ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 908

په وزارتونو او امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د اسانتیا د برابرولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان!

بسم الله الرحمن الرحیم

په وزارتونو او امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د آسانتیا د برابرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

 ګڼه: ۴۱

نېټه: ۷/۱۱/۱۴۴۴ هـ.ق مطابق: ۶/۳/۱۴۰۲ هـ.ش

عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی الله علیه وسلم، أتی معاویة فدخل علیه، فقال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ” مَنْ وَلَيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا” (أخرجه أحمد)

ژباړه: ابو الشماخ الأزدي رحمه الله تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي رضی الله عنه دی روایت کوي چې هغه معاویه رضی الله عنه ته ورغی او ورته ویې ویل، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بیا یې خپله دروازه د مسکین، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله الله تعالی به د هغه د حاجت او فقر پر مهال د خپل رحمت دروازې وتړي، داسې مهال چې هغه به د الله تعالی رحمت ته تر هر وخت ډېره اړتیا لري.

 و في روایة الترمذي: فجعل معاویة رجلا علی حوائج الناس.

 ژباړه: نو له دې وجې څخه معاویة رضی الله تعالی عنه د خلکو د حوائجو پوره کولو لپاره یو کس مؤظف کړ.

د پورتینو روایتونو له مخې، لاندې مراتب منظوروم:

 لومړۍ ماده:  د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، سترې محکمې، محکمو، ولایتونو، ولایتي ریاستونو، امنیه قومندانیو، ولسوالیو او د نورو امارتي ادارو مسولین مکلف دي، چې اړوندو وزارتوو او ادارو ته د مراجعینو د منلو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په مستقیم ډول خپلې ستونزې مسوولینو ته وړاندې کړي.

 دویمه ماده:

۱: که چېرې د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسوولین د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله، و نه‌کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزې یې واوري، نو خپل یو استازی دې له مراجعینو سره د کتنې او د هغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره توظیف کړي.

 ۲:  د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسولین مکلف دي، چې ډېر ژر د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.

 درېیمه ماده:  دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

 والسلام

امیرالمؤمنین شېخ القرآن و الحدیث

مولوي هبت الله اخندازده حفظه‌الله

د کانونو او پټرولیم وزیر مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د انرژۍ اړوند بېلابېلو ناستو کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي د روسیې فدراسیون ته د سفر په دویمه ورځ مسکو کې د انرژۍ اړوند اقلیم ته د زیان اړونې پرته د هایدروکابوني انرژۍ تولید، د انرژۍ په سکټور کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا، د سیمه ایزې انرژۍ د همکارۍ امکانات او د روسیې انرژۍ د پانګونې نوې دورې په ناستو کې ګډون او بحث وکړ.

یاد وزارت زیاتوي ښاغلي بدري د روسیې فدراسیون د انرژۍ وزیر سیرګي تسویلوف سره دوه اړخیزه ناسته وکړه، چې په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وشوې.

 سیرګي تسیویلوف د افغانانو د ظرفیت لوړونې او د افغانستان په اړه پخواني جیولوجیکي او جیوفزیکي برخه کې د روسیي متخصصیونو ډیټا او معلومات افغانستان ته د سپارلو ډاډ ورکړ.

 د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو ناستو په څنډه کې د ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید کمپنۍ له مشر سره ناسته کړې او یادې کمپنۍ ته یې په افغانستان کې له ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا تولید لپاره بلنه ورکړه.

عامې روغتیا وزیر کونړ کې د څه باندې پینځه میلیونه افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز پرانیست

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په موڼي سیمه کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه بنسټیز روغتیايي مرکز پرانیستل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د عامې روغتیا وزارت  یو شمېر مرکزي رییسانو، د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني، د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر خان مخلص، د تمویل کوونکې روغتیایي شبکې رییس ډاکټر محمد نسیم نعیم، قومي مشرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر یاده سیمه کې د دې روغتیایي مرکز جوړېدو ته په اشارې ویلي، د ابادۍ په لور یو قدم مختګ ستره لاس ته راوړنه ده او باید شکر یې ادا شي.

مولوي نور جلال جلالي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مشرانو په ملاتړ او سپارښتنه یې هڅه پیل کړې، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د ولسوالۍ سطحې روغتونونه جوړ او روغتیايي سیستم پیاوړی کړو، څو روغتیایي خدماتو ته د ولسونو لاس رسی زیات، په مرکزي روغتونونو  کې د ناروغانو شمېر راکم او روغتیايي سیستم معیاري او په دې برخه کې عصري کېدو ته زمینه برابره شي.

بل لور د کونړ ځایي اوسېدونکو، قومي مشرانو او مسولینو له عامې روغتیا وزارت څخه مننه کړې، چې روغتیایي برخه کې یې د دوۍ ستونزو ته په پاملرنې یو مجهز روغتیایي مرکز تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.

‏ هلمند کې د ۱۷۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نهه ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت وایي؛ د یو همکار بنسټ په ملاتړ به د هلمند ولایت په مارجې، ګرشک، باباجي، ناوې، خانشین، دیشو، بهرامچې، ګرمسیر او نهرسراج ولسوالیو کې یو – یو معیاري ښوونځی په اساسي ډول جوړ کړي.

د يادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، چې د یاد ولايت په مارجې ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د هلمند ولايت مقام د دفتر ریيس ملا عبدالرحمن حذيفه، د پوهنې ریيس مولوي محمد عوض انصاري او د سيمه ييزو ادارو يو شمېر مسولينو ګډون درلود.

یادو مسولینو د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې د پوهنې پر ارزښت خبرې کړې او له خلکو يې غوښتي، چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځيو ته د علومو د زده کړې لپاره واستوي.

له بلې خوا د سیمې خلکو هم په هېواد کې د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا په ځانګړي ډول د هېواد په محرومو سیمو کې د پوهنې وزارت د هڅو ستاینه کړې ده.

د افغان فولاد اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویمې برخې چارې د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې

د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو کارخونې د دویمې برخې چارې د ۳۰ ميليون ډالرو په ارزښت پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزیزي، د هرات د والي شيخ مولانا نور احمد اسلامجار او سوداګرو ګډون ګړی و.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو کارخونې رییس حيات الله نظري ویلي؛ د کارخونې د اولې برخې کارونه څه موده وړاندې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سرته رسيدلي و، چې ۵۰۰ تنه پکښې په کار بوخت دي او هره ورځ ۳۰۰ ټنه ګاډر په نړيوال کيفيت پکښې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دویمې برخې د کارونو په سرته رسېدو به چې ۳۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي، زر تنه نور به هم په کار وګمارل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه غونډې ته د وينا پر مهال ویلي؛ په هرات کې د صنعتي کارخونو په جوړېدو سره په ټول هېواد کې سوداګرو ته د سرمايه ګذارۍ انګېزه ورکول کېږي.

 ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ په هېواد کې ورځ تر بلې اقتصادي ستونزې کمېږي، ملت او دولت بايد لاس يو کړي، چې ټولې ستونزې حل شي، اسلامي امارت به د هغه توکو په واردولو بندیز ولګوي، کوم چې په هېواد کې توليديږي.

 همدا راز غونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزير، د هرات والي او نورو ګډونوالو هم په خپل نوبت سره ويناوې کړي، دوی په هېواد کې د سرمايه ګذارۍ عوامل امنيت او دې برخه کې اسانتياوې رامنځته کېدل بللي دي.

میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۹۲ زره ډالرو په ارزښت د اوبو کانال جوړولو چارې پيل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وایي، د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یو زر او ۱۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد کانال د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د میدان وردګ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ٩١ زره ۶۷۵ ډالرو په لګښت جوړېږي، چې زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د میدان وردګ سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم، د ولایت مقام د دفتر ریيس مفتي ضابط حارث، د اقتصاد ریيس مولوي عبدالحکيم حامد، د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي او ګڼ شمېر سیمه اییزو خلکو ګډون کړی وو.

یادو مسولینو دغه شان پروژې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اغیزمنې بللي او ویلي يې دي، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ګڼ شمېر لویې او وړې پروژې پلي شوي، چې زرګونه خلک پکې په کار بوخت دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي په تنګي دره کې د استنادي دېوال د جوړېدو لویې پروژې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه ناسته؛ د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د خبرو او اړیکو پرته بله لار نشته

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان  دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشريزې په څنډه کې د افغانستان په اړه ناسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده ناسته کې دغه هېوادونه دې پاېلي ته رسېدلي، چې د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو او اړیکو پرته بله لاره شتون نه لري.

اسلامي امارت د روسيې، چین، پاکستان او ایران هېوادونو د هغه مثبت دریځ تایید او هر کلی کړی، چې د اسلامي امارت سره یې خبرې او ساسي ډیالوګ یواځینۍ حل لاره بللې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د روسیې، چین، پاکستان او ایران هېوادونو د هغه مثبت دريځ هرکلی کړی، چې له اسلامي امارت سره یې خبرې او اړیکې یواځینۍ حل لار بللې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ حقیقت هم دا دی چې، د هېوادونو ترمنځ خبرې او سیاسي ډیالوک د مثبتو سیاسي تعاملاتو لپاره لاره جوړوي.

نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت د خبرو اترو له لارې په رغنده سیاسي تعاملاتو بارو لري.

د ښاغلي فطرت په وینا؛ لکه څه ډول چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې لري، د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.

د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشريزې په ترڅ کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو ناسته د افغانستان د وضعیت او د سیمه ییزو همکاریو لپاره مهمه پاملرنه ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه څلور اړخیزه ناسته د ایران په غوښتنه جوړه شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۱ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۴۰ افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۴۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۱۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۱۹۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۲۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۶۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۷ کورنیو سره ټولې ۶۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۰ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۶۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۷۳ کورنۍ او یو زر او ۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۳ کورنۍ او ۱۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۶۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۳۰ عدده

عامې روغتیا وزیر د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه کونړ ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پیج درې اړوند د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، مل پلاوي چې او د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر خان مخلص هم شتون درلود، چې د پیج درې، ماڼوګي ولسوالۍ روغتون بېلا بېلې څانګو څخه یې له نږدې لیدنه کړې.

مولوي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال د شته نیمګړتیاوو حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسولینو ته اړینې سپارښتنې کړي او هم یې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو ټنینګار کړې ده.

ورته مهال ښاغلي جلالي د یادې ولسوالۍ مشرانو سره  ناسته ترسره کړې او د هغوی د روغتیایي وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته یې یو شمېر برخو کې د د حل ډاډ څرګند کړی دی.

د کرنې وزیر او د بنګله‌دېش هېواد سوداګرو لیدنه؛ د لمریز سیستم له لارې د اوبولګولو په برخه کې په پانګونه خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د بنګله‌دېش هېواد له یو شمېر هغو سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه کړې، چې د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې لېوالتیا لري.

په دې لیدنه کې په کرنه، مالدارۍ او د لمریز سیستم له لارې د اوبولګولو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

بنګله‌دېشي پانګه‌والو خپله لېوالتیا د مالدارۍ، کرنې او د لمیز سیسټم له لارې د اوبولګولو په برخو کې څرګنده کړې ده.

 یادو پانګه والو په دې لیدنه کې، په رسمي چارو کې د اسانتیاوو او د ځمکې د برابرولو غوښتنه کړې، چې د کرنې وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

دوی همداراز د خپلو تجربو یادونه کړې، چې په بېلابېلو هېوادونو لکه جنوبي افریقا، دوبۍ، ګانا او بنګله‌دېش کې یې فعالیت کړی او خپل محصولات یې په یادو هېوادونو کې پلورلي دي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان لپاره یې هم د کار کولو علاقه شته.

د کرنې وزیر د دې پانګه‌والو د لېوالتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مناسب چاپېریال لري او په سولر سیسټم د اوبولګولو کار به مثبتې پایلې ولري.

همداراز یادو پانګه‌والو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د کرنې وزارت د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.