ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 902

د کډوالو له اتشو سره د خلیل الرحمان حقاني انلاین لیدنه؛ د کډوالو پر وضعیت او ستونزو خبرې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني او د دې وزارت یو شمېر رییسانو د اسلام اباد، پیښور، کوټې او په ایران کې د تهران، مشهد او زاهدان د کډوالو اتشو له مسولینو سره انلاین لیدنه کړې.

په دغه انلاین لیدنه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو په عمومي وضعیت، ستونزو او مشکلاتو خبرې شوي.

دغه‌راز د اتشو مسولینو د کډوالو وضعیت، فعالیتونو او کډوالو ته د وړاندې شوو خدماتو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ورکړي او خپلې ستونزې او اړتیاوې یې ورسره شریکې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دوی ته د اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړی او د لوی سفارت او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ سپارښتنې یې ورته کړې دي.

خلیل الرحمان حقاني ویلي، مونږ هڅه کوو، چې په کوربه هېوادونو کې د پاسپورت او پیژندپاڼې اسانتیاوې رامنځته کړو.

دغه‌راز نوموړي یادو مسولینو ته په کارونو کې د چټکتیا او روڼتیا ترڅنګ د اسلامي شریعت او د رسول صلی الله علیه وسلم  د سنت طریقو په پابندۍ ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت کې توپیري چلند ته ځای نشته

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کابینې یو شمېر غړو، د پنجشیر والي او سیمه ییزو مسولینو هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې قومي مشرانو له اسلامي امارت او اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او ویلي یې دي، د نظام د ثبات او ساتنې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د پنجشیر مجاهدینو او مخورو خوښي ښودلې، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د قومونو پر وړاندې دروازې پرانیستې ساتلي او افغانان کولی شي خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه له چارواکو او مسولینو سره شریک کړي.

یادو قومي مشرانو ویلي، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغ او د مخالفت نارې وهي د افغانستان او په ځانګړي توګه د پنجشېر ولایت استازولي نشي کولي او نه یې افغانان مني.

دوی همدا راز زیاته کړې؛ د پنجشیر پر ولسونو هېڅکله ناسم تبلیغات اغېز نه کوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې د نظام پر وړاندې حرکت وکړي.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو په پنجشېر ولایت کې د استنادي دېوالونو، سړک جوړولو، د پخوانیو نیمه پاتې پروژو د بیا پیل او د دغه ولایت د اداري تشکیل د ډېرېدو د غوښتنې ترڅنګ خپلې ستونزې هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ناستې پر دوام د پنجشیر علماوو ویلي، له فتحې سره سم د بیت المال ټول اړوند اموال حکومت ته سپارل شوي او دا مهال په دغه ولایت کې د حکومت او ولس ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پنجشیر علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر د مجاهدینو جهاد خورا ارزښتمن و او اسلامي امارت د قدر په سترګه ورته ګوري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په هېواد کې د غربي اشغال له پایته رسېدو وروسته اسلامي نظام حاکم او افغانستان د خپلواک او پیاوړي اسلامي نظام څښتن دی.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هېڅکله تبعیض او تعصب ته ځای نه ورکوي او د متوازن انکشاف لپاره یې رغنیزې پروژې پیل کړي‌ دي.

سیاسي مرستیال د پنجشیر مشرانو ته په خطاب کې ویلي، اسلامي امارت به د هغوی پر ټولو وړاندېزونو غور وکړي او د اړتیا په صورت کې به یې وړاندېزونه د اسلامي امارت تر زعیم پورې ورسوي.

دغه‌راز د ناستې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزېر نورالدین عزیزي، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د پنجشیر والي حافظ محمد حکیم اغا د پنجشیر د مخورو او علماوو غوښتنو ته د رسیدنې په هکله خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د پنجشیر ولایت د ستونزو حل ته به لا ډېره پاملرنه وکړي.

ایران په اسرائیلو کې پر یو شمېر تاسیساتو توغندیز برید کړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران سپاه پاسدران تېره شپه په تل‌ابیب او د اسرائیلو یو شمېر نورو برخو کې د ۲۰۰ بالستیک او هایپرسونیک توغندیو پر مټ د صهیونیستي رژیم پر تاسیساتو برید کړی.

د ایران سپاه پاسداران وايي، چې اسرائیلو کې یې د لسګونه پوځي اهدافو پر لور توغندي توغولي دي.

یادو ځواکونو ګواښ کړی، چې که اسرائیل ځواب ورکړي بیا به برید پرې وکړي.

تر اوسه د دې برید د کره جزییاتو په اړه څه نه دې ویل شوې، خو سپاه پاسدران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي په بریالیتوب سره د موخې پر ځایونو لګیدلي دي.

ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “د ایران او سیمې د مشروع حقونو، سولې او امنیت ټینګښت په موخه د صهیونیستي رژیم تېریو ته پرېکنده ځواب ورکړل شو.”

بهرنیو چارو وزارت: هېڅوک له هېڅ افغان سره تبعیضي چلند نه‌شي کولای

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا‌ احمد تکل د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هېڅوک له هېڅ افغان سره تبعیضي چلند نه شي کولای.

نوموړي زیاتوي، چې هېواد کې د هر وګړي حقه حقوق خوندي دي.

ښاغلي تکل یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېچاته د افغانستان له خاورې نورو ته د ګواښ اجازه نه ورکوي.

نوموړی وايي: “د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هېواد په ټوله جغرافیه او سرحداتو کنټرول لري؛ هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او یا هم له افغان خاورې تهدیدونه ورته متوجه کړي.”

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په وینا؛ د تېرو درېیو کلونو په جریان کې اسلامي امارت توانېدلی، چې له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ورغوي، تر څو د هېواد د ملي منافعو د تحکیم لپاره او دغه‌راز د افغانستان او سیمې د بیارغونې او رفاه لپاره دغه اړیکې موثرې او ګټورې تمامې شي.

د اترا ادارې، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي شرکتونو ترمنځ د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له لوري د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو.

 د ټي ډي اف لسمې پروژې د درېیم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي شرکتونو ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، مالي او اداري مرستیال مولوي محمد حنیف حمزه، اترا ادارې رییس مولوي سید برات شاه اغا ندیم، افغان ټلیکام او اتصالات مخاتراتي شرکتونو مسولینو او د رسنیو د استازو په شتون کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

 د کنفرانس په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په تېرو درېیو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اف پروژې په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل؛ اوسنی عصر د ټکنالوژۍ عصر دی، د ټکنالوژۍ د حیاتي اهمیت په پام کې نیولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې د هېواد هغو برخو ته چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري مخابراتي اسانتیاوې ور ورسوي.

نوموړي زیاته کړه؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد ډېرې محرومې سیمې له مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو برخمنې کړي.

 ښاغلي حقاني دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل؛ د ټولیز لاسرسی لسمه پروژه چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام څخه منظور شوې او اوس مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د یادو مخابراتي سایټونو پر جوړېدو او همدا راز د ځینو مخابراتي سایټونو پر فعالیدو کار روان دی او له بشپړېدو سره به یې د هېواد ډېر شمېر سیمې او هېوادوال مخابراتي اسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ټي ډي اېف لسمه پروژه چې په درېیو مشخصو لاټونو وېشل شوې، د یادې پروژې د دوه لاټونو قرارداد د ۳۲ میلیونه، ۸۱۴ زره او ۱۳۶ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي او د جوړیدو چارې یې هم پیل شوي، چې ډېر ژر به فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز درېیم لاټ کې چې د هېواد ۱۵ ولایتونه ۱۰۴ ولسوالۍ شاملې دي ۱۴۹ مخابراتي سایټوڼه ورته پلان شوي چې د ۱۳ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۶۸۱ ډالرو په ارزښت د ګټونکو شرکتونو سره د رسینو پر وړاندې د یادو سایټونو د جوړولو قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسولینو او اړونده شرکتونو سره لاسلیک شول.

د داوطلبۍ په پروسه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د درېیم لاټ ۱۱۹ او د واحدې منبعې ۲۵ مخابراتي سایټونه ګټلي او همدا راز د اتصالات مخابراتي شرکت د واحدې منبعې له طریقه د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو او فعالولو ګټونکي اعلان شوي وو، چې د دواړو مخابراتي شرکتونو سره د سایټونو د جوړېدو قرارداد لاسلیک او د سایټونو عملي چارې به هم ورسره پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغې مطبوعاتي کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي شرکتونو مسولینو ته په کلکه لارښوونه وکړه، چې د تړون له اصولو او شرایطو سره سم خپلې چارې ترسره کړي او له قوانینو سرغړونه د منلو وړ نه ده او د غیر قانوني مواردو په لیدو سره به قانوني چلند سره مخ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د محرومو سیمو تر پوښښ لاندې راوستل او همدا راز مخابراتي مارکېټ کې دخدمتونو اوکیفیت ارزونه خپل مسولیت ګڼي او وخت په وخت له مخابراتي مارکېټ څخه څارنه ترسره کوي.

همداراز یاد وزارت د هېواد ټولې هغه محرومې سیمې چې تر دې دمه ورته هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نه وې مهیا شوې لومړی په نښه او بیا یې ورته ۵۱۰ مخابراتي سایټونه د ټي ډي اېف لسمې پروژې او همدا راز د واحدې منبع له لوري منظور کړي، چې اوسمهال په یادو سایټونو عملي کار روان او له بشپړېدو سره به یې د هېواد اکثریت محرومې سیمې له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: د اسلامي نظام بقا او پیاوړتیا د ټولو ګډ مسولیت دی

د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 د دې لیدنې په پیل کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي ولسونو ته خدمت او پر وخت یې ستونزو ته رسېدنه وکړي، ځکه د اسلامي امارت دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې دي.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، د پغمان ولسوالۍ خلک اسلامي امارت ته اخلاص لري او د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښ دي.

دوی دغه راز د پغمان سړک د پخولو، د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت د حل ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړې.

ډاکټر ملا عبدالواسع د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت په خپلو هڅو او د ملت په همکارۍ چارې مخته وړي.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې عمراني کارونه دوام لري او اسلامي امارت د ولسونو د ستونزو حل ته پام کوي.

د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس وویل؛ په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، چې پیاوړتیا او بقا یې د ټولو ګډ مسولیت دی او ټول باید په اتفاق او اتحاد د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو.

 ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې یادو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې وړاندیزونه او ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې اقدام وشي.

مولوي محمد علي جان احمد: د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دولت او ولس ترمنځ واټن له منځه تللی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ سمنګان ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه.

په دغه ولسي غونډه کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني او د سمنګان ولايت د والي ترڅنګ د ولسواليو استازو، قومي مخورو، ځوانان او علماوو برخه اخيستې وه.

د غونډې په پیل کې مفتي تسليم الله حقاني وويل؛ د سمنګان ولسونه دې نن مخامخ خپلې ستونزې د وزارت له پلاوي سره شريکې کړې، ځکه موږ نه غواړو چې ولسونه تکليف شي، وزارت په وزارت وګرځي، بلکې موږ ولايت په ولايت ګرځو ستونزې اورو او د حل په موخه يې له لوړ رتبه مسولينو سره شريکوو.

 ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد وويل؛ د اميرالمؤمين حفظه الله له لوري د عمومي عفوې له مخې په بهر ميشتو افغانانو غږ کوو، چې را ستانه شي د ترحم دروازې يې پرمخ خلاصې دې.

ښاغلي احمد زياته کړه؛ تېره ۲۰ کلنه دوره کې فساد او زورواکي وه، سيستم د نورو په اشاره چليده د خلکو سر، مال او عزت خوندي نه وو، مګر نن اسلامي امارت دا هر څه په نظر کي نيولي.

شيخ حضرت ولي حقاني د خبرو پر مهال وويل؛ نن په هېواد کې د خوشحالۍ او خپلواکۍ رڼا ده، امن دی او هر څوک کولي شي په ډاډه زړه د هېواد په ګوټ ګوټ کې وګرځي.

ښاغلي حقاني زياته کړه، قومونه دې د رب شکر ادا کړي او د دې نظام د لا پياوړتيا لپاره دې له موږ سره تل همکار و اوسي.

د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر ولسونه اتفاق او يووالي ته را وبلل او ويي ویل؛ افغانان چې کله متحد شول نو د دښمن درې لويې امپراطورۍ يې ړنګې کړې او دا د یووالي او اتفاق قوت و چې کاميابي ور په برخه شوه، نو مه پريږدۍ چې بيا د بې اتفاقي په لمبو وسوځو.

قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د اسلامي امارت د ملاتړ سربېره یې کړنې وستايلې او ويي ويل؛ نن له هغه خلکو سره ناسته لرو چې د الله (ج) په نصرت او زموږ د دعاوو په برکت حاکم شوي دا داسې حاکمان دي، چې مونږ د خپل زړه خبره په جرت ورته  کولی شو او دوی يې په پراخه سینه اوري.

دوي په خپلو خبرو کې له نړیوالو د تعامل غوښتونکي شو.