مولوي قدرت الله جمال فاریاب ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د مل پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال یاد پلاوي د یاد ولایت له مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد او د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الدین محمدي سره ولیدل.
مولوي قدرت الله جمال فاریاب ولایت ته د خپل سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست او فاریاب ولایت ترمنځ د ښې همغږۍ شتون او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اداري چارو ارزونه یاده کړه.
د فاریاب ولایت مرستیال د اطلاعاتو او کلتور ریاست او یاد ولایت ترمنځ د ښې همغږۍ په شتون خوشحالي څرګنده کړه او د دې ریاست د مختلفو کلتوري برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الدین محمدي د دې ریاست د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
د یادونې وړه ده، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د فاریاب ملي راډیو ټلویزیون او د پروفیسور غلام محمد میمنهګي له کلتوري ټولنې څخه هم لیدنه وکړه.
د ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سردار محمد داوود خان روغتون يو شمېر برخې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمريز کال د کب مياشتې په دویمه نېټه د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستريز روغتون کې يو شمېر روغتيايي برخې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم حضورد درلود.
په يادو برخو کې نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او همدا راز د سردار محمد داوود خان روغتون ته د ان کي سي کمپ سپارل شامل دي، چې په نويو او عصري طبي تجهيزاتو سمبال دي.
عامې روغتیا وزیر: د نوې پالیسۍ په پلي کېدو سره به هېواد کې روغتیايي خدمات لا پیاوړي شي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ اړوند نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ او تشریح ورکشاپ کې ګډون وکړ.
عامې روغتیا وزارت وايي؛ په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رییسانو د روغتیا برخې کورنیو او نړیوالو شریکانو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیا وزارت له لوري نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي سیستم د پرمختګ، د چارو د لا ښه والي، ځان بساینې او نړیوالو همکارانو سره د منظمو اصولو او کړنلارو عملي کولو لپاره اړینه وبلله او د روغتیا برخې له کورنیو او نړیوالو شریکانو یې غوښتنه وکړه، چې د یادې پالیسۍ په ښه پلي کېدو کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.
مولوي نور جلال جلالي وویل؛ ” له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې به د یادې پالیسۍ پر مټ د روغتیايي برخې لومړیتوبونه نظر کې نیسو، څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمات پیاوړي او ولس ته د اسانتیا رامنځته کېدو سبب شي”.
د یاد وزارت په وینا؛ د نوې جوړې شوې پالیسۍ پلي کېدو سره به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو ترڅنګ، دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شي چې تر ډېره به د روغتیايي سیستم د پراختیا او ځان بساینې لپاره هڅې وشي.
کرنې وزیر شبرغان ته سفر کړی
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته سفر کړی او هلته یې د دغه ولایت له امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني سره لیدنه کړې.
نوموړي د جوزجان نوي امنیه قومندان ته د نوي مسولیت مبارکي ویلې او ملت او اسلامي نظام ته یې د خدمت په لاره کې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله کړې.
د کرنې وزیر د هېواد په اقتصاد کې د کرنې او مالدارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان ډېری خلکو اقتصاد له دې دوو برخو سره تړلی دی.
ښاغلي عمري زیاته کړې؛ چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل لپاره مؤثر پلانونه طرحه کړي او د عملي کولو په حال کې دي.
همداراز نوموړي د امنیتي ځواکونو همکاري له ولایتي کرنیزو ریاستونو سره مهمه بللې او د قوشتپې کانال د امنیت ټینګښت برخه کې یې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي دي.
په دې لیدنه کې د جوزجان امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني د ولایت د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د جوزجان کشفي او امنیتي ځواکونه به د کرنې وزارت د پلانونو د پلي کېدو لپاره له کرنیز ریاست سره پوره همغږي او همکاري ولري.
د مولوي بلال کریمي او د چین د اسیایي څانګې مرستیال لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی
چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال ماومینګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي، سوداګرۍ، ترانزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
ماومینګ د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي روابطو د ۷۰یمې کلیزې په اړه ویلي، چې چین او افغانستان دواړه د تاریخ په اوږدو کې په امن او سوله کې اوسیدلي او موږ به هڅه وکړو، چې د حسن همجواري مثبته روحیه لا پیاوړې کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخیزه همکاري لا پراخه شي.
مولوي بلال کریمي هم په افغانستان کې سراسري امنیت او ثبات یوه مهمه زمینه بللې او د دغه ثبات، استحکام او دوام یې د ټولو په ګټه یاد کړی.
د لوړو زده کړو وزیر: د ځوان په نسل روزنه کې د خصوصي تحصیلي نهادونو هڅې د ستایلو دي
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر خصوصي پوهنتونونه ستایل شوي.
د خصوصي پوهنتونونو مسولینو سره د همغږۍ او ستاینې په موخه جوړ شويو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم سربېره د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو ځینو رییسانو د خصوصي تحصیلي نهادونو بنسټګرانو، مشرتابه او استادانو ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په دغه مراسمو کې د انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو او د اسلامي نظام د مسولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویلي یې دي، عالم هغه څوک دی چې د خپلې پوهې د زده کړې لړۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، موږ باید هڅه وکړو چې دیني او عصري علوم په سمه توګه زده کړو څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو.
د لوړو زده کړو وزیر د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې د خصوصي تحصیلي نهادونو د هڅو او زحمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، ټول خصوصي تحصیلي نهادونه د ستاینې او قدر وړ دي.
ښاغلي ندیم د دې نهادونو مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ په ټولنه کې هېڅ شی د باور څخه ډېر مهم نه دی، هڅه وکړئ چې په خلکو او هېواد کې خپل باور وساتئ.
لوړو زده کړو وزارت د دعوت او او ارشاد رییس شیخ شاکرالله وحدت او د علمي چارو د څارنې او ارزونې رییس مولوي حافظ احمدالله حماد د علم او په هېواد کې د علم د خدمت اهمیت او ارزښت په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې هر هغه څوک چې په دې هېواد کې په هر سکتور کې خدمت کوي د ستاینې او قدر وړ دی، او تاسو بختور یاست چې خپله سرمایه په هېواد کې د علم پیاوړتیا، پرمختګ او پراختیا لپاره مصرفوئ.
همداراز د خصوصي تحصيلي نهادونو مسولینو ژمنه یې کړې، چې دوی به د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ د هېواد د تحصیلي سیسټم په خدمت کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي او د پخوا په پرتله به لا ډېر کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هېواد شپږو خصوصي تحصیلي نهادونو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا په بېلابېلو برخو کې د دوی د فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول او هڅې یې وستایل شوې دي.
امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه کړې
د مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه کړې.
غونډه د ياد کمېسيون مسول او د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه، چې د کمېسيون ټولو غړو پکې ګډون درلود.
د تير په څير غونډه کې په مهمو امنيتي او تصفيوي موضوعاتو خبرې شوې دي.
همداراز په ترسره شوې غونډه کې د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون اړوند د اقتصادي او مالي خونديتوب کمېټې له لوري په هغه پلان چې د اقتصادي ثبات، د پانګوالو د ستونزو حل، او د مالي خونديتوب د ټينګښت پر موضوعاتو جوړ شوی وو بحث شوی.
د ياد پلان له مخې به کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د اسانتياوو برابرولو او د مالي خونديتوب لوړولو په موخه کوټلي ګامونه پورته شي او ټول هغه عوامل به له منځه يوړل شي، چې د پانګونې په وړاندې د خنډ او ځنډ سبب ګرځي.
د دې ترڅنګ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د قانون پلي کوونکي ادارې به د يو مشخص ميکانيزم له مخې د اقتصادي تخريب مرتکبين مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.







