ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 893

د ټولګټو وزير او د ایراني شرکتونو استازو لیدنه؛ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د ټولګټو وزير ملا محمد عیسی ثاني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او د دغې خونې د پلاوي غړي سلطان محمد صافي په شتون کې د “هپکو” شرکت له استازي مهدي اسماعیلي او “جلاپردازان الوند” انجنيرۍ شرکت له استازي بابک فلاج سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د يادو شويو شرکتونو استازو افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او د خپلو شرکتونو د فعاليتونو او توليداتو په اړه يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړي دي.

دوی ویلي؛ د هپکو شرکت د سړک جوړونې، معدن ایستنې، ګاز او نفتو ماشین الات او د “جلاپردازان الوند” شرکت ریلي قطعات او د درانه وزن لرونکي ماشین الاتو قطعات تولیدوي.

د ایراني شرکتونو مسولینو لېوالتیا ښودلې، چې د افغانستان د زېربنایي پروژو (سړک او اوسپنیزې کرښې) په رغونه کې برخه واخلي او حاضر دي چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستيال د امام ابوحنيفه (رح) د نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې کړي او د ايراني شرکتونو او سوداګرو د مسولينو د ګډون يادونه يې کړې.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزير ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د ایران او افغانستان اوږدمهاله او تاریخي اړیکو ته یې اشاره کړې.

نوموړي د دواړو هېوادونو په سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو ټینګار کړی او د هېوادونو په اقتصادي وده کې یې د خصوصي سکټور رول مهم بللی دی.

د ټولګټو وزير زیاته کړې؛ اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او موږ د هغو کسانو هرکلی کوو، چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او غواړي چې پانګونه وکړي.

په ياده لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوامداره همکاریو، د دوه اړخيزو غونډو پر دوام، د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د کابل په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي، چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې په برخه کې زموږ د هېواد مقاومت زیات او د دغه انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي؛ بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدريجي توګه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا راکمه او په کور دننه له موجودو سرچینو څخه خپله اړتیا پوره کړو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې په هېواد کې د پانګونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.

ښاغلي برادر اخوند په ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او دلته ځنډېدلې پروژې له سره پیل کړي.

د نوموړي په خبره؛ افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیانمن شوی، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په تخریب کې یې هېڅ ډول فعالیت نه دی ترسره کړی.

اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثنا د ټولو هېوادونو ګډ مسولیت دی او پرته له استثنا ټول هېوادونه ترې متاثره دي.

بنا دغه ګډ مسولیت ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه او ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا په تولید کې د دوی هر ډول پانګونې او هڅو ته هرکلی وايي او د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې ورسره لازمه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې چارې به یې د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل صنعتي پارکونو او همدا راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل کړي.

د اکتوبر ۷مه؛ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ!

۲۳ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ایتلاف پر افغانستان یرغل وکړ.

امریکا افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ کړ او په یرغل یې هېواد کې د غربي ښکلېلاک د جبر، زور او وحشت توره دوره پیل شوه.

امریکايي اشغال شل کاله افغانستان کې ډول ډول ظلمونه وکړل، ړندې بمبارۍ یې وکړې، افغانان یې شهیدان او بندیان کړل او افغانستان یې د لمبو خوراک او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دومره وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې د تل لپاره به د انسانیت پر لمن تور داغ وي.

د امریکا شل کلنه تحمیلي جګړه د افغان په خاوره د نویو وحشتونو او ناخوالو پیل و.

په دې خونړۍ جګړه کې هر ډول جنایتونه تر سره شول. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپين‌ږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې شهیدان شول او وروسته بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل شول، چې دا جنایتونه یې څېړل.

موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار وو چي ودونه او ناوې مو هم د ړندو بمباریو ښکار وې. د نشه‌یي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی و. دولت جوړونه په دولت وېشنه، بیارغونه په ویجاړۍ، اقتصادي وده په بې‌کارۍ او له هېواده د کادرونو تېښتې او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هېواد کړی و.

د دې تر څنګ یې ملي يووالی په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه.

امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وکړه.

د براون پوهنتون د جګړې د زیانونو پروژې د څېړنو له مخې، په دې ۲۰ کلنه جګړه کې ۴۷ زره او ۲۴۰ ولسي افغانان شهیدان شول.

د امریکا د دفاع وزارت له قوله، ۲۴۴۲ امریکايي سرتېري او ۳۸۰۰ خصوصي امنیتي قراردادیان پکې ووژل شول او پر دې سربېره د ناټو دغړو هېوادونو ۱۱۴۰ عسکر هم پکې وژل شول.

امریکا افغانستان ته د خپلو ستراتیژیکو او اوږدمهالو سیمه‌ییزو ګټو ترلاسه کولو لپاره راغلې وه او د سپټمبر ۱۱ مې پېښه د افغانستان د اشغال لپاره یوه پلمه او تر ډېره له همدې موخو سره تړلې وه، خو د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو نه هېرېدونکو قربانیو په پایله کې اړ شول، چې ماتې ومني او په شرمېدلي ډول له افغانستان څخه ووځي.

بالاخره د امریکا په مشرۍ ناټو مجبوره شوه، چې افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې پر اتمه له افغانستان څخه وروستۍ امریکايي عسکر ووت او په دې خاوره د امریکا شل کلن حضور پای ته ورسېد او افغانستان یو ځل بیا خپلواک شو.

امریکا افغانستان په داسې میدان پرېښود چې یوه طبقه پکې میلیونران وو او ۷۵ سلنه عام خلک تر غربته پکې رسېدلي وو. په لکونه کورنۍ تباه شوې وې،‌ ۲۰ میلیونه افغانانو سم خوراک ته لاسرسی نه درلود، په میلیونونه خلکو کار نه درلود او په میلیونونو ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ و.‌

د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي اشغال د پيل ۲۳ مې کليزې په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ورځ د هېواد په تاریخ کې توره ورځ یاده کړې او ویلي یې دي: “امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل. زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.”

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې: “خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة”

له شل کلن جهاد وروسته اسلامي امارت بیا ځلي په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې امریکا او د هغوي متحدین مات کړل او هېواد یې د هغوی له نیواک څخه وژغوره.

د پوهنې وزیر د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه غور ته سفر کړی

پوهنې وزارت وایي، مولوي حبیب الله اغا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د غور ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې یې د منبع العلوم دیني مدرسې څخه لیدنه کړي.

مولوي حبیب الله اغا په یاد دارالعلوم کې یوې سترې غونډې ته چې پکې د یاد ولایت ّوهني پوهنې رییس، استادانو، علماوو او د سيمه ييزو ادارو استازو ګډون درلود د خپلو خبرو پر مهال، د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې د پوهنې پر ګټو خبرې کړي.

مولوي حبیب الله اغا په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو چوپړونو پر وړاندې کولو، په ځانګړي ډول هغو محرومو سیمو ته چې ستونزمنې او غرنۍ لارې لري، ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ زموږ د هېواد روښانه راتلونکی د باکيفيته زده کړو له لارې د ځوان نسل په پياوړتيا پورې تړلی دی.

 دغه‌راز نوموړي ژمنه کړې، چې پوهنې وزارت به پخپلو جدي هلو ځلو او د لازياتو ښوونیزو او روزنیزو اسانتياوو برابرولو سره په يادو سيمو کې د پوهنيزو بنسټونو پراختيا او پياوړتیا ته لا دوام ورکړي.

نورو ويناوالو د پوهنې وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، مدارس او ښوونځي يو له مهمو علمي او فرهنګي بنسټونو څخه دي او په هېواد کې یې د ښوونې او روزنې د بنسټونو پراختیا ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې ستاینه کړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۰۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۳۰ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۲۷ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۴ کورنیو سره ټولې۸۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۱۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵ تنه و، شینکۍ ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۴۶ کورنۍ او یو زر او ۴۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۲ کورنۍ او ۵۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۳۳ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۰۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۳۶ عدده

د کانونو او پټرولیم وزیر او د ټاپي پروژې اجراییوي رییس لیدنه؛ د عملي کار پر چټکتیا خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس مراد امانوف، د ترکمن ګاز او ټاپي کمپنیو له تخنیکي ټیمونو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د عملي کار پر چټکتیا، د کمپونو جوړولو، سیمه ییزو خلکو ته د کاري زمینو په رامنځته کېدو، هېوادوالو ته د تحصیلي بورسونو برابرولو، د ګازو د وېش او قېمت، د ځمکو د استملاک د پاتې چارو په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې اجراییوي رییس ته ډاډ ور کړی او ویلي يي دي، موږ چمتو یو چې د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه همکاري وکړو.

ملا هدایت الله بدري: د ملي پروژو په پلي کېدو کې د کانونو او پټرولیم وزارت هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو دی

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د بلخاب ډبرو سکرو کان د لا ښه مدیریت او کیندنې، د کاري زمینو په رامنځته کېدو، لا زیاتې همغږۍ او نورو اړوند موضوعاتو په اړه يې خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ملي پراختیا شرکت رییس ته ډاډ ورکړی، چې د ملي پروژو د پلي کېدو په برخه کې دغه وزارت هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د اسلامي امارت ټول مسولین ځانونه د ولس خادمان بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ له ولسوال مولوي زمان منصوري سره لیدنه کړې.

په د دې لیدنې کې مولوي زمان منصوري د چاه اب ولسوالۍ محلي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې کړي او د تخار ولایت د ټولنیزې، اقتصادي او امنیتي اوضاع په اړه یې هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

مولوي زمان منصوري ویلي، په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د ټینګښت کوښښ کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د ټینګښت په برخه کې د چاه اب ولسوالۍ د مسولینو او مجاهدینو د کړنو او زحمتونو ستاینه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت مسولین چې په هره کچه وي، د خلکو خادمان دي او خلکو ته د خدماتو رسولو کې باید بې غوري ونه کړي.

اهل تشیع مخور او علما: د اسلامي امارت په پرتله بل هېڅ نظام مو غږ نه دی اورېدلی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کور او ښارجوړولو وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم شتون درلود.

یادو علماوو او مخورو په خپلو خبرو کې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې ویلي، د اسلامي امارت په پرتله بل هېڅ نظام د هزاره او شعیه وګړو غږ نه دی اورېدلی.

دوی زیاته کړې، اسلامي امارت له اړتیا سره سم دوی ته د نظر او مشورو شریکولو موقع برابره کړې ده.

د یاد مخورو په وینا، په ټول هېواد کې د اسلامي امارت مسولین له ولسونو سره ښه او مناسب چلند لري او پر لا ډېرو همکاریو یې ټېنګار کړی.

د اهل تشیع مخورو او علماوو ویلي؛ په هېواد کې د اشغال د اغېزو ختمولو په برخه کې د حکومت ترڅنګ علما او ملت هم مسول دی، چې باید په ګډه سره کار وکړي.

دوی په هېواد کې د ملي یووالي د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، له اسلامي امارت سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

دغه‌راز دغو علماوو او مخورو د خپلو یو لړ ستونزو د حل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی د هڅو او همکاریو ستاینه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ ډاډمن دی او حکومت هم هڅه کوي، چې پر وخت د هغوی نظر او مشورې واورې او ستونزو ته یې حل لارې ولټوي.

نوموړي زیاته کړې، امارتي ادارې به د هغوی د ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي او غوښتنو ته به یې رسېدنه وکړي.

هېواد کې د صنعتي پارکونو ستونزو حل لپاره د همکاریو راجلبونې او پراختیا هڅې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د باریکاب صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

د باریکاب صنعتي پارک څخه د لیدنې سفر کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازي، د UNDP استازي، د چین هېواد سفیر، صنعت کارانو، پانګوالو  او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود، چې د صنعتي پارک برېښنا او کانالیزاسیون ستونزې ورسره شریکې شوې.

د باریکاب صنعتي پارک برېښنا او کانالیزاسیون اړوند ستونزو حل برخه کې د UNDP استازي د همکارۍ ژمنه وکړه او د چین سفیر هم د دغه هېواد له لورې د تخنیکي اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه.

د باریکاب صنعتي پارک له لیدنې وروسته د موچي غلام او نوي کابل اړوند ساحې کې د نوي جوړیدونکي صنعتي پارک چې د ښځینه وو لپاره به جوړیږي هم لیدنه وشوه.

د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د کورنیو تولیداتو پراختیا، د پانګوالو ملاتړ او پانګونې پراختیا لپاره د برېښنا پر خدماتو منظم کار کوي، تر څو د اقتصادي پر ځان بسیاینې ته مزل را لنډ شي.