ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 898

د مولوي عبدالسلام حنفي او چین کې د افغانستان د سفیر لیدنه؛ چین مېشتو هېوادوالو ته د لا غوره خدماتو په وړاندې کولو ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.

مولوي اسدالله بلال کریمي ویلي، د دې سفارت مسولین د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، چې تر اوسه یې ښې پایلې لرلي دي.

نوموړي زیاته کړې، په یاد سفارت کې قونسلي خدمات فعال دي او مېشتو هېوادوالو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کیږي.

مولوي عبدالسلام حنفي چین کې د افغانستان سفارت د مسولینو کړنې ستایلي او ویلي یې دي، افغانستان او چین اوږدې تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکي لري او د دې سفارت مسولین باید د دې اړیکو د لا پیاوړتیا کوښښ وکړي.

ښاغلي حنفي دغه راز چین کې د افغانستان سفارت له مسولینو غوښتنه کړې، چې یاد هېواد کې مېشتو افغانانو ته لا غوره خدمات وړاندې کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: هېوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشت د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مخورو او مشرانو په کابل کې میشت د فاریاب ولایت خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د دوی د ستونزو او ننګونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

دوی ویلي، خوشبختانه د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو په شپه او ورځ نه ستړې کېدونکو هلوځلو ولسونه له امنیت او هوساینې برخمن شوي او په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.

همداراز یادو مشرانو او مخورو د ښوونې او روزنې، روغتیا، د کاري زمینو رامنځته کولو ترڅنګ پراختیايي چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسولینو یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محتم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشت د فاریاب ولایت مشرانو او مخورو سره پر ليدنې خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د امنیت ټینګښت، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت دنده ده او مسولین په دې برخه کې خپلې هر راز هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لورې وړاندې شویو موضوعاتو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورته ذکر شویو مواردو ته رسېدنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲ بېلا بېلې پروژې پرانیستې

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د یاد وزارت مرستیالانو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، استادانو او محصلینو په شتون کې د یادو پروژو په پرانیسته خوښي وښوده.

د لوړو زده کړو وزیر مخکنیو امنیتي ستونزو او د تېرې ادارې د حکامو ظلم ته په اشارې سره وویل؛ له فتحې مخکې د افغانستان خلک د نا امنۍ او د اشغالګرانو له ظلمونو څخه د ډېرو ستونزو شاهدان وو او هر سهار به یې د کورنۍ د غړو په شهادت او زنداني کولو سره پیل کاوه، چې له نېکه مرغه اوسمهال د هېواد په کچه د لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

نوموړي د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په اړه وویل؛ د اسلامي امارت مشرتابه همېشه د دغه وزارت له علمي او بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ کړی او په عمل کې یې ثابت کړی دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر له استادانو او محصلینو وغوښتل، چې د ډلو او جریانونو د منفي تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي او د علم پر زده کړه تمرکز وکړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۲۲ پروژو پرانیسته، د دغه پوهنتون د اړتیاوو په پوره کولو او ستونزو حل کې ګټورې وبللې او له استادانو او محصلینو یې وغوښتل، چې له شته امنیت او خپلواکۍ څخه په استفادې د هېواد په پرمختګ، ابادۍ او د علم په تولید کې هڅه وکړي.

دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رییس انجنیر سردار ولي صالحي د یادو پروژو د تمویل له کبله د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ په دغو پروژو کې د ودانیو ترمیم او بیاجوړونه، د لابراتوارونو او دفترونو تجهیز، د لیلیې محصلینو د البسې تدارک، د خوړنځای تجهیز او د یاد پوهنتون د اته پوهنځيو د اړتیا وړ کتابونو تهیه او تدارک شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد له سترو پوهنتونونو څخه دی، چې په انجنیري څانګو کې فعالیت کوي او هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته وړاندې کوي.

د ستر درستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د وسلوال پوځ ستر درستيز لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې له جوړېدونکو  پوستو څخه لیدنه وکړه.

 د ستر درستیز لومړي مرستیال له جوړيدونکو پوستو څخه د ليدنې پرمهال د پوستو جوړولو د قراردادي شرکت مسولينو، انجينرانو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز د ستر درستیز لومړي مرستيال هلته ميشتو مسولينو او مجاهدينو سره هم له نږدې وليدل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ سربېره يې ورسره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۳۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي!

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۰ تنه و، کابلت، کونړ او ننگرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۹ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۳۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې ۴۴۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۸ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۴۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۵۶ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۹۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۶ کورنیو سره ټولې ۵۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۷۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۷۶ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۱ کورنیو سره ټولې ۹۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۳۱ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶ تنه و، کندهار، کندوز، تخار، خوست او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۵۸ کورنۍ او ۱۰۷۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۶ کورنۍ او ۱۴۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۴۷ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۶۰ عدده

په تخار ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه

د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډو په ترڅ کې د تخار ولايت مرکز د يوې لويې ولسي غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې د قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس مفتي تسليم الله حقاني د تخار ولايت حکومتي مشرانو، ولسوالانو او قومومي مخورو ګډون کړی و.

په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس مفتي تسليم الله حقاني ویلي، چې غواړو ولسونه د داسې غونډو له لارې د ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونو په بدو عواقبو وپوهوږ او قومونه اتحاد او ورورۍ ته وهڅوو. تر څو د چا په ناسمو تبليغاتو ونه غوليږي.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ امريکا او شريکانو يې موږ داسې معرفي کولو، چې ظلم کوو ددې خاورې او ولس خلک نه يو؛ خو اوس د فتحې په راتګ دا روښانه شوه، چې د دې خاورې اصلي وارثين او خواخوږي څوک دي.

ښاغلي احمد زياته کړې؛ زه د يوه افغان په صفت په قومونو غږ کوم، چې دا ولس د بل جنګ توان نه لري، راځئ په ګډه لاسونه ورکړو، د دښمن له ظلمونو يې وژغورو او د آبادى لپاره يې کار وکړو.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ حضرت ولي حقاني ویلي؛ زموږ ځوانانو ځانونه په دې خاطر د هېواد آزادۍ لپاره قربان کړل، چې آينده نسلونه ازاد او سوله ييز ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا يو وياړ دی، چې موږ د خپلو وينو په قيمت د اشغال لمن ورټوله کړه، د ښمنان دې له دې کاره عبرت واخلي او ولسونه دې خپل اتفاق لا غښتلی کړي.

د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر ویلي، چې تېرو حکومتونه په ټولنه کې ناسم رواجونه پريېښي، ديني عالمان او قومي مشران دې يې په له منځه وړلو کې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو يوه پاکه او په اسلامي اصولو برابره ټولنه ولرو.

په پای کې قو مي مشرانو ویلي، چې له اسلامي امارت سره يو ځای مو د جهاد او قربانيو په برکت دا وطن ازاد کړ، شريعت حاکم شو او زموږ ګډ هدف همدا وو.

هغوی زياته کړې؛ اوس دې اسلامي امارت لکه څرنګه چې هڅې کوي د ولسونو زړونه لا نور هم خپل کړي، شپه او ورځ دې کار وکړي او د خلکو ستونزې دې يوه پر بلې پسې هواره کړي.