ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 706

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۹ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې ۱۱۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۹ کورنیو سره ټولې۵۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندز او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره  او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۴۲ کورنۍ او ۵۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۵ کورنۍ او ۷۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۳۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۸۹ عدده

د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون غونډه؛ سرپل کې یو شمېر څلور لارې نومول شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي غونډه کړې.

په دې غونډه کې د سرپل ولایت، چې د شپږ څلورلارو د نومونو د تغیرغوښتنه کړې وه د کمېسیون غړو د ولایت مقام د غوښتنې پر اساس پرېکړه شوې، چې د الماس څلورلارې د کلتور په نوم، د امور زنان څلورلارې د استقلال په نوم، د افردي څلورلارې د مطبوعاتو په نوم، د نظرګاه څلورلارې د وحدت په نوم ونومول شول.

همدا راز په ناسته کې د کندوز ولایت د عیدي زاده د ښارګوټې د مالک په غوښتنه د یاد ښارګوټي نوم د امام بخاري رح په اړه د کمېسیون غړو پریکړه کړې، چې که چیري د یاد ښارګوټي د حقوقي، املاکي او استملاکي اسنادونو کې ستونزه نه پیدا کیږي د عیدي زاده ښارګوټي څخه د امام بخاري رحمه الله په نوم تاییده ده.

دغه‌راز په غونډه کې د یادو ولایتونو سربېره د کابل او بدخشان خلکو پر عرض پاڼو هم نظرونه وړاندې شوي دي.

روسیه کې به نن د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس پيل شي

د روسیې هېواد د فبروري میاشتې له ۱۹ تر ۲۱مې نیټې (د درېیو ورځو لپاره) په مالي چارو کې د سایبري امنیت د نړېوال کنفرانس کوربه دی.

په دې کنفرانس کې دافغانستان بانک پر لوی رییس سربیره د ګڼو هېوادونو استازي او کارپوهان هم ګډون کوي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وایي، چې د دې بانک لوی رییس نوراحمد اغا او مل پلاوی په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی.

https://twitter.com/rtapashto/status/1892071301700866247

اقتصادي کارپوهان وایي، چې په دې کنفرانس کې له سایبري حملو څخه د مخنیوي لپاره د نورو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د افغانستان بانک د مسولینو ګډون مهم دی.

په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړېوال کنفرانس هر کال په روسیه کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي برخې استازو، متخصصینو او کارپوهانو په ګډون ترسره کیږي.

د دې کنفرانس اصلي موخه د مالي سیسټمونو امنیت، له سایبري حملو سره د مقابلې لپاره د وړتیاوو پیاوړي کول، د ډیجیټل بانکوالۍ امنیت ساتنه، د سایبري ګواښونو پر وړاندې د ګټورو لارو ارزول او د عصري بانکوالۍ په برخه کې د نړېوالو همکاریو زیاتول دي.

مولوي صدراعظم عثماني د ممقا او ډاکار موسسو له مسولینو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان د قوریه‌دارانو ملي موسسې (ممقا) له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د مثمر او غیر مثمر نیالګیو د تولید ظرفیت، ډولونو او کیفیت په اړه خبرې شوي.

مولوي صدراعظم عثماني ټینګار کړی، چې قوریه‌داران باید تصدیق‌شوي او حاصل ورکوونکي نیالګي تولید او ترویج کړي.

نوموړي ویلي؛ بڼوال او موسسات باید د هېواد له داخلي تولیداتو ګټه واخلي او یوازې د اړتیا په صورت کې دې د نیالګيو نور ډولونه له بهره وارد شي.

د قوریه‌دارانو ملي موسسې مسولینو ویلي، دوی د حاصل ورکوونکو نیالګیو د بېلابېلو ډولونو د تولید ظرفیت لري او په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د تولید امکانات برابر دي.

د پسرلي د رانږدې کېدو په درشل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د خلکو او بڼوالو د تشویق لپاره د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین پیل کړي.

هېره دې نه وي، د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو د نویو ډولونو ترویج، د دې وزارت له اساسي موخو څخه دی.

همداراز مولوي صدراعظم عثماني د ډاکار موسسې له مشرتابه پلاوي سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د فعالیتونو د همغږۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو او سرچینو د غوره استفادې او پر بزګرانو او مالدارانو د کیمیاوي سرو او مثمرو نیالګیو د وېش په اړه خبرې اترې شوې دي.

مولوي صدراعظم عثماني د موسسو په فعالیتونو کې د موثریت، روڼتیا، د کورنیو سرچینو د کارونې، او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او له ډاکار موسسې یې غوښتي، چې دا اصول په خپلو فعالیتونو کې په پام کې ونیسي.

د ډاکار موسسې مسولینو هم د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخه کې د خپلې ژمنې یادونه کړې او د خپلو فعالیتونو یوه برخه یې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریکه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص: د چاپیریال ساتنې ملي اداره د ښار پاکوالي او د خلکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې د ښاري زبالو د تفکیک او راټولولو له ځای څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نوموړي د زبالو د مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي، د زبالو د تفکیک، بیاکارونې او منظم مدیریت له لارې، د ښار پاکوالي او د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د ښاري زبالو قراردادي شرکت مسولینو د زبالو د ترتیب، تفکیک، او بیاکارونې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د دې بهیر د لا پرمختګ لپاره د عامه پوهاوي او د ښاریانو همکارۍ ته اړتیا ده.

د سفر په جریان کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس له اړوند شرکت څخه غوښتي، چې د زبالو د مدیریت په برخه کې ټاکل شوي اصول په سم ډول پلي کړي.

په ورته مهال د یاد شرکت مسول ژمنه ګړې، چې د اصولو تطبیق ته ژمن دي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لار ښوونې سره سم به فعالیت ته دوام ورکړي.

همداراز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي د هرات ولایت له صنعتکارانو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنه موخه یې د چاپېریالي ستونزو حل، د کارخونو له لوري د هوا او اوبو د ککړتیا مخنیوی او د چاپیریالي اصولو تطبیق وو.

د ناستي په پیل کې د هرات د کانونو او صنایع خونې رییس حمیدالله خادم د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ دا مهال په هرات صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ تولیدي او صنعتي کارخونې فعالیت کوي، چې په زرګونو هېوادوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي؛ د کارخونو مالکین د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي په منظور باید اصول مرعات کړي او داسي فعالیت وکړي، چي چاپېریال ته زیان و نه رسوي.

نوموړي زياته کړې، حکومت په بشپړه توګه په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته ژمن دی خو صنعتکاران دي له چاپېریال ستاتنې ملي ادارې سره په همغږۍ کار کولو ته دوام ورکړي.

د صنعتکارانو استازو هم په خپلو خبرو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له همکاریو مننه کړې او او ژمنه یې کړې ده، چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره به اړین ګامونه پورته کوي.

دغه‌راز یاده غونډه د متقابل تفاهم او ګډ کار د پیاوړتیا لپاره ګټوره بلل شوې او دواړو لوریو ژمنه کړې ده، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

مولوي عبدالکبیر: هېوادوالو ته د ښه ژوند زمینه برابرول زموږ د ټولو دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ مولوي عبدالکبیر هغه سوداګر او د خېریه بنسټونو استازي ستایلي، چې له بېوزله افغان کډوالو سره یې مرستې کړې دي.

 د ستاینې په تړاو جوړه شوې غونډه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اقتصادي پرمختګ او هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او کوښښ کوي چې له دې لارې اړمنو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا په کوربه هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

همدارنګه د ناستې پر دوام نوموړي د سوداګرو او پانګوالو له هڅو ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړی، چې مرستې به یې په شفاف ډول تر اړمنو ورسول شي.

ورته مهال په دغه لیدنه کې سوداګرو او د خېره بنسټونو استازو ویلي؛ خصوصي سکتور هوډ لري، څو د اسلامي امارت په همکارۍ راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار ښه زمینه برابره کړي.

په پاي کې یادو سوداګرو او پانګوالو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو په ستایلو سره د ورته ناستو د جوړېدو غوښتنې کړې دي.

د افغانستان بانک: په پولي مارکېټونو کې د افغانۍ ثبات ساتلو لپاره له خپلو ټولو پولي سیاستونو کار اخلو

د افغانستان بانک وايي، چې په پولي مارکېټونو کې د افغانۍ ثبات ساتلو لپاره له خپلو ټولو پولي سیاستونو کار اخلي، تر څو د افغانیو بیې باثباته او نرخونه کنټرول شي.

یاد بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره پرله‌پسې هڅې کړې او هره اونۍ یې میلیونونه ډالر لیلام کړي دي. د افغانستان بانک پرون (سې‌شنبه، د سلواغې ۳۰مه) هم ۲۰ میلیونه ډالر د لیلامۍ له لارې پلورلي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې په بازارونو کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره د لیلامۍ له لارې د ډالرو پلورل یوه اغېزمنه لاره ده. له دې لارې هم د افغانۍ ثبات ساتل کېدای شي او هم نرخونه کنټرولېږي.

په وروستیو څو اونیو کې د هېواد په پولي مارکیټونو کې د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو له بیو لوړېدو سره سم په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي او سون توکو نرخونه پورته شوي.

د افغانستان بانک په هڅو افغانۍ بېرته خپل ثبات ترلاسه کړی او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت زیات شوی. په همدې اساس هېوادوال له حکومت غواړي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو په راټېټډو سره دې په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو په بیو پوره څار وکړي، تر څو هټیوال له احتکار څخه کار وانخلي او نرخونه ر اټیټ کړي.

رییس‌الوزرا، د سوریې انتقالي دورې ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام استولی

د افغانستان اسلامي امارت ریيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د سوريې د نوې انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع ته د نوموړي د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ پیغام لېږلی.

 رییس‌الوزرا په دې پيغام کې د مبارکۍ د وړاندې کولو ترڅنګ احمد الشرع ته د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د کابو کولو دعا کړې ده.

 ملا محمد حسن اخوند په دې ليک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو د پراختیا هيله ښودلې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په اړه غونډه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو او متخصصینو په ګډون جوړه شوې.

د غونډې په پیل کې د پلاوي غړو، د یاد روغتون د کاري پرمختګونو او ترسره شویو چارو ترڅنګ د خپلو کړنو او اجرااتو راپور وړاندې کړی.

وروسته د دغه نمونه یي روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو، د ساختماني چارو بشپړولو، د اکسیجن پلانټ د رامنځته کولو، د متخصصینو، اداري او خدماتي پرسونل د ګمارنې، د طبي وسایلو او ماشینرۍ د نصبولو او د ټولو اړتیاوو د برابرولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شوي.

د مولوي امیرخان متقي او د ایران سفیر لیدنه؛ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران سفیر علیرضا بیګدلي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.

همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د سهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه خبرې شوي.

دواړو لوریو د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجربو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

همداراز، د انرژۍ اړوند موضوعات، لکه د برېښنا تمین او د تخنیکي همکاریو پراختیا هم مطرح شوي.