ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 904

د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا تولید هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو کنفرانس بهیر کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د زولرستان کمپنۍ او غضنفر ګروپ استازو تر منځ د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شول.

دغه راز د افغانستان برېښنا برېښنا شرکت او د ځواک پاور خصوصي شرکت ترمنځ له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه حرارتي برېښنا تولید پروژې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

یادې پروژې به د کابل سروبي ولسوالۍ کې پلې کیږي، چې ورسره به د برېښنا کمښت ستونزه تر ډیره بریده حل شي.

پر دې سربېره د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ملي شرکت ترمنځ کابل کې صنعتي پارکونو ته څیرمه د ۴۰ مېګاواټه برېښنا تولید هوکړه لیک لاسلیک شو.

په ورته مهال د افغانستان نوې کېدونکې انرژۍ ټولنې او عزیزي بانک ترمنځ هم د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا اړتیا کچې بشپړونې او شته ستونزو حل لپاره د یو منظم پلان له مخې چټک کار کوي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان د انرژۍ په صادراتي هېواد بدل کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو په کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغه کنفرانس ګډونوالو ته چې د کابینې یو شمېر غړي، د افغانستان برېښنا شرکت مسولین، بهرني او افغان پانګوال وو، د وینا پرمهال ویلي، افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د ګڼو زمینو او سرچینو په لرلو سره هڅې کوي چې د انرژۍ په برخه کې پرځان بسیاینې ته ورسیږي او افغانستان د انرژۍ په صادراتي هېواد بدل شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت په انرژۍ او نورو برخو کې پانګوالو ته غوره زمینه برابره کړې، مالیه کمه شوې او ادارې پروسې یې لنډې شوې او لازم ملاتړ ترې کېږي.

نوموړي ویلي؛ اوسمهال د اوبو مدیریت لومړیتوب لري او اسلامي امارت غواړي چې سیمه ييزو پروژو ته د پلې کېدو زمینه برابره کړي او په وینا یې، افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزېټ د اتصال مرکز وګرځي، افغاني تولیدات او توکي به نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

سیاسي مرستیال د هېواد پر بانکي سیستم د خنډونو په لرې کېدو ټېنګار کړی او د افغان شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه یې کړې.

نوموړي د خبرو پر دوام ویلي، اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او هغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د دغه کنفرانس په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د برېښنا شرکت او خصوصي سکتور تر منځ د ۲۴۰ میګاواټه لمریزې او حرارتي برېښنا په برخه کې د همکاریو هوکړه لېکونه لاسلېک شول.

د کابينې اوومه غونډه؛ په ودانيزو چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوومه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه ترسره او د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې پکې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث پکې وشو.

دغه‌راز د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يوه طرحه ترتيب کړي، ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.

په غونډه کې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې پروژې د مسير اړوند ځمکو د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تأیيد شو او پرېکړه وشوه، چې د جوړېدو چارې دې یې پيل شي.

همدا راز د اقینې-اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک اړوند د پلاوي راپور تایيد شو او ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه اقدامات وکړي.

د کابينې په دې غونډه کې د کابل ښار د پراختيا لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوی پلان تایيد شو او پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالي دې د ياد پلان له مخې اجراات وکړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعاء پای ته ورسېده.

کابل منتخب لوبډلې د هېواد هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزو سیالیو اتلولي وګټله

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۶ ولايتونو د ۱۷ لوبډلو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د کابل منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د بلخ، باميان، جوزجان، سرپل، غور، کونړ، کندوز، لوګر، لغمان، ننګرهار، ميدان وردګ، باميان، پروان، هرات، کابل منتخب او کابل الف لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پايلوبه کې کابل منتخب لوبډلې خپلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۲۲ پر ۱۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دې سياليو کې جوزجان لوبډلې بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د یادولو وړ ده، چې دغو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې ۱۸ تنه غوره ورزشکاران د هېواد هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شول.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو ریيس پاينده محمد اختري، د دعوت او ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي، د هنډبال فدراسيون مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ مينوالو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت او ایران هېواد سرحدي مسولینو لیدنه؛ د سرحدونو په ساتنه او د قاچاق پر مخنیوي خبرې شوي

ملي دفاع وزارت وايي، د اسلامي امارت سرحدي مسولینو د ایران له مسولینو سره ناسته وکړه.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې سرحدي لوا قوماندان حاجي محمد رحیم خادم په مشرۍ یوه پلاوي، د نورو استازو او کمیسارانو سره یوځای د ایران له سرحدي مسولینو سره په لیدنه کې د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه د سرحدونو ساتنه او له قاچاق څخه د مخنیوي موضوعات، همدارنګه د سرحدي نښو (خطونو) د رنګولو او ترمیم په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه په راتلونکي کې د لا ښه همغږۍ په موخه دغو ناستو او لیدنو د دوام په هکله هم هوکړه وشوه.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۱ زره او ۶۱۵ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۱ زره او ۶۱۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۶ زره او ۳۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ زرګونه نور تر ویجاړو شویو ودانیو او خاورو لاندې دي.

اسرائیلي یرغلګرو لا هم غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي.

یوازې پرون یکشنبه د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیستي یرغلګرو نن د غزې په شمال کې د ابو جعفر په نوم پر یوه ښوونځي برید کړی، چې دوه کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي. په دې ښوونځي کې هم فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

د دې تر څنګ د مرکزي غزې په دیرالبلاح سیمه کې یو کور په نښه شوی، چې د یوه ماشوم او مېرمنې په ګډون څلور کسان پکې شهیدان شوي دي.

تېر یوه کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تېر ۱۴۰۲ کال د وږي له ۳۱مې نېټې بیا د روان ۱۴۰۳ کال د وږي تر ۳۱مې پورې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۴.۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ تېر کال په هېواد کې یو ډالر ۷۸.۸۶ افغانۍ تبادله کېده، چې اوس مهال په هېواد کې یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ تبادله کېږي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴.۴۰ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه‌راز اقتصادي معاونیت د افغانستان بانک له لوري د معقولو پولي سیاستونو پلي کول، بهرینو هېوادونو ته اسعارو د قاچاق مخنیوی، صادراتي وده، هېواد کې د ملي او سیمه ییزو پروژو پیل، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، روڼتیا رامنځته کېدل او د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزو اړېکو پراختیا د افغانۍ لوړېدو عمده لاملونه بللي دي.

پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسانو ژوند بایللی او ۳۵۹ نور ټپیان شوي

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۵ کسانو ژوند بایللی او ۳۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د لبنان د مرکز بېروت په شمول د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو لا هم د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه دوام لري.

د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتي وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشي بریدونو او تاوتریخوالي له امله نږدې یو میلیون کسان بې‌ځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې شاوخوا ۱۱۸ زره بې‌ځایه شويو کسانو په ۷۷۸ ټاکل شویو ځایونو کې پناه اخیستې، خو ريښتینی شمېر له دې ډېر لوړ دی او زیاتو کسانو له خپلو خپلوانو کره او یا هم په کرایي ځایونو کې پناه اخیستې ده.

ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ (۲۹ سپټمبر) دا بې‌ځایه کېدل د لبنان په تاریخ کې تر ټولو لویه بې‌ځایه کېدنه بللې ده.