ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 702

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی اوزبیکستان ته روان شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه له کابل څخه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو.

په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رییس نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

د دغه سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې د ازبیکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر پر ضد د ټرمپ سختې نیوکې؛ زیلېنسکي په مذاکراتو کې مهم نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي نیوکې کړي او د هغه شتون یې په مذاکراتو کې غیر ضروري بللی.

ټرمپ د فاکس نیوز سره په خپله مرکه کې ویلي، د یوه کمزوري مذاکره کوونکي په توګه د زیلېنسکي شتون په مذاکراتو کې مهم نه دی.

تر دې وړاندې هم ټرمپ د زیلېنسکي له څرګندونو وروسته پر اوکراین نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې د اوکراین غبرګون نهیلی کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي هم دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د سعودي مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی.

په داسې حال کې دواړه ولسمشران په یوبل نیوکې کوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د حل او پای ته رسولو لپاره د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ مذاکرات د سعودي عربستان په کوربتوب د دغه هېواد په پلازمېنه ریاض کې پیل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۳  هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې ۲۱۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰ تنه و، کندهار او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اته زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۹۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۸۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره ټولې ۱۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۳۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:   ۹۱ کورنۍ او ۳۹۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۰۴ عدده

د افغانستان بانک رییس د سایبري امنیت په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک وايي؛ د دې بانک رییس نور احمد اغا په مشرۍ پلاوي د روسیې هېواد په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

دا کنفرانس چې د مالي سکتور لپاره د سایبري امنیت، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او د بانکوالۍ سیستمونو د خوندیتوب پر موضوعاتو تمرکز لري، د نړۍ د مخکښو مالي بنسټونو، مرکزي بانکونو او د ټکنالوژۍ د متخصصینو کوربه‌توب کوي.

یاد بانک زیاتوي؛ نور احمد اغا په دې کنفرانس کې وینا وکړه، چې پکې یې د افغانستان د مالي سکتور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري خطرونو د مدیریت پر موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره، د هېواد د مالي سکتور خوندیتوب نوره هم پیاوړی کړي.

د افغانستان بانک پلاوي تر دې دمه د کنفرانس په مختلفو تخنیکي غونډو کې ګډون کړی او د ایران مرکزي بانک له رییس او یو شمېر نورو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو له مشرانو سره لیدنه کړې.

د دغو ناستو موخه د همکاریو پراخول، د سایبري امنیت د نويو ټکنالوژیو تبادله او د بانکوالۍ ډیجیټلي حل‌لارو ته وده ورکول وو.

همدارنګه د افغانستان بانک پلاوی له نورو مالي او بانکي بنسټونو سره د ګډو همکاریو د فرصتونو، د سایبري امنیت د لا پرمختګ او د نوي ټکنالوژیکي سیستمونو د تبادلې پر موضوعاتو بحثونه تر سره کړل.

مولوي قدرت الله جمال د بلخ له والي سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پلاوي په ملتیا بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له والي ملا محمد یوسف وفا او د دې ولايت د‌ اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي محمدالله ضرار سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د بلخ ولايت رسنيو پر فعاليتونو، د ولايتي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ پر همږغۍ، بلخ ولايت ته د راتلونکو سېلانيانو او دې ته ورته يو شمېر نورو موضوعاتو خبري وشوې.

 په پيل کي مولوي قدرت الله جمال وویل؛ بلخ ولايت ته مو د‌ سفر موخه د ولايت مقام او اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ همږغي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د ټولو اداري چارو، وسايلو، امکاناتو، د ياد رياست د کارکوونکو چاري ارزونه، د نژدې څخه ليدنه او د دوی ستونزي اورېدل او ستونزو يې ته رسېدنه ياد کړل.

 ښاغلي جمال زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په عايداتي وزارت بدل شوی دی، افغانستان په هر ولايت کي تاريخي او کلتوري سيمي لري چې د هېواد د داخلي سيلانيانو ترڅنګ يې د‌ خارجي سېلانيانو توجه جلب کړې ده او په دغه ځايونو کې پانګوونه کوي، اسلامي امارت د سيلانيانو لپاره هرډول آسانتياوي رامنځته کړي دي.

ورپسې د بلخ ولايت والي ملا محمد یوسف وفا وویل؛ د افغانستان کلتوري او فرهنګي دود د ولايتونو ترمنځ خلکو ته رسول ډېر مهم دي، د‌ دې ولس ذهنيت جوړول، فرهنګي او کلتوري خپروني جوړول، د نظام او اسلامي امارت لاسته راوړني، پرمختګونه او ښېګڼي بايد د رسنيو له لاري تر ولس پوري ورسيږي او ټولو ته د همدې لاري عامه پوهاوي ورکړل شي‌.

 ښاغلي وفا زياته کړه؛ د بلخ ولايت ټول تاريخي او لرغوني ځايونو تاريخ بايد ژوندی وساتل شي او د دې ولايت تاريخ بايد د کتاب په شکل وليکل شي ځکه د افغانستان پینځه زره کلن تاریخ د همدې بلخ ولايت څخه ياديږي.

 ملا محمد یوسف وفا د ناستي په ورستيو کي راغلي پلاوي ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د‌ هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند: له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې د پراختیا په حال کې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ لخوا د څو سترو خیریه او سوداګریزو پروژو او همدا راز تعلیمي بنسټونو په پرانیست‌غونډه کې ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ د عزیزي ګروپ له لوري په بېلابېلو برخو کې د مهمو پروژو پيل په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې یو ستر او مهم ګام دی، چې پر مټ به یې هېوادوالو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي، بنسټیزو او اړینو خدماتو ته به د خلکو لاسرسی اسانه او په ټوله کې به د هېواد په ابادۍ کې مهم رول ولري.

ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ په ټول هېواد کې امنیت ټینګښت او د لویو اقتصادي پروژو عملي چارې روانې دي او ورځ تر بلې له هېوادونو سره سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې پراخېږي چې په راتلونکي کې به نور ښه زیري هم ولرو.

نوموړي وویل؛ اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به  دوام کوي، د اسلامي امارت ټول فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د ملت پر سوکالۍ متمرکز دی.

ښاغلي برادر اخوند له نړیوالو وغوښتل، څو له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، ځکه اقتصادي او سیاسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. د نړۍ په تاریخ کې ثابته شوې ده چې فشارونه تعامل او اړیکو ته لار نه هواروي، دا چاره ملتونه او هېوادونه نور هم سره لیرې کوي او له ټولو څخه د مناسبو اړیکو اصلي مسیر پاتې کېږي. ښه دا ده چې د منل شوو اصولو په چوکاټ کې د متقابلو اړیکو او تعاملاتو مناسبې لارې غوره شي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د عزیزي ګروپ مسولینو ته د یادو پروژو د پيل مبارکي وویله او له ټولو پانګوالو یې وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

د یادونې وړ ده چې عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تداوۍ ۴۰۰ بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل کړې.

بامیانو کې څو کورنۍ له ۱۶ کلنې دوښمنۍ وروسته د سولې په ټغر کښېناستې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په بامیانو ولایت کې د څو کورنیو ترمنځ د کرنیزې ځمکې پر سر رامنځته شوې ۱۶ کلنه دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د امر حافظ محب الله سجاد، سیمه ییزو مسولینو او ځایي خلکو په هڅو او منځګریتوب حل شوه او په شخړه کې ښکېل لوري یې د سولې ژوند ته را وګرځېدل.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه شخړه چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ د بالای غنډک په سیمه کې د یوې ټوټې ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د دواړو خواوو د اختلافاتو په نتېجه کې، پکې یو تن وژل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ډېر خنډونه رامنځته کړي وو.

دغه دوښمني د بامیانو د والي مولوي عبدالله سرحدي، محلي مسولینو او سیمه ییزو قومي مشرانو د ستړیاوو په برکت د یوې مرکې په ترڅ کې حل شوه.

د دوښمنۍ د حل په مراسمو کې مسولینو او قومي مشرانو د سولې په فضیلت خبرې وکړې، ښکېلې خواوې یې بښنې او یوبل بښلو ته راوبللې او د مقتول وارثانو ته د دیت او عذر وړاندې کولو په خاطر یوه اندازه نغدي پیسې ورکړل شوې او ترمنځ یې د خیر فیصله وشوه.

یاده پرېکړه د دواړو لوریو د قناعت وړ وګرځېده او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي.

وروسته، د هوا ککړتيا مخنيوي پر څرنګوالي او په مرکز ګرميو کې د فلترونو نصب، د نقليه وسايطو کنټرول او د مضرو ګازونو لرونکو سون توکو د سوځولو پر مخنيوي هر اړخيز بحثونه وشول او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.