ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 916

په ۱۴۰۳ کال کې تر کښت لاندې سیمې درې میلیون هکټارو ته رسېږي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ دې ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پر مټ په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد اوبیزو او للمي ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.

د دې ادارې د موندنو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲.۱ میلیون هکټاره یې اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره یې للمي ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ارزونې ښيي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د تېر کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې اووه سلنه زیاتوالی راغلی دي.

د دې ارزونو له مخې تر ټولو ډیر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز ولایتونو او تر ټولو ډیر للمي کښت په تخار، هرات، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې شوی دی.

د تر کښت لاندې اوبیزو ځمکو کې د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر زیاتوالی په بلخ، هرات، تخار او سرپل ولایتونو کې او په للمي ځمکو کې تر نورو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل او سمنګان ولایتونو کې دی.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت لاندې سیمو د تثبیت په موخه سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت یې اړوند ارقام وړاندې کوي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په تازه بریدونو کې یې ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې تلویزیوني شبکې د فلسطین د روغتیایي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو پرون شنبه (د وږي ۳۱مه) د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونو کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پرون تر ټولو خونړۍ برید د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي شوی، چې له امله یې ۲۲ کسان شهیدان شوي.

د الزیتون په نوم یاد ښوونځی د غزې په ختیځ کې پروت دی.

د مسولینو په وینا؛ په شهیدانو کې ډېری برخه ښځې او ماشومان دي او تر ۳۰ ډېر کسان پکې ټپيان شوي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي؛ ښځې او ماشومان د ښوونځي د ودانۍ په انګړ کې وو، ماشومانو لوبې کولې، چې ناڅاپه راکټي برید وشو.

د دې تر څنګ پرون شنبه د سویلي غزې په مصابح سیمه کې اسرائیلي یرغلګرو د روغتیا وزارت اړوند یو ګودام په نښه کړی، چې څلور کارکوونکي یې شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۱ زره او ۳۹۱ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۷۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د سترې محکمې نظامي مرستیال د هېواد د نظامي محکمو درېیو زونونو ته سفر کړی

د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۱مه نېټه د نظامي محاکمو د چارو د نظارت او مسولینو ته د چارو د ښه‌والي لپاره د اړینو لارښونو په موخه د هېواد د نظامي محاکمو درېیو زونونو (پکتیا، غزني او ننګرهار) ته سفر کړی.

د سترې محکمې نظامي مرستیال د دغه پینځه ورځني سفر پر مهال د پکتیا، غزني او ننګرهار زونونو اړوند شپږو څانګو (خوست، پکتیکا، بامیان ــ دایکنډي، کونړ ــ ختیځ نورستان، لغمان ــ لوېدیځ نورستان، پروان، کاپیسا او پنجشیر) له نظامي محاکمو څخه جلا، جلا لیدنه کړې او د یادو محاکمو چارې یې له نږدې لیدلي.

شیخ خیرجان خیرخواه د دغه سفر پر مهال د یادو نظامي محاکمو له ټولو مسولینو سره لیدنه کړې او د نظامي محاکمو د چارو د بهبود په برخه کې یې د دوی نظرونه او وړاندیزونه اورېدلي دي.

په دې سربېره د سترې محکمې نظامي مرستیال د ناستې حاضرینو ته د نظامي محاکمو د ټولو اړتياوو د پوره کولو ډاډ ورکړی او ویلي يې دي؛ د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مقام هڅه کوي، چې د هېواد د ټولو محاکمو اړتیاوې مشخصې او پوره کړي، ترڅو محاکم په پوره اطمینان د مراجعینو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

شیخ خیرجان خیرخواه زیاته کړې؛ د نظامي محاکمو ټول مسولین مکلف دي، چې له مراجعینو سره د محاکمو د اصولو اړوند ښه چلند وکړي، دوسیې یې په ټاکلي وخت د شریعت په رڼا کې حل او فصل کړي.

دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستیال حاضرینو ته په خطاب کې ویلي؛ خپل در سپارل شوي مسولیتونه په ښه ډول ترسره کړئ، له غیرحاضرۍ او بې اړتیا رخصتیو څخه ډډه وکړئ، په دې سره به هم د الله تعالی رضا ترلاسه کړئ او هم به د ولس ستونزې په خپل وخت حل او فصل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۸هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۶/۳۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۷ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې۱۸۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې۱۷۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خوړه: په سپین بولدک کې ۳۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۴۹ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۸۶۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لس کورنیو سره ټولې۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷ تنه و، جوزجان، بلخ او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۸ کورنۍ او ۲۶۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۸ کورنۍ او ۱۶۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۹۸ عدده

هلمند کې د څه باندې ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د خاري کانال جوړولو چارې پيل شوې

د ابو او انرژي وزارت وایي، د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د بست کلا سيمه کې د خاري کانال او د هلمند سيند پر غاړه د ٩٠٠ متره تحکيم کاري پروژې د ۴۱۱ زره او ۶۳۵ امریکایي ډالرو په لګښت ‏د هلمند سينديزې حوزې ریېس ملا يعقوب قايم، د هلمند د عمومي سينديزې حوزې کفيل انجنير حبيب الله دين دوست او يو شمېر نورو مسولينو او علمای کرامو په شتون کې یې چارې پيل شوې.

‏د یادونې وړ ده، چې یاد استنادي دېوال د پینځه متره په لوړوالي او د څلور متره په پلنوالي سره او د ياد کانال تحکيم کاري د ٩٠٠ متره په اوږدوالي سره جوړيږي، چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه چمتو شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: سږکال هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د تېر کال په پرتله سږکال هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کرنې سکتور یې د صنعت او خدماتو ترڅنګ د کورني ناخالص تولید مهمه برخه جوړه وي.

دغه راز د هېواد زیاته وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ډیریو کورنیو عواید د کرنې له برخې څخه تمولیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې سکتور اهمیت ته په کتو د نورو سکتورونو ترڅنګ د دغه سکتور لا پرمختګ په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی دی.

اسلامي امارت د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې د بسټیزو کارونو او اسانتياوو لکه؛ پر بزګرانو د ۷۰ زره ټنه اصلاح شویو تخمونو وېشل، د کرنیزو کانالونو بیارغونه او جوړل، پر بزګرانو د کیمیاوي سرو وېشل،، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اوبو زېرمه کولو په موخه د کوچنیو بندونو جوړول، د کوکنارو د کرکېلې بندېدل او د بدیل کښت په توګه د غنمو کرل، پر بزګرانو د کرنیزو درملو وېشل، بهر ته د غنمو د قاچاق مخنیوی، په کور دننه د غنمو ساتلو لپاره د سیلوګانو فعالول، له بزګرانو څخه په مناسبه بېه د اضافي غنمو پېرل او له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه استفاده هغه هڅې دي، چې په دې برخه کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې، همدا لامل دی چې د تېرکال په پرتله سږکال د هېواد په کچه د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په روان لمریز کال کې د هېواد په کچه پر ۲.۱۴ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کړل شوي و، چې د تېر کال په پرتله د کر ځمکه کې شپږ سلنه زیاتوالی راغلی دی او په پایله کې یې ۴.۹ میلیون میټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د غنمو دغه حاصلات تر ډېره د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي.

ډاکتر عبدالباري عمر: اسلامي امارت هېواد د پانګونې غوره زمینې برابرې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس ډاکتر عبدالباري عمر د هرات ولایت له مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

دغه لیدنه د پانګونې په موخه د ځینو پانګوالو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې لیدنه کې ډاکتر عبدالباري عمر ویلي؛ موږ د پانګونې لپاره تر بل هر وخت غوره امکانات برابر کړي، هڅه مو دا ده ترڅو خصوصي سکټور ته برېښنا کې د پانګونې لپاره ډېرې زمینې برابرې کړو.

بل خوا د هرات ولایت مرستیال والي د برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي ریيس څخه پانګوالو ته د ښې زمینې برابرولو په برخه کې له هر اړخیز ډاډ او همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، دوي هم هڅه کوي تر څو د برېښنا برخې ته د پانګوالو پاملرنه را جلب کړي.

دغه ناسته په داسې حال کې تر سره کېږي، چې څخه موده وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریيس هرات ولایت کې د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له والي او یو شمېر صنعت کارانو سره په جلا جلا ډول لیدنې کړې وې.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۲۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي؛ د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۰۰ تنو منسوبین له دریو میاشتنيو فرهنګي، نظامي، تخنیکي او تکتیکي زده کړو وروسته د دې فرقې له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري محمد فصيح الدين فطرت، د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور، مولوي تاج محمد رهبر په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د پلاوي ترڅنګ د بدخشان والي محمد ایوب خالد، د بدخشان امنیه قوماندان مولوي عزیزالله عمر، د فرقې مسولینو، د سیمه ییزې ادارې استازو، علماوو، مخورو او نورو ګډون کړی وو.

د وسله وال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصيح الدين فطرت ویلي؛ د اسلامي پوځ سرتېري به له اسلام او اسلامي خاورې څخه دفاع وکړي او همدارنګه موږ باید د خلکو زړونه وګټو، ترڅو وکولی شو په سمه توګه حکومت وکړو.

دغه‌راز په دې مراسمو کې د بدخشان والي او یو شمېر علماوو او مخورو هم په اسلامي نظام کې د اردو د رول او اهمیت په اړه خبرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا د ملي اسلامي اردو سرتېرو د فراغت پینځمه دوره ده، چې له دغه ښوونیز مرکز څخه د تجربه لرونکو استادانو په زيار د پوځي زده کړو څخه وروسته فارغېږي.

شیخ محمد خالد حنفي: هر مسلمان باید د اسلام د وروستي پیغمبر (ص) سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت سپېدار ماڼۍ جامع جومات کې د اسلامي امارت د ځینو مشرانو او مسولینو په ګډون د حضرت محمد ص د مبارک سیرت په اړه غونډه شوې.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د امر بالمعروف، نهی عن النمکر او شکایتونو اورېداو وزير شیخ محمد خالد حنفي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني او د سیاسي معاونیت ملکي او پوځي کارکوونکو شتون درلود.

په‌ پيل کې شیخ محمد خالد حنفي د حضرت محمد (ص) د شخصیت روښانه کړی او ویلي يي دي؛ د پیغمبر (ص) د سیرت لوستلو سربېره د ورته غونډو جوړولو ترڅنګ اړتیا ده، چې هر مسلمان د اسلام د وروستي پیغمبر (ص) سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي.

نوموړي په ټولنه کې د مسلمانانو پر مسولیتونو هم خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، د نبي کریم (ص) بشپړ او هر اړخيز شخصیت ته په کتو باید د ژوند ټولې چارې د سنتو پر اساس مخکې لاړې شي.

دغه راز مولوي زر محمد حقاني د حضرت محمد (ص) د سیرت په اړه ویلي، له نېکه مرغه اسلامي نظام په هېواد کې د نبي کریم (ص) د سنتو پر بنسټ کار کوي او ټول قوانین د اسلام په رڼا کې جوړ او توشیح کېږي.

د ښاغلي حقاني په وینا، د اسلامي امارت له بریا وروسته د منکراتو پر وړاندې جدي اقدامات شوي او ټول علما کولی شي د بحث وړ موضوګانو په اړه خپل نظرونه له اړوندو ادارو سره په مستقیم ډول شریک کړي.