لړ کې د هرات صنعتي ښارګوټي ته ولاړ او هلته یې د یو شمېر کارخونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وکړه.

د ارزونې پر مهال، د کارخونو د فعالیتونو، د فاضلابو مدیریت، د هوا د ککړتیا کچه او د چاپېریال ساتنې اصولو ته د پاملرنې څرنګوالی وڅېړل شو.

مولوي مطیع الحق خالص د کارخونو له مسولینو سره خبرې کړي او هغوی ته یې لارښوونه کړې، چې د چاپېریالي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، د چاپېریال ساتنه د ټولنې ګډ مسولیت دی او د کارخونو مسولین باید د صنعتي ککړتیا د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او له اصولو سره سم هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، اسلامي امارت د صنعتکارانو او خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ فعالیت وکړي.

د هرات صنعتي ښارګوټي یو شمېر کارخونو مسولینو هم په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، او ژمنه یې کړې، چې د چاپېریالي معیارونو د پلي کولو لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

دا ارزونه د صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي مدیریت د ښه والي په موخه ترسره شوې، او ټاکل شوې ده چې د نورو ولایتونو صنعتي فعالیتونه هم تر څارنې لاندې ونیول شي.

د کابينې ۱۶مه غونډه: د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۶مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ، دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د شعبان المعظم ۱۸مه/ سلواغې۲۹مه» نیټه ترسره شوه، چې د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د بریښنا رسونې بهیر چټکتیا له پاره کار وکړي او په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

همدا راز د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته دنده وسپارل شوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت استازو سره ناسته وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د يادو ادارو کاري استقامتونه په تفصيلي توګه واضح کړي او په دې برخه کې له يو بل سره همکاري او همغږي پیاوړې شي.

د دې سربېره اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د پراختيايي پروژو پلي کولو په برخه کې ټولو اداراتو سره په همغږۍ د پراختيايي بودجې د لګښتونو او د پروژو پر وخت سرته رسولو موضوعات تعقیب کړي.

غونډه کې همدا راز يو شمېر نور مسایل ځانګړيو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې وروستۍ کړي او راپور يې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابینې دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ګڼ شمېر ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي؛ مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۷۳ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيت رتبه بریدملانو، جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوي نصیب الله مدني  یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ د مشرانو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو، په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم ترلاسه کړئ، همداراز په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور منسوبین د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ.

د افغانستان بانک لوی رییس روسیې ته سفر وکړ

د افغانستان بانک وايي؛ د دې بانک رییس نور احمد اغا او ورسره مل پلاوی د روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار ته روان شو، ترڅو د اورال ټولنې له لوري جوړېدونکي “په مالي چارو کې د سایبري امنیت” نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاتوي؛ دا کنفرانس چې د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې دوام کوي، د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.

په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.

د افغانستان بانک په وینا؛ په دې کنفرانس کې ګډون به د افغانستان بانک لپاره نه یوازې د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو یوه مهمه موقع وي، بلکې د هېواد د بانکي سکتور لپاره به د نړیوالو تجاربو او نوو نظریاتو سره د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي.

د افغانستان بانک د دې کنفرانس د ګډون له لارې تمه لري، چې د سایبري امنیت په برخه کې نوې تجربې ترلاسه کړي او د هېواد د بانکي سکتور لپاره لاښه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عربستان له ولیعهد سره د غزې په تړاو خبرې کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور‌ له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې.

په یاده کتنه کې د غزې لپاره د راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې شوې دي.

روبیو له دې وړاندې د غزې د اشغال په تړاو د خبرو په موخه اسرائیلو ته سفر کړی و او له اسرائیلي چارواکو سره یې هم خبرې کړې وې.

له دې سفر سره هم‌مهاله د اسرائیلو دفاع وزارت تېره یکشنبه اعلان وکړ، چې د امریکايي درنو بمونو جوپه ور رسېدلې ده.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د غزې اوسېدونکي به نورو عربي هېوادونو ته ولېږدوي او دا سیمه به اشغال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې موخه سعودي عربستان ته سفر کړی او ښایي وروسته متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.

د ټرمپ دا څرګندونې د اسلامي امارت په شمول د ګڼو عربي هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال سره لیدنه کړې

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستيال او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي طارق بخيت او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنيت، تعليم، مخدره موادو سره مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو، په ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزير د امنيتي، اقتصادي، تعليمي، له مخدره موادو سره مبارزې، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبت تعامل او نورو ډګرونو کې د اسلامي امارت هڅو او لاس ته راوړنو ته په اشارې ویلي، ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې وړاندې کيږي.

مولوي امير خان متقي هيله يې څرګنده کړې، چې بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا وړاندې کيدونکي تصوير پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري.

نوموړي همداراز زياته کړې، چې د جګړو له کبله د نړيوالو په ذهن کې د ۴۰ کلونو جوړ شوي تصوير بدلول يوازې په خپلو سترګو د واقعيتونو د ليدلو له لارې ممکن دی.

سفير طارق بخيت ویلي؛ دا چې مونږ دلته يو، په دې دلالت کوي چې مونږ په خپلو سترګو واقعيتونه ليدل غواړو نه د نورو له سترګو، او دا چې نظرونه به د بېلابېلو اړخونو اورو، خو په پای کې به پرېکړه په خپلواکه توګه او د واقعيتونو په رڼا کې کوو.

نوموړي زياته کړې؛ مونږ له افغانستان سره په تعامل کې له پيل څخه د سليقوي چلن پلويان نه يو او د واقعيتونو د موندلو او انعکاس پر تګلارې باور لرو.

ښاغلي طارق بخيت ویلي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.