ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 865

“د امنیت تامین، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هېواد بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له فرهنګي او مطبوعاتي فعال ښاغلي محمدسلیم پیګیر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی محمدسلیم پیګیر د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هېواد د فرهنګي او ټولنیز وضعیت په اړه خبرې کړې.

نوموړي ویلي، چې هېوادوال له کلونو ناامنۍ وروسته ارامي ته رسېدلي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې سوله‌ییز ژوند ته ادامه ورکوي.

محمدسلیم پیګیر زیاته کړې، چې افغان ملت د پرله‌پسې جنګونو په اوږدو کې زیاتې ستونزې وزغملې او اوس لازمه ده، چې ټولنیزې هوساینې او د هیواد ابادۍ ته زیاته پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال هېوادوالو ته د ژوند د مناسبو شرایطو رامنځته کولو په خاطر د اسلامي امارت د مسولینو د کوښښونو یادونه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د امنیت تامین، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هېواد بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي او په دې برخه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۲۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵) تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۳۴) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۷۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۶۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، کندهار او اروزګان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۴) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۸۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۴۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳) کورنیو سره مجموعًا (۵۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۷۴) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴۵) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶) تنه و، پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۲۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۹۳) کورنۍ او (۱۱۹۰) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ او (۱۰۴) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۸۹) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۵۷) کورنۍ

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

نورستان ته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پراختیايي پروژو په موخه یوه پلاوي سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري لوی رییس مولوي محمد انور تائب د یوه پلاوي په مشري نورستان ته سفر کړی.

نوموړي له لارښوونې سره سم د نورستان له استازي مولوي محمد نادر محمد، د ولایتي کمېټې له غړو او تخنیکي مسولینو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې د وزارت له لوري د لېږل شوي پلاوي له لوري د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیو ته د خدمتونو ترسره کولو په کړنلاره، میکانیزمونو او اړوند اسنادو خبرې شوې.

دغه‌راز د ولایتي کمېټې ستونزې او راپورونه اورېدل شوي او په اړونده برخه کې مسولینو ته سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې دي.

د نورستان ولایتي استازي ښاغلي محمد د ولایتي کمېټې د مشر په توګه د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه وګړو د خدمتونو لړۍ یوه اړینه چاره بللې او له ورغلي پلاوي څخه یې مننه کړې، چې د ولایتي کمېټې او تخنیکي مسولینو د لارښونې په موخه یې سفر کړی دی.

د لوړو زده‌کړو وزیر د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې.

نوموړي په هېواد کې د دیني جامعاتو پر ارزښت، کیفیت لوړونه، نصاب، د استادانو علمي ظرفیت لوړونه او په دیني جامعاتو کې د فاضلانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت مالي او ادري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم حضور درلود.

د لوړو زده‌کړو وزیر د دې وزارت وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وزارت هڅه کوي، څو د هېواد نورو تحصیلي بنسټونو تر څنګ، د دیني جامعاتو کیفیت لوړونې او پراختیا لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.

ښاغلي ندیم له یادو مسولینو غوښتي، چې خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي، تر څو په دې برخه کې لازم اقدمات ترسره شي.

د هېواد دیني جامعاتو رییسانو او رهبري پلاوي دیني جامعاتو ته د اسلامي امارت او لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه مننه کړې او یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي، چې وزیر یې د حل او رسېدنې په برخه کې ژمنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر: هر افغان د خپلو ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ته مراجعه کولای شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې له استادانو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د علماوو تر څنګ د پنجشیر څو قومي مخورو هم حضور درلود.

یادو استادانو په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو لپاره تاریخي ویاړ بللی او د چارواکو له همکاریو په مننې یې ویلي، چې ولسونه له اسلامي امارت سره بشپړ همکار دي.

دې علماوو او مخورو د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې د ستونزو د حل په موخه د وړاندېزونو شریکولو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت دې د دیني مدرسو لپاره بودیجه ځانګړې کړي، تر څو ښه فعالیت وکړي او زده کوونکو ته مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر د پنجشېر علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د پنجشېر ولایت د ولسونو د ستونزو حل ته ځانګړې توجه لري او د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مدرسې ستونزې به حل او اړینې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې هر افغان د خپلو ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ته مراجعه کولای شي.

تېره میاشت کابل ښار کې څه‌باندې ۱۶ زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال تلې میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۶ زره او ۷۳۳ د زېږون کارتونه وېشلي.

بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۲ زره او ۱۷۶ هېوادوالو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش، د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو، ۱۶ زره او ۵۵۶ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه او ۲ زره او ۸۵۲ نورو کسانو ته د تذکرو اړوند غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د تلې په میاشت کې ۹ زره او ۶۹۵ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۴۸۱ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرې حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش او د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت ټولو هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې د اتلولي مبارکي ویلې

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت ټولو هېوادوالو او د کرېکټ لوبغاړو ته د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې د اتلولي مبارکي ویلې.

یاد معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “افغان ابدالیان لوبډلې د کرېکټ اسیایي شورا د اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د دې سیالیوپه پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.”

په دې اعلامیه کې ټولو هېوادوالو او د کرېکټ لوبغاړو ته مبارکي ویل شوې.

دغه‌راز پکې زیاته شوې: “افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاینې وړ دي، چې په هر ډګر او سیالۍ کې د خپل هېواد او خلکو لپاره ویاړونه او اتلولۍ خپلوي.”

افغان ابدالیانو لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې پرون ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون یکشنبه (د لړم شپږمه) د غزې تړانګې پر بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۴۶ یې یوازې د غزې په شمال کې دي.

پر دې سربېره شمالي غزه کې لسګونه نور فلسطینیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

په دې بریدونو کې د فلسطیني کډوالو یو ښوونځی هم په نښه شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دا ښوونځی د غزې په شمال کې تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک ‘الشاطي’ کمپ کې موقعیت لري.

اسرائیلي یرغلګرو له ۲۳ ورځو راهیسې د غزې شمال محاصره کړی او پراخه عملیات یې پکې پیل کړي.

د غزې په شمال کې د یادې پوځي محاصرې له امله لسګونه زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي محاصرې او بریدونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي: “د غزې په شمال کې د مرګ، ټپي کېدو او ویجاړۍ زړه بوږنوونکو کچو سخت ټکان راکړی.”

د ګوتریش ویاند ویلي: “د غزې په شمال کې د بند پاتې فلسطینيانو حالت د زغم وړ نه دی.”

غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ زره او ۹۲۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۸۳۳ نور ټپیان شوي دي.