یوناما: هڅه کوو چې په نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان استازو ته د ګډون زمینه برابره کړو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن، سه شنبه د ۱۴۰۳کال د مېزان میاشتي په ۳ مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر له مرستیال او سرپرست مشر اندریکا رتواتي او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه او پر بېلابیلو چاپېریالي موضوعاتو یې خبري وکړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل؛ اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو نهادونو، ډونرانو او موسساتو سره ګډ کار او تعامل ته ژمن دی، چې دا مهال په هېواد کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره د پروژو پلي کېدو او عملي کېدو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړه؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.
ښاغلي خالص د یوناما له بشري مرستو څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د وروستیو سېلاب ځپلو او نورو طبیعي پېښو له قربانیانو سره کړي.
دغه راز د اقلیمي بدلون د تعلیق شویو پروژو د بیا پیل، په (COP 29) او نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون، موسساتو ته د یوناما له لوري د پروژو په ورکړه کې د افغانستان د حکومت او اداراتو د نظریاتو په پام کې نیول، د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP)د دفتر بیا پرانیستنه او نوري دې ته ورته غوښتنې وې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس له لوري د ملګرو ملتونو دفتر مرستیال ته وړاندې شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر مرستیال او سرپرست مشر اندریکا رتواتی د خپلو څرګندونو وویل؛ دا واقعیت دی چې افغانستان اقلیمي بدلون سخت ځپلی، دوی به د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، چاپېریالي موضوعات سیاسي نه دي او دوی پر دې کار کوي ترڅو نړیوال قانع کړي چې ځنډېدلي پروژې پیل او نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د استازو ګډون یقیني کړي.
د ملګرو ملتونو یا یوناما مرستندوی دفتر مرستیال او سرپرست وویل د (COP 29) اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې سږکال په اذر بایجان هېواد کې جوړیږي تلاش کوي د (COP) غړیو هېوادونو ته قناعت ورکړي، ترڅو په یاد کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت استازو ته د ګډون زمینه برابره شي.
د معین ملي مشارکت سند (NDC) یوه بله د بحث وړ موضوع وه، چې په دې ناسته کې ورباندي خبرې وشوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او د یوناما مرستیال هوکړه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرملتونو دفتر یوه ګډه تخنیکي کمېټه به رامنځته کیږي څو دا سند و ارزول شي او د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP 29) ته چمتو او وړاندي شي.
په دې سند کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان اړتیا ارزول شوې، چې د کاله دوه ملیارده ډالره ده، دا مهال د چاپېریال ساتنې ملي اداره او یوناما غواړې دا سند له سره جوړ او چمتو کړي.
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه وړاندې شوه.
په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
دغه کمپلکسونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په څلور زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړېږي.
همدا راز په دغه غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو.
دغه کړنلاره تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
د دغه کړنلارې پر بنسټ به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره به اساسي ګامونه واخیستل شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۳ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره ټولې ۲۰۲ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې ۲۹۲ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۹۶ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۹۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۵۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۸۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره ټولې ۶۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۲۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۴ کورنیو سره ټولې ۴۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، بغلان او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۱۳ کورنۍ او ۷۷۶ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۴ کورنۍ او ۹۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۰۰ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۲۱۸ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۲۲ عدده
ننګرهار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پرمختللي ۲۴ خونې درلودونکي ریفرنس لابراتوار بنسټ ډبره کېښودل شوه
د عامي روغتیا وزارت وزارت وايي؛ دا لابراتوار چې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په درې نیم جریبه ځمکه کې جوړیږي، یو پرمختللی ریفرنس لابراتوار دی چې د توبرکلوز د عادي او مقاومو، اچ ايي وي، ایډز، ملاریا، د واکسین په واسطه وقایه کېدونکو ناروغیو، هیپاتیت بي، سي او نورو ناروغیو لپاره پرمخ تللي اړین معاینات ترسره کوي، د ناروغیو سرویلانس او مکروبي مقاومت او همدرانګه د مختلفو اوټبریکونو/ متوقع پانډیمي لپاره د ځواب ویلو ظرفیت به ولري.
یاد وزارت زیاتوي؛ په ټوله کې په دې مرکز کې د پي سي آر، سیرولوژي، مایکروبیولوژي (باکتریالوژی کلچر)، هیمتولوژي، بیوشیمي او نور د عامې روغتیا اړوند عمومي معاینات په پرمخ تللي شکل ترسره کیږي، چی په راتلونکي کې به د اړتیا سره سم نور اړین ظرفیتونه هم رامنځته شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا لابراتوار د هېواد په کچه شپږم لوی لابراتوار دی چې جوړیږي، چې په جوړیدو سره به د زون ډیرې ستونزې حل شي.
افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو پانګونې ته یوه الماني شرکت خپله لېوالتیا څرګنده کړې
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د فیلاند انرژي شرکت رییس پییر فیلاند سره لیدنه کړې او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي.
د یاد شرکت رییس ویلي، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
د اوبو او انرژي وزیر د یاد شرکت له لېوالتیا څخه هرکلی کړی او د شرکت مسولینو ته یې په دې اړه د وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړی دی.
همدارنګه په دغه لیدنه کې پرېکړه شوې، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې د پروژې په هکله د همغږي او مشخص کولو لپاره په ګډه کار وکړي تر څو د عملي کړنو د پیل لپاره زمینه برابره شي.
بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي
بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، تر څو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د اسلامي امارت استازي ته په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې لویه جفا بولي.
له بلې خوا د سیاسي مسایلو کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ نه سپارل او د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي سرمشریزې په ۷۹یمه ناسته کې د اوسني حکومت استازي ته بلنه نه ورکول د حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ واټن زیاتوي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ ۷۹یمه غونډه نیویارک کې د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشبنې په ورځ ترسره شوه.
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د افغانستان او فلسطین په ګډون یې د یو شمېر نورو هېوادونو د وضعیت په اړه بحثونه او خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د دې ناستې له ګډونکونکو غواړي، تر څو د افغانستان واقعیتونو ته په پام سره پرېکړې وکړي.
له دې وړاندې هم په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ په ۷۹یمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په نه بللو نیوکه کړې او دا یې بې انصافي بللې وه.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې په سپټمبر میاشت کې ۱۰ ښوونځي په نښه او ۸۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (OHCHR) په اسرائیلو غږ کړی؛ غزه کې دې پر ښوونځیو، چې د فلسطینیانو وروستي پناه ځایونو دي، بریدونه ودروي، تر څو دوی د بارانونو او سیلابونو راوتلو له ګواښ څخه خوندي شي.
یاد دفتر زیاتوي، چې اسرائیلو یوازې د روانې اونۍ په څو ورځو کې د بېځایه شویو فلسطینیانو درې ښوونځي په نښه کړي دي.
- – اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شبنې په ورځ د غزې ښار په زیتون ښوونځي هوايي برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
- – د یکشنبې په ورځ بیا هم په غزه ښار کې کافر قاسم ښوونځی په نښه شو، چې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
- – او په دوشنبه بیا په نصیرات کمپ کې پر خالد بن ولید ښوونځي برید وشو، چې یوه فلسطیني نجلۍ او مور او پلار یې پکې شهیدان شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا؛ په ښوونځیو د بریدونو سم نیمايي قربانیان ماشومان دي.
دا دفتر زیاتوي، چې اسرائیلي عسکرو یوازې په سپټمبر میاشت د غزې پر لسو ښوونځیو بریدونو کړي، چې لږ تر لږه ۸۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
یاد دفتر وايي: “د غزې ماشومانو لا له وړاندې د زدهکړې ځای په توګه ښوونځي له لاسه ورکړي. اوس دوی د سرپناه په لټه په ښوونځیو کې وژل کېږي. دا حالت باید پای ته ورسېږي.”
د مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا نوبتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ چې د لوړو زده کړو، د ښونې او روزني وزارتونو او د علومو اکاډمي، د غړو سربیره د هېواد په ملي او رسمي ژبو سربیره د هېواد د مېشتو ملتونو او قومونو د شاوخوا ۳۰ ژبو او لهجو استازو پکې ګډون درلود نوبتي غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د شورا له غړو، د هېواد ژبو د ودې او پراختیا په پار له کار کولو مننه کړې او ویلي یې دي، د هېواد ټول قومونه او ژبې په نظام حق لري، چې ژبو او لهجو ته یې کار وکړي، ځکه ژبه د یو ملت او قوم کلتوري هویت او پیژندنه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د هېواد ټول قومونه او ټولې ژبې یو ډول دي او د همدې شورا له لارې باید د هېواد د ټولو ژبو علمي، فرهنګي اړتیاوې را برسېره کړل شي.
کلتوري مرستیال ټینګار کړی؛ په لومړي قدم کې د هېواد علمي او تحصیلي مراکزو په مرسته یو علمي اثر او لارښود جوړ او چاپ شي، تر څو له نوو اړتیاوو سره سم نوی نسل د هېواد له محرومو ژبو او حالت څخه اګاه او معلومات پیدا کړي، چې کومې ژبې په کومو برخو کې کار ته اړتیا لري.
دغهراز په غونډه کې د ناستې په اجنډا د ټولو غړو له خوا علمي او هر اړخیز بحث او پرېکړې شوي.
د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړونده ۲۱۷ عمري قول اردو له قطعاتو او جزوتامونو له پینځمې دورې څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له دریو میاشتو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الله منصور، ملي دفاع وزارت د پلاوي مشر تاج محمد رهبر او یو شمیر دولتي مسولینو علمای کرامو قومي مخورو په شتون کې فارغ شول.
د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت د ملي اسلامي اردو د فعالیتونو او لاسته راوړونو او د ځمکنی بشپړتیا د ساتنې یادونه کړې او ویلي یې دي، دفاعي ځواکونو چې کومه ژمنه د اسلامي نظام او خلکو سره کړی وو، موږ او ملت ته یې امید راکړی.
دغهراز په دغه مراسمو کې یو شمیر نورو مسولینو هم فارغانو ته ویناوو ترڅنګ اړینې سپارښتنې او توصیې کړي.







