ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 903

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تازه بريدونو کې یې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین وفا خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې ښار په نصیرات کمپ او د بې‌ځایه شویو پر شجاعیه ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

د یاد راپور پر بنسټ، په نصیرات کمپ کې دوه کورونه په نښه او ۱۲ فلسطینیان پکې شهیدان شوي، چې ۷ ماشومان او ۵ ښځې دي.

د دې تر څنګ اسرائیلي اشغالګرو د فلسطیني کډوالو پر شجاعیه ښوونځي هوايي برید کړی، چې ۷ فلسطینیان پکې شهیدان او نور ټپیان شوي دي.

وفا خبري اژانس وايي، چې د غزې په زاړه ښار کې هم یوه ودانۍ په نښه شوې، چې د ماشومانو په ګډون یو شمېر فلسطینیان پکې شهیدان شوي دی.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۱ زره او ۶۱۵ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دې تر څنګ ۹۶ زره او ۳۵۹ نور ټپيان شوي او زرګونه نور د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دره نور ولسوالۍ ته سفر کړی او د یادې ولسوالۍ له مسولینو او ولسونو سره یې د دره نور ولسوالۍ د چاپېریالي ارزښت، ساتل شوو سیمو، طبیعي ځنګلونو، وحشي ژوو او الوتونکو د ارزښت، ساتنې او ښکار د مخنيوي په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د دره نور ولسوالۍ مسولینو او قومي مشرانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس هر کلی کړی او خپلې ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکی کړې.

مولوي مطیع الحق خالص یادو قومي مشرانو ته د دوی د ستونزو او غوښتنو د حل او رسېدنې په موخه په خپله برخه کې د اجرااتو ترسره کولو او نورو برخو کې يې له اړوندو مسولینو ته د رسولو ډاډ څرګند کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۷ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸ تنه و، کابل او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۲۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۵ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۷ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کندهار او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۱۹۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۴ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۶۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۸ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۴۸ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۰۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۹۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې ۷۶۷ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۰۶ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۰۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۸۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه و، کندز، بلخ، تخار، جوزجان او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۳۴۶ کورنۍ او یو زر او ۴۱۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۲۵ کورنۍ او ۱۳۸ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۳۳۷ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال :   ۱۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۹۴ عدده

کورنیو چارو وزارت: د کېندل شویو څاه ګانو سرونه باید په خوندي ډول بند شي

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي؛ د رهبرۍ د پرېکړې او د کورنیو چارو وزیر خلیفه ‌سراج الدین حقاني په لارښوونه، یوه کمېټه جوړه او وه ټاکل شوه تر څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم پلي کېدل په جدي توګه وڅاري چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاه ګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاه ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.

له بده مرغه چې لا هم په هېواد کې، په ځانګړې توګه سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کېږي، چې مخنېوی یې اړین دی.

یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او د سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي.

کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټولو هغه هېوادوالو ته چې د څاه ګانو مالکیت لري؛ خبر ورکړی،  ترڅو ژر تر ژر د څاه ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.

د یاد وزارت په وینا له سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

دا خبرتیا په داسې مهال نشریږي، چې وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څاه ګانو مالکینو د نه پاملرنې په صورت کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ماشومان څاه ګانو ته د لویدو له امله ژوبل او شهیدان شوي دي.

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ ځینو اقتصادي کړنلارو او پالیسیو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د اوبلن ګاز د تاسیساتو جوړولو پر کړنلارې، د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ پر مسودې او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

په غونډه کې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو بدلونونو په نظر کې نیولو سره د اوبلن ګاز د تاسیساتو جوړولو کړنلارې ته د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دې کړنلارې له مخې به د اوبلن ګاز توزیع کوونکي ټول امارتي او خصوصي شرکتونه د ګازو ذخیرې له ښارونو او د ګڼې ګوڼې له ځایونو وباسي او د دغه کړنلارې اړوند به په ټولو معیارونو برابر نوي تاسیسات جوړوي.

همدارنګه په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ د مسودې په اړه هم بحث وشو.

له تفصیلي بحث وروسته د یادې پالیسۍ په اړه د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د روان کال د تلې میاشتې په ۱۵مه به کابل کې د امام ابو حنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شي

ټاکل شوې، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه پلازمېنه کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دې نندارتون کې به پر کورنیو شرکتونو سربیره د منځنۍ او جنوبی اسیا ۳۰۰ شرکتونه ګډون وکړي.

له بل لوري د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونه وايي، چې د یاد نندارتون له لارې به هېواد کې تولید شوي بېلابېل توکي نړیوالو ته په ښه بڼه ور وپېژندل شي او مارکیټ به ورته پیدا شي.

د امام ابوحنیفه په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې به ۵۰ ایراني شرکتونه هم ګډون وکړي.

ایراني چارواکي وايي، چې د خپلو محصولاتو د نندارې ترڅنګ به د صنعت او کانونو په برخه کې پر پانګونه او له افغان لوري سره د تړونونو پر لاسلیکولو ډېر تمرکز وکړي.

له دې وړاندې هم د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه دوه ځلې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون جوړ شوی، چې زرګونه خلکو لیدنه ترې کړې ده.

عامې روغتیا وزارت د زړه نړیواله ورځ ونمانځله

د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو، د روغتیا نړیوالو سازمان استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د ستر وژونکي سبب مخنیوی یاد کړی او د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره یې د حیواني او نباتي غوړو، مالګې او ګاز لرونکو مشروباتو له زیاتې کارونې په ډډه کولو ټینګار کړی.

مولوي عبدالولي حقاني ویلي، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول مسول ډاکټر سمیع الله کریمي د زړه ناروغۍ عمده لاملونه د دځُنیاتو کارول، د وینې لوړ فشار او شکر ناروغۍ درلودل، د فزیکي فعالیت نه شتون او د مالګې او غیر معیاري غوړیو زیات کارول یاد کړي او د دغه ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه یې د ټولنې وګړو ته عامه پوهاوی اړین بللی دی.

بل لور د افغانستان د زړه او وعایوي ناروغیو د ټولنې مشر ډاکټر عبدالواحد صدیقي ګډونوالو ته ویلي؛ زړه د بدن یوه حیاتي برخه ده او یو نارمل انسان چې ۷۰ کیلو وزن ولري زړه یې په ۲۴ ساعتونو کې لس زره لیتره وینه پمپ کوي او ۱۰۰ زره ضربان ترسره کوي، نو د دې لپاره چې یوه سالمه ټولنه، خوشحاله او اوږد مهاله ژوند ولرو اړتیا ده، چې زړه ته ځانګړې پاملرنه وکړو.

په یاده غونډه کې همداراز د روغتیا نړیوال سازمان استازي دلارا مینول او د صدري ابن سینا روغتون رییس ډاکټر فریدون رحماني هم د زړه نړیوالې ورځې اړوند ګډونوالو ته خپلې ویناوې کړې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له لوري کندهار کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پینځه زره او۲۰۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د علماوو شورا رییس مولوي محمد ادریس، د ولسوالۍ قومندان ملا محمد هاشم محمود، د سپین بولدک ولسوال مولوي رحیم الله محمود، یو شمیر نورو مسولینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، اسلامي امارت هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې زموږ هېواد ځان بساینې ته رسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا پروژه د بیت المال په پیسو جوړه شوې او پلي شوي ده، چې تاسو یې باید ښه ساتنه وکړی.

دغه استنادي دیوال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅی، سوزاده خیل، قاضیانو او ګلان کلیو کې جوړ شوی دی.

د یاد استنادي دیوال په بشپړیدو سره رود خپل مسیر ته واړول شو او د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او د استوګني کورونه د سېلابونو او موسمي بارانونو له خطر څخه خوندي شول.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولس سره په ګډه د افغانستان د رغونې او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مجاهدینو په بېلا بېلو برخو کې د ولسونو او مجاهدینو د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د هڅو په یادولو سره ویلي؛ د ولس د قربانیو موخه د اشغال له منځه وړل او د اسلامي نظام واکمني وه، په هېواد کې د شریعت پر حاکمیت خوښ یوو او په هر ډول حالت کې د اسلامي نظام دفاع کوو.

 د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ دغو مجاهدینو د یو لړ ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته وړاندېزونه کړي او اسلامي نظام یې د مجاهدینو د ویاړ سبب بللی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د اسلامي امارت د ټولو چارواکو او مجاهدینو لومړنۍ موخې ترلاسه شوي او اوس به په ګډه د افغانستان د رغونې او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

مولوي عبدالکبیر د ولسونو د ستونزو حل د حکومت مسولیت بللی او زیاته کړې یې ده، د ټولو ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او د پروان ولایت د اوسېدونکو د ستونزو حل ته به اساسي پاملرنه وشي.

اسرائیلي یرغلګرو لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړي

د راپورونو له مخې، اسرائیلي یرغلګرو نن سهار (سې‌شنبه، د اکټوبر په لومړۍ نېټه) د لبنان په سویل کې ځمکني عملیات پيل کړي دي.

صهیونیستي رژیم داسې مهال د لبنان په خاوره کې ځمکني عملیات پیل کړي، چې لا هم د دې هېواد پر بېلابېلو سمیو هوايي بریدونه دوام لري.

اسرائیلي رژیم د بېروت په سویل کې ګڼ ځایونه په نښه کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې د خپلو کورنو د پرېښودو امر کړی.

تازه د لبنان په داودیه ښار کې په یوه کور هوايي برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند پکې بایللی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د لبنان په سویل کې صیدا ښار ته نږدې د فلسطیني کډوالو په ‘عین الحلوه’ کمپ هم برید کړی.

د دې برید له امله ۵ کسانو ژوند بایللی، ګڼ نور ټپیان شوي، زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې او ډېر کسان د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

لبنان کې دا د فلسطیني کډوالو تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک کمپ دی، چې له ۱۳۰ زره زیات فلسطینیان پکې اوسېږي.

له دې سره هم‌مهاله اسرائیلي یرغلګرو د سوریې په دمشق ښار کې هم هوايي برید کړی، چې درېیو کسانو ژوند پکې بایللی.

د سوریې دولتي رسنۍ وايي، چې په دې برید کې ۹ نور کسان ټپيان شوي دي.

د یاد هېواد دولتي تلویزیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دمشق د اسرائیلو په یرغل کې د دوی یوې خبریالې هم ژوند بایللی دی.