ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 894

د امریکايي اشغال د پيل ۲۳ مې کليزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې امریکا په خورا ظلم او وحشت سره پر افغانستان تجاوز وکړ.

امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل. زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.

خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة

داچې نن الحمدلله امریکايي اشغال د الله جل جلاله په نصرت پای ته رسیدلی دی، اسلامي نظام حاکم شوی د خورا لوی شکر او خوښۍ ځای دی.

موږ په داسې حال کې چې د جهاد په سپیڅلې او مقدسه لاره کې ټولو شهیدانو، زخمیانو او ځوریدلو ته دعا کوو، خپلو مسلمانانو وروڼو ته وریادوو چې باید په راتلونکي کې هم د خپل دین او عقیدې څخه دفاع ته کلک چمتو واوسي او په دې لاره کې د خپلو سلفو لاره تعقیب کړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۴/۴/۱۴۴۶هـ ق

۱۶/۷/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/10/7 م

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان یو کلن وحشت!

Created with GIMP

اسرائیلي یرغلګرو کال وړاندې د اکټوبر پر ۷مه پر غزه تړانګه برید وکړ.

د دې یو کلنو بریدونو په پایله کې غزه، چې د شاوخوا ۲.۳ میلیونه وګړو د اوسېدو سیمه وه، له ګڼو بحرانونو سره مخ شوه، بڼه یې بدله شوه او هېڅ هم د یوه کال مخکې په څېر پاتې نه شول.

د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله غزه تړانګه په ویجاړیو او خاورو بدله شوې، د پېړیو پخواني جوماتونه او مذهبي ځایونه له منځه یوړل شول او کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول تخریب شوې.

په دې کوچنۍ ۳۶۵ کیلو متره مربع (۱۴۱ میله مربع) سیمه کې دومره پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې، چې د سیمې بڼه یې بدله ښکاري او ډېری اوسېدونکی خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای، ښايي په نږدې راتلونکي هم په بیا ورتګ ونه توانېږي.

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر کمپونو بریدونه:

جبالیا کمپ د غزې په شمال کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو تر ټولو لوی پنډغالی دی.

دا کمپ په ۱۹۴۸ کال د صهیونیستي عسکرو له لوري له خپلو کورونو څخه د ۷۵۰ زره فلسطینيانو د جبري بې‌ځایه کولو وروسته په ۱.۴ کیلو متره مربع (۰.۴ میله مربع) ځمکه جوړ شوی او غزه تړانګه کې تر ټولو ګڼ نفوسه کمپ دی.

اسرائیلي یرغلګرو پرله‌پسې په یاد کمپ، چې ۱۱۶ زره کډوال پکې ثبت شوي، په امریکايي ۲۰۰۰ پونډه جوړو شویو بمونو بریدونه کړي او سلګونه کسان یې پکې شهیدان کړي دي.

دا بمونه ډېر لوی او خورا ویجاړوونکي دي، چې ۱۲ متره یا ۴۰ فوټه کندې جوړولای شي.

په مسجدونه بریدونه:

د جبالیا کمپ سویل ته په شاوخوا درې کیلو متره (۱.۹ میله) فاصله کې د غزې زوړ ښار پروت دی، چې د منځني ختیځ د ځینې فرهنګي میراثونو سیمه ده او لرغونتوب يې پینځمې پېړۍ ته رسېږي.

په غوره تاریخي ځایونو کې یې د پام وړ عبادت‌ځایونه هم شامل دي، له جملې یې د لوی عمري جومات یادولای شو، چې د غزې په لوی جومات پېژندل کېږي.

د ډسمبر پر ۸مه د غزې لوی عمري جومات د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي برید کې سخت زیانمن شو. د دې جومات ۷۴۷ کلن کتابتون، چې یو وخت د قرانکریم د پخوانیو نسخو په ګډون نادرې او کمیابه نسخې پکې ساتل کېدې، په کنډوالو بدل شو.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې په تېر یوه کال کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱۱ جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۱۴ نور تخریب شوي دي.

په ښوونځیو او پوهنتونونو بریدونه:

د غزې اسلامي پوهنتون زاړه ښار ته نږدې د غزې په زړه کې پروت دی.

اسلامي او الازهر دواړه پوهنتونونه د غزې له غوره پوهنتونونو څخه دي، چې هر کال لسګونه زره زده‌کړیالانو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابروي.

دا دواړه پوهنتونونه په تېرو جګړو کې په نښه شوي، خو په وروستي جنګ کې یې شاوخوا په بشپړ ډول تخریب شوې ده.

په ژنیو کې د بشري حقونو څارونکې خپلواکې ادارې ویلي، چې اسرائیلو د غزې ټول پوهنتونونه په سیستماتیک ډول په بېلابېلو پړاونو کې ویجاړ او له منځه وړي دي.

د غزې له ۱۲ پوهنتونونو څخه یو هم جوړ نه دی پاتې.

د غزې تړانګې ښوونځي بیا، چې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه پکې اخیستې، هره ورځ په نښه کېږي.

په روغتونونو بریدونه:

الشفا د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون دی. په یاد روغتون تر ټولو مخکې اسرائیلي یرغلګرو برید کړی.

د نومبر په ۱۵مه اسرائیلي یرغلګرو الشفا روغتون، چې زرګونه فلسطینیانو پناه پکې اخیستې وه، محاصره کړ. پینځه میاشتې وروسته په اپریل کې یو ځل بیا د دوو اونیو لپاره محاصره او پوځي عملیات پکې پيل شول، چې روغتون ویجاړ او سلګونه کسان پکې شهیدان شول.

کارپوهان استدلال کوي، چې په روغتونونو بریدونه نړیوالو قوانینو ته په کتو جنګي جنایت دی.

په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۱۴ روغتونونه او کلینکونه غیرې فعال شوي او ډېری ناروغان اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

د کرنیزو ځمکو له منځه وړل:

د غزې مرکزي دیرالبلاح سیمه د دې تړانګې له اصلي کرنیزو مرکزونو څخه ده، چې د نارنج، زیتون او په ځانګړي ډول د خرما په کښت کې ښه شهرت لري.

اسرائیلو غزه کې د نسل‌وژنې تر څنګ کرنیزې ځمکې تخریب او له منځه وړې او اوسېدونکي یې په لوږه کې ساتلي دي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د دیرالبلاح په مرکز کې پراخه کرنیزې ځمکې، سړکونه او کورونه له منځه وړل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې له لوري څېړل شوي د سپوږمکۍ عکسونه ښيي، چې د غزې له نیمايي ډېره (۶۰ سلنه) کرنیزه ځمکه د اسرائیلو په بریدونه کې زیانمنه او یا تخریب شوې ده.

یاده ځمکه د غزې د وګړو د تغذیې لپاره، چې ۹۶ سلنه یې د خوړو خوندیتوب نه لري، حیاتي ارزښت لري.

د فلسطیني وګړو بې‌ځایه کېدنه:

دوه میلیونه وګړي یې په جبري ډول د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د اکټوبر په ۱۳مه، له اټکل شوي ځمکني برید څخه مخکې، اسرائیلي عسکرو د غزې ښار او د دې تړانګې په شمال کې د ټولو ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ.

دا مهال د غزې د بشپړې محاصرې اوومه ورځ وه، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت وویل: “نه برېښنا، نه خواړه، نه اوبه، نه ګاز- هر څه بند دي.”

د غزې تړانګې له ۸۰ سلنه ډېرې سیمې د فلسطینیانو لپاره ناامنه ګڼل کېږي، ځکه چې یا د اسرائیلي عسکرو له لوري د ‘ممنوعه سیمو’ په توګه ټاکل شوې او یا هم د تخلیې د امرونو له وجې ډېری فلسطینیانو په خوندي اعلان شویو سیمو کې پناه اخیسته. حال دا چې دا خوندي اعلان شوې سیمې هم ورځ تر بلې محدودې او کمېږې.

سلګونه زره فلسطینیانو یوازې د کډوالو په المواسي کمپ کې پناه اخیستې ده.

سره له دې چې اسرائیلو غزه کې ځینې سیمې “د خوندي زون” په توګه ټاکلې، خو بیا یې هم په دې سیمو کې لسګونه بریدونه کړي، سلګونه فلسطینیان یې پکې شهیدان او ګڼ نور یې پکې ټپیان کړي دي. له دې ښکاري چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي او امن نه دی.

۴۱ زره او ۹۰۹ فلسطینیان شهیدان شوي

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په یو کلنو بریدونو کې ۴۱ زره او ۹۰۹ فلسطینیان شهیدان شوي. دغه‌رزا ۹۷ زره او ۳۰۳ نور ټپیان شوي دي.

د اټکل له مخې غزه کې ۷۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي.

کارپوهان وړاندوینه کوي؛ د دې چاودېدونکو توکو څخه د رامنځته شويو ۴۲ میلیونه ټنه کثافاتو پاکول به، چې ناوچاده توکي به هم پکې شامل وي، کلونه وخت ونیسي.

سرچینه: الجزیره نړیواله خبري شبکه

د سیاسي کمېسیون ناسته؛ د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

 په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم شتون درلود، د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

 په دې ناسته کې د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو، د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه والي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په پیاوړتیا بحث شوی.

د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د خپلو سرحدونو او بندرونو د امنیت د ټینګښت لپاره چمتو دی او هیچا ته له افغانستان څخه نورو ته د ضرر متوجه کېدو اجازه نه ورکوي.

 په ناسته کې د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د فلسطین او اسلامي نړۍ د برحقه داعیې ملاتړ شوی دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه: اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاسنیوي ته ژمن یوو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳کال د تلې په ۱۶مه نېټه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پروګرامونو له مشر مارتین دی بویر سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او په مهمو چاپېریالي موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پروګرامونو مشر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې په روغتيايي او نورو بشري برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل؛ اقلیمي بدلون اوسمهال نړیواله موضوع ده، که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ۰.۰۸ ونډه لري؛ خو له تاثیراتو یې تر ټولو زیانمن هېواد دی.

نوموړي زیاته کړه؛ د تېرو څو لسیزو جګړو له امله افغانستان په هره برخه کې ډیر زیانونه لیدلي، د دې هېواد چاپېریالي وضعیت او د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی، له تحول وروسته پر دې هېواد بندیزونه لګول شوي چې د خلکو ژوند یې له ډیرو ستونزو سره مخ کړی؛ نو له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه مو هیله دا ده چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي خالص وویل؛ د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې له بده مرغه په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي، نو له نړیوالو ارګانونو څخه مو دا غوښتنه ده، چې په نړیواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي، ترڅو موږ وکولی شو د افغانانو ستونزې نړیوالو ته ورسوو.

د دې ادارې عمومي رییس زیاته کړه؛ له بده مرغه د افغانستان ولسونه له اقلیمي بدلون څخه زیات اغیزمن شوي دي او نړیوالو دا موضوع سیاسي کړې ده، نو اړتیا ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه لکه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړولو، پاکې انرژۍ او تجهیزاتو په برخه کې او همدا راز د چک ډیمونو، کانالونو او ویالو د جوړولو په برخو کې مرسته وشي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پروګرامونو مشر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د همکارۍ او ګډ کار کولو ژمنه وکړه او ويي ویل، موږ به هڅه وکړو چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړو.

نوموړي زیاته کړه، موږ د کاربن د راکمولو په موخه د پاکې انرژۍ د ترویج او تجهیز په برخه کې د یو شمېر روغتونونو بریښنا سولري کړې او دې چارې ته به دوام ورکړو.

 مارتین وویل؛ موږ هلې ځلې پیل کړي، ترڅو نړيوال سازمانونه دې ته وهڅوو چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون په برخه کې همکاري وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو په ګډ کار او مشترکې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه وشوه، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې به د مرستو راجلبولو لپاره به ګډې هلې ځلې کوي.

مولوي عطاء الله عمري: د هېواد د صادراتو زیاتولو یوازینۍ لاره د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د حضوري چمن سره پروت د افغانستان د نړیوال نندارتونونو په مرکز کې د امام ابو حنیفه د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په پروګرام کې ګډون کړی.

په دې نندارتون کې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو، د بهرنیو هېوادونو استازو، سوداګرو او متشبثینو هم ګډون کړی و.

مولوي عطاء الله عمري په دې نندارتون کې د هېواد په کرنې او مالدارۍ سکتور کې د پانګونې د زمینو د برابرېدو یادونه کړې او د پانګونې غوښتنه یې کړې.

نوموړي ویلي؛ د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د ارزښت زنځیر په ټولو برخو کې له بزګرانو، مالدارانو او پانګه والو سره همکار دی، او موږ کولی شو چې ملي او نړیوالو سوداګرو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو زمینه برابره کړو، تر څو دا سکتورونه وده او پرمختګ وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې د هڅو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د وارداتو د کمولو او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو یوازینۍ حل لاره د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول دي، چې د دې لارې کوای شو خپل داخلي کرنیز او مالدارۍ تولیدات ملي او نړیوالو بازارونو ته ور وپیژنو او وپلورو، او په دې توګه خپل هېواد ځان بسیاینې ته ورسوو.

د کرنې وزیر همدارنګه د روان کال د تلې له ۲۵مې تر ۲۸مې د کابل په بادم باغ کې د کرنیزو محصولاتو د ۳۱م نندارتون د جوړېدو یادونه کړې او د امام ابو حنیفه په نړیوال نندارتون کې یې له سوداګرو او ګډونوالو څخه غوښتي، چې په یاد نندارتون کې هم ګډون وکړي.

تېر کال غور ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

 مخابراتو او ټکنالوجي وزارت وايي؛ غور ولایت چې د هېواد یو له هغو ولایتونو وو، چې له تېرو کلونو راپدېخوا پکې ګڼې مخابراتي ستونزې موجودې وې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ځانګړې پاملرنې او لارښوونه د یاد ولایت ګڼو سیمو کې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

یاد وزارت زیاتوي، اوسمهال د غور ولایت اوسېدونکو ته مخابراتي او انټرنټي چوپړتیاوې برابرې شوې دي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لرو پرتو سیمو او همدا راز هغه سیمې چې له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي په خپلو اولویتونو کې نیولي او د جوپړ په موخه یې د مخابراتي اسانتیاوو په مهیا کولو کار کوي .

له تېرې ادارې څخه پر نظام باندي د کورنيو خصوصي بنسټونو له پاتې پورونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

د مالیې وزارت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ له پرېکړي سره سم له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې د يو شمېر کورنیو خصوصي قراردادي لوجستيكي شرکتونو او اشخاصو د پاتې طلباتو، تضميناتو او تامیناتو د ورکړې پروسې له پیلولو را وروسته تر اوسه پورې د ۳۵ ادارو طلبات، تضمینات او تامينات تثبیت او تایید شوي دي.

د تثبيت شویو ادارو له ډلې څخه ۲۱ هغو ادارو، چې د خپلو حوالو راپور یې له ماليې وزارت سره شریک کړی دی، له تطبيقاتو وروسته یې په ۱۴۰۲ کال کې د طلباتو ۱۰ سلنه او په روان ۱۴۰۳ کال کې یې ۱۵ سلنه برخه چې په ټولیزه توګه ۸۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي ورکول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ اوسمهال د ادارو د طلباتو تضمیناتو او تامیناتو د تثبيت او اجرا پروسه په نورمال ډول روانه ده او هغه ادارې چې تثبيت شوي دي، له ماليې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شريکولو وروسته یې د طلباتو، تضمیناتو او تاميناتو ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت کلک هوډ لري، له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې پاتې ټول پورونه ورکړي؛ تر څو بېلابېل كورني خصوصي بنسټونه هم له مالي اړخه پياوړي شي او نظام هم د هیڅ کوم لوري پوروړی پاتي نه شي.

د روان کال له پیل تر اوسه د سرای شمالي برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې ۲۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار د سرای شمالي برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د روان کال له پیل تراوسه، ۲۴ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې او همدارنګه یو زر او ۲۰۰ نورو کسانو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د سرای شمالي د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر وحیدالله وحیدي وايي، چې یادې وېش څانګې ته په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ غوښتونکي د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی وحیدي زیاتوي؛ چې په دې څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼې او د پېژندپاڼې نوي کولو خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه‌راز هېوادوال د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د برېښنایي پېژندپاڼې درلودل چې د هویت معتبر سند دی، له دولتي او نادولتي بنسټونو څخه د بېلا بېلو عامه خدمتونو د ترلاسه کولو له‌پاره اړین ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کول اسانه کړي.