ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 897

مولوي عبدالسلام حنفي: افغان ولس ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغیس له والي ملا عبدالصمد جاوید سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پیل کې د بادغیس والي په یاد ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

 ملا عبدالصمد جاوید وویل، د اسلامي امارت مجاهدین او سیمه ییز مسولین د یاد ولایت د امنیت د ټينګښت او د خلکو د هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کوي او ولسونو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.

 د بادغیس والي همدا راز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل، چې د دې ولایت مواصلاتي سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو او د کانونو ایستنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بادغیس ولایت د مسولینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.

 مولوي عبدالسلام حنفي وویل؛ د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه، افغان ولس ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول او د اجتماعي هوساینې ټینګښت د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي، چې پدې برخه کې په خپل ټول توان کوښښ کوي.

نوموړي زیاته کړه، دې ته په پام چې اسلامي امارت د متوازن انکشاف په موخه په ټول هېواد کې زیاتې برنامې تر لاس لاندې لري، بادغیس ولایت هم پدغو برنامو کې شامل دی او د توان تر بریده به یادې پراختیايي پروژې په دغه ولایت کې هم عملي شي.

کندوز کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې ترانسپورټي تلې ودانۍ جوړېږي

په کندوز ولایت کې د لوړ وزن لرونکو وسایطو د کنټرول په موخه د یوه پایې تلې (ترازو) تعمیر د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي.

د ټولګټو وزارت له لوري د کندوز ولایت اړوند د دشت ارچې ولسوالۍ درې لارې په دشت ابدان سیمه کې د یوه پایه تلې (ترازو) تعمیر د رغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رییس مولوي عبدالخالق حقمل او یو شمېر سیمه ییزو مسولینو په شتون کې پرانیسته او پیل شوې.

 د دغه تلې (ترازو) تعمیر د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن کنټرول په موخه فعاله او رغول کیږي، چې د ټولګټو وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د شاوخوا ۷.۵ میلیونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی ده، چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

 د یاد تعمیر په رغیدو او د تلې په نصب او فعالیدو سره به د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو وزن کنټرول او د سړک د لا تخریب څخه به مخنیوی وشي.

تېره میاشت کې څه‌باندې ۱۳۴ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د روان ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۸ وېش څانګو له لارې ۱۳۴ زره او ۴۶۰ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دې ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په وږي میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو ترټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۳ زره او ۸۵۰، په هرات کې نهه زره او ۵۰۴، په کندهار کې اته زره او ۶۳۰، ننګرهار کې اته زره او ۴۸۵ او بلخ ولایت کې شپږ زره او ۴۹۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۳۰۰ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

خلیل الرحمن حقاني: د علم په واسطه کولی شو د هر ډول یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په شواک ولسوالۍ کې د عبدالله بن مسعود مدرسې حافظانو په فراغت‌غونډه کې ګډون کړی.

د دې فراغت غونډې په مراسمو کې خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ د قران کریم حفظ کول یو لوی فضیلت دی، د قران کریم له نزول څخه لومړی موخه پر قراني لارښوونو عمل او د شریعت او اسلام پر لاره ژوند کول دي.

ښاغلي حقاني په دې مراسمو کې د دیني او عصري زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، عصري زده‌کړې د ټولنې اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، د علم په واسطه کولی شو د هر ډول یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو.

د یادونې وړ ده، چې په دې فراغت‌غونډه کې د پکتیا ولایت د علماوو او امربالمعروف رییسانو هم ګډون کړی و.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۱ زره او ۸۲۵ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۱ زره او ۸۲۵ ته ورسېد.

یاد وزارت زیاتوي، چې پر غزه د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۹۶ زره او ۹۱۰ نور ټپیان شوي دي.

غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو وحشت او بریدونه لا هم دوام لري، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.

تازه نصیرات کمپ ته نږدې یو کور په نښه شوی، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

د دې تر څنګ د یاد کمپ په شمال کې په یوه بل کور برید شوی، چې دوه فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

دیرالبلاح کې بیا د بې‌ځایه شویو پر خیمو برید شوی، چې یو کس پکې شهید او د یو شمېر ماشومان په ګډون ګڼ نور پکې ټپیان شوي دي.

مولوي احمدالله وثیق د قطر فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو له مسول سره لیدنه کړې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، په قطر کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او مله پلاوي د قطر هېواد د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو له مسول محمد خالد فخرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هېواد د فوټبال فدراسیون پر وروستیو لاسته راوړنو خبرې شوي او هم په دې برخه کې شته زمینې روښانه شوې دي.

د قطر هېواد د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو مسول په افغانستان کې د فوټبال شته وړتیاوې د دې ورزش د پرمختګ بنسټیز لامل بللی او هم یې د افغانستان له فوټبال سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي د ښوونیزو او روزنیزو سیمنارونو او ملي لوبډلې ته د روزونکي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱ هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۳/۷/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۰۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵ تنه و، کابل او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره ټولې ۳۰۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۲۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۵۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۸۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۴۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۴ کورنیو سره ټولې ۵۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره ټولې ۶۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۸ تنه و، کندوز او بلخ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۴۱ کورنۍ او یو زر او ۱۱۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۶ کورنۍ او ۳۳۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۳۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۴۲ عدده

د روسیې د بهرینو چارو وزیر: مسکو غواړي چې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې اړیکې وپالي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي ناسته کې ویلي؛ مسکو غواړي چې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې اړیکې وپالي.

نوموړي زیاته کړې: “موږ په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایو او یو شمېر روسي شرکتونو د کرنې، کانونو او ترانسپورټ په برخو کې غواړي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.”

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان د استازو له ګډون پرته د دې هېواد د مسایلو په تړاو خبرې نشي کېدای. دغه‌راز افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره اساسي تعامل د سیمې د امنیت او اقتصادي پراختیا لپاره اړین دی.

ښاغلي سرګي لاوروف په لوېدیځ غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې او د دغه هېواد پر بانکي سکټور لګېدلي بندیزونه دې لیرې کړي.

د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي؛ هېواد يي غواړي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په مرکز بدل شي.

نوموړي زیاته کړې: “چین د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست ستاینه کوي او غواړي، چې په وچه کې راګیر افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په مرکز بدل شي.”

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه ګډ پلاوي په مشري ګډون کړی و.

ښاغلي متقي په یاده غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سیمې له هېوادونو سره د سیاسي ثبات سربېره، د اقتصادي ودې او پراختیا په برخو کې کوټلي ګامونه پورته شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکي وپالي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې ورانکاره ډلې له منځه وړې او په بشپړ ډول یې د نشه‌يي توکو د قاچاق، پېر او پلور مخه نیولې ده. دغه‌راز هېچاته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکي د مسکو فارمټ مشورتي ناسته د هېواد په سیاسي ډګر کې ستر ګام بولي.

د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د افغانستان اسلامي امارت، روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان هېوادونو د استازو په ګډون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوه.

 مولوي احمد الله وثیق: افغانستان د نړیوالو لوبو کوربتوب ته چمتو دی

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ د دې هېواد د ورزش له وزیر الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د یاد هېواد د ورزش د پراختیا رییس محمد عیسی الحرمي هم شتون درلود.

د لیدنې په پیل کې مولوي احمد الله وثیق د فغانستان د ورزش په اړه معلومات وړاندې کړي او هم یې د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو یادونه کړې.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې بشپړ امن راغلی او د امنیت له برکته اوس په افغانستان کې ورزش ته غوره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، افغانستان د نړیوالو لوبو کوربتوب ته چمتو دی، نړیوال ورزشکاران کولی شي په ډاډه زړه هېواد ته راشي.

ورپسې د قطر هېواد د ورزش وزیر الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني د افغانستان د ورزش رهبري ته ښه راغلاست ویلي او د افغانستان د ورزش په وروستیو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي احمد آل ثاني په خپلو خبرو کې د افغانستان له ورزش سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، موږ مخکې هم د افغانستان له ورزش سره همکاري کړې ده او راتلونکې کې هم د افغانستان له ورزش سره همکاري خپل ویاړ بولو.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي مولوي احمدالله وثیق او مل پلاوی دوه ورځې وړاندې د قطر هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی، تمه ده دوه ورځې به نور هم د یاد هېواد له ورزشي مسولینو سره لیدنې وکړي.

لبنان کې د اسرائیلي بریدونو دوام؛ له ۱.۲ میلیونه ډېر لبناني وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې له ۱.۲ میلیونه ډېر لبنانیان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو هوايي بریدونه لا هم دوام لري او د پلازمېنې بېروت په شمول د دې هېواد بېلابېلې سیمې په نښه کېږي.

د دې تر څنګ صهیونیستي عسکرو د لبنان په سویل کې ځمکنیو عملیاتو ته هم دوام ورکړی، چې د حزب‌الله له سخت مقاومت سره مخ دي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ پر دې هېواد د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۲ زره او ۲۳ کسان شهیدان شوي، چې ۱۲۷ ماشومان او ۲۶۱ ښځې هم پکې شاملې دي. دغه‌راز ۹ زره او ۵۲۶ نور ټپیان شوي هم دي.