د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۵ کسانو ژوند بایللی او ۳۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د لبنان د مرکز بېروت په شمول د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو لا هم د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه دوام لري.
د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتي وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشي بریدونو او تاوتریخوالي له امله نږدې یو میلیون کسان بېځایه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې شاوخوا ۱۱۸ زره بېځایه شويو کسانو په ۷۷۸ ټاکل شویو ځایونو کې پناه اخیستې، خو ريښتینی شمېر له دې ډېر لوړ دی او زیاتو کسانو له خپلو خپلوانو کره او یا هم په کرایي ځایونو کې پناه اخیستې ده.
ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ (۲۹ سپټمبر) دا بېځایه کېدل د لبنان په تاریخ کې تر ټولو لویه بېځایه کېدنه بللې ده.

