ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 864

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته مناسب فرصتونه برابر کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ (AKELIK Group LLC) له مسول او استازي خګاني نوریف سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود.

ښاغلي خګاني نوریف په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته د پرمختګونو، سراسري امنیت او ولسونو ته د ارامې فضا پر ایجادولو خوښي څرګنده او له پانګوالو سره د همکارۍ او دوی ته د وړ شرایطو په ایجادولو سره یې د اسلامي امارت د مسولینو قدرداني کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنیو مجموعه د اوبو لګولو او څښاک اوبو برابرولو، د برېښنا د بندونو، سړکونو، ودانیو او ښاري کانالیزاسیون د جوړولو په برخو کې زیاته تجربه لري، په اوزبیکستان او نورو هېوادونو کې یې سترې پروژې تطبیق کړي او له اسلامي بانک او نړیوال بانک سره هم همکاري لري.

د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ د مسول په وینا؛ یاده کمپنۍ لېواله ده چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه ولري او عمراني پروژو کې پانګونه وکړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ښاغلي خګاني نوریف ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ابادۍ او بیارغاونې ته اړتیا لري، له همدې امله اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس زیاته کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو، چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي، خوښ او د دوی د تجربو او مشورو د شریکولو هرکلی کوي.

د یوه هندي شرکت مسولینو د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د یوه هندي شرکت مسولینو د اوبو او انرژي له وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه هندي شرکت له مرستیال منور لال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او خبرې شوې دي.

د یاد شرکت مرستیال ویلي؛ چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د دوی د پانګونې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې اوس‌مهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

نوموړي ټينګار کړی؛ د اړینو همغږیو د رامنځته کولو لپاره غوره ده، چې د وزارت او د دې شرکت تخنیکي ټیمونه د پانګونې د څرنګوالي او د پروژې د ځای د ټاکلو په هکله هوکړې ته ورسيږي، ترڅو د پروژې د اغېزمنتوب څخه ډاډ تر لاسه او د پلي کولو زمینه برابره شي.

د افغانستان بانک مشرتابه د یوناما له مشرې سره لیدنه کړې

د افغانستان بانک د ټولو رییس نور احمد اغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو رییس نور احمد اغا په هېواد کې د مالي او بانکي سکټور د وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې.

نوموړي ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې په افغانستان کې مالي او بانکي سکټور ته وده ورکړې او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکټور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړی او پدې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه یې له راغلي پلاوي سره خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.

د کرنې او مالدراي وزارت مرستیال چین ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې د ودې او د بې وزلي د کچې ټیټولو په اړه یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چين ته سفر کړی.

دا غونډه د چین پلازمېنه بیجنګ کې د بېلابېلو هېوادونو د ۳۰۰ مسولینو په ګډون ترسره کېږي.

د دې غونډې موخه د بې‌وزلي د کچې ټیټول او د نړۍ د هغه ۸۰۰ میلیونه وګړو سره د مرستې او همکارۍ په تړاو خبرې او نظرونو تبادله ده، چې له بې‌وزلي سره مبارزه کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالداري مرستیال د افغانستان د کرنې او مالداري سکټور د وضعیت او په یادو برخو کې د شته فرصتونو په اړه وینا او خپلې تجربې هم شريکې کړي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ بیت‌لاهیا کې ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال بیت‌لاهیا کې یوه پینځه پوړیزه ودانۍ په نښه کړې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په شهیدانو کې ۱۷ داسې ماشومان هم شامل دي، چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو کم دي.

دا ودانۍ چې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه پکې اخیستې وه، په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان تر ویجاړیو او خاورو لاندې بند پاتې دي او ګڼ کسان د خپلو کورنیو په لادرکه غړو پسې ګرځي.

د غزې په شمال کې یوازینی څه نا څه فعال ‘العوده’ روغتون د برید د ډېرو ټپیانو د ځای پر ځای کولو توان نه لري.

له خاورو زیات را ایستل شوي ټپیان له سخت وضعیت او نازک روغتیايي حالت سره مخ دي. ډېری یې زیاته وینه ضایع کړې او نور بیا د ودانۍ د لویو کانکریټي ټوټو د لوېدو له امله سخت ټپيان شوي دي.

له درېیو اونیو ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال محاصره کړی او جبالیا او بیت‌لاهیا کمپونو کې یې پراخه پوځي عملیات پیل کړي.

د غزې په شمال کې د یادې پوځي محاصرې له امله لسګونه زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه؛ د لبنیاتي سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ او یو شمر نورو موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د لبنیاتي سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ پر مسودې او په نباتي غوړیو کې د ځان بسیاینې پر طرحې او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادو موضوعاتو ته د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

د لبنیاتو د ځان بسیاینې پالیسۍ په تطبیق سره به په هېواد کې د اړتیا وړ باکیفیته او صحي لبنیات راټول، پروسس او له معیاري بسته‌بندۍ وروسته به بازار ته وړاندې کېږي، چې په دې سره به دغه سکټور د پام وړ وده وکړي.

همدا راز به د نباتي غوړیو په برخه کې د ځان بسیاینې طرحې په تطبیق سره په کور دننه باکیفیته او صحي نباتي غوړ تولید او د ورځني بازار اړتیا به تر ډېره له کورنیو سرچینو پوره شي.

همدارنګه به د منرالونو د ملي پالیسۍ په تطبیق سره به په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخیستل شي.

جوزجان کې د سيمنټو تولیدي فابريکې د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.‬

د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولين وایي؛ دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کې نیول شوی دی.‬

د سيمنټو د دغه تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.