ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 905

عامې ورغتیا وزیر د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د ستونزو حل په موخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي یې ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د سیمه ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د دوی د ستونزو حل په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سیمه ییز روغتون ټرینر متخصصینو عامې روغتیا وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د روغتون خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې، چې په کې د ظرفیت لوړېدو په موخه د پروګرامونو برابرېدو، پرسونل ډیروالي او طبي وسایلو غوښتنې شاملې وې.

مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د ټرینر متخصصینو تر وړاندیزونو او غوښتنو اوریدو وروسته له دوۍ مننه کړې، چې په هر ډول حالاتو کې یې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ بېلابېلو برخو کې سلګونه متخصصین تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

همداراز د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي د ختیځ میډیکل کمپلکس څخه لیدنه هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسولینو یې ملتیا کوله د ختیځ میډيکل کمپلکس بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې.

 مولوي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال ویلي؛ د ختیځ میډیکل کمپلکس د پاتې چارو موضوع یې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکه کړې او د هغوۍ له لوري یې ډاډ تر لاسه کړی، چې پاتې چارې به یې نږدې راتلونکي کې پیل شي.

مولوي ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو د فتنګرو مهم غړي نیولي

رد فتنګرو پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو خواکونو تازه عملیات!

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ ځانګړو مجاهدو ځواکونو د فتنګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د (روان ۱۴۰۳لمریز کال سنبلې میاشتې په ۱۲مه) نېټه برید ترسره کړی وو.

دوی په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو او په بامیانو ولایت کې په خارجي سیلانیانو پر برید کې یې هم لاس درلود.

مولوي ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د دې ګروپ پر ضد عملیات په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلي دي.

 د اسلامي امارت ویاند وايي؛ د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم نیولی شوی، چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي. له پټنځای څخه یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسله او مهمات هم ځانګړو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د نوموړي په وینا؛ په تحقیقاتو کې معلومه شوې، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو.

 دغه راز د دې عملیاتو په تعقیب په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

په دوی کې هم یو شمیر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو.

 د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

په افغانستان او هم په نورو هېوادونو کې له دې نوو مراکزو څخه بریدونه سرته رسوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علمای کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د يکشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۴ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي

روغتیا: په تورخم کې ۸۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۱۹۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۷ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۳۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۱۳ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۹۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۱ کورنیو سره ټولې ۵۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۸۶ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۸۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۹ کورنیو سره ټولې ۵۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵ تنه و، کندوز، بلخ، تخار او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۹۰ کورنۍ او ۶۷۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۲ کورنۍ او ۱۰۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۹۵ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۱۳۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۱۲ عدده

اسرائیلو کې لاریونونه؛ یو ځل بیا د بندیانو د خلاصون لپاره په غزه کې د اوربند غوښتنه شوې

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلو کې یو ځل بیا لاریونونو زور اخیستی او ګڼ اسرائیلیان تل‌ابیب کې لارو او کوڅو ته راوتلي.

یادو لاریون کوونکو له اسرائیلي حکومته غوښتي، چې د بندیانو په خوندي خلاصون دې بیا تمرکز وکړي.

دوی وايي، چې له حزب‌الله سره د نوې جګړې د پیل پر ځای دې، د بندیانو د خلاصون لپاره هڅې وشي.

د راپورونو پر بنسټ په یادو لاریونونو کې ګڼو کسانو برخه اخیستې وه.

د ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان برېښنا وزیر ټلیفوني اړیکه؛ د برېښنا په برخه کې پر یو شمېر پروژو خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د ترکمنستان برېښنا او انرژۍ وزیر سپاروف انا ګیلدي  سره  په ټلیفوني اړیکه خبرې کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر د دوو ګاونډیو او دوستو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو پیاوړتیا په پار مننه کړې او د دې همکاریو پر دوام یې ټېنګار کړی.

د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف انا ګیلدي دې ټلیفوني اړیکه کې، د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي او یو شمېر نورو پروژو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړی.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د ترکمنستان هېواد برېښنا وزېر څخه د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژې پرانېست غونډه کې د میلمه پالنې په پار مننه کړې او د دې پروژې په ګډون یې د برېښنا اړوند نورو لېږد، جذب او پراختیايي پروژو چارو چټکتیا او پرمختګونو په اړه معلومات او ډاډ ورکړی.

ډاکټر عبدالباري عمر افغانستان سره د ترکمنستان هېواد اقتصادي، په تېره د برېښنا اړوند برخو کې د همکاریو په پارمننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې ټولې اقتصادي همکارۍ به لا زیاتې پراخې او ډاډمنې شي او د ستونزو پر وخت حل او شریک کول به د دواړو هېوادونو ګډې اقتصادي ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ترکمنستان وزیر سپاروف انا ګیلدي دې ټلیفوني اړیکه کې د دوو ګاونډیو هېوادونو همکارۍ مهمې بللي او د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ته یې عشق اباد ته د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک او غځولو بلنه ورکړې ده.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله وه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله وه او د حاکميت لپاره يې افغانانو بېسارې قربانۍ ورکړې دي.

دوی همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو، د سړکونو او استنادي دېوال جوړولو او په یاده سیمه کې د مخابراتي شبکو د ستونزو حل غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له قومي مشرانو څخه په مننې ویلي، دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ و او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت ته ټول افغان ملت یو برابر دی او له توپیري چلند پرته ټولو افغانانو ته خدمت خپل مسولیت بولي.

نوموړي یادو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د حل په موخه به يې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

د ملا محمد یونس اخوندزاده له لوري بادغیس کې د څه‌باندې ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲.۳ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د ملا محمد یونس اخوندزاده له لورې پرانیستل شوې.

په دې پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والې ملا عبدالصمد جاوید، د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، یو شمیر نورو مسولینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

یاد وزارت زیاتوي، یاد سړک د دې وزارت له بودیجې څخه جوړیږي، چې په اوږدو کې يې د ۴۵۵ مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال، ۲۸ پلچکونو او یو واش جوړول هم شامل دي.

دغه‌راز د یاد سړک د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د یادې سیمې د سلګونو اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د قادس ذخیروي بند د کار له جریان څخه هم لیدنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، ترڅو د دغه بند د جوړولو چارې په سمه توګه او په ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

مولوي عبدالکبیر: نړیوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په المپيک کې د اسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان او پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او یو شمېر نورو مسولینو هم شتون درلود.

په المپيک کې د اسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس افغانستان ته په خپل راتګ خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي؛ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د افغان ټولنې حالت له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې غربي رسنۍ او سیاستوال یې په هکله څرګندونې کوي.

حیدر فرمان زیاته کړې، د افغانستان د لوبو په تړاو یې له ګڼو افغان مسولینو سره مثبتې لیدنې ترسره کړي او هڅه کوي په بېلا بېلو برخو کې له افغان لوبغاړو سره همکارۍ او د تجربو شریکولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي څرګنده کړې؛ افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري او اړتیا ده، چې د افغانستان د لوبو د پراختیا او پرمختګ لپاره نړیوالو اړوندو ادارو ته د راتګ بلنه ورکړل شي، ترڅو وضعیت له نږدې وګوري.

ښاغلي فرمان د خپلو خبرو په پای کې، ورزش له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو لپاره ښه زمینه یاده کړې او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټېنګار کړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغان زلمیان غوره وړتیاوې لري او په تېرو څو میاشتو کې یې ثابته کړې، چې په نړیواله کچه بریاوې ترلاسه کولی شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، نړیوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې او د تجربو شریکولو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي په نړیوالو ډګرونو کې د افغان لوبغاړو فوق العاده وړتیاوو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت د خپلو ورزشي لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ کوي او د ورزشي زمینو زیاتېدو لپاره له اړوندو نړیوالو ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې، اسلامي امارت د ځوان نسل د روزنې او په مناسبو برخو کې د هغوی د بوختیاوو لپاره پلانونه جوړ کړي او په هېواد کې د نشه یي توکو د کښت او کارونې مخنیوي له امله اوس افغان ځوانان له اکثریت ناسمو کړنو راګرځول شوي دي.