ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 866

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بغلان ولايت له يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولايت له يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې.

په پيل کې شيخ عبدالقادر بغلاني د نورو په استازیتوب د بغلان ولايت د ټولنیز او فرهنګي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت د مجاهدينو او مسولينو د هڅو په پايله کې د دې ولايت خلک په ارام زړه خپل ورځني فعاليتونه ترسره کوي.

یادو علماوو په بغلان ولايت کې د مدارسو چارو، ښوونځيو او انکشافي پروژو ته هم اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو يې غوښتی، ترڅو دې برخې ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د خدمتونو وړاندې کول، د امنيت تأمين او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له مسولیتونو او ژمنو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بغلان ولايت د علماوو او متنفذينو د غوښتنو په تړاو زياته کړې، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د پورته غوښتو په اړه لازم اقدامات وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۹) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۵) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، کابل او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۵۳) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۴) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۵) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۵۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۹۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴۴) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۱) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۰) تنه و، بغلان، کندز، بلخ او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۹) کورنۍ او (۶۵۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۹) کورنۍ او (۱۵۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۲) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۹۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۷) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د چین سفیر: د افغانستان د تاریخي ابداتو او اثارو په ساتنه کې پراخه مرستو ته چمتو یو

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ژاو شینګ سره د دواړو هېوادنو تر منځ د فرهنګي اړیکو او تاریخي ابداتو د استحکام په تړاو ناسته وکړه.

مولوي عتیق الله عزیزي د چین هېواد له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي؛ افغانستان او چین ګڼ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، چې د هغو تاریخي اقدارو ساتنه او خوندیتوب د دواړو هېوادونو مکلفیت دی.

د هنر او کلتور معین زیاته کړې؛ د مس عینک په سیمه کې مونږ هم اقتصادي زیرمې لرو او هم تاریخي شتمني، چې له نیکه مرغه د دواړو هېوادونو د چارواکو په مرسته یاده پروژه په مناسب ډول مدیریت شوه او دواړو برخو ته د حل لاره وویستل شوه.

د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي اثارو قاچاق، ناقانونه کېندنې او غصب په جدي ډول مخنیوی شوی او دا لاسته راوړنې باید حفظ شي.

دغه‌راز وخت را رسیدلی، چې نړیوال فرهنګي سازمانونه او هېوادونه د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې د ګډو فرهنګي مشترکاتو د درلودو له امله د افغانستان د تاریخي ابدو او فرهنګي اثارو د ساتنې او استحکام په برخه کې لېوالتیا لري او هر ډول همکارېو ته چمتو دی.

ښاغلي ژاو شینګ زیاته کړې، چې د چینایي کمپنې (MCC) او کانونو پترولیم وزارت د پلان له مخې به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د مس استخراج پروسه عملا پیل شي او هلته د شته تاریخي اثارو ساتنه د دواړو هېوادونو ګډ مکلفیت دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشترک نظام دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام ټینګښت، د امنيت تأمین او له ولسونو سره د مسولینو ښه همغږي ستایلې او اسلامي امارت ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغوی دغه راز د کابل سیند پر غاړه په مومندرې ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د مومندرې او نورو جګړو ځپلو سیمو لپاره دې ځانګړې اساسي او پراختیايي پروژې عملي شي.

راغلو قومي مشرانو د تورخم ښارګوټي د ستونزو حل او فعالولو وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

مولوي عبدالکبیر د مومندرې له قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې د ولسونو په همکارۍ د افغانستان په ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم او سراسري امنیت تأمین دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشترک نظام دی، چې د ولسونو د ستونزو حل یې په لومړیتوبونو کې قرار لري.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د مومندرې ولسوالۍ دغو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې شي.

د کډوالو چارو وزارت او د قطر سرې میاشتې تر منځ تخنیکي ناسته وشوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او کابل کې د قطر سرې میاشتې ادارې ترمنځ د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي په مشرۍ تخنیکي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې په کابل کې د قطر د سرې میاشتې رییس ابو مصطفی او د وزارت ځینو رییسانو برخه اخیستې وه او په پکتیا کې د قطر د سرې میاشتې له لوري د بې‌ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره د سرپناه د جوړولو، کیفیت او معیاري کېدو په اړه چې مخکې هم ورباندې بحث شوی و، خبرې شوې.

ښاغلي مصطفوي د وزارت د وړاندیزونو د عملي کولو ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دا موضوع به د خپل هېواد له مشرتابه سره شریکوي او په اړه به یې کار کوي.

د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د قطر د سرې میاشتې له مرستې او ښه نیت څخه مننه کړې او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې اداره په پکتیا ولایت کې د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره لسګونه سرپناوې جوړې کړي، چې ۲ خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب به ولري.

کرېکټ؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو اتلولي وګټله

افغان ابدالیانو لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

افغان لوبډلې یوه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او داسې مهال یې د ۲۰۲۴ اسیا جام اتلولي وګټله، چې ۱۱ بالونه لا ورته پاتې وو.

د دې لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې د پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې تکړه ورو توپ‌اچوونکي محمد غضنفر په دې لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۱۴ منډو په بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د نوموړي ترڅنګ بلال سمیع هم ښه توپ اچونه وکړه او ۳ سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خپل لومړی لوبغاړی زبید اکبري د دویمې پاڼۍ په لومړي توپ له لاسه ورکړ، خو صدیق الله اتل د تېرو سیالیو په څېر یو ځل بیا بهترینه توپوهنه وکړه او په یادو سیالیو کې یې پینځمه پرله‌پسې نیمه سلیزه جوړه کړه.

افغان لوبډله په ۱۹م اور کې یوازې د درېیو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف او د دغو سیالیو اتلولۍ ته ورسېده.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، دغه راز کریم جنت ۳۳، لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او محمد اسحاق هم ۱۶ چټکې او ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد غضنفر ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې بل تکړه لوبغاړي او ځوان توپ‌وهونکي صدیق‌الله اتل بیا د کرېکټ اسیايي شورا د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه پخپل نوم کړه.

نوموړي په پینځو لوبو کې پینځه پرله‌پسې نیمه سلیزې او د ۱۲۲.۶۶ منډو په اوسط او ۱۴۷.۷۹ سټرایک رېټ سره یې تر ټولو ډېرې ۳۶۸ منډې جوړې کړې.

یادې سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه د عمان په پلازمېنه کې پیل شوې وې.

افغان ابدالیانو په ګروپي پړاو کې په ترتیب سره سریلانکا الف او بنګله دېش الف او وروسته په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته او نن په پایلوبه کې یو ځل بیا سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه.

څلور ورزشکاران د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته لاړل

نن یکشنبه د لړم په شپږمه د سنوکر څلور ورزشکاران او یو پلاوی د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.

یادې سیالۍ به د روان کال د اکتوبر له ۲۸مې د نومبر تر ۹مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

یادو سیالیو ته د سنوکر نړیوال فدراسیون زیات غړي او لوبغاړي دعوت شوي، چې له افغانستان څخه څلور د سنوکر لوبغاړي او یو پلاوی ګډون پکې کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د ماستران او مردان په برخو کې کېږي او د هېواد ورزشکارانو په پوره چمتووالي سره ګډون پکې کوي.