ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 878

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت کې ټول افغانان یو شان حقونه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې مېشت د احمدزيو له يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل ولایتونو له مجاهدينو سره لیدنه وکړه.

په پیل کې د‌ بګراميو ولسوالۍ د احمدزيو مخورو د اسلامي نظام حاکمیت د ولس لویه هیله بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو ډېرې ستونزې حل شوي.

همدارنګه په بېلابېلو برخو کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د سرپل او جوزجان ولایتونو مجاهدينو د تېر شل کلن اشغال پر مهال د مجاهدینو سرښندنو ته په اشارې ویلي، چې اوس هم د اسلامي نظام د پاېښت او ولسونو ته د خدمت لپاره هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.

دوی پخپلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو، کلینیک، سړک او پلچکونو د جوړېدو او په لیرې پرتو سیمو کې یې د ولسونو د ستونزو د‌ حل په موخه د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال قومي مخورو او مجاهدينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د اشغال پای ته رسېدو او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د ټولو مجاهدینو او ولس هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی او ټول پکې یو شان حقونه لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې ولسونه خپلې ستونزې او غوښتنې له اسلامي امارت سره شریکولای شي، حکومت به یې پر وخت غږ واوري او د هغوی وړاندېزونو ته به رسیدنه وکړي.

نوموړي د احمدزيو یادو مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته اړینې لارښوونې وکړي.

دغه‌راز اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام د جوزجان او سرپل ولایتونو د خلکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي او اړوند ادارې به په دې برخه کې ژر لاس په کار شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۹۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۹) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۲۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۶۵) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۶۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۲۸۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۵۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره مجموعًا (۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۱۲) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۳۹) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، کندوز، بلخ، تخار او بدخشان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۲۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۴۳) کورنۍ او (۱۷۹) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۶) کورنۍ او (۶۹) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۳۷) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۷۰۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۶) عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې لوی ریيس شیخ نورالحق انور، د کابل والي حاجي امین الله عبید، ګڼو لوړ پوړو چارواکو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر په دې مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت خپله پاملرنه د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې کورنیو سرچینو ته ډېره کړې او په پام کې لري، چې د هېواد په اکثره ولایتونو کې د نوي کېدو وړ انرژي پروژې پلې کړي.

د چارو ادارې لوی ریيس اوسني شرایط د هېواد د ابادي او ځان بسیاینې لپاره تر ټولو ښه بللي او ټینګار یې کړی، چې ټول هېوادوال دې په پوره ډاډ د یو او بل په څنګ کې د هېواد د ابادي لپاره هڅې وکړي.

د کابل والي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګوالو ته د هر اړخیزې همکارۍ په ترسره کولو کې ژمن دی.

د عوفي بهرام شرکت ریيس حاجي پهلوان په دې غونډه کې له پانګوالو سره د اسلامي امارت همکاري ستایلې او یادونه یې کړې، چې په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

ډاکټر فاروق اعظم ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې هره ورځ په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې د مثبتو ګامونو د اخیستلو شاهدان یو.

یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې سره د ۷.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې، چې پر بنسټ به یې کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر پر کور ډرون برید شوی

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ حزب‌الله نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) سهار وختي مهال د بې‌پیلوټه الوتکې پر مټ د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کور په نښه کړی.

د نتانیاهو دفتر د تل‌ابیب په شمال قیساریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر کور ډرون برید تایید کړی.

اسرائیلي عسکرو ویلي، چې یاد ډرون له لبنان څخه راغلی او د نتانیاهو له کور سره لګېدلی.

ویل کېږي چې نتانیاهو او مېرمن یې په یاد کور کې نه و او د پېښې د تلفاتو په اړه لا نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اسرائیلي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ تر اوسه له لبنانه پر اسرائیلو ۵۵ راکټونه ویشتل شوي دي.

د غزې په شمال کې څه تېرېږي؟

د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د شمالي غزې د پوځي محاصرې څه باندې دوې اونۍ کېږي.

په دې دوو اونیو کې د غزې شمال ته هېڅ بشري مرستې نه دي پرېښودل شوې او اوسېدونکي یې له سخت حالت سره مخ دي.

دغه‌راز جبالیا کمپ کې د صهیونیستي عسکرو له لوري ځمکني او هوايي بریدونه جریان لري.

پرون (جمعه، د تلې ۲۷مه) پر جبالیا پنډغالي هوایي برید کې د ۲۱ مېرمنو په ګډون ۳۳ فلسسطینیان شهیدان او ۸۵ نور ټپيان شوي. وروسته بیا په همدې سیمه کې پر یوه بل کور برید شوی، چې ۴ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې درې رغتونونه -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- هم کلابند کړي.

د اکتوبر له ۵مې راهیسې اسرائیلي عسکرو د غزې په شمال کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي، سیمه یې په بشپړ ډول محاصره کړې او شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د صهیونیستي یرغلګرو ټانکونه د جبالیا کمپ زړه ته رسېدلي او لسګونه کورنه یې په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ویجاړ کړي. د مخابراتي شبکو د بندیز راپورونه هم ورکړل شوي دي.

له دوو اونیو په ډېره موده محاصره کې اسرائیلي عسکرو د غزې په شمال کې له ۴۵۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي دي.

د روان کال له پیله د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې څه‌باندې ۵۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د کابل ښار د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز د روان کال له پیل تر اوسه، ۵۱ زره او ۱۷۱ برېښنايي پېژندپاڼې او ۱۷ زره او ۱۹۳ زېږون کارتونه وېشلي دي.

د زړو مکروریانو د اسان خدمت مرکز عمومي مدیر ولي باز خان کارګر وايي، چې یاد مرکز ته په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارت او قنسولي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې مرکز کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۱ زره او ۴۴۱ هېوادوالو ته د پېژندپاڼې نوي کولو، مثنی تذکرې او اصلاح خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

همد راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې د یاد وزارت قنسولي خدمتونه هم وړاندې کېږي او د روان کال له زمري میاشتې وروسته ۳ زره او ۸۵۷ کسانو قنسولي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

خلیل الرحمن حقاني: د فکري جګړې مقابله په علم، پوهه او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کېدلای شي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ د نورالمدارس مدرسې په فراغت غونډه کې ویلي، چې کفارو افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې؛ مونږ د دغه جګړې مقابله یوازې په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کولای شو.

نوموړي د ولسونو پر اتفاق او یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول دیني، قومي او ټولنیز مناسبات له علماوو، مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړئ او دیني مدارس باید د خلکو د اتفاق نکته وي.

ښاغلي حقاني له قومونو غوښتي، چې د خلکو په تشو او بې مانا شعارونو خطا نشي او د هر چا د ملاتړ لپاره اسلامي شریعت معیار وګرځوي، ځکه امنیت او د انسانیت ټول حقوق په اسلامي شریعت کې خوندي دي.