ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 705

د ټاپ پروژې رهبرۍ کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه

د ټاپ پروژې د رهبري کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه.

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې، د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، یو شمېر نورو رییسانو او د بهرنیو چارو، د مالیې، د اقتصاد او د امارتي شرکتونو ادارې استازو په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په پیل کې د اوبو او انرژي وزیر د ټاپ (TAP) پروژې د ترانزیټي او اقتصادي ښېګڼو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه پروژه د درېیو هېوادونو (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان) لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده.

د غونډې په دوام کې د یاد وزارت د دفتر عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز د دغې پروژې د تخنیکي کمېټې د غونډو د پرېکړو په تړاو توضیحات ورکړل، د پروژې د بېلابېلو اړخونو لکه مخینه، اقتصادي او سیاسي ګټې، د لېږد لاره او اړوندو نورو موضوعاتو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې.

همدارنګه د غونډې په دوام د دې پروژې د رهبري او تخنیکي کمېټو د دندو لایحه او د لارې د نقشې مسوده چې د ترکمنستان هېواد څخه رالېږل شوې وه د نهایي کولو په موخه تر څېړنې لاندې ونیول شوه.

د یادولو وړ ده، چې د ټاپ پروژه د برېښنا د لېږد له لویو پروژو څخه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ ده.

د دغې پروژې په پلي کولو سره د برېښنا لین د لېږد ترانزیټي ګټې سربېره، افغانستان کولی شي ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا هم له دې لین څخه واخلي.

کډوالو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دې وزارت د یو میلیون، ۷۳۰ زره او ۲۴۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو او د اقتصادي، ټولنیزې او ظرفیت لوړونې ودې موسسو سره لاسلیک کړل.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ به یادې موسسې دغه مقدار پیسې په هرات، بادغیس، فراه او کندهار کې د نغدي پیسو او خوراکي توکو په برخو کې لګوي، چې ۳۱ زره او ۹۰۹ تنه راستانه شوي به ترې ګټه واخلي.

یاد هوکړه لیکونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.

د رسنیزو سرغړونې د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کې د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د مطبوعاتو او رسنیو د نظارت رییس مولوي صفي الله رائد او د کمېسیون نورو غړو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د تېرو ناستو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې شوې او ورپسې د جهان راډیو ټلویزیون او د غور ولایت سیمه ییزو رسنیو ستونزې څېړل شوې دي. همدارنګه د رسنیو د ‌برېښنا بِل لګښت په اړه هم بحث شوی.

د غونډې په پای کې ټاکل شوې کمېټې د ملي او اسلامي هویت د پیاوړتیا لپاره د القابو، کلمو او اصطلاحاتو په اړه خپل راپور د کمېسیون له غړو سره شریک کړی.

د یادونې وړه ده، چې د کمېسیون غړو د څو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

نږدې راتلونکي کې به د شوراندام سیمنټو کارخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې ځان بساینې ته د رسېدو او هېوادوالو ته د کاري زمینو رامنځته کولو په موخه د نورو برخو ترڅنګ د زیربناوو جوړولو او بیارغونې ته هم پوره پاملرنه کړې ده.

د زیربناوو له جملې یو هم د هېواد په کچه د سیمنټو تولیدې کارخونو جوړول دي، اسلامي امارت غواړي په کور دننه د سیمنټو د تولید کچه لوړه او په ودانیزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

په همدې موخه یې د بغلان د غوري او د پروان د جبل السراج سیمنټو کارخونو پر فعالیدو سربېره په کندهار کې د شوراندام سیمنټو کارخونه کې د جوړولو چارې پیل کړي دي، چې اوس مهال یې د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې دي.

موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د شوراندام سیمنټو کارخونې د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسولینو ته یې په مسلکي او معیاري ډول د کارونو د بشپړولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادې کارخونې کارونه د افغان انجینرانو له لوري پرمخ وړ کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د شوراندام سیمنټو کارخونه کې اوس مهال د تخنیکي ماشنرۍ د نصب چارې روانې دي، چې د بشپړ نصب وروسته به د سیمنټو تولید پیل کړي.

یاده کارخونه دوه فازونه لري، چې په لومړي فاز کې به په قانوني ډول له یو زر او ۲۰۰ څخه تر یو زر او ۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا ولري او د دویم فاز په بشپړېدو سره به دغه کچه درې زره او ۲۰۰ ټنو ته ورسیږي.

په یاده کارخونه اوس مهال ۶۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې، چې د سیمنټو د تولید په پیل سره به دا شمېره دوه زره کسانو ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د سیمنټو په برخه کې ځان بساینې ته د رسېدو په موخه د جبل السراج دویمې کارخونې، د جوزجان د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو کارخونو قراردادونه هم کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي، چې د اکتشاف له بشپړېدو سره به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.

د کرنې وزیر د قوش‌تپې کانال د ارزونې په موخه شمالي ولایتونو ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ مولوي عطاالله عمري د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر وکړ، ترڅو د قوش‌تپې کانال د کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړي او وضعیت یې و ارزوي.

دا سفر د قوش‌تپې کانال د کاري بهیر، ستونزو، حل‌لارو او د کانال د لومړۍ او دویم فاز د پرمختګ د څارنې لپاره ترسره شو.

د دې سفر په ترڅې کې، یاد پلاوی پلاوي د کانال له بېلابېلو سیمو، څېړنیز کمپلکس، صنعتي پارک، د کانال سر‌بند، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د صفر نقطې، او د کانال له نورو اړوندو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.

د کرنې له وزیر سره په دې سفر کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، عبدالرحمن عطاش، د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ لوی رییس محمد نعمان، د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو تنظیم رییس د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ استازی خال محمد احمدزی، د چارو ادارې د زېربنا او ملي اقتصاد رییس شمس الرحمن اوریاخېل او د تخنیکي کمېټې نور غړي ملتیا کوله.

د دې سفر پر مهال د کرنې وزیر د بلخ، جوزجان او فاریاب د والیانو او یو شمېر محلي مسولینو سره هم لیدنه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د قوش‌تپې کانال د پروژې په ښه تطبیق کې همکاري وکړي.

همداراز، د دغو درېیو ولایتونو د کرنې رییسانو هم د کرنې وزیر سره په دې سفر کې ملتیا کوله.

دا سفر د قوش‌تپې کانال د ستونزو، حل‌لارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره ترسره شو، ترڅو د دې سترې پروژې د عملي کېدو بهیر چټک شي.

د عامې روغتیا وزیر او د چین سفیر لیدنه؛ د روغتیايي همکاریو پر دوام ټینګار شوی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د چین سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دوه ‌اړخیزو اړیکو او د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې شوي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان او چین ترمنځ دوامداره اړیکې اړینې بللې.

دغه‌راز نوموړي د چین له سفیر څخه د کندهار د میرویس سیمه‌ییز روغتون د ودانۍ بیا ترمیم، د روغتیايي خدماتو پراختیا، سنتي طب، راډیولوژي، او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې.

همدارنګه مولوي نور جلال جلالي له چین څخه د ساري ناروغیو د پېښو د کنټرول، د اړینو طبي وسایلو، درملو او واکسینونو د برابرولو په برخه کې د مرستو غوښتنه هم کړې.

د چین سفیر ژاو شېنګ د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه تازه کړې او د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، سنتي طب او طبي وسایلو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

د بلخ برېښنا کوټ کې د ۴ مېګاولټ امپیر په ظرفیت نوی ټرانسفارمر ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ هېواد کې د شبکو پراختیا او پیاوړتیا پروژو بشپړونې او پرانېستنې په دوام دا ځل د بلخ ولسوالۍ ۳۵/۶ کېلوولټ برېښنا کوټ (سب سټېشن) کې، د څلور مېګاولټ امپیر نوی ټرانسفارمر ګټې اخېستنې ته وسپارلو.

د دې پروژې په پرانېستنه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د بلخ ولایت ځايي مسولینو، قومي مخورو او عالمانو ګډون کړی و.

همداراز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادولایت له والي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالباري عمر او د بلخ / مزار شریف د والي ملا محمد یوسف وفا سره د برېښنا اړوند ستونزو حل او یو د بل سره د همکاریو پر دوام خبرې کړي.

ښاغلي عمر مزار شریف کې د شته، پلاني او تر کار لاندې پروژو او طرحو په اړه هر اړخېز معلومات ورکړي او تر څنګ یې د نوموړي څخه غوښتنه کړې؛ هغه سوداګر چې، غواړي د برېښنا اړوند برخو کې پانګونه وکړي، کولی شي چې موږ ته مراجعه وکړي.

دغه راز د بلخ والي، ډاکټر عبدالباري عمر ته د ښه راغلاست تر څنګ یاد ولایت کې د برېښنا ریاست سره د هر اړخېزه همکاریو ډاډ ورکړی.

پر اوکراین د ټرمپ نیوکه؛ تاسې هېڅکله باید جګړه نه وای پیل کړې

پرون (سې‌شنبه، د فبروري ۱۸مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د سعودي مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه یې حیرانتیا څرګنده کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زیلېنسکي له څرګندونو وروسته پر اوکراین نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د اوکراین غبرګون نهیلی کړی.

د راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې ټرمپ د جګړې پیلېدو په تړاو د پړې ګوته اوکراین ته نیولې او زیاته کړې یې ده: “هغوی یوه معامله کولای شوی.”

ډونالډ ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “زه فکر کوم دا توان لرم چې جګړه پای ته ورسوم او دا پروسه ښه روانه ده. خو نن ما واورېدل ‘موږ نه یو غوښتل شوي’ تاسې له درېیو کلونو راهیسې همدلته وئ. تاسې باید پای ته رسولې وای…”

نوموړي زیاته کړې: “تاسې باید جګړه نه وای پیل کړې. تاسې یوه معامله کولای شوی. زه د اوکراین لپاره یوه معامله کوم.”

ټرمپ ویلي، په ریاض کې د امریکايي او روسي چارواکو تر منځ له خبرو وروسته ډېر ډاډه دی، چې یوې هوکړې ته به ورسېږي.

د امریکا او روسیې تر منځ پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د بندو دروازو تر شا د اوکراین جګړې او خپلمنځي اړیکو په تړاو پیل شوې خبرې پای ته ورسېدې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په اوکراین کې به د جګړې پای ته رسولو لپاره د لوړې کچې مرکچي ټیمونه ټاکي.

ویل کېږي چې دا مرکچي پلاوي به د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هم کار کوي.

د اوبو او انرژي وزیر د یوه خیریه بنسټ له مسولینو سره په لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د ځینو علماوو (د ادیف خیریه بنسټ مسولینو) سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني مشترکاتو او د ښو اړیکو مخینې ته په اشارې سره، په افغانستان کې د دیني مدرسو او نورو عام المنفعه پروګرامونو د تقویې په برخه کې د یاد بنسټ د چوپړتیاوو قدردانی کړی.

ښاغلي منصور زیاته کړې کړې؛ چې په افغانستان کې اوسنی نظام د عقیدې په بنا او د یو شرعي نظام د رامنځته کولو په سترې موخې سره رامنځته شوی دی، په همدې تړاو له ټولو اسلامي هېوادونو څخه تمه کېږي چې د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې خپلو همکاريو ته پراخوالی ورکړي.

له بلې خوا د یاد بنسټ مسولینو د خپلو همکاریو په پراخولو کې ژمنه کړې او د افغانستان اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی.

‏ لوړو زده کړو وزیر د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا‌ء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر طارق علي بخیط ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک خوښي څرګنده کړې چې نوموړی افغانستان ته راغلی، د افغانستان وضعیت له نیږدې ګوري او د دې هېواد اصلي انځور نړۍ ته وړاندې کوي.

شیخ ندا‌ء محمد ندیم تر فتحې وروسته د هېواد د تحصیلي نظام لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي؛ چې تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه.

همدارنګه په تحصیلي نهادونو کې د زیربنایي پروژو، د نویو پوهنځیو او څانګو د رامنځته کېدو، په تحصیلي نهادونو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو ایجاد، استادانو لپاره د ماسټري او دوکتورا دورې د فیس معاف کول، د مسافرو استادانو لپاره د اعاشې او اباطې برابرول، په تحصیلي نهادونو کې د کادري بشري قوې تشې ډکولو او نورو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په هېواد کې، د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دا نظام دواړو سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

وروسته د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیط د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو او لاسته راوړنو په اړه چې د لوړو زده کړو وزیر لخوا شریک شول، خوښي ښودلې او ویلي یې دي، دا سازمان د ۵۷ اسلامي هېوادونو په استازیتوب فعالیت کوي.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت سره په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې د همکاریو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده، په افغانستان کې سرتاسري امنیت حاکم شوی او په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.