د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲.۳ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د ملا محمد یونس اخوندزاده له لورې پرانیستل شوې.
په دې پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والې ملا عبدالصمد جاوید، د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، یو شمیر نورو مسولینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.
یاد وزارت زیاتوي، یاد سړک د دې وزارت له بودیجې څخه جوړیږي، چې په اوږدو کې يې د ۴۵۵ مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال، ۲۸ پلچکونو او یو واش جوړول هم شامل دي.
دغهراز د یاد سړک د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د یادې سیمې د سلګونو اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د قادس ذخیروي بند د کار له جریان څخه هم لیدنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، ترڅو د دغه بند د جوړولو چارې په سمه توګه او په ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

