د اوبو او انرژي وزارت رهبري د ۷۷ ترکي شرکت له ریيس سره لیدنه کړې
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ۷۷ ترکي شرکت له ریيس سلیمان جیلیو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کجکي بند د چارو پرمختګ د وضعیت او د هرات د بادي برېښنا تولید پروژې په هکله بحث او خبرې شوې دي.
د یاد شرکت ریيس د کجکي بند دویم فاز د پرمختګ وضعیت په هکله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې اوسمهال د کېندنې او دروازه بندۍ چارې په ښه توګه روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په پام کې لري، ترڅو د وزارت د رهبري مقام په هوکړه سره په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې خپله پانګونه پيل کړي.
د اوبو او انرژي وزارت رهبري د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دې شرکت د کړنو په ستایلو سره د کجکي بند د دویم فاز د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی.
ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ هڅه کېږي چې د هرات د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې د پانګونې په موخه کې د زمینې چمتو کولو لپاره اړینې ارزونې ترسره شي او په راتلونکي کې ډېر ژر د پروژې قرارداد د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.
پکتیکا کې د ۱۴۷ زره ډالرو په ارزښت پینځه روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د پکتيکا ولايت په پینځو لیرو پرتو ولسواليو کې د څه باندې ۱۴۷ زره امريکايي ډالرو په لګښت د پینځو روغتيايي مراکزو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ياد روغتيايي مرکزونه د دې ولايت په نکه، سروبي، وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو کې (AYSO) موسسې د (UNFPA) موسسې په مالي ملاتړ جوړې او د عامې روغتیا وزارت د مرستيال شيخ عبدالولي حقاني له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه جوړیو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مرستيال شيخ عبدالولي حقاني ویلي، چې پکتيکا ته به په روغتيايي برخه کې لا زياته پاملرنه کوي او دې سکټور کې ستونزو ته به وخت پر وخت رسېدنه کوي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت په برمل او ګيان ولسواليو کې د ۶۶ ميليونو افغانيو په ارزښت دوه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي وو.
د اوبو او انرژي وزارت او یوه شرکت ترمنځ د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لاسلیک شوه
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبدللطیف منصور د یوه شرکت له ریيس سید محمد هاشم حسینی سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړهلیک لاسلیک کړ.
له دې هوکړهلیک سره سم د دې شرکت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د انتقالي مزو، د سب سټیشنونو جوړولو او پياوړتیا په برخه کې پانګونه پيلوي او د اوبو او انرژي وزارت له یاد شرکت سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې همکاري کوي.
د اوبو او انرژي وزیر د دې هوکړهلیک د لاسلیک کولو پر مهال په هېواد کې د انرژي د پراختیا ارزښت ته په اشارې سره د پانګونې د چارو د پرمخ وړلو پر چټکتیا او د عملي اقداماتو پر پیل باندې ټینګار کړی.
د دې شرکت مسولینو هم ژمنه کړې، چې خپل فعالیتونه به د دغې پانګونې په برخه کې ګړندي کوي او په نږدې راتلونکې کې به خپلې عملي چارې پيل کړي.
د حج او اوقافو وزیر د هېواد له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب نن په جلا جلا کتنو کې د کاپیسا ولایت د جهادی مدرسې استادانو، د ولایتې شورا علماء کرامو او د بامیانو ولایت څخه د استاد محمد اکبري تر مشرۍ لاندې راغلو د اهل تشیع او تسنن له علماء کرامو سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په پېل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، چې علماء کرام د ټولنې د پوهې او اصلاح سمبولونه دي او دوی د ټولنې په یووالي او اتحاد کې خورا مهم رول لري.
دغهراز دوی د دیني اصولو او احکامو په رڼا کې خلکو ته لارښوونې کوي او د دیني مسایلو په اړه یې زدهکړو ته هڅوي.
نوموړي زیاته کړې، چې علماء کرام په ټولنه کې د نیکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د ناسمو باورونو له منځه وړلو لپاره کار کوي او خلک د ورورولۍ، صداقت او درناوي اصولو ته را بولي.
د ښاغلي ثاقب په وینا؛ د حج او اوقافو وزارت دجوماتونو، حُسَینیو او خانقاوو د ترمیم او ودانولو په برخه کې جدي اقدامات کوي.
پر دې سربېره موږ په دې لټه کې یو، چې هغه جوماتونه او عبادت ځایونه چې لا رسمي نه دي رسمي کړو او دخطیبانو، امامانو، مؤذنینو او خادمېنو په بستونو کې زیاتوالي راولو، ترڅو دوی په ښه او مؤثره توګه د دیني او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
ورپسې د کاپیسا او بامیانو ولایتونو علماء کرامو د حج او اوقافو وزارت د بېلابېلو برخو د کارونو ستاینه کړې.
دوی ویلي، چې د جوماتونو او عبادت ځایونو جوړول، ترمیمول او همدارنکه دعلماوو لپاره د بستونو زیاتول د دیني خدماتو په ترسره کولو کې ارزښتناک ګامونه بلل کیږي.
د لیدنو په پای کې د حج او اوقافو وزیر راغلو علماء کرامو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او وعده یې کړې، چې اسلامي امارت به د دیني او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د علماوو هر اړخیزه مرسته او ملاتړ کوي.
د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو ساتل او لېږد رالېږد بند دي
د افغانستان اسلامي امارت ټولو مسولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي، چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
د همدې حکم له مخې د ټول هېواد په کچه واحد جواز د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک لوی مدیریت لخوا ویشل کیږي، چې نور ټول پخواني ویشل شوي جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه اعتبار نه لري.
همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۲۵۹) ګڼه حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو وسایطو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظوره شوې، چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ارګانونو مسولین، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي، چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له اجازه لیک پرته د نظامي او ملکي لېږدوونکو وسایطو په ښېښو د پردو له لګولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د یادو وسایطو په ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.
یادونه: د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست برحاله منسوبین، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پورته یاد شویو ګڼو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي، د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او ویشل کيږي او نورو ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هېوادوالو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري جواز لیکونه چاپ او ویشل کيږي.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې پرون ۱۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي
الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله ویلي؛ یوازې پرون(سېشنبه، د اکتوبر ۲۹) د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې ۱۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۳۲ یې یوازې د دې تړانګې په شمال کې دي.
په دې بریدونو کې تر ټولو خونړۍ د غزې په شمال بیتلاهیا ښار کې یو کور په نښه شوی، چې ۹۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
اسرائیلي یرغلګرو بیتلاهیا کې له دې برید وروسته یو ځل بیا هماغه ودانۍ، چې ژغورنکو ډلو د مخکیني برید له امله د ټپيانو د ژغورلو او د نادرکه کسانو د پلټنې چارې پر مخ وړې، په نښه کړې چې لږ تر لږه ۱۹ نور فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
صهیونیستي یرغلګرو وړاندې پر یوه پینځه پوړیزه ودانۍ برید کړی و، چې ۹۳ فلسطینیان پکې شهیدان ، ګڼ نور ټپيان او ډېر نور تر خاورو او ویجاړیو لاندې وو. د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په یادو شهیدانو کې ۲۵ ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یاد برید خواشیني څرګنده کړې او دا یې په تېرو درېیو میاشتو کې غزه کې یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼلی دی.
د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د شمالي غزې د پوځي محاصرې او بیتلاهیا کې د پراخه ځمکنیو او پوځو عملیاتو د زیاتولو ۲۶مه ورځ ده.
د فلسطیني ملکیانو د دفاع اداره وايي، چې شمالي غزه کې له ۱۰۰ زره زیات فلسطینیان خوړو او اوبو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي. دغهراز لسګونه نور د بمبار شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او ژغورنکې ډلې د صهیونیستي عسکرو د بریدونو او محاصرې له امله سیمې ته نهشي تلای.
عیني شاهدانو ویلي، چې اسرائیلو له خبرداري پرته برید وکړ.
د اسماعیل په نوم یوه عیني شاهد الجزیرې ته ویلي: “څرنګه چې تاسې وینئ، شاوخوا شهیدان پراته دي او جسدونه تر خاورو لاندې دي.”
یوې بلې فلسطینۍ مېرمنې هم ویلي، چې د کورنۍ ګڼ غړي یې له لاسه ورکړي.
نوموړي ویلي: “زما دواړه زامن له خپلو ټولو کورنیو سره شهیدان شوي. زما پېغله لور هم شهیده شوې.”
یادې فلسطینۍ مېرمنې په سلګیو زیاته کړې: “زما بله لور او پینځه ماشومان یې ټول شهیدان شوي. دوی کومه ګناه کړې وه؟ دې بېګناه انسانانو څه کړي و، چې داسې ووژل شول؟”
ژغورونکو ډلو ویلي، چې د دې برید د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۳ زره او ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۱ زره او ۲۲۳ نور ټپيان شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د ټولنې پراختیا څېړنیزې موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د پراختیا او څیړنیزې موسسې (CDRO) د رییس سراج الدین شیرزاد او مرستیال محمد نعیم اخندزاده سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
ښاغلي ترابي له هرڅه مخکې د یادې موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ تر بل هر وخت اوس ډیر ضرورت دی چې موسسات خپلې مرستې پر اړمنو خلګو ووېشي او د ژمي په را رسېدو سره اړمني کورنۍ د مرستو څخه برخمنې شي.
نوموړي د CDRO موسسې څخه مننه کړې، چې د ژمي په را رسېدو سره خپلې مرستې وېشي او د مرستو پر ژر رسېدنه یې ټینګار کړی.
د CDRO موسسې رییس سراج الدین شیرزاد د یادي ادارې له مشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ موږ هڅه کوو چې په ژمي کې خپلې مرستې تر خلکو ورسوو.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ په پلان کي لرو چې خوست، غزني او نورستان ولایتونو کې پر خلګو مرستې ووېشو.
د یادونې وړ ده، چې د نورستان ولایت په وامه، برګ مټال، کامدیش، وانټ وایګل، کنتوه، نورګرام، وادب او ماندول ولسوالیو کي تر سروې ورسته ۱۵۱۷۸ مستحقو کورنیو ته د ژمني توکو د برابرولو لپاره هرې کورنۍ ته ۲۰۷ ډالره د CDRO موسسې لخوا د یونسیف د دفتر په مالي ملاتړ ورکول کیږي.
په پای کې د دواړو لورو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۷ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۲۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۱۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲) تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۱۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۲۶) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په تورخم کې (۲۲۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۲۴۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۰) کورنیو سره مجموعًا (۲۲۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۴۸) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۷۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۹۹۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۲) کورنیو سره مجموعًا (۵۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۷۷) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۷) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۴۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۴) کورنیو سره مجموعًا (۹۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۸۶) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲) تنه و، پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۲۶۷) کورنۍ او (۱۱۳۱) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۱) کورنۍ او (۱۰۴) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۲۶۰) کورنۍ
موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۳۷) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۴۳) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا








