ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 914

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو افغانانو لپاره د خدمت مسولیت لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (دوشنبه، د تلې ۲مه) په سپېدار ماڼۍ کې د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د نهرین، جلګې او برکې ولسوالیو قومي مشرانو پکې شتون درلود، راغلو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د سېلابونو پر وخت رسېدنه کړې او د خلکو ستونزې یې حل کړي دي.

یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او په بغلان ولایت کې یې د سړکونو، ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو او مساجدو د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغوی دغه راز د سېلابونو له امله د ویجاړ شویو کورونو د بیا رغولو او استنادي دیوالونو د جوړلو وړاندیز هم وکړ.

مولوي عبدالکبیر له یادو قومي مشرانو مننه وکړه او ویې ویل، چې د جهاد په کلونو کې د افغانستان د نورو ولایتو په څېر د بغلان مجاهدینو هم بېسارې قربانۍ ورکړې او سختۍ یې وزغملې.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره د خدمت مسولیت لري او د بغلان ولایت د اوسېدونکیو د ستونزو حل ته به اساسي پاملرنه وشي.

پر لبنان د اسرائیلو هوايي برید؛ یو کس شهید او ۱۷ نور ټپیان شوي

اسرائیلي جنګي الوتکو نن سهار له ځايي وخت سره سم د سهار په نږدې شپږ نیمو بجو د لبنان په ختیځ او سویلي سیمو لسګونه بریدونه کړي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ‘این این اې’ وايي، چې په سویلي نباتیش سیمه کې له ۸۰ ډېر ځایونه بمبار شوي. دغه‌راز د بنت جبیل او مرجایون سیمو په ګڼو ځایونو کې هم بمبارۍ شوې دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه یو کس شهید او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ د لبنان په سویل او پلازمېنه بیروت کې ځايي اوسېدونکو د خپلو سیمو د ژر تر ژره پرېښودو پیغامونه ترلاسه کړي دي.

د یاد هېواد د اطلاعاتو وزیر ‘زیاد مکاري’ د یاد پیغامونو په تړاو له خلکو غوښتي، چې دې خبرادریو ته دې زیاته پاملرنه نه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د دویم مس عینک کان له مسولینو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن، د دوشنبې په ورځ (۲/۷/۱۴۰۳) نېټې په خپل کاري دفتر کې د دویم مس عینک کان له قراردادي مسولینو سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پیل کې د یادې پروژې مسولینو د خپلو اکتشافي پرمختګونو او کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د چارو د چټکتیا په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم له وزیر سره شریک کړل.

 ملا هدایت الله بدري د دویم مس عینک پروژې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او قراردادي شرکت ته یې په ټولو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د یاد شرکت له مسولینو وغوښتل، چې د قرارداد د شرطونو پر بنسټ خپل مسولیتونه ترسره کړي او د پروژې پراختیایي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي.

پېښو سره د مبارزې رییس له UNION AID موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

له پېښو سره د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي او د یونین ایډ  UNION AID  نړیوالي موسسې رییس امجید احمد صافی، د هماهنګۍ مسول رشیدالدین او مل پلاوي ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ملا نورالدین ترابي ویلي، هڅه باید وشي چې د هر ډول پېښو ځپلو سره د مرستو جاري ساتلو ترڅنګ د مرسته کېدونکو موادو کیفیت ته پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو همکارو موسسو سره همکارۍ ته چمتو یو.

د یادې موسسې رییس ویلي؛ دې موسسه په ۱۳۵۸ کي فعالیت پیل کړی دی او تل یی د سېلاب ځپلو، کډوالو او پېښو ځپلو سره همکاري کړي ده.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د ۱۵۴ زره او ۹۵۱ ډالرو په ارزښت په تخار؛ بدخشان او بغلان کي سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوو.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله، خو په لومړیو دوه سیالیو کې یې د بریاو په خپلولو سره د دغې لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ.

د دریمې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډله له درې بدلونونو سره لوبېده چې یو لوبغاړی یې عبدالمالک و، نوموړی د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېده.

رحمن الله ګربز د تېرې لوبې په څېر بیا هم غوره توپوهنه وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۸۹ منډې جوړې کړې.

د نورو افغان توپوهونکو په منځ کې محمد غضنفر یوازېنی لوبغاړی و، چې له ګربز وروسته یې ډېرې ۳۱* منډې جوړې کړې وې.

افغان لوبډلې په ۳۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي یوازې په ۱۶۹ منډو کې له لاسه ورکړل او سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۴۰ منډو ملګرتیا وکړه.

سیالو لوبغاړو خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ، چې په پایله کې یې د افغان اتلانو د ۱۷۰ منډو هدف په ۳۳ اورونو کې د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ.

د افغان لوبډلې په ګته محمد غضنفر، فرید احمد ملک او محمد نبي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو افغان لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله او لوبه سیالې لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

وروستۍ لوبه که څه هم سیالې لوبډلې وګټله خو افغان اتلانو په لومړیو دوه لوبو کې د بریاو په خپلولو سره دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.

رحمن الله ګربز د افغان لوبډلې په ګټه ۸۹ منډې جوړې کړې چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 دغه راز رحمن الله ګربز په دغه لوبلړۍ کې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې په جوړولو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې، چې له امله یې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې د افغانستان کرېکټ بورډ د دوه اړخیزو سیالیو لپاره د سویلي افریقا کوربه توب وکړ.

دغه راز افغان لوبډلې هم د لومړني ځل لپاره د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې ته په نړیوال سیالیو کې ماتې ورکړه.

ملا عبداللطیف منصور شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د بلخ له والي سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور بلخ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محمدیوسف وفا سره لیدنه کړې.

د لیدني په پیل کې د اوبو او انرژۍ وزیر شمال زون ته د خپل سفر اړوند معلومات وړاندي کړي او ویلي يي دي؛ تېره ورځ په سمنګان ولایت کې یو ذخیروي بند او شپږ چیکډمونه د ۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت ګټي اخیستني ته وسپارل، کوم چې به د یاد ولایت د ولس لپاره ډېر ګټور تمام شي.

ملاعبداللطیف منصور ویلي، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د لېږد پروژه له جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو څخه د بغلان ولایت دشت الوان سیمې ته لیږدول کيږي او په یادو ولایتونو کې د دې برېښنا د ورادولو لپاره د پایو د نصبولو چارې هم روانې دي.

وروسته د بلخ والي محمدیوسف وفا د اوبو او انرژۍ وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ عالیقدرامیر المؤمنین شیخ حفظه الله په خپل ۱۴ ورځني سفر کې شمالي ولایاتو له ټولو مسولینو، د شهیدانو له مقبرو، له ټولو تاریخي، یو شمېر اقتصادي او د هېواد لوي رواني اقتصادي پروژې قوشتېپې څخه لیدنه وکړه، چي ټولي چاري یې د خوښي وړ وګرځېدلې.

محمدیوسف وفا ټینګار کړی، چې د بلخ ولایت حیرتان ښار، کلدار او شورتپې ولسوالۍ په اړونده کې د امو سیند اوبو د ویجاړیو مخنیوی وشي او د تحکیماتو لپاره یې عملي کار پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې اوبو د ویجاړیو د مخنيوي سره به په سم ډول سرحدي ساحې مشخصي کړل شي، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی به وشي، ولس ته به اسانتیاوي رامنځته شي او د ولس د ځمکو او کروندو د ویجاړیو مخه به ونیول شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ د وروستیو بریدونو له امله یې ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیزې خبري شبکې د غزې روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې پرون یکشنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله غزه تړانګه کې ۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۵۸ نور ټپيان شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو پرون یکشنبه په النصیرات او الشاطي پنډغالو کې د خالد بن ولید او د کفر قاسم په نومونو دوه هغه ښوونځي په نښه کړي، چې بې‌ځایه شويو فلسطینیانو پناه پکې اخیستې وه.

په خالد بن ولید ښوونځي برید په تېرو دوو ورځو کې درېیم برید و، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په ښوونځیو کېږي.

صهیونیستي اشغالګرو د تېرې شنبې په ورځ پر زیتون ښوونځي برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان پکې شهیدان شول. پرون یکشنبه یې بیا د کفر قاسم په نوم ښوونځی په نښه کړ، چې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

د Euro-Med په نوم د بشر حقونو څار سازمان وايي، چې پر زیتون ښوونځي د اسرائیلو په برید کې ۱۳ ماشومان او ۶ ښځې هم شهیدانې شوې دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د دوی ډلې په نښه شوې ودانۍ کې د وسلو او جنګیالیو هېڅ کومه نښه نه ده موندلې.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو وحشتونه لا هم دوام لري. د الجزیرې د راپور له مخې، تازه په مرکزي غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د برید له امله یوه مور او د هغې څلور ماشومان، چې عمرونه یې له څلورو څخه تر اتو کلونو و، شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ د بې‌ځایه شویو نصیرات کمپ ته نږدې پر یوه ښوونځي د هوايي برید له امله درې نور فلسطینیان هم شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۴۱ زره او ۴۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۹۵ زره او ۸۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۹هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۸) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۹) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸) تنه و، کندهار، کابل او اروزګان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې (۲۶) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۶۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۳۲۳) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۳۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۲۶) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې (۱۸۲) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په اسلام کلا کې (۵۱) کورنۍ د اسلام کلا په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰) تنه و، جوزجان، سرپل، بلخ او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۸۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۷) کورنۍ او (۶۷۰) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۳۳) کورنۍ او (۱۸۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۳) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۵۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۷۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي عبدالکبیر: ټول هېوادوال له توپير پرته چارواکو او مسولینو ته مراجعه کولای شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار او لغمان ولایتونو له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې دغو علماوو، قومي مشرانو او مخورو د ولسونو د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت دې د خلکو د اقتصادي ودې په موخه په لیرې پرتو سیمو کې لا ډېرې رغنیزې پروژې تطبيق کړي، ترڅو ځوانانو ته لا کاري فرصتونه رامنځته شي.

دغو قومي مخورو پخپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د خلکو د ستونزو حل او د هغوی د غوښتنو اورېدو په موخه د اسلامي امارت دروازې د ټولو پر مخ پرانيستې دي او له توپير پرته ټول هېوادوال چارواکو او مسولینو ته مراجعه کولای شي.

سیاسي مرستیال له لغمان او ننګرهار څخه راغلو علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي، تر څو د شته ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.

د پوهنتون استادان: د اسلامي امارت نظام اقتصاد محوره دی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره لیدنه کړې.

په پيل کې استاد مصباح الدین شهرستاني، دوکتور صادق باقري او دوکتور عزیزالله بصیر هېواد کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستایلو دي او خلک په هېواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښ دي.

دوی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت نظام اقتصاد محوره دی او هیله مند یوو، چې د عوایدو راټولو په برخه کې لازیاتې هڅې ترسره او د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د هېواد د متخصصینو او پوهانو له تجربو ګټه واخیستل شي.

یادو استادانو د دې ترڅنګ چې د امارتي ادارو د لا زیاتې پیاوړتیا غوښتنه کړې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول مسولیت لري، چې د هېواد د پرمختګ او ابادي لپاره هڅې وکړي او موږ استادان هم په دې برخه کې خدمت ته چمتو یو.

دوی د دندو خوندیتوب یو اصل ګڼلی او ویلي یې دي، چې د نظامونو بدلون باید له هېواد څخه د مسلکي او متخصصو افرادو د فرار لامل نشي.

یادو استادانو د ثبات او حکومتولۍ د پیاوړتیا ترڅنګ خپلې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړي او د نظام د پیاوړتیا لپاره یې له علمي او تحقیقاتي مرکزونو څخه په ښه ګټه اخیستنه ټینګار کړی.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې تاسې خپل ټول عمر د هېواد د اولادونو ښوونې او روزنې ته وقف کړی او ستاسو له طرحو او وړاندیزونو مننه کوو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له څلورو لسیزو څخه زیات په جګړې او ګډوډۍ کې و او په تېرو شلو کلونو کې د پخوانۍ ادارې مسولینو یوازې د بهرنیانو د خوشالولو او د خپلو جیبونو ډکولو لپاره هڅه کوله.

ډاکټر ملا عبدالواسع د اشغال په پای ته رسولو کې د افغانانو د زړورتیا او قربانیو په یادولو سره ویلي؛ اوس چې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، ټول یې باید د ساتنې او تقویت لپاره هڅه وکړو او خپل هېواد په ټولو برخو کې د پرمختګ پر لور روان کړو.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي، د ټولو ستونزې اورېدل کېږي او د حل لپاره یې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اقدامات کېږي.