ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 910

پر لبنان د اسرائیلو بریدونه؛ د شهیدانو شمېر ۶۲۰ ته رسېدلی

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې یوازې پرون چهارشنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۷۲ کسان شهیدان او ۲۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ د سپټمبر میاشتې په ۲۳مه پر لبنان د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۶۲۰ کسان شهیدان او له دوه زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

په شهیدانو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې له ۹۰ زره ډېر کسان د لبنان له سویل څخه شمال ته د خونديتوب او پناه اخیستلو په موخه کوچېدلي دي.

له بل لوري د فرانسې، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو لبنان کې د ۲۱ ورځني موقت اوربند غوښتنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهار شنبې ورځ، د  ۲۲/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۴/۷/۱۴۰۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۹۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۴ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۳۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۷۷۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۲۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۴۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۳۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۰ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۷۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۵۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۲ کورنیو سره ټولې ۸۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱۸ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۱۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۵۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۵۸ کورنۍ او یو زر او ۲۴۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۸ کورنۍ او ۱۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۵۱ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۱۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۶۶ عدده

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له څلور موسسو سره د نږدې نهه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ د یاد وزارت مسلکی معینیت مرستیال محمد جان خدرخېل او د دعوت، ارشاد رییس د احیای صحت، جامعه افغاني، هیات ناروې او د بشری مرستو همغږې کوونکې موسسو سره د اته میلیونه ۹۷۲ زره او ۴۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

یاد وزارت زیاتوي، د دې هوکړه لیکونو له مخې، د موسسه احیای صحت و جامعه افغاني به پینځه میلیونه ۱۰۷ زره ۸۶۵ ډالره به د اړمنو کسانو لپاره د شنو خونو جوړولو، د سرپناوو بیارغونه او جوړونه، بخارۍ، سولر، د ښوونځي رغولو او د ټولنیز مرکز په جوړولو کې مصرفوي، چې له دې څخه به ۱۳ زره ۵۰۰ کسان په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې، ۱۳۵ کورنۍ به په کندهار، روزګان، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو کې ګټه واخلي.

دغه‌راز د کډوالو لپاره د هیات ناروې موسسه به د ۶۹۷ کورنیو لپاره په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې درې میلیونه، ۳۲۴ زره او  ۶۳۵ ډالر په نغدي مرستو، سرپناوو جوړولو په برخه کې په مصرف رسوي.

همدارنګه د بشری مرستو همغږې کوونکې موسسه به په هرات او بادغیس ولایتونو کې ۵۳۹ زره او  ۹۶۹ ډالر د دوه زره ۷۰ کورنیو ته د نغدي مرستې ورکوي.

د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه؛ له رسنیو سره د کېدونکو مرستو په روڼتیا خبرې شوي

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د دې وزارت د خپرونو چارو د معينيت سرپرست او د کمېسیون مرستیال مولوي ضياءالحق حقمل په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل پيلیزه وينا کړې او د تیرې غونډې د پریکړو ارزونه يې کړې ده.

همدا راز کمېسیون ته وړاندې شوې ستونزې او شکایتونه څیړل شوي او له رسنیو سره د کېدونکو مرستو د روڼتیا په لارو چارو خبرې شوي، چې په اړه يې اړینې پریکړې شوې دي.

همدا راز په دې غونډه کې په ځینو ولایتونو کې د رسنیزو ستونزو د حل په موخه کمېته ټاکل شوې، ترڅو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړي، ستونزې له نږدې وڅېړي او وروستيو پريکړو لپاره خپل راپورونه له کمېسیون سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي روغتیا پالانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د عامې روغتیا وزارت له مسولینو او ډاکترانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مسولینو او ډاکترانو د خپلو اړوندو چارو په هکله د معلوماتو ورکولو ترڅنګ په روغتیا سکتور کې د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره ویلي، د اسلامي امارت له بریا وروسته د نورو برخو په څېر د روغتیا په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي او لرې پرتو سیمو ته روغتیایي اسانتیاوې رسېدلې دي.

دوي زیاته کړې، د روغتیا په برخه کې د تر کار لاندې ګڼو نویو طرحو په عملي کېدو سره به په دولتي روغتونونو کې اړمنو ته غوره خدمات وړاندې او شته ستونزې به ختمې شي.

دغه‌راز یادو مسولینو او ډاکټرانو د ځینو ستونزو د حل او د روغتیاپالو د علمي ظرفیت لوړېدو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عامې روغتیا مسولینو او ډاکترانو ته د ښه راغلاست پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوي هڅې ستایلي او ویلي يې دي، افغان روغتیا پالان په سختو شرایطو کې د افغان ولس خدمت کوي او اسلامي امارت د هغوی د ملاتړ تر څنګ هڅه کوي چې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د افغان کادرونو پر لاس د روغتیايي برخې د ځان بساینې لپاره کار پیل کړي دی.

نوموړي همدارنګه یادو ډاکترانو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي.

شیخ عبدالحکیم حقاني د یوې ترکي خیریه موسسې له مشر سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت رښتینی انځور دې نړۍ ته وړاندې شي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شېخ عبدالحکیم حقاني د ترکیې هېواد د ندا الخیر موسسې له مشر حمزه کوکسال سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دې وزارت د دفتر رییس مولوي شاه محمد دوست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رییس مولوي ثناء الله فرقاني، د ترکیې هېواد د انقرې ښار د سرې میاشتې ټولنې رییس محمد سیلای او د یاد هېواد یو شمېر سوداګرو شتون درلود.

شېخ عبدالحکیم حقاني په اوسني عصر کې د مسلمانانو د یووالي او پيوستون په اړتیا خبرې کړي او ویلي یې دي؛ د فلسطین مظلوم ولس نن د یهودیانو د ظلم په اور کې سوځي او د افغانستان خلک د نورو هېوادونو په پرتله دا موضوع ښه درک کولی شي، ځکه چې د دې خاورې خلک د تېرو څو لسیزو په جګړو کې له ورته ظلمونو او ستونزو سره مخ وو، او اسلامي نړۍ نن ورځ د پخوا په پرتله پیوستون او یووالي ته ډیره اړتیا لري.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د افغانستان د خلکو د جهاد اصلي موخه په دې هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو، نن د اسلامي امارت مجاهدین دغې موخې ته ورسید او ستاسو څخه مو هیله دا ده، چې د اسلامي امارت ښه انځور د تركيې ولس ته وړاندې كړې تر څو کوم منفي ذهنیتونه چې د ځینو ډلو لخوا رامنځته شوي هغه بدلون ومومي.

شېخ عبدالحکیم حقاني مستحقینو ته د مرستو رسولو په برخه کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړی او ویلي يې دي؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اسلامي امارت د شهیدانو ورثه و، معلولینو او دغه راز د تېرې ادارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یو ډول میاشتنې نغدي مرستې ورکوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال له یاد پلاوي څخه غوښتي، چې یتیمانو ته د فني او حرفوي زده کړو او معلولینو ته د مصنوعي غړو جوړونې، د برېښنایي ویلچرونو چمتو کولو او همداراز د ژوند په نورو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې هېواد د ندا الخیر موسسې مشر او پلاوي په افغانستان کې د اسلامي نظام رامنځته کیدل یې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره یوه ښه بیلګه بللې او ویلي يې دي، د ټولې نړۍ مسلمانان په دې هېواد کې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو سره خوشحاله دي او د لوی خدای جل جلاله په مرسته به، په دې هېواد کې شته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم حل شي.

همداراز یاد پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.

کاپیسا کې د څه باندې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې په یاد ولایت کې د اف، ای، او موسسې په مالي همکارۍ د ۱۵۱ زره او ۱۸۲ ډالرو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې.

د دې پروژو چارې د یوه ګورني شرکت لخوا ترسره کیږي.

په دغو پروژو کې د شېخ اب کانال د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د ګبیون دېوال، او د یاد کانال د ۳۹۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۱۸ مترو په اوږدوالي سربند، د ۹۰ مترو په اوږدوالي د سواحلو بیا رغونه، د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د پینځه مترو په اوږدوالي د قل بابر پلونو جوړول، د ده بابي کانال د دوه زره او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د یو زر او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د صدیقي کانال پاکول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په جوړېدو سره به د اوبو د سرچينو د پیاوړتیا او دوامدار مديريت، د خاورې د تخريب او د کانالونو د بندېدو، د سېلابونو د مخنيوي او د لسګونه جريبه کرنيزو ځمکو د وجاړۍ ساتنه وشي.

ننګرهار کې د څه باندې ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت یو مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ارشاد حج او اوقافو وزير شیخ نور محمد ثاقب، د یاد ولایت حج اوقافو رییس مفتي عبدالستار او نورو مسولينو له لوري جلال اباد ښار کې د څه باندې ۶۸.۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د حج اوقافو اړوند مارکيټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه مارکیټ په یو زر او ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې په دريو پوړونو کې جوړ شوی، چې ۲۳ هټۍ، اووه هالونه او ۲۳ د استوګنې خونې لري.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل؛ يو مهال د اشغال ختمولو اړتيا وه، چې د قربانيو په ورکړې سره ازادي راغله او اوس د ابادۍ اړتيا ده بايد ټول مئولين په خپله برخه کې لازمې هڅې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ابادۍ په چارو نه يواځې هېواد اباديږي، بلکې په ټولو برخو کې ورسره د کاروبار زمينه برابريږي.

د ننګرهار مرستیال والي د حج اوقافو وزير ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ويي ویل، ولايتي رياست سره يې ښه همغږي لري او د دوی اړوند چارې په دې ولايت کې په ښه ډول پرمخ روانې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير په خپلو خبرو کې د انګليس، روس، تنظيمونو او امريکايي اشغال وحشت، ظلم او بربريت ته په اشارې وويل، چې اوس په هېواد کې بشپړ اسلامي نظام رامنځته شوی او خلک له خپلو ټولو شرعي حقونو برخمن دي بايد ملت د دې نعمت شکر ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه، جلال اباد ښار کې د حج اوقافو په یو زر او ۲۰۰ متره مربع ځمکه چې کوم مارکیټ په اساسي ډول جوړ شوی دا د ابادۍ يوه بېلګه ده او په ټول هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د رغونې چارې روانې دي.

شیخ نور محمد ثاقب دغه راز د ننګرهار ولس ته په خپله برخه کې د پاملرنې ډاډ ورکړ.

د ياد مارکيټ د ګټې اخيستنې پر مهال د دې ولايت د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسولينو او علمای کرامو هم شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې لیدنه؛ هېواد کې د روغتیايي خدماتو پر لا پراختیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسول ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه (انلاین) لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د متخصصینو روزولو، لرې پرتو او سپینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د پولیو واکسین ښه پلې کېدو او ورته نورو اړینو موضوعاتو اړوند خبرې شوي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد روغتیايي سیستم د پایښت لرونکې ودې لپاره د لنډ مهالو او بېړنیو مرستو سربېره د اوږد مهاله مرستو او پراختیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې او دا یې د روغتیايي سیستم د ودې لپاره اړین ګامونه یاد کړي دي.

 بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې د افغانستان روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو د جلب سربېره په دې برخه کې پر پایښت لرونکو کړنو ټینګار کړی او ویلي يې دي؛ د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهمه ده، څو په دې برخه کې لا زیات کار وشي.

دغه‌راز نوموړې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.