ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 895

د ټولګټو وزير د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو او په ياد مسير کې له جوړېدنکو مسجدونو څخه ليدنه وکړه.

د کابل-کندهار لويې لارې د بيارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې تر ډېره یې په کارونو کې پرمختګونه شوي دي.

د يادې لويې لارې په ځينو برخو کې خلک او موټر چلوونکي د فرعي لارو د اوږدوالي له امله د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې موخه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د ساحوي تخنيکي ټيمونو په شتون کې ددې مسير د ټولو قراردادي شرکتونو استازو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د کار تر بشپړيدو مخکې د خلکو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو او موټر چلوونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

نوموړي د يادې لويې لارې د قراردادي شرکتونو له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې د خلکو او موټر چلوونکو د ستونزو په نظر کې نيولو سره باید ددغه مسير د ترمیم او بیارغونې چارې په چټکۍ سره بشپړې شي.

د ټولګټو وزير د يادې لويې لارې په اوږدو کې له هغو ۶ محرابه لويو مسجدونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د رغونې چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ تېره شپه بیروت کې تر ټولو درنه بمباري شوې

د راپورونو له مخې، پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې تېره شپه بیروت کې تر ټولو درنه او سخته بمباري شوې.

ویل کېږي، چې د بیروت ښار په سویل کې لږ تر لږه ۳۰ هوايي بریدونه شوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې تر سهاره په دې ښار کې د غټو او وړو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان شهیدان او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

سهار مهال د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه هم اسرائیلي عسکرو بمبارۍ کړې، خو د مرګ‌ژوبله په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

له دې سره هم‌مهاله حزب‌الله ویلي، چې د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې تازه توغندیز بریدونه کړي او حیفا ته نږدې یې یوه هوايي اډه په نښه کړې ده.

دوی زیاته کړې، چې ځواکونه یې په سرحدي سیمو کې هم له اسرائیلي یرغلګرو سره په جګړه بوخت دي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده په مشرۍ یو پلاوی تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی.

 یاد پلاوی لومړی تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، پوهنې مسولینو او علماوو سره په لیدنه کې، د دغه پلاوي د سفر بنسټیزه موخه، د مدرسینو د مسلکي پراختیا اړوندو بستونو عادلانه وېش او استخدام، کلیوالي مدارسو ته پاملرنه، د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ستونزو ارزونه او حل بللی دی.

 د تخار ولایت وروسته یاد پلاوي بدخشان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي نصرت الله فیضاني او مسولینو سره لیدنه کړې.

ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر د موخو د تشرېح په ترڅ کې ویلي، بدخشان ولايت د هېواد له محرومو ولايتونو څخه دی.

دوی په خپلو خبرو کې د ديني او عصري علومو په برخه کې د ښوونيزو خدمتونو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

 د دواړو ولایتونو د پوهنې رییسانو په خپلو ولایتونو کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له مرستیال څخه غوښتي، چې د مدارسو جوړولو، د زده کوونکو د اعاشې په برخه کې د پاملرنې، د دیني زده کړو بنسټونو، د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو زیاتوالي او نورو برخو کې همکاري وکړي.

تېره میاشت د څه‌باندې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په وږي میاشت کې د ۳۳ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۵۲۴ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۷۶۴ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۳۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۱۲  تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.

د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۵مه نېټه دامام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د کابینې یوشمېر غړو؛ د ایران، ترکیې، قطر او پاکستان هېوادونو ډيپلوماتانو؛ سوداګرو او د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې مراسمو کې ویلي، چې په سیمه‌ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هېواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي، چې د خپلو توکو لپاره په پراخه کچه بازار پيدا کړي.

د نوموړي په وینا؛ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او خپلو توکو ته د بازارموندلو یوه تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي، چې له نېکه‌مرغه د درېیم ځل لپاره په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ په دې نندارتون کې پر افغاني محصولاتو او تولیداتو سربېره د یو شمېر بهرنیو شرکتونو مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې لا پراخې او د ګډې بازارموندنې په برخه کې به مهم فرصتونه رامنځته کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو بهرنیو شرکتونو استازو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د متقابلې اړتیا پر بنسټ د سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته پوره ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي.

ملا برادر اخوند د دغه نندارتون له لارې پر ټولو پانګوالو غږ کړی، چې افغانستان پوره امن او د هر ډول پانګونې لپاره مساعد دی.

دغه‌راز اسلامي امارت په ټوله مانا د پانګونې په ځانګړې توګه د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره کلک هوډ لري او پانګوال کولای شي په ځانګړي ډول د بسته‌بندۍ معیاري مرکزونو او همدا راز د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، تر څو له دې لارې افغاني توکي په نړیواله کچه ښه بازار ترلاسه کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو په پیاوړتیا کې مهم بللی او هیله یې ښودلې، چې له دې لارې به د افغانستان او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز تعامل لا زیات او پياوړی شي.

دیادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د امام ابوحنیفه لومړی او دویم ملي او نړیوال نندارتونونه په کابل کې جوړ شوي وو.

دامام ابوحنیفه په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي، چې۲۰۰ یې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوې دي.

د نړۍ په لویو ښارونو کې لاریونونه؛ زرګونه ګډونوالو یې غزه او منځني ختیځ کې د وینې تویېدو د بندښت غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون (شنبه د اکتوبر ۵مه) زرګونه لاریونوال د نړۍ په لویو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي او په غزه او منځني ختیځ کې یې د وینې تویېدو د بندښت غوښتنه کړې ده.

دا لاریونونه داسې مهال کېږي، چې غزه کې د اسرائیلي یرغلکرو د بریدونو او جګړې نږدې یو کال پوره کېدونکی دی.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۴۰ زره فلسطین پلوه لاریونوال د لندن په مرکز کې راټول شوي وو؛ حال دا چې زرګونه نورو په پاریس، روم، مانیلا، نیویارک او کيپ‌ټاون کې لاریونونه کړي دي.

د دې تر څنګ په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخته هم لاریونونه شوي. یادو لاریونو کوونکو په غزه او لبنان کې د اسرائیلو له پوځي عملیاتو او بریدونو څخه د امریکا په ملاتړ سخته نیوکه کړې ده.

هم‌مهاله په نیویارک کې لاریونوالو د غزې او لبنان په ملاتړ شعارونه ورکړي او اسرائیلو ته یې د وسلو ورکړې د بندیز غوښتنه کړې ده.

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې هم د فلسطین په ملاتړ زرګونه لاریونوال د امریکا د سفارت مخې ته راټول شوي او له واشنګټن څخه یې غوښتي، چې اسرائیلو ته دې د وسلو لېږد بند کړي.

اسرائیلي یرغلګرو نږدې کال وړاندې د اکټوبر په ۷مه پر غزه بریدونه پیل کړي، چې نږدې کال یې پوره کېدونکی دی او لا هم په شدت سره دوام لري.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونو کې نږدې ۴۲ زره فلسطینیان شهیدان او نږدې ۹۷ زره نور ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ د غزې نږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي بې‌ځایه او د لوږې له بحران سره مخ شوي دي.

دغه‌راز اسرائیلو غزه کې د نسل وژنې جګړه پيل کړې، چې په خلاف یې ګڼو هېوادونو د عدالت په نړیواله محکمه کې دوسیه ثبت کړې ده.

بدخشان کې د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو یووالي او انسجام غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ بدحشان ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه.

په دغه ولسي غونډه کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني د یاد ولايت مسولينو، ولسوالانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني وویل؛ تېر کال د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ سلګونه شخړې حل او فصل کړي دي، چې ښکيل اړخونه يې اوس د ورورۍ ژوند کوي.

نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د جنجالونو پر ځاي د نظام تر چتر لاندي په سوله او وحدت کې ژوند وکړی.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د بدخشان ولايت خلکو ته په خطاب کې وویل، دا نظام ستاسو قربانيو او تکليفونو ته ژمن نظام دی او ستاسو د هڅو او کوښښونو په برکت حاکم شوی دی مونږ مو قدر دانی کوو.

نوموړي زياته کړه؛ یوځای اوسئ د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړئ، د پردي پالو د منفي تبليغاتو ښکار نشئ اوسني مسولين ستاسو خادمان دي او په هر حالت کې ستاسو خدمت ته چمتو دي.

غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې وویل؛ کفري هېوادونو او ورسره مل غلامانو يې د اشغال پر مهال په افغانستان کې د هر ډول غير شرعي افکارو د رواجولو لپاره فعاليتونه کول تر څو، د افغانانو فکر وربدل کړي، خو د اسلامي امارت له را تګ سره هر کفري او غير شرعي فعاليت په ټپه ودريد عاملين يې الله ج ذليله او رسوا کړل.

دغه‌راز د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر وویل؛ د قومونو استازولي او رهبري بايد اهل خلک وکړي که واک د نا اهلو خلکو په لاس کې شي، لرې به نه وي چې له هلاکت سره مخ شي.

د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ پامير سيمې قومي مشرانو د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ خپل مسوليت ياد کړی او ويي ویل؛ موږ د پامير سېمې په صفري نقطه کې ژوند کوو، د الهي دين د ساتلو په خاطر مو دلته هجرت کړی، تر څو خپل دين کلک وساتو.

قومي مشرانو زياته کړه؛ موږ د اسلامي امارت له راتګ مخکي له ډيرو ستونزو سره مخ وو، خو د ياد نظام له حاکميت سره سم د سرحداتو وزير زموږ پوښنتې ته راغی د مکتبونو، روغتونونو، مدرسو او مخابراتي شبکو  جوړېدو ته يې پاملرنه وکړه، د خلکو پام يې را واړاوه، چې اوس له ځينو مهمو سهولتونه څخه برخمن يو او دا د دې نظام برکت دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبنې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱ تنه و، ننګرهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۲۲۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۲۷ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې ۲۵۲زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۷۵ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۶۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې ۱۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۷۰ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې ۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۹۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه و، پروان، خوست او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۵ کورنۍ او ۳۹۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۴ کورنۍ او ۱۳۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۵ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۴۶۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۶۹ عدده