ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 896

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تازه بریدونو کې ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې په مرکزي غزه کې پر یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې د ټول‌وژنې په دې دوو وحشیانه بریدونو کې نږدې ۹۳ نور فلسطینیان ټپيان شوي.

یاد برید په مرکزي غزه کې د الاقصی په نوم په جومات او ابن رشد ښوونځي شوی، چې په دواړو ودانیو کې سلګونه فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

د یاد دفتر په وینا؛ دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ۲۷ کورونو او د کډوالو پر پناه‌ځایونو ۲۷ هوايي بریدونه کړي دي.

له دې وړاندې د فلسطین د مذهبي چارو وزارت ویلي و، چې اسرائیلي یرغلګرو پر غزه د یو کلنو بریدونو له پیل راهیسې ۸۱۴ جوماتونه او ۱۹ هدیرې په بشپړ ډول ویجاړ کړي. دغه‌راز ۱۴۸ نور جوماتونه یې تخریب او زیانمن کړي دي.

د یاد وزارت اړوند ملکیتونو ته اوښتي زیانونه ۳۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوي وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس: ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده او ساتنه یې د ټولو مسولیت دی

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص لغمان ته د خپل سفر پرمهال د لغمان والي شېخ شیراحمد حقاني سره ناسته کړې او د چاپیریالي وضعیت د ښه والي په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

د لغمان والي ویلي، لغمان د طبعي منابعو له پلوه غني ولایت دی چې په دې وروستیو کې د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه خلک سیاحت لپاره دې ولایت ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ځنګلونو ساتنې لپاره مهم ګامونه اخیستي او د دې ولایت د ځنګلونو ساتنې ترڅنګ ولسي تړونونه هم پیاوړي شوي، ترڅو د ځنګلونو ناقانونه وهلو مخنیوی وشي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده او په ساتنه کې ټول یو ډول مسولیت لرو.

ښاغلي خالص هیله څرګنده کړې، چې د اړوند مرستندویه موسساتو او بنسټونو سره پر دې کار کوي څو د افغانستان د طبیعي منابعو او ځنګلونو د بیا احیا کولو او ساتنې په برخه کې پروژې ترلاسه او پلي کېدو ته یې زمینه برابره کړي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۸۱۴ جوماتونه ویجاړ شوي

الجزیرې خبري شبکې د فلسطین د مذهبي چارو وزارت له قوله ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو پر غزه د یو کلنو بریدونو له پیل راهیسې ۸۱۴ جوماتونه او ۱۹ هدیرې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ۱۴۸ نور جوماتونه یې تخریب او زیانمن کړي دي.

د یاد وزارت اړوند ملکیتونو ته اوښتي زیانونه ۳۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوي دي.

د فلسطین د مذهبي چارو وزارت ویلي، چې د قبرونو بې‌حرمتي، د جسدونو را ایستل او سپکاوی او له مړو سره تاوتریخوالی، لکه: له قبرونو را ایستل او مثله کول؛ د اسرائیلي یرغلګرو نورې ناوړه کړنې دي.

پر دې سربېره د یاد وزارت ۱۱ اداري او ښوونیز تاسیسات هم ویجاړ شوي، چې په غزه کې د دې وزارت د تاسیساتو ۷۹ سلنه جوړوي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په سیمه کې د اسرائیلي یرغلګرو د ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې یې ۲۳۸ کارکوونکو ژوند بایللی او ۱۹ نور د صهیونیستي عسکرو له لوري بندیان شوي دي.

د مولوي امير خان متقي او د سیمې هېوادنو استازو لیدنه؛ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو خبرې شوي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره د مسکو فارمټ د شپږمې ناستې په څنډه کې د چين، ايران، اوزبیکستان، پاکستان او هند ځانګړو استازو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو هر اړخيزې خبرې شوي دي.

مولوي امير خان متقي د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او د اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا یې ټینګار کړی.

د یادو هېوادونو استازو هم له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ د ارزښت په اړه خبرې کړي.

دوی له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د تعامل پر زياتوالي او هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د افغانستان وضعیت یې د ډاډ وړ بللی دی.

مولوي عبدالکبیر: د ولس د ستونزو حل د مسولینو دنده ده

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علماوو ولسونو ته د خدماتو په برخه کې د اسلامي امارت  هڅې ستایلي او ویلي يې دي، سیمه ييزو مسولینو تر خپل توانه ورسره همکاري کړې او د ستونزو په حل کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

همدارنګه دغو مخورو او علماوو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له همکاریو مننه کړې او په ښېوې ولسوالۍ کې یې د سړکونو او مدرسو جوړولو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، ولسونه کولی شي په پوره جرات خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د اسلامي امارت له مسولینو سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د ښېوې ولسوالۍ ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې هڅې وکړي او ځينې لویې پروژې به په بودیجه کې ځای پر ځای شي.

د دې لیدنې په پای کې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال د ولس د ستونزو حل د حکومت مسولیت بللی او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت د همدې موخې لپاره کار کوي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ هغو تعدیل کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار–لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړونه، د حیرتان–مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یوشمېر نورې پروژې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

هندي پانګوال د افغانستان په کاني زېرمو پانګونه کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن د شنبې په ورځ (۱۴/۰۷/۱۴۰۳) نېټې د هندوستان هېواد د انفرا سټرکچر پراجکټس د کان کیندنې شرکت د دفتر رییس سرینواش اکاپیډي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې سرینواش اکاپیډي د یاد شوي شرکت د کارونو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويي ویل؛ دا شرکت د کانونو په برخه کې له ۳۰ کلونو څخه د زیاتې کاري تجربې، انجنیرانو او روزل شویو متخصصینو په درلودلو سره فعالیت کوي.

دوی دغه را. د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده.

 د کانونو او پټرولیم وزیر د هېواد په کانونو کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل اړوند به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

عامې روغتیا وزیر په کابل کې د خصوصي روغتونونو له مسولینو سره د روغتیايي سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د خصوصي سکتور اړوند روغتونونو له مسولینو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د وزات مرکزي رييسانو هم شتون درلود.

یاده ناسته کې د خصوصي سکتور اړوند روغتونونو په تشکیلاتي، مالي او نظارتي برخو کې د شته ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د خصوصي سکتور اړوند، روغتونونو مسولینو په یادو برخو کې شته ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې کړې.

 د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي سکتور کې د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې خصوصي روغتونونه د یاد سکتور یوه اړینه برخه بللې او په دې برخه یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لري

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره لیدنه کړې.

 په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه‌ييزو چارو خبرې کړې دي.

د مولوي امير خان متقي په دې لیدنه کې ویلي؛ د افغانستان حکومت ته مسکو فارمټ ځانګړی اهميت لري او غوښتنه يې کړې، چې دغه فارمټ د افغانستان او د سيمې هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر ميکانيزم بدل شي.

 نوموړي د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو يادونه کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې د روسيې فدراسيون سره د اسلامي امارت د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه شي.

د بهرنيو چارو وزير همدارنګه په افغانستان کې د ډاډمن امنيت او ثبات يادونه کړې او ویلي يي دي، ډاډمن امنيت افغانستان کې د پانګونې ښې زمینې برابرې کړې دي.

د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير ویلي؛ هېواد يې د افغانستان اړوند ټولو ناستو ته د اسلامي امارت استازي بللي دي او دې چارې ته به ادامه ورکوي.

 سرګي لاوروف ټينګار کړی، چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې له کنګل بېرون شي او افغانستان سره تعامل له نورو چارو سره ونه تړل شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير همداراز افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ د روسيې شرکتونه لېواله دي، چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي.

سرګي لاوروف همداراز په سيمه او نړۍ کې له وروستيو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعيت ته په اشارې ویلي، افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لرلی شي.