ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 708

طارق علي بخیت: امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شيخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان له سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او مل پلاوي سره د همغږۍ او د همکاریو پیاوړتیا په موخه پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په پيل کې شیخ محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنلارو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی او د ټولنې معنوي اړخونو د پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.

ښاغلي الحنفي همداراز د اسلامي همکاریو سازمان او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد سازمان د اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول لوبولای شي.

په افغانستان کې د یاد سازمان ځانګړي استازي د ځینې نړیوالو رسنیو او ادرسونو له لوري د دې وزارت پر وړاندې نیوکې له حقیقت څخه لرې بللې او ویلي یې دي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده.

ښاغلي بخیت د یاد وزارت کړنې او لاس ته راوړنې ستايلې او ډاډ یې ورکړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه د روسیې او امریکايي چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې

د العربیه شبکې د راپور له‌مخې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.

دا پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لومړنۍ مخامخ خبرې دي.

د راپورونو له مخې، د دې مذاکراتو اصلي موخه به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسول او د حللارو موندل وي.

په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سعودي عربستان ځینې چارواکو ګډون کړی.

دې خبرو ته د اوکراین او یا بل اروپايي هېواد استازي نه دي وربلل شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي ویلي، چې دې غونډې ته نه دی بلل شوی او داسې هېڅ هوکړه به ونه مني، چې دی پکې نه وي.

ایران افغان سوداګرو او پانګوالو ته په ازادو سوداګریزو سیمو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

ایران په ازاده سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو له رامنځته کولو خبر ورکړی دی.

د ایراني رسنېو د راپورونو له مخې، د ازادو سوداګریزو سیمو مسولینو اعلان کړی چې ایران له افغان پانګوالو ملاتړ کوي او هغوی کولی شي د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې د پانګونې او د خپلو سوداګریزو کالیو لپاره د ګدام جوړولو ترڅنګ، اقامه هم ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین د ایران له لوري په ازادو سوداګریزو سیمو کې د نویو اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه هرکلی کوي.

اقتصادي کارپوهان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې پراختیا په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د ایران له لورې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم بولي او زیاتوي چې دغه موضوع د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل کیږي.

په ازادو سوداګریزو سیمو کې د ایران له لورې افغان پانګوالو لپاره نوي سهولتونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې څه موده مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغان او ایران سوداګرو په ګډه ناسته کې ویلي و چې په اوس مهال کې د بل هر وخت په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو اقتصادي اړیکو زمینه برابره شوې او دغه هېواد د افغان پانګوالو لپاره د زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه کې دی.

صنعت او سوداګرۍ وزارت: هند سره د ۷۶۳ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګرېزه راکړه ورکړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې یې هند ته د ۵۴۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت انځر، وچه او تازه میوه، انجه او زعفران صادر کړي دي.

دوه ورځې وړاندې هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او هند سوداګري پراخه شوې او هند ته د افغانستان د صادراتوکچه د وارداتو پرتله لوړه شوې ده.

بل لور ته افغان سوداګر بیا وايي، هندوستان د افغانستان وچې او تازه میوې او سبزیجاتو لپاره ښه بازارونه لري، که چېرې د چابهار بندر کې شته ستونزې هوارې شي هند سره به د افغانستان سوداګري لا پیاوړې شي.

دا په داسې حال ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره له هند سربیره ایران ، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري پراخه شوې او د صادراتو کچه يې لوړه شوې ده.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

ملي دفاع وزارت وایي، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندان ملا عبدالغفار محمدي چې د لوی درستیز ملتیا یې کوله، د یادې قوماندانۍ د دوو باله Mi-17 چورلکو د جوړولو بهیر یې له نږدې وڅاره.

همداراز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته‌ راوړنې وستایلې او تقدیر یې کړې، چې د بېلابېلو الوتکو په ترمیم او بیا ځلې پرواز ته په چمتو کولو کې یې هڅې کړې دي.

د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یو ډول معیاري خدماتو وړاندې کېدو په موخه پینځه کلنه ملي پالیسي جوړه شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ د تشریح کولو ورکشاپ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رییسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تایب، د ملي دفاع او پوهنې وزارتونو استازو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکمونو او فرمانونو د تعقیب نظارت لوی ریاست د تفتیش مرستیال مولوي محسن هاشمي او د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسولینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ټولو هېوادوالو ته د برابر او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیا وزارت له لوري د راتلونکو پینځه کلونو لپاره نوې جوړه شوې ملي پالیسي خورا اړینه وبلله او دا یې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل؛” د یادې پالیسۍ پر مټ به شته امکاناتو ته په کتو له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې روغتیايي برخه کې پر مخ ځو او د ولسونو هوساینې لپاره به ټول لومړیتوبونه د دغه پالیسۍ له مخې ټاکل کېږي. “

مولوي نور جلال جلالي دغه راز زیاته کړه؛ هڅه کوو چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یوشان معیاري خدمات وړاندې کړو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یو منظمې او ملي پالیسۍ ته اړتیا وه، چې له نېکه مرغه روغتیا وزارت وتوانېد په لومړي ځل د خپلو داخلي متخصصینو په مرسته دا پالیسي جوړه کړي، چې له مخې به یې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو ترڅنګ دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه ترسره شي.

په دې غونډه کې همداراز د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې پالیسۍ پر محتویاتو په اړه وویل؛ په دغه پالیسۍ کې به په اووه عمده برخو کار کېږي، ترڅو موږ وکولی شو خپل لومړني، دویمي او درېمي (ثالثي) خدمات لا معیاري کړو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب په منظمه توګه د چارو ترسره کولو لپاره د پالیسۍ شتون اړین وباله او په همدې موخه یې د روغتیا وزارت نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي برخې پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس ډاکټر سید رسول منګل د دغه پالیسۍ جوړولو په کړنلارو او مراحلو هر اړخیزه وینا ترسره او د دې پالیسۍ د پلي کېدو برخه کې یې د لا زیات کوښښ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.

امریکايي سناتورانو د غزې د اشغال لپاره د ټرمپ طرحه رد کړه

د امریکا جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور لیندسي ګراهام د غزې د اشغال او فلسطینیانو ایستلو په تړاو د ډونالډ ټرمپ طرحه رد کړې ده.

له بلې خوا د امریکا د دیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنتال هم د غزې د نیولو طرحه په بشپړ ډول د نه منلو بللې او ټینګار یې کړی، چې عربي هېوادونه ښايي د غزې د راتلونکي لپاره غوره حللارې وړاندې کړي.

اسرائیلو بیا د ټرمپ یادې طرحې ته ژمنتیا څرګنده کړې او دفاع وزیر یې خپلو عسکرو ته لارښوونه کړې، چې داسې پلان ترتیب کړي تر څو فلسطینیان پخپله خوښه له غزې ووځي.

ګراهام چې د ټرمپ اوږدمهاله ملګری، په کانګرس کې مهم جمهوري غوښتونکی او په بهرني سیاست او ملي امنیت کې اغیزمن شخص دی، ویلي، چې په سنا مجلس کې د غزې د هر ډول نیولو لپاره کمه لېوالتیا موجوده ده.

د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.

له بل لوري د ټرمپ دا طرحه د اسلامي امارت په شمول په لویه کچه د نړیوالو او عربي هېوادونو له غندنې او مخالفت سره مخ شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د سعودي عربستان، متحده عربي امارتو، اردون او مصر چارواکي په نږدې راتلونکي کې د غزې د راتلونکي په تړاو لیدنه او بحثونه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۲ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۱۷۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۰ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۸۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۷ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او۷۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې۲۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۶ کورنیو سره ټولې۵۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۱۳۶ کورنۍ او ۵۶۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۱۹ کورنۍ او ۷۵ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۱۴۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۴ عدده

کرېکټ؛ محمدنبي: ښايي دا زما وروستۍ یو ورځنۍ لوبې نه وي

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د کرېکټ نړیوالې شورا سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ښايي اتلانو جام کې یې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې نه وي.

نوموړي د خپل تېر کال لوبېدل ستایلي او زیاته کړې یې ده، له خپل تکړښت سره سم به پرېکړه وکړي، چې یو ورځنیو لوبو ته دوام ورکړي او که یې پرېږدي.

ښاغلی عیسی خیل وايي؛ د لوبډلې له مجربو لوبغاړو سره یې هم خبرې کړي، او خپلې فزیکي وړتیا ته په کتو به پرېکړه کوي.

یاد ټولچاري لوبغاړي چې تازه یې د بنګله‌دېش پریمیر لیګ (BPL) سیالیو کې د فارچون باریسال لوبډلې اتلولي خپله کړې وايي، د دې اتلولۍ له امله یې باور لوړ شوی او د اتلانو جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي په یادو سیالیو کې د خپلې کارکردګۍ څخه خوښي ښودلې او په وینا یې چې دیری لوبو کې یې مهم رول ادا کړی.

ښاغلي عیسی خیل همداراز په اتلانو جام سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ګډون خوښ دی او زیاته کړې یې ده، د هېواد ځوان استعدادونو ته په کتو د ښو پایلو تمه لري.

محمد نبي هیله څرګنده کړې، چې یوه ورځ له خپل زوی حسن عیسی خېل سره د افغانستان په ملي لوبډلې کې یو ځای ولوبېږي.

عیسا خیل د تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي وو، چې له چمپنیزټرافي وروسته به له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اعلانوي، خو تازه یې بیا دا څرګندونې کړې دي.

مولوي مطیع الحق خالص هرات ته د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس مولوي مطيع الحق خالص د یوه پلاوي په ملتیا هرات ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت والي شيخ نور احمد اسلام جار سره لیدنه کړې.

د یادې ليدنې پرمهال هرات والي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات ته یې له سفر څخه موخه په یاد ولایت کې د چاپېریالي وضعیت د ارزوني په تړاو د کنفرانس جوړول، د نيالګيو کېنولو ملي پروګرامونو پیلول، د صنعتکارانو سره د فعالیتونو په اړوند د غونډې په لاره اچول او په ټوله کې د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت ارزونه شامل ده، چې د دې سفر په اجنډا کې نيول شوې دي.

نوموړي همداراز اقلیمي بدلون منفي تاثیراتو ته په اشارې زیاته کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چي د اقلیمي بدلون سخت ځپلی او په دې برخه کې حکومت پر ګڼو طرحو کار پیل کړی، چې له اړونده نړیوالو بنسټونو او موسساتو سره شریک شوي او لاهم هڅې روانې دي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات يو صنعتي ولایت دی زموږ هڅه دا ده، چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ رشد وکړي او د هغوی فعالیت له اصولو سره سم مخته یوړل شي.

همدارنګه د هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او خپل نظریات او غوښتنې یې ورته وړاندې کړې دي.

نوموړی همداراز د خپل رسمي سفر په لړ کې د هرات صنعتي ښارګوټي ته ولاړ او هلته یې د یو شمېر کارخونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وکړه.

د ارزونې پر مهال، د کارخونو د فعالیتونو، د فاضلابو مدیریت، د هوا د ککړتیا کچه او د چاپېریال ساتنې اصولو ته د پاملرنې څرنګوالی وڅېړل شو.

مولوي مطیع الحق خالص د کارخونو له مسولینو سره خبرې کړي او هغوی ته یې لارښوونه کړې، چې د چاپېریالي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، د چاپېریال ساتنه د ټولنې ګډ مسولیت دی او د کارخونو مسولین باید د صنعتي ککړتیا د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او له اصولو سره سم هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، اسلامي امارت د صنعتکارانو او خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ فعالیت وکړي.

د هرات صنعتي ښارګوټي یو شمېر کارخونو مسولینو هم په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، او ژمنه یې کړې، چې د چاپېریالي معیارونو د پلي کولو لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

دا ارزونه د صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي مدیریت د ښه والي په موخه ترسره شوې، او ټاکل شوې ده چې د نورو ولایتونو صنعتي فعالیتونه هم تر څارنې لاندې ونیول شي.