ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 907

څلورو کورنیو شرکتونو ته اسلامي مالي ملاتړ منظور شو

کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د کرنیزې پرمختیایي وجهي صندوق مالي کمېټې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ غونډه کې څلورو کورنیو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړه.

دغه غونډه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد، د مالیې وزارت د ملي زېرمو رییس نصرت الله محمود، د کرنیزې پرمختیایي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د اړوندو برخو رییسانو په شتون کې د یاد صندوق په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې د صندوق مسولینو د څلورو هغو کورنیو شرکتونو، چې د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د اسلامي تمویل په توګه د مرابحې بیعې غوښتنه کړې وه، د کار او فعالیت په اړه خپله د ارزونو پایله کمېټې ته وړاندې کړه، چې پرې تر بحث او خبرو وروسته، دغو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړل شوه.

په اوس وخت کې یاد کورني شرکتونه د پنبو تولید، پروسس او صادراتو، د چرګانو روزنې او د چرګانو غوښې تولید، د کیمیاوي سرې وارداتو او په هېواد کې دننه د اوړو د تولید او پروسس برخو کې فعالیت کوي، او کاري کیفیت یې هم لوړ دی.

همدارنګه په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد بزګرانو ته د لا اغېزمنو او زیاتو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

روان کال د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له ‘رایبر’ خبري اژانس سره پخپله تازه مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګريزې اړیکې زیاتې شوې او اوس‌مهال د دواړو هېوادنو ترمنځ د سواګرۍ کچه ۳۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په کور دننه د داعش پر وړاندې سخته مبارزه شوې او ټول پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي د نشه‌يي توکو له منځه وړل د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د درېیو کلونو په موده کې شاوخو ۱.۵ سوه زره په نشه‌يي توکو روږدي تداوي کړي دي.

له دې سره هم‌مهاله د روسیې د بهرنېو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي له څلور اړخیزې ناستې وروسته دې پایلې ته رسیدلي، چې افغانستان کې له خبرو او د اسلامي امارت له چارواکو سره له همکارۍ پرته هېڅ حللاره شتون نه لري.

شیخ محمد خالد الحنفي: د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده ده

 د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رییس ډاکټر محمد سعيد الیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي توشیح شوي قانون پر وضاحت او خپل منځي همکاریو هر اړخیزې خبرې کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر، چې د ټولو مسلمانانو دیني وجيبه ده، د یادې کړنې د لا ښه ترسراوي په موخه (د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نوی توشیح شوی) قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی دی.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړې، د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده او د افغاني ټولنې غوښتنه ده او په یاده برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي همداراز ډاکټر محمد سعيد الیاش ته ډاډ ورکړی، چې له یاد سازمان سره بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی او له هغوی هم غوښتنه کړې، ترڅو خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ډاکټر محمد سعيد الیاش د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه یې مثبت او د ستایلو وړ بللي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام اړینه او اساسي دنده بللې او د ټولنې په اصلاح کې یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر رول مثبت او ارزښتمن ارزولی دی.

په پای کې ډاکټر محمد سعيد الیاش د دې ناستې په جوړېدا خوښي ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت سره به د تېر په څېر خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال فیلیپ، د ياد سازمان ښوونکو نوحا او کالب سره د یاد وزارت کارکوونکو ته د ګرځندوی او هوټلدارۍ د مهارت او ظرفیت لوړونې درسونو پيل کولو په موخه لیدنه کړې.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان سره د شوې هوکړې له مخې سر له سبا څخه د ياد سازمان ښوونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې کارکوونکو ته په همدې برخه کې د درې اونيو لپاره ښوونيزه دوره پيلوي.

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د ښوونيز پروګرام تطبيق کولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ له نورو هېوادونو څخه د ښوونيزو پروګرامونو د تطبیق په موخه راتلل د پياوړي همت ښکارندويي کوي، افغانان هم له زده کړو سره ډيره ليوالتيا لري، دوی ميلمه پاله خلک دي، په همدې اساس د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې زده کړې ورته ځانګړی اهميت لري او هرکلی يې کوي.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د سيلانيانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه غواړي د ګرځندوی انسټيټيوټ ته پراختيا ورکړي.

ښاغلي جمال ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکميت سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت ټينګ شوی دی، د PTS نړیوال ښوونيز سازمان غړو ته بلنه ورکوو، چې د تجربې د ترلاسه کولو په موخه افغانستان کې له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي، افغانستان کې د بهرنيو سيلانيانو د ليدنې لپاره مناسب تفريحي، تاريخي او د ليدو وړ ځايونه شته، سيلانيان کولی شي، چې د افغانستان له طبيعي منظرو څخه په ارامه زړه خوند واخلي.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو مرستيال فیلیپ په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ښوونيزه برخه کې کار کوو، چې دا تجربوي بڼه لري، راتلونکي کې به هم خپلو ښوونيزو پروګرامونو ته ادامه ورکوو، تر دې ښوونيزې دورې وروسته به ستاسو نظريات او وړانديزونه ځان سره واخلو او راتلونکي کې به لا غوره خدمات وړاندې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د PTS نړیوال ښوونيز سازمان هڅه کوي، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي بهرنيو هېوادونو ته د عملي او نظري زده کړو په موخه دعوت کړي، تر څو د ګرځندوی او هوټلدارۍ اړوندې تجربې ورسره شريکې کړي.

فیليپ ویلي؛ مونږ دلته يواځې د تدريس په موخه نه يو راغلي، بلکې دلته له هغه څه چې ګورو يې او ورسره مخ کېږو زده کړه کوو، لکه د افغانانو ميلمه پالنه، نيک چلند او همکاري چې له دې څخه په نورو هېوادونو کې د تدريس پرمهال يادونه کوو.

د فيليپ په وینا، افغانستان کې د کاري دورې په ختمېدو او له دې ځايه په ستنېدو به د دې ځای خاطرې او تجربې په ليکلې بڼه ترتيب کيږي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره به شريکيږي.

د يادونې وړ ده، چې  (PINNACLE TEACHING SOLUTION)  يو نړيوال تعليمي سازمان دی، چې د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې د دولتي ادارو او شرکتونو د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیت لوړولو برخه کې فعاليت کوي.

غزني کې د کامل کانال د رغولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ کامل کانال چې د سلطان بند له لویو کانالونو څخه ګڼل کېږي، د یاد کانال د رغولو چارې د غزني والي حافظ محمد امین عمري، د غزني ولاړو اوبو فرعي سییندیزې حوزې رییس مولوي محمد شفیق منصور عمر، د دې ولایت د اقتصاد رییس مولوي نادرشاه شریف، د یادې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې.

دغه کانال چې شاوخوا ۱۵ کېلو متره اوږدوالی لري، چې په دې اوږدوالي کې یې یو زر او ۱۸۰ متره په اوږدو سره د اېف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د یادې سیندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې د ۱۰۶ زرو ۲۴۴ ډالرو په لګښت جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به زر هکتاره ځمکه له سلطان بند څخه خړوبه شي او ورسره به ۱۲ پلچکونه او ۱۵ هایدرولېکي دروازې به هم جوړې شي.

همدارنګه د دې کانال د رغولو په چارو کې به ۴۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

روزګان کې د اغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه

روزګان ولایت کې د اغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه.

دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د روزګان والي مولانا عنایت الله شجاع، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ‌ډاکټر فاروق اعظم، د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د روزګان ولایت ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه او د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، د زراعت او د اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام وباله.

په همدې حال کې د اوبو او انرژي وزیر د اغاجان بند پروژې په پرانیست غونډه کې څرګنده کړه، چې سربېره پر دې پروژې، په نږدې راتلونکي کې به درې نورې پروژې هم چې د سولري برېښنا تولید، د کجکي له بند څخه د بریښنا د لین لېږد او د شفلوغ بند جوړول پکې شامل دي، په روزګان ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لورې پیل شي.

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم اوبه د الله تعالی بې بدیله نعمت وبله او ټینګار یې وکړ چې اوبه په اوسنیو حالاتو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.

د یادونې وړ ده، چې په روزګان ولایت کې د اغاجان بند پروژه د اوبو مدیریت، د زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي،  چې دغه بند د څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعبه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې اووه زره هکتاره زراعتي ځمکه به د خړوبولو لاندې ونیسي.

د لوګر او پکتيکا ولايتونو په مسیر د ډيورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د پرتو ولسواليو ارزونه شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي؛ د سرحدي بررسۍ معینیت اړوند د سرحدي پلټنو رییس مولوي غلام صديق سباوون په مشرۍ د سرحدي کارپوهانو يو ګډ پلاوي لوګر او پکتيکا ولايتونو ته د ډيورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د څېرمه ولسواليو د ارزونې په موخه سفر کړی.

یاد پلاوي لومړی د لوګر له والي، اړوند مسولينو او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له رییس سره لیدنه کړې او د ځینو ولسوالیو د پلټنې په هکله یې سره مشورې کړې دي.

وروسته یاد پلاوي د لوګر ولايت ازرې ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یې د ۴.۷۵ کيلو مټرو په امتداد د ډيورنډ فرضي کرښې ارزونه او پلټنه کړې.

د ازرې ولسوالۍ له پلټنې وروسته یاد پلاوي پکتيکا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي او ځایي مسولینو سره هم لیدنه کړې او د دغه ولایت د ګيانې ولسوالۍ په اوږدو کې ۷.۷۰۲ کيلو متره، د برمل ولسوالۍ ۶۵.۱۵۶ کيلومتره، ګومل ولسوالي ۵۲.۷۹ کيلومتره، وړممۍ ولسوالي ۱۱۲.۹۸ کيلو متره او له تروې ولسوالي سره د ۷۰.۹۹۷ کیلومتره په اوږدوالي د ډیورنډ فرضي کرښه څارنه او د بررسي پر مهال یې د ټاکل شویو نقطو له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد ریاست مسولینو د بدخشان ولایت واخان، د کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو مختلفو ولسوالیو ته سفرونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه څارنه او پلټنه ترسره شوې وه.

همدارنګه یادو مسولینو څه موده وړاندې ایران ته هم سفر ترسره کړی و، چې پرمهال یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي پولو د خوندیتوب په اړه خبرې اترې شوې وې.  

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره له شریکو پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څخه نظارت او څارنه وکړي ترڅو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوه اړخیز ثبات ټینګ وي او ولسونه په سوله او اخوت کې ژوند وکړي.