ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 704

جوزجان کې د برېښنا دوه لویې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ د دې شرکت د رهبرۍ له لورې کندوز او بلخ کې د برېښنا دوو لویو پروژو پرانېستنې څخه وروسته د جوزجان ولایت شبرغان جرقدوق برېښنا کوټ (سب سټېشن) څخه د بیات پاور ټي کنکشن پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد بیا رغول شوي مزي، او د پل خراسان ۲۰ کیلوولټ نوې غځول شوې برېښنا شبکې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دې دوو پروژو پرانېستنه، چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او ځايي مسولینو له لورې وشوه پر مټ یې د ځايي اوسیدونکو برېښنا په بشپړ ډول پیاوړې او ډاډمنه شوه.

د شبرغان جرقدوق برېښنا کوټ (سب سټېشن) څخه د بیات پاور ټي کنکشن پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد بیارغول شوي مزي پروژې سره د جوزجان، بلخ، فاریاب، سرپل او د اندخوی څلورګونو ولسوالیو برېښنا پیاوړې او شته ټولې تخنیکي ستونزې په بشپړ ډول حل شوې.

دغه راز د پل خراسان ۲۰ کیلوولټ غځول شوې برېښنا شبکې پروژې سره، د برېښنا ولټاژ له شپږ کیلوولټ څخه ۲۰ کیلوولټ ته لوړ شو، چې د ځايي پېرودونکو برېښنا په بشپړ ډول پیاوړې او د ګڼو تخنیکي ستونزو مخنېوی هم وشو.

پر یادو دواړو پروژو شاوخوا ١١٢ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان برېښنا شرکت له بودیجې ورکړل شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا ملي شبکې بشپړتیا هڅو دوام سربېره، ټولو پېرودونکو ته د پیاوړې برېښنا وړاندې کولو لپاره د لویو، منځنیو او ټیټو کچو شبکو پر وخت بیا رغونې او اصلاح لپاره هم پر رغنیزو پروژو چټک کار کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ ۲۰ /۱۴۴۶/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې ۲۳۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳ کورنیو سره ټولې ۴۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۲ کورنۍ او ۴۹۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۳ کورنۍ او ۴۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۹۴ عدده

د “نړيوالې جنايي محکمې” په نوم جوړښت په تړاو د افغانستان اسلامي امارت دريځ!

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو د ساتونکي نظام په توګه د روم اساسنامې، او پر بنسټ يې د “نړيوالې جنايي محکمې” په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او لاندې موارد اعلاموي:

 لومړی: د یادې “محکمې” تاریخ دا په ډاګه کوي چې د عدل او انصاف د اصل پر ځای یې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلن کړی دی.‌

د افغانستان اسلامي امارت چې له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي، له دې تګلارې سره موافق نه دی.

 دویم: د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو کې تر ملیونونو بې‌ګناه انسانان، چې اکثریت يې ښځینه، ماشومان او په ټوله کي ملکيان تشکیلوي، ځپل شوي او وژل شوي دي. خو دا “محکمه” د یادو لویو ظلمونو په اړه پټه خوله پاته شوې ده.

 درېیم: یاد جوړښت په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوی د ملګرو له لوري د عامو افغانانو پر خلاف د ترسره شوو جنګي جرایمو، چې پکې پوره پوره کلي، تعلیمي مرکزونه، مساجد، روغتونونه، او د ښادیو محفلونه له خاورو سره خاوري شول، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، او حتی په زرګونو لاس تړلي اسیران په شهادت ورسیدل؛ هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو ظالمانه اقداماتو مخنیوی شوی دی.

 څلورم: په داسې حال کې چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې “محکمې” غړي نه دي، د افغانستان په څېر هېواد، چې همېشه د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیر ضروري چاره ده.

 د پورتنيو مواردو په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول اعلانوي چې د روم پر اساسنامې مکلف نه دی او د تېرې ادارې له خوا یادې اساسنامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.

د کندهار هوایي لوا تخنیکي پرسونل له لورې یوه MI -17 ډوله هلیکوپتر ترمیم شوه

 ملي دفاع وزارت وایي، د کندهار د هوایي لوا، هوایي تخنیک د تکړه انجينرانو له لورې یو بال MI-17 هلیکوپتر، چې له فعالیته لویدلې او د ډیپو کولو امر یې شوی وو، د یادې لوا د ساتنې او پالنې ګروپ د هوایي تخنیک د مجربو انجينرانو د پرلپسې هڅو وروسته بیرته ترمیم او په بریالۍ توګه یې الوتنه تر سره کړه.

د کندهار هوایي لوا قوماندان ملا محمد عیسی یاسین د هوایي تخنیک د انجينرانو څخه د مننې تر څنګ د هغوی هڅې ستایلي او په دې برخه کې یې د لا زیار ایستلو هیله څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د یادې لوا له لوري تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر چورلکې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي.

د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي، د باختر اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت الله نړیوال، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رییس مولوي صفي الله رائد، د کاپی رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد او د ټولو وزارتونو ویاندویانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د مطبوعاتو او رسنیو د څار رییس مولوي صفي الله رائد د غونډې موخې څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې رسنۍ ځانګړی ارزښت لري، اسلامي امارت یې ملاتړ کوي او رسنۍ باید معیاري شي.

ښاغلي رائد د رسنیو ستونزې شریکې کړې او له ویاندیانو څخه یې غوښتنه کړې، چې پر وخت معلومات ورسره شریک کړي.

د خپرونو چارو معین ویلي؛ زموږ او ستاسو مسولیت دی چې حقیقتونه له خلکو سره شریک کړو.

ښاغلي فراهي له ویاندویانو څخه غوښتي، چې د خپلو ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول سره خپاره کړئ.

مولوي عبدالحق حماد د مطبوعاتي مسولینو پر مسولیتونو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د ویاندویانو مسولیت ډېر حساس دی او باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت حقوقي مشاور بیا ټینګار کړی، چې مختلفې ادارې باید له رسنیو سره په همکارۍ د خپلو معلوماتو شریکولو لپاره پروګرامونه ترتیب کړي.

د باختر آژانس رییس ویلي، چې ډېرې دولتي او خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالیت لري او د نظام د لاسته راوړنو په خپرولو کې مهمه ونډه لري، باید له دوی سره همکاري وشي او د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسره شریک شي.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرکزي ادارو ویاندویانو خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه شریک کړي، چې د مسولینو له لوري د حل ډاډ ورکړل شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له رییس سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د یوناما له رییس سره لیدنه کړې او دواړو لورو د کلتوري او سیاسي موضوعاتو په تړاو بحث کړی.

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د افغانستان په اړه روزا اوتونبایوا ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د زرګونه لرغونو ابداتو او لرغونو سیمو په درلودلو سره د نړۍ یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي او دغه لرغوني ابدات او کلتوري اثار یې د افغانستان هویت یاد کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په مختلفو برخو کې له افغانانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییس د کلتور رول د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو او پراختیا کې مهم بللی او ویلي یې دي، چې د فرهنګ او فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره مهم رول لوبولای شي.

په پای کې اغلې اوتونبایوا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي، ترڅو په ګډه د فرهنګي میراثونو ساتنه وشي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د موسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشري د موسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د وزارت مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر د واش څانګې مسول رولف لویندیک، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او موسساتو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي؛ زموږ مسولیت دا دی ترڅو پروژې په یو داسې ځای کې پلي کړو، چې د مظلومو او ستړو افغانانو د درد دوا شي او کوښښ به مو دا وي، چې مستحقو خلکو ته پروژې ورسوو او ټولګټې خدمات وړاندې کړو.

نوموړي متوازن انکشاف ته په اشاره زیاته کړې، چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق شي او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا هوډ لري، ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

د موسساتو د استازو خبرې په غور اورېدل شوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته رسېدلې ده.

چین له افغانستان سره ۱۰۰ زره ډالر نغدي او ۱۰۰ زره مرستندویه کڅوړې مرستې کوي

د چین د سره صلیب اجرایوي مرستیال له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د ۷۰ کاله دوستانه اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې موږ د افغانانو د اړتیاوو ارزونې په هڅه کې یوو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره په همغږۍ به له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړو.

نوموړي له افغانانو سره د چین د سل زره ډالرو نغدي مرستو او سل زره مرستندویه کڅوړو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې موږ په راتلونکي کې هم د همکارۍ د پراختیا غوښتونکي یوو.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون چهارشنبه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس پیر کراهنبول او د چین د سره صلیب له اجرایوي مرستیال وانګ کي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې رییس شیخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه خوښي څرګنده کړې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې او چین هېواد د سره صلیب تر منځ رامنځته شوې همغږي یې د مرستې رسولو په برخه کې مثبت ګام بللی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس له افغانانو سره د دې کمېټې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې تر پخوا زیات امنیت او ثبات ټینګ شوی او ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شوي، چې له انکار باید ترې ونه شي.

ښاغلي پیر کراهنبول زیاته کړې، چې افغانان د سره صلیب نړیوالې کمېټې د توجه په محراق کې قرار لري او له هغوی څخه به هېڅ ډول همکاري درېغ نه شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چین او سره صلیب نړیوالې کمېټې د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې هېڅ ډول همکاري نه درېغوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پرله‌پسې وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او له بهرنیو هېوادونو څخه د افغانانو د اخراج له امله هېوادوال مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.