بلخ کې د څو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه په دوستي بدله شوه
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې شخړه، د یاد ولایت د والي محمد یوسف وفا په لارښوونه د محلي مسولینو او علماوو په منځګریتوب او هلو ځلو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه.
د دغې شخړې د روغې جوړې په مراسمو کې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي سردار محمد محمدي د غوڼدې ګډون والو ته ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د دې زمینه برابره شوې، چې هېواد ځورول شوي او کړیدلي خلګ د ارام ساه واخلي او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، اختلافات او ناخوالي په یوه ټولنه کې د بې اتفاقۍ او بدبختۍ لامل ګرځي او که چیرته پر وخت رسېدنه ورته ونه شي د لویو ناخوالو سبب ګرځي.
د پخلا شويو کورنیو استازو ناستې ته په خبرو کې د بدۍ او دښمنۍ ژوند تريخ او له کړاونو ډک ژوند یاد کړ او د شخړو پر ځاني زیانونو سربېره یې د هغوی په بدو روانې پایلو هم خبرې وکړې.
دوی له قومي مخورو او مسولینو د مننې په کولو سره خوښي څرګنده کړه چې له بدي څخه وژغورل شول او د دوستي په ټغر کېناستل.
له شېرخان بندر څخه تر کندوز ښار پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
کندوز کې د افغانستان برېښنا شرکت له بودجې څخه د شېرخان سوداګريز بندر څخه تر کندوز ښار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد بیارغول شوي مزي پروژه د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې چارې پیل شوې وې، نن د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس په شتون کې پرانيستل شوه.
په همدې موخه د کندوز ولايت برېښنا رياست په عسقلان سب سټېشن کې پرتمینه غونډه جوړه شوې وه، چې پهکې د برېښنا اجراییوي رییس عبدالباري عمر، د کندوز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب، د امارتي ادارو مسولینو، قومي مخورو، سپینږیرو، علمای کرامو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
ډاکټر عبدالباري عمر ویلي؛ ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن په هېواد کې د پرلپسې پروژو په دوام دا ځل په کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د یوې داسې پروژې د پرانیستې شاهدان یو، چې ولسونو ورته شېبې شمېرلې.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې کومې سترې او بنسټيزې پروژې چې ترسره کېږي، ټولې له داخلي منابعو څخه تمويلېږي، چې دا د هېوادوالو لپاره د خوښۍ ځای دی.
د ښاغلي عمر په وینا؛ د دغه لین په نښلېدو سره به لهدې وروسته ۹۵ میګا واټه برېښنا او په کلني ډول ۱۴۷ میلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه کېږي.
مولوي قدرت الله جمال: تاریخي ابدات زموږ د هېواد ارزښتناک تمدني میراث دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ او د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور د رییس مولوي فیروزالدین منیب په ملتیا د خلم ولسوالۍ له تاریخي ابدې جهان نما باغ څخه لیدنه وکړه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیروزالدین منیب د دې تاریخي ابدې په اړه ویلي؛ جهان نما باغ په ۱۲۳۶ لمریز کال کې د امیر عبدالرحمان خان له لوري جوړ شوی دی، دغه باغ چې ۷۰ جریبه ځمکه لري، چې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ځای کې د یوناني، باختري، کوشاني او اسلامي دورو ۷۰ تاریخي اثار، د معاصرو پاچاهانو سکې او نور لرغوني توکي ساتل کېږي.
مولوي قدرتالله جمال د تاریخي ابدو د ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ تاریخي ابدات زموږ د هېواد ارزښتناک تمدني میراث دی، چې د هېواد د تاریخ، کلتور او تمدني ارزښتونو انعکاس کوي.
نوموړي د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ټولو خلکو پر ګډ مسولیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ ټول مکلف یو چې د هېواد د تاریخي ابدو په ساتنه کې فعال ګډون وکړو، تر څو دا ارزښتناک اثار راتلونکو نسلونو ته په سمه توګه انتقال شي.
د حیرتان ګمرک د موټرو تمځای په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د حیرتان په ګمرک کې د موټرونو تمځای جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دې تمځای په ۴.۵ جریبه ځمکه کې په اساسي ډول کانکریټ اچونه شوې او په ۱۰جریبه او ۵۰۰ متره مربع ځمکه کز جغل اچول شوی، چې په یوه وخت د شاوخوا ۱۳۰ بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري.
همدارانګه په دې تمځای کي د پلي تګ منظمي لارې، یو زر او ۲۴۰ متره مربع زرغوني سیمي، ۱۹ دانې جذبي څاګانې، د روښنایې له پاره ۱۰ پایې د برېښنا ستنې او په بله جغل اچول شوې برخه کې د موټرونو د تمځای له پاره د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره ډبرین دېوال هم شتون لري.
د موټرونو د یاد تمځای له جوړېدو سره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول شوې ده او چارې یې په اووه میاشتو کې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس کندوز ته سفر کړی
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر کندوز ته د خپل سفر لړ کې د یاد ولایت والي ملا محمد خان دعوت سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، ډاکټر عبدالباري عمر د کندوز حوزې د برېښنا شرکت د بېلا بېلو پروژو د پیل او پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.
بلخوا د کندوز ولایت والي ملا محمد خان دعوت د ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ د برېښنا شرکت تخنیکي پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
په ورته مهال ښاغلي ډاکټر عمر د کندوز ځايي مسولینو همکاري د برېښنا عوایدو راټولونې او ناقانونه برېښنا کارونې مخنېوی لپاره اړینه بللې.
همدارنګه ډاکټر عبدالباري عمر د کندوز عسقلان برېښنا کوټ (سب سټېشن) څخه هم لېدنه وکړه او د برېښنا ځايي کارکوونکو د منظمې برېښنا رسونې او له تجهیزاتو د څار او ساتنې په اړه یې اړینې سپارښتنې وکړې.
د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدونې په موخه د کډوالو وزارت او CCCM تخنیکي ټیم ترمنځ ګډه ناسته شوې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د تېرو ناستو په تعقیب خپلو سیمو ته د داخلې بې ځایه شویو د لېږد په اړه د دې وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې رییس مولوي سردار شېرزاد او د CCCM استازي ونست ترمنځ ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د مولوي شېرزاد او ونست سربېره د یاد وزارت د راستنېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر، د دې وزارت یو شمېر ریاستونو کارکوونکو، NRC او IOM استازو هم ګډون کړی وو، چې کندوز ته د ۱۱۱ لېږل شویو کورنیو ستونزو هواري او د هغوی لپاره د دایمي اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې ونست وویل؛ چې دوی کندوز ته د لېږدول شویو کورنیو سروې بشپړه کړې او د دې لپاره یې یو سیستم هم جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکې کې هغوی سره ژمنیو، د کور اړتیا وړ توکو او نغدي مرسته وکړي.
د ونست په خبره؛ غواړي چې خپلو سیمو ته د لېږل شویو لپاره پر داسې لارو چارو کار وکړي، څو هغوی بیا ځلې بې ځایه کېدو ته اړ نه شي او د ژوند اسانتیاوې په خپلو سیمو کې ورته برابرې شي.
نوموړي له ټولو مرستندویه هېوادونو وغوښتل، چې افغانانو سره خپلې مرستې ونه سپموي.
بل لورته مولوي سردار شېرزاد په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او پر کندوز سربېره یې په نورو ولایتونو کې د دغې پروسې د ژر پیل غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې مولوي شکرالله شاکر ډاډ ورکړ، چې دوی به د راستنو شویو سربېره د هغو داخلي بې ځایه شویو لپاره ځمکې هم ورکړي، چې سرپنا نه لري.
په اخیر کې پرېکړه وشوه، چې له کندوز وروسته به په لغمان کې خپلو اصلي سیمو ته د ۴۱۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د لېږد پروسه پیل کړي، چې دا لړۍ به ټول هېواد ته وغځوي.
د جاپان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره لیدنه کړې
د جاپان سفیر تاکایوشي کوروما د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیا برخې اوسنیو همکاریو پر دوام او پراختیا خبرې شوي.
مولوي نور جلال جلالي روغتیا برخه کې د جاپان هېواد له اوسنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ په اړه ویلي؛ دا پالیسي به د روغتیا برخې کاري شریکانو ترمنځ همغږي لا پیاوړې، په چارو کې د ځنډ او بې ځایه لګښتونو مخنیوی به وکړي، د ټولنې اوسنیو روغتیايي ستونزو ته به ځواب ویونکې او پر ځان بسیا روغتیايي سیسټم ته به په تدریجي توګه لار پرانیزي.
د جاپان سفیر روغتیا برخه کې پر پیاوړې همغږۍ خوښي څرګنده او دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.







