د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري زابل کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل کې د تورې بند، چې تازه د رياست الوزرا له لوري په عمري بند نومول شوی، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزير مولوي عبدالطيف منصور، د کليو او پراختيا وزير محمد يونس اخوندزاده، د زابل والي مولوي حزب الله افغان، مرستيال والي مولوي محب الله حماس او د افغانستان اسلامي امارت نورو لوړ رتبه چارواکو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.
ملا عبدالغني برادر اخوند د زابل ولس ته د عمري بند د چارو بشپړېدو مبارکي ویلې او ژمنه یې کړې، چې په دې ولايت کې به د نورو پراختیايي پروژو چارې هم پيل شي.
نوموړي د اسلامي امارت ټولو مسولینو ویلي، چې د هېوادوالو د خدمت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ د عمراني پروژو چارې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور په دغو مراسمو کې ویلي؛ زه چې کله له فتحې وروسته زابل ته راغلم او د دې ولايت د ولس حالت مې له نږدې وليد، نو پوه شوم، چې په تېر کې ورته هېڅ خدمت نه دی شوی او نن د زابل خلک د اوبو بند د دې لويې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د خرني بند چارې به هم پيل کړي.
د ځانګړو ځواکونو فرقې له قومندانۍ څخه د اسلامي ملي اردو څلورمې دورې منسوبین فارغ شول
د ملی دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۹۴۷ تنه ځانګړي کماندو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعلیماتو وروسته، د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شول.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اداره امور رییس شیخ نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي رحمتالله نجیب، د ملکي او نظامي چارو مسئولین، دیني علما او یو شمېر مجاهدین ګډون درلود.

مولوي محمد یعقوب مجاهد، په خپلو خبرو کې ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو په وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا یاده کړه، او زیاته یې کړه چې دغه ځواکونه د پرمختللو تجهیزاتو په استفادې او مسلکي زده کړو وروسته، د هر ډول تهدید په وړاندې چې د هیواد امنیت ته اخطار جوړوي، په قاطعانه ډول دفاع کوي.
په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په منظم یونیفورم او پرمختللو تجهیزاتو سمبال حضور درلود او ځانګړي کماندويي نمایشات یې نندارې ته وړاندې کړل. نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د خپلو سرونو په قرباني کولو سره به د هیواد دفاع او ساتنه کوي.
هرات کې د هګیو د تولید او بستهبندۍ د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د هګیو د تولید او بستهبندۍ د یوې کارخونې د جوړولو چارې پرانیستې دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې کارخونې چارې به د دوه میلیونه او ۵۰۰زره ډالرو په پانګونې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د یاد کارخونې مسئولینو په نظر کې لري چې نږدې راتلونکې کې خپله پانګونه په دې برخه کې تر پنځه میلیون ډالرو پورې پورته کړي.
په ورته وخت کې، د دې ډول شرکتونو وده او پراختیا کولی شي د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي او د کورنیو عاید زیات کړي، چې په پایله کې به د هیواد د دوامداره پرمختګ لامل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د لوګر له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د دې وزارت د خپرونو چارو معین، مولوی حیاتالله مهاجر فراهی، چې د ملي راډیو تلويزیون عمومی رییس، قاری محمد یوسف احمدي، د دې وزارت ارشد سلاکار قاري سعید خوستي، او یو شمیر نورو مسوولینو ملتیا کوله، د لوګر ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دوکتور رفیعالله صمیم په دې لیدنه کې د یادې ادارې فعالیتونو او لاستهراوړنو په اړه معلومات ورکړي او یو شمېر ستونزې او غوښتنې یې له ښاغلي فراهي سره شریکې کړې دي.
ورته مهال، د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د کلتوري، رسنیو، علمي او ځوانانو په برخو کې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې او خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او غوښتنو ته به يې رسېدنه وشي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۶۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې ۲۳۶ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۳۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۳۹۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې ۳۹۲ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۴۲ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۴۹۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۶۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۵۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۶ کورنیو سره ټولې ۷۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۱۷ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۱۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او 180 زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۵۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه و، کندز، پکتیا، خوست، سمنګان او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۳۸ کورنۍ او یو زر او ۵۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۲ کورنۍ او ۱۶۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۹۹ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۲۱۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۸۱ عدده
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د سترې محکمې له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د سترې محکمې د مرکزي تمیز له عمومي رییس شیخ محمد شریف حقاني، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز له عمومي رییس او قضايي مرستیال شیخ سردار محمد ابو الفیضان، د جزا دېوان، د عامه امنیت دېوان، د تجارت دېوان، د مدني او عامه حقونو دېوان، د نظامي منسوبینو دېوان، د قضائي تفتیش ریاست او د قضائي زده کړو ریاست له رییسانو سره لیدنه کړې.
په دغه دوه ورځنۍ لیدنه کې د اسلامي نظام د مهم ارګان (قضائیه قوې) اړوند مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د سترې محکمې یادو مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ له قضائي چارو سره شریعت تړلی دی، هر څومره چې قضائي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي په همغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي، ځکه چې شریعت د مجازاتو پر ځای د اصلاح ترغیب ورکوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د سترې محکمې مسولینو ته لارښوونه کړې، چې قضائي چارې د اسلامي شریعت د ارشاداتو او اوامرو اړوند ترسره کړئ، د قضا خپلواکۍ ته په پام په خپلو پرېکړو کې د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې مه راځئ؛ بلکې په ډېر په زړوتیا سره د شریعت اړوند خپلې چارې ترسره کړئ.
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی زیاته کړې؛ په یوه هېواد کې د اسلامي نظام د شتون په صورت کې باید د دغه هېواد ټول وګړي له خپلو شرعي حقونو برخمن وي، هېڅوک ونشي کولی چې پر چا ظلم وکړي، یا یې حق ضایع کړي؛ که څوک ظلم کوي یا د بل حق ضایع کوي، د محاکمو دنده او مسولیت دی چې ظالم او مجرم ته سزا ورکړي، مظلوم ته یې حق ورکړي او له ظلم یې وژغوري.
په دې سربېره د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د سترې محکمې مسولینو ته نورې مهمې لارښوونې کړې دي.
د سترې محکمې مسولینو عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ته ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د شرعي پرېکړو د صادرولو له لارې عدالت تامینوي، د ظلم مخه به نیسي او د مظلومانو لاسنیوی به کوي.
دغه راز د سترې محکمې مسولینو زیاته کړې، چې د محاکمو قضائي او اداري غړي په خپل ټول توان هڅه کوي چې د محاکمو دروازې د مراجعینو پر مخ خلاصې وساتي او په ټاکلي وخت د مراجعینو دوسیې حل او فصل کړي.
د پوهنې وزیر کونړ ولایت ته سفر کړی
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا په یوه رسمي سفر کونړ ولایت ته تللی.
نوموړي د ځايي مسولینو په ملتیا د څوکۍ، نورګل او نرنګ ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره لیدنه کړې.
مولوي حبیب الله اغا په نورګل ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې د پوهنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ په ننني عصر کې د دیني او عصري علومو زدهکړه د پرمختګ یوازینۍ لاره ده، چې په پر مټ یې هېواد او ټولنه پر ځان بسیا کېږي.
د يادو ولسواليو د ښوونیزو بنسټونو مسولينو او استادانو د پوهنې وزارت د وزیر سفر یو نېک ګام بللی دی.
له بل لوري د پوهنې وزیر یو شمېر ممتاز زده کوونکي د نغدو پیسو په ورکولو سره ستایلي دي.







