ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 906

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د چاپېریالي وضعیت د اروزنې په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر کړی.

مولوي مطیع الحق خالص د پچیراګام ولسوالۍ له خلکو سره د تورې بورې او شاو خوا سیمو د طبیعي او معنوي ښکلا، د بارانونو، طوفانو او نورو افاتو مخنيوي او کمښت کې د طبیعي ځنګلونو د اهمیت، د وحشي حیواناتو او الوتونکو د ساتنې او ښکار د مخنيوی په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دي.

 نوموړي ویلي؛ دا سیمه ځانګړي ارزښتونه لري او د سیمې ارزښتونو د ساتنې په خاطر يې د موسساتو او سیلانیانو د جلبولو په موخه کار کړی او هم يې ځینې موسساتو سره خبرې کړي، ترڅو د پاکې انرژۍ برابرولو، د ځنګلونو بیارغولو، بدیل معیشیت پروګرامونو پلي کولو او د وحشي حیواناتو د ساتنې او تقویې پروګرامونه کړي، چې د یادې سیمې د خلکو اقتصادي وضع ښه شې او په طبیعي ځنګلونو او د سیمې په طبیعې ښکلا باندې يې فشار کم شي.

دغه‌راز ښاغلي خالص په خپلو خبرو کې پر نړیوالو غږ کړی، چې د یوه شريک چاپيریال اوسیدونکی یو او تر ډيره افغانستان د چاپېریال په خرابوالي کې ښکیل نه دی، خو د زیانونو سره يې مخ دی چې بايد د دې حق راکړل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ټینګارکړی، چاپېریال یوه بشري موضوع ده او باید د سیاست برخه و نه ګرځول شي.

په ورته وخت کې مولوي مطیع الحق خالص د قومي مشرانو غوښتنې اوریدلي او د خپل مسولیت په برخه کې يې د ترسره کولو او  نورو اړوند مسولینو ته یې د غږ رسولو ډاډ څرګند کړی دی.

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د هېواد بیارغونې په موخه د ولس سره په ګډه کار کوي

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل د ارغندې سیمې له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې کې یادو قومي مشرانو اسلامي امارت ته د هر راز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړی.

دوی د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د لویو او پراختیایي پروژو په پیل لیدو خوښي ښودلې او په ارغندي کې یې هم د ښوونځیو او مدرسو، روغتیایي روغتونونو، د برېښنا وېش او د اوبو لګولو سیستم په برخو کې د پروژو د پلي کېدو غوښتنې کړي.

 ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، په ټول هېواد کې دا مهال د اوبو بندونو او سړکونو جوړولو په ګډون پر لویو پروژو چارې روانې دي او اسلامي امارت دغه ټولې پروژې په داخلي عوایدو پلي کوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ستونزو حل او بیارغونې په برخو کې ملت او امارت سره په ګډه همکار دي او د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره به چارې ترسره کوو.

دغه‌راز د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس د ارغندې سیمې مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به یې اسلامي امارت په غوښتنو او وړاندیزونو غور وکړي.

ملا نورالله نوري د زابل په لویه ولسي غونډه کې؛ افغانستان ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې نړۍ ته نږدې کیږي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې لویه ولسي غونډه جوړه کړې.

په دې لویه ولسي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د شاجوی ولسوالۍ ولسوال خالد اخوندزاده، د زابل ولایت د استخباراتو ریاست اطرافي مدیر غیاث الحق فاروق، د سیمې سلګونه دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د دغې ولسي غونډې په ترڅ کې دیني عالمانو او قومي مشرانو ویلي، د اسلامي امارت قیام زموږ یو لوی ارمان و او استحکام یې زموږ دنده ده.

دوی زیاته کړې، زموږ کورونه د مجاهدینو سنګرونه وو، که اړتیا شي بیا هم دا ډول قربانیو ته چمتو یو.

په دې غونډه کې قومي مخورو د خپلې سیمې د سړکونو د خاموالي، د څښاک د پاکو اوبو نشتون، د روغتیایي روغتونونو کمښت او د مدارسو د پراختیا په برخه کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر څخه یې د حل او پاملرنې غوښتنه کړې.

د ناستې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ زموږ د افغانستان خلګ ۲۰ کاله په اور کې ولوبېدل خو یوه ورځ یې هم نه چا ته سر ټیټ کړ او نه یې هم په خپل دین، مذهب او ناموس سودا وکړه.

ملا نورالله نوري همدا راز زیاته کړې، اسلامي امارت ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې له نړۍ سره اړیکې پراخوي او افغانستان د منځنۍ اسیا د وصل په نقطه بدلېږي.

نوموړي د افغانانو د شتمني په هکله ویلي، د افغانانو شتمني د جمهوریت پر مهال په امریکا کې ساتل کېده له همدې امله د اسلامي امارت له راتګ سره یاده شتمني امریکا کنګل کړه.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت په یوه ټکني حالت کې د افغانستان وضعیت عادي وساته د دې پر ځای چې ادارې فلج شوې وی، ولسونه له فقر او لوږې سره مخ شوي وی برعکس یې پرمختګ وکړ او په هېواد کې د بیا رغونې، اقتصاد، ښوونې، سیاسي تعاملاتو، امنیت او ملي وحدت په برخه کې فعالیتونه ترسره شول او د پام وړ لاسته راوړنې یې ودرولودې.

مولوي امير خان متقي د کورش نړيوال فدراسيون له ریيس او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د کورش نړيوال فدارسيون او د اسيا المپيک د ورزشي چارو له رییس حيدر فرمان سره لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ورزش ادارې رهبري او له فرمان حيدر سره راغلي پلاوي هم شتون درلود.

په پيل کې ښاغلي متقي ياد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی، د هېواد د ورزش پر اوسني وضعيت يې خبرې کړې او خوښي يې ښودلې، چې د افغانستان ورزش په دې وروستيو کلنو کې د پخوا په پرتله د امن او ښه وضعيت له برکته ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

نوموړي له یاد پلاوي غوښتي، چې د افغانستان وضعيت په خپلو سترګو وګوري او حقايق یې له نړۍ او نړیوالو سره شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز له نړيوالې المپيک کمېټې او نورو ورزشي ادارو هم غوښتي، چې د افغانستان وضعيت له نږدې وګوري او د حقايقو له ليدو وروسته دې پرېکړه وکړي.

د دې تر څنګ ښاغلي حيدر فرمان ویلي؛ دا يې څلورم ځل دی، چې افغانستان ته راځي؛ خو دا ځل تر ټولو ډېر ځان مطمئن او خوندي احساسوي.

نوموړي زیاته کړې: “د افغانستان په اړه موږ ته ډېر ناسم انځور راکړل شوی و، خو اوس موږ حالات له نږدې وکتل؛ د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی، په دې وروستيو کې د افغانستان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې درلودې، چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان حکومت د ورزش تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ يې کوي.”

د ښاغلي فرمان په وینا؛ د افغانستان حکومت سپورټ پاليسي او ورزش ته بايد نوره توجه هم ډېره کړي او له دې لارې له نړۍ سره اړيکې پياوړې کړي، ځکه په دې برخه کې هيڅ خنډ موجود نه دی.

دغه‌راز افغانستان اوس د اسيايي لوبو کوربتوب کولای شي او دا کار ګټور دی.

ښاغلي فرمان ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ورزش ریښتينی انځور او اوسنی حالت به له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي.

کرېکټ؛ له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ځای او نېټه په ډاګه شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ افغان کرېکټ ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي، چې د افغانستان په کوربه به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به د متحده عربي اماراتو پر شارجه کرېکټ لوبغالي ترسره شي، چې د ۲۰۲۵ز کال د چمپین یا اتلانو جام د بشپړ چمتووالي په موخه به د افغان ملي لوبډلې لپاره یو ښه تیاری واوسي.

باید وویل شي چې پتېل شوې وه چې افغان ملي لوبډله د روان ۲۰۲۴ز کال په جولای او اګست میاشتو کې د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ، درې نړیوالې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي، خو د دواړو بورډونو د مسولینو په سلا مشوره او د ګرمې هوا له امله پر ټاکلي وخت ترسره نه شوې، چې له منځه یې د اوسمهال لپاره درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د چمپین ټرافي یا اتلانو جام د چمتووالي لپاره، چې د ۲۰۲۵ز کال په فبروري میاشت کې به په پاکستان کې پیل شي؛ په نومبر میاشت کې تنظیم شوې دي.

سربېره پر دې په پام کې ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د چمپین ټرافي یا اتلانو جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه دغه راز د روان کال په دسمبر میاشت کې زمبابوې سره بشپړه لوبلړۍ (ټېسټ، نړیوالې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې) ترسره کړي او همدارنګه د ۲۰۲۵ز کال په پیل کې هم له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د ترسراوي په موخه خبرې اترې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي؛ د افغانستان پر مهال د ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه په دې اړه خوښي وښوده او په وینا یې، افغان لوبډله باید د اتلانو جام لپاره بشپړه چمتو واوسي چې د پلان له مخې ورته په پرله پسې ډول لوبلړۍ تنظیم شوې دي چې له منځه یې ډېر تمرکز پر نړیوالو یو ورځنیو سیالیو دی، ترڅو د ۲۰ اوریزې بڼې ترڅنګ په یاده بڼه کې هم خپله وړتیا په ډاګه کړي چې یوه ښه بېلګه یې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبلړۍ بریا ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۵ هـ ق نېټه ۱۴۰۳/۷/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۱۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره ټولې ۸۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۷۲ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۶۰ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۳۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۲۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۳۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۵ کورنیو سره ټولې ۶۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۶۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کندز، بلخ، او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۹۵ کورنۍ او ۵۹۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۳ کورنۍ او ۱۰۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۶۹ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۸۷ عدده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي او مل پلاوي د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي شبير احمد عثماني لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د  یاد وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستی، د افغانستان ملی راډیو تلویزیون ریيس قاري محمد یوسف احمدي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د لاسته راوړنو، کړنو ستونزو او ننګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي.

 مولوي شبير احمد عثماني ویلي، اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو سره ډېرې ښې اړیکې لري او خوست کې زيات شمېر غږيزې او انځوريزې رسنۍ د افغانستان اسلامي امارت د پاليسۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هغوی خپرونو او نشراتو په معياري کولو باندې مو کار روان کړی دی.

نوموړي زياته کړې؛ د ليکوالانو او شاعرانو لپاره مو بيلا بيل پروګرامونه برابر کړي او هم د ځوانانو لپاره مو وړيا ښوونیز مرکز پرانيستی دی، چې سلګونه زده کوونکي د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخو کې په زده کړو بوخت دي.

د خوست اطلاعاتو اوکلتور رییس ویلي، د دې ترڅنګ هر ورځ سلګونه ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي او هم د خوست ملي موزيم او ملي نګارستان څخه ليدنه کوي.

مولوي شبير احمد عثماني همدا راز زیاته کړې، په نږدې راتلونکې کې د ژورې تاريخي او جهادي سيمې ته د زر کسيز درې ورځني سفر پلان لرو، چې د ټول هېواد اطلاعاتو او کلتور ريیسانو ترڅنګ به د ټول هېواد څخه ميلمانه او مخکيني مجاهدين پکې شتون ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال، د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، قاري سعید خوستي او د افغانستان ملی راډیو تلویزیون ریيس قاري محمد یوسف احمدي د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې ستايلي او زياته کړې یې ده، چې په ټولو برخو کې به د ياد رياست سره اوږه په اوږه کار وکړي او غوښتنې او وړانديزونه به يې د وزارت له رهبرۍ سره شريکې شي.

د UNFPA سازمان له مشر سره د عامې روغتیا وزیر لیدنه؛ په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د دې سازمان له جینوا څخه راغلې استازې شوکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونې، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو او نور موضوعاتو خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په ظرفیت لوړونې، د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتنه کړې.

مولوي نورجلال جلالي د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب یاد کړی او ویلي يې دي؛ په دې برخې کې به دوامداره هڅې کوي، ترڅو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له چارواکو سره له همکارۍ پرته بله حللاره نشته

د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو سازمان سرمشریزې ۷۹یمې ناستې په څنډه کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان مسلې د هواري لپاره خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار لري، چې له متقابل درناوي او د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره له خبرو پرته بله لاره شتون نه لري.

د اسلامي امارت مسولین له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې د ثبات په پیاوړتیا کې ګټور بولي او د دغې څلور اړخیزې ناستې له پایلې څخه هرکلی کوي.

له بلې خوا د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي، چې د سیمې امنیت لپاره باید له افغانانو سره همکاري وشي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په ۷۹یمه ناسته کې پخپلو څرګندونو کې ویلي، چې نړۍ باید افغانستان کې د بشري موضوعاتو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې: “مهم ټکی د امنیت تضمین او د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې همکاري او له افغانانو څخه ملاتړ دی. په سیمه کې د امنیت د ټیکاو لپاره باید له افغانانو سره په اقتصادي بیارغاونه او بشري برخو کې مرستې وشي. د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې همکاري د سیمې د امنیتي ټیکاو لپاره یو له ګټورو لاملونو څخه بلل کېږي.”

یو شمیر کارپوهان هم په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.

له دې وړاندې هم د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف افغانستان له مرکزي اسیا څخه نه بېلېدونکی هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې د ثبات او سیمې د تلپاتې پراختیا کیلي د افغانستان د مسلې په حل کې پرته ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزير او هرات ولایت د رسنیو مسولینو لیدنه؛ د رسنیو په ستونزو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه هرات ولايت ته د سفر په لړ کې د خبريالانو او رسنيو له مسولينو سره د ليدنې په ترڅ کې د دوی بېلابېلې ستونزې اوریدلي او د حل کولو ډاډ يې ورکړی دی.

 ملا خیرالله خیرخواه د رسنيو د اقتصادي ستونزو په اړه ویلي؛ د هرات د رسنيو مسولین او خبريالان دې خپل يو تن استازی وټاکي، چې دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره تعقیب او په ګډه ورته د حل لار پيدا کړي.

 ښاغلي خيرخواه د هرات د رسنيو له مسولینو او خبريالانو غوښتي، چې په بېلابيلو برخو کې د هېواد د پرمختګونو په اړه فعاليت ترسره کړي.

 د رسنيو مسولینو او خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي او د مالي ملاتړ برخو کې د اسانتياو رامنځته کولو باندې ټينګار کړی.

 هرات کې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې غړي شميل احمد مشعل ویلي؛ هرات کې نسبت نورو ولايتونو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت بهتر دی، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي، چې مخابراتو وزارت ته د رسنيو د فريکونسي قيمتونو د کمولو برخه کې جدي توجه وکړي.

 د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمد اللّٰه متقي ویلي؛ د رسنيو او خبريالانو ستونزو ته به رسېدنه کېږي او د رسنيو د ستونزو په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

 د يادونې وړ ده، چې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ لويديځه حوزه کې شاوخوا ۶۵ تصويري، غږيزې او چاپي رسنۍ فعاليت کوي.