ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 915

د ټولګټو وزیر د کابل-غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-غزني لویې لارې د دويم لین سړک له لومړۍ برخې (کابل-میدان وردګ) سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د سړک د قراردادي شرکتونو مسولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه اړینې لارښوونې کړې.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د کابل-غزني لویې لارې اړوند د دویم لین ۴۹ کیلومتره سړک د رغونې کار څه موده وړاندې په دوو لاټونو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټول‌پلازا (حق العبور) له محصول څخه ورکول کیږي.

کابل کې د ۱۶ ولایتونو تر منځ د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۶ ولايتونو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دې سياليو کې د بلخ، باميان، جوزجان، سرپل، غور، کونړ، کندز، لوګر، لغمان، ننګرهار، ميدان وردګ، باميان، پروان، هرات، کابل منتخب او کابل الف لوبډلو گډون کړی.

په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه د ننګرهار او لوګر لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې یې ننګرهار خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۹ پر ۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې پخپل نوم کړه.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثیق ویلي، چې الحمدلله د هېواد ورزش د نورو کلونو په پرتله ډېره وده کړې ده.

نوموړي ورزشکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد ورزش اداره به هيڅ ډول امکانات له دوی څخه ونه سپموي.

د ښاغلي وثیق په وینا؛ د امن له برکته د نورو هېوادونو روزنکي هېواد ته راځي او له ورزشکارانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شریکوي.

یادې سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي او په پای کې به ۱۸ ورزشکاران د هېواد هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او د چین سفیر لیدنه؛ په یو لړ چاپېریالي موضوعاتو خبرې شوې دي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د ۱۴۰۳کال د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه، چې پر یو لړ مهمو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د چین سفیر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې د چين له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي.

مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل؛ افغانانو د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په هره برخه کې ډیر زیانونه لیدلي، چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت، ځنګلونو او وحشي ژوو ته هم زیات زیان اوښتی او په دې برخه کې یې د یو لړ همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خالص زیاته کړه، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې که د رهبرۍ په کچه چین هېواد ته د دې ادارې د مسولینو د سفر زمینه برابره شي؛ نو د سوداګرو د لیږد په برخه کې به ګټوره وي.

نوموړي زیاته کړه؛ د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې له بده مرغه په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي، په نړیواله کچه د چین هېواد اغېزمنتیا ته په کتو باید په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسولینو د سفر زمینه برابره شي؛ ترڅو وکولی شي د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسیږي.

د دې ادارې عمومي رییس زیاته کړه؛ له بده مرغه د افغانستان ولسونه له اقلیمي بدلون څخه زیات اغیزمن شوي دي او نړیوالو دې موضوع ته سیاسي رنګ ورکړی او افغانستان ته په نړیوالو غونډو کې د ګډون حق نه ورکوي.

نوموړي وویل؛ که د اقلیمي بدلون له امله افغانان زیات زیانمن شي او نړیوال یې لاسنیوی و نه کړي، نو نړیواالو ته به یې هم ډیر زیانونه ورسیږي، چي بیا به یې جبران ډېر سخت او په یوه لویه ننګونه بدل شي.

ښاغلي خالص د چین له سفیر څخه په تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداري او اور وژنې سیسټمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د چین سفیر ژاو شینګ د خپلو خبرو پرمهال وویل، چین او افغانستان هغه دوه دوست هېوادونه دي چې اوږده ملګرتیا او ښې تاریخي اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړه؛ چین په نړیواله کچه لومړنی هېواد دی چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او همدا راز چین د افغانستان په مقابل کې ښه سیاست ته ژمن هېواد دی.

نوموړي د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او زیاته یې کړه، چې په نړیواله کچه هم موږ د افغانستان ملاتړ کړی او کوو یې. نوموړي هيله ښودلې، چې زموږ اړیکې باید نورې هم وغوړیږي.

ښاغلي ژاو شینګ وویل؛ د امریکا لخوا د ۲۰ کلن اشغال په اوږدو کې د نورو ناخوالو سربېره د افغانستان چاپېریال هم ډیره صدمه ولیده، لازمه ده چې امریکا د دوی لخوا ترسره شوي زیانونه جبران کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په دوامداره لیدنو او ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.

ننګرهار کې د ۱۲ کورنیو ترمنځ سوله شوې

د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د اوږدې مودې شخړې له منځه وړلو لپاره د ۱۲ کورنیو ترمنځ سوله شوې.

 دغه روغه جوړه د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري په هڅو او د پیر نورمحمد نوراني په همکارۍ ترسره شوې.

دغه‌راز په دې ترڅ کې ګڼ شمېر نورې کورنۍ هم د سولې او پخلاینې لپاره تشویق شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پخلا شي.

د یادې سیمې قومي مشران وايي؛ دا شخړې چې د کلونو لپاره یې د کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کړی و، د خلکو ژوند يې سخت کړی و، اوس د روغې جوړې وروسته یادې کورنۍ په سوله او ارامتیا کې ژوند کوي او په وضعیت کې يې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

د ننګرهار ولایت مرستیال والي د روغې جوړې د کمېسیون له غړو څخه مننه کړې او د پاتې شخړو د حل په برخه کې یې د هغوی لا زیاتو هڅو ته هیله ښودلې.

 مولوي سعید احمد بنوري ویلي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د روغې جوړې پروسه په بریالیتوب سره روانه ده او موږ له ولسونو سره په ګډه کار کوو ترڅو د سولې، امنیت او ټیکاو فضا لا پیاوړې کړو.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، ډېر ژر به د پچيراګام په ګډون د دې ولایت ټولو لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاو پر اساس پرمختیایي او ټولنیزې پروژې پلې شي، چې د سیمې د خلکو لپاره به اوږدمهاله ګټې ولري.

د ولایت مرستيال په ورته مهال د لسګونو ولسي وګړو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدلي او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجرااتو په موخه راجع کړي دي.

مولوي سعید احمد بنوري همداراز د بېلا بېلو ادارو مسولينو سره په ليدنه کې دوی ته په يو شمېر برخو کې اړینې سپارښتنې کړي.

ایران؛ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۵۱ کسانو ته ورسېد

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سویلي ولایت خراسان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي: “له بده‌مرغه په دې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسېد او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې ښايي د مړو شمېر لا نور هم لوړ شي.”

ویل کېږي، ۲۴ نور کارګر نادرکه دي او فکر کېږي، چې د کان د ننه بند پاتې دي.

د راپورونو له‌مخې دغه پېښه تېره شپه( شنبه، د وږي ۳۱مه) شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې او دلیل یې د ډبرو سکرو په تونلونو کې د متان ګاز تولید ښودل شوی دی. یاد ګاز په کیمیاوي بڼه د چاودنې لامل کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) وايي، چې په یاد کان کې د چاودنې پر مهال شاوخوا ۶۹ کسان په کار بوخت وو.

ایراني چارواکو پېښې ته د جدي رسېدو امر کړی او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.

د ایران سویلي خراسان کې درې ورځې عمومي ماتم او د مرستو رسولو بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.

اسرائیلو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې شبکې دفتر تړلی

الجزیره خبري شبکه وايي، چې اسرائیلي عسکرو نن یکشنبه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رام‌الله کې د دې خبري شبکې پر دفتر یرغل ور وړی او کارکوونکو ته یې د دفتر تړلو امر کړی دی.

د یادې خبري شبکې د راپور له مخې، په درنو وسلو سمبال پټ مخي اسرائیلي عسکر د ژوندۍ خپرونې پر مهال دفتر ته ننوتلي او امر یې کړی، چې تر ۴۵ ورځو پورې دې دفتر وتړل شي.

څلور میاشتې وړاندې هم صهیونیستي عسکرو د خپلو مشرانو په امر په ناصره او ختیځ بیت‌المقدس کې د الجزیرې په دفترونو یرغل ور وړ او ویې تړل.

اسرائیلي یرغلګرو غزه تړانګې ته د بهرنیو خبریالانو د ورتګ مخه نیولې او الجزیره یوازینۍ خبري شبکه ده، چې جګړه ځپلې غزې ته خبري پوښښ ورکوي او د کړېدلو فلسطینیانو غږ تر نړیوالو رسوي.

اسرائیلي یرغلګرو د ګڼو بشري جنایتونو تر څنګ تل هڅه کړې، چې خپل وحشتونه او د فلسطینیانو مظلومیت پټ وساتي او له همدې امله تل خبریالان او خبري شبکې په نښه کوي.

کابل کې ۱۵ روزونکو ته د ساحلي فوټبال لومړۍ درجه روزنیز کورس پای ته ورسېده

د اسیا د روزونکو فدراسیون له لوري او د ایران هېواد مدرس کورش شجاع تر نظارت لاندې په فوټبال ملي فدراسیون کې د هېواد له مرکز او ولایتونو ۱۵ روزونکو ته د ساحلي فوټبال لومړۍ درجه روزنیز کورس پای ته ورسېده، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د دغه ښوونیز کورس د پای مراسمو ته د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون او د ساحلي فوټبال کمېټې رهبري پلاوي، د کورش مدرس او روزونکي راغلي وو.

په دغه روزنیز کورس کې د ایران هېواد مدرس کورش شجاع افغان روزونکو ته د ساحلي فوټبال پېژندنې او بلدتیا، په تخنیکي او تکتیکي موضوعاتو، د ارواپوهنې او د بدن جوړونې په موضوعاتو خبرې وکړې.

د فوټبال ملي فدراسیون ساحلي فوټبال کمېټې مسولینو دغه روزنیز کورس د روزونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ډېر ګټور یاد کړ او دوی وغوښتل، چې دا ډول روزنیز کورسونه دې ورته نور هم برابر کړي.

د کورس په پای کې روزونکو ته لومړی درجه د روزنې سندونه ورکړل شول.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست: تېر کال کې پینځه ستر امارتي شرکتونه بیا فعال او تجهیز شوي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو نن، د یکشنبې په ورځ (۱ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ دولتي شرکتونه څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کرنې او صنعت د پراختیا، د احتکار د مخنیوي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوي، خو په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو له امله پخوانیو نظامونو دا شرکتونه له پامه غورځولي او په دې موده کې یې ډېر زیانونه لیدلي دي.

مسولینو زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د امارتي شرکتونو اقتصادي اهمیت ته په کتو، دغه شرکتونه یو ځل بیا د حکومت د توجه وړ وګرځېدل، چې د چارو د لا ښه مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۷/۶/۱۴۴۵ نېټې د ۲۱ ګڼې فرمان پر بنسټ، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تاسیس او ۲۲/۲/۱۴۴۶ نېټې د ۸ ګڼې فرمان له مخې د یاد ریاست تشکیل هم منظور شو.

مسولینو وویل؛ د افغان طیور، د بغلان د بورې، د کندهار، بلخ او پلخمري د نساجۍ او د هلمند بُست امارتي شرکتونو بیا فعالول او تجهیز؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

دغه راز ټاکل شوې ده، چې له نړیوال بانک سره په همغږۍ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي چارې ژر پیل شي.

د مسولینو په خبره؛ د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول یو میلیون، ۲۰۶ زره او ۶۷۱ میګاواټه برېښنا تولید کړې او پینځه میلیونه، ۶۷۲ زره او ۷۹۶ مېګاواټه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده کړې ده.

همدا راز د شبرغان- دشت الوان-ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه او د غزني-کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزو، د هرات د نور الجهاد سب سټېشن، د کندهار د برېښنا سب سټېشن او د یو شمېر ناتمامو پروژو د پلي کېدو چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چارې په ۹۱ سلنه او د دویم فاز چارې په ۵۴ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

دغه راز، د بلخاب کان د ایستنې چارې روانې دي او تر اوسه ۲۸ زره او ۹۸۰ ټنه د ډبرو سکاره ایستل شوي دي.

په همدې ډول، په تېر یوه  کال کې، د غوري او جبل السراج د سمنټو فابریکو له لارې ۱۹۹ زره او ۶۷۱ ټنه سمنټ تولید شوي دي.

د دې ترڅنګ د شاوخوا یو زر او ۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د نوري فایبر پروژې د پلي کېدو کار روان دی او د نوري فایبر شبکه ۸۰ سلنه معیاري شوې ده.

مسولین زیاتوي؛ چې په مرکز او ولایتونو کې د ګاز د پلور او وېش ۸۵ مغازې فعالې شوي، چې په بازار کې یې د ګازو قېمت په کنترول کې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه، په تېر یوه کال کې ۱۹۸ میلیونه، ۶۱۴ زره او ۲۸۷ متر مکعب ګاز ایستل، پروسس او مستهلکینو ته عرضه شوی دی.

دغه راز، د تېر یوه کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۳۶ میلیونه متر مکعب د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي، د اوبو رسولو ۳۹ پروژې پلي کېدل، نهه ډیزاین او ۱۵ نورې په پلان کې شاملې شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې د ننګرهار د وادي کرنیزې تصدۍ له لارې شاوخوا ۴۰۲ ټنه زیتون، ۴۱ زره او ۱۲۵ لېتره د زیتون تېل، ۲۰ ټنه خرما، ۹۰۷ ټنه غنم، ۱۰ ټنه کبان، ۱۰۲ زره او ۶۴۳ لېتره شیدې، دوه زره او ۸۷۴ کلچې صابون او ۲۳۴ زره او ۳۳۸ دانې مثمر او غیر مثمر نیالګي تولید شوي دي.

مسولین وایي؛ چې د څه باندې ۳۰ بیه لرونکو او بې بیې سندونو ډیزاین او چاپ، ترکیې هېواد ته د ۹۰ ټنه رومي بانجانو او کشتې صادرول، د غنمو د څلور زره او ۴۳۰ ټنه اصلاح شویو تخمونو، ۱۳.۷ ټنه وريژو، ۱۹.۸ ټنه جوارو او غَلو، ۴۷ زره او ۹۹۰ کیلو ګرامه صنعتي نباتاتو تخم، درې زره او ۴۰۰ کیلو ګرامه حبوباتو او ۳۱ زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه سبزیجاتو تولید؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ۵۰۳  سیاحتي او ۱۷۷ انلاین خدماتو شرکتونو او ۴۷ مېلمستونونو د فعالیت جوازونو صدور او تمدید، د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ډبرو پروسس لپاره د عصري ماشینونو اخیستل او نصبول او په هېواد کې د سپین کاغذ د تولید صنعت وده؛ په تېر یوه کال کې د دې ریاست له نورو اجرااتو څخه دي.

همدارنګه، د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او بابو البسې او چرم د تولید بیا پیل، بهر ته د شاوخوا پینځه زره او ۳۱۴ قلمه بیلابیلو اجناسو صادرول، د هېواد د لاسي صنایعو پیاوړتیا لپاره د ۲۷ کورنیو او بهرنیو نندارتونونو جوړولو برخه کې همکاري او کسبه کارانو ته د مسلکي ورکشاپونو جوړول؛ د دې ریاست له نورو فعالیتونو څخه دي.