ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 917

د اوبو او انرژۍ وزیر سمنګان ولایت کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیروي بند او چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل

د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ سمنګان ولایت کې د ۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت ذخیروي بند او چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه پروژې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د سمنګان والي داملا شعیب رسالت، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر رفیع الله مجتبی، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي موسی جان حقبین، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رییس قاري محب الله عادل، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رییس محمد عمر انس او د یاد ولایت د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو او انرژي وزیر د اسپند سای ذخیروي بند په اړه ویلي؛ دغه ذخیروي بند د یو ملي سوداګر له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا د یو کال په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه ملا عبداللطیف منصور زیاته کړې، په ۱۴۰۳ کال کې هم د چک‌ډیمونو شپږ پروژې د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸۵ زره او۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې کابو ۳۸ زره او ۸۲ کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

اسلامي امارت له لوري د احتکار د مخنیوي کمېسیون جوړښت؛ د یني عالمانو یې هڅې ستایلي

د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره په نورو برخو کې د سمونونو ترڅنګ په بازارونو کې د احتکار د مخنیوي لپاره هم زیاتې هڅې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دیني عالمان د دغو هڅو په ستاینې سره وایي، د اسلام مبارک دین کې احتکار ناروا او حرام عمل دی او که هر څوک دا عمل ترسره کوي؛ د اسلام سپېڅلي  دین کې مجرم ګڼل کیږي.

ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي احتکار په بازار کې د بې نظمۍ لامل کېږي او د حکومت او خصوصي سکتور اقتصادي پالیسي ګډوډوي، چې له امله يې ټولنه له اقتصادي پلوه له بیوزلۍ او تنګسیا سره لاس او ګرېوان کیږي.

احتکار د قیمتونو د لوړوالي په تمه د لومړنیو توکو زیرمه کول او د ټولنې د اړتيا څخه ناوړه استفاده ده، چې د کارپوهانو په وینا، زیان یې عامو خلکو ته رسېږي .

تېرو پنځو میاشتو کې ګڼو هېوادونو ته د ۶.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبرې صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ د روان لمریز کال په لومړیو پینځو میاشتو کې یې نړیوالو مارکیټونو ته د ۶.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبرې صادر کړي دي.

بل لورته د افغانستان د مرمر ډبرو صادرونکې ټولنه وايي، د مرمرو تولید په برخه کې يې د کورني بازار اړتیا پوره کړې او په تېرو دریو کالونو کې په نړیواله کچه د افغانستان د مرمر ډبرو پیردونکي زیات او د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۱۰۸ د مرمر ډبرو د پروسس او تولید کارخونې فعالیت کوي، چې ۸۵ يې په پلازمینه کابل کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مرمر قیمتي ډبرې د افغانستان مرکزي زون ترڅنګ د هلمند، هرات او کونړ د مرمر ډبرې په نړیواله کچه شهرت لري.

هېواد کې په څه باندې زر هکتاره ځمکه ډول ډول ونې کېنول شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهسیې د ځنګلونو قطع، قاچاق پېر او پلور په ټولیزه توګه منعه شوی او په وینا يي چې د ځنګلونو د بیا احیا لپاره یې په یو زر او ۵۰۰ هکټاره ځمکه ډول ډول ونې کښېنولي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین زیاتوي، چې د ځنګلونو ساتنې لپاره يي شنه قطعه جوړه کړې او د عامه پوهاوي په موخه يي ټولنې جوړي کړي دي.

ورته مهال یو شمېر هېوادوال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له دې پرېکړې هرکلی کوي او د شنې قطعې د تشکیل د زیاتوالي غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ويلي و، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا د ځنګلونو کچه له ۱،۵ څخه ۲،۵ سلنې ته رسېدلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت: تېر کال د څه باندې ۵.۵ میلیون ډالرو په ارزښت زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو نن، د شنبې په ورځ (۳۱ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۴۷ کاني ساحو سروې، د دوه زره، پینځه زره، ۱۰ زره، ۲۵ زره او ۵۰ زره په مقیاس د جیولوژیکي نقشو ډیجیټل کول او د کاري فرصتونو رامنځته کول په تېر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

یادو مسولینو زیاته کړه، له کورنیو پانګوالو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک شوي او د ۱۰ کوچنیو کانونو قراردادونه هم لغوه شوي دي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا، د کانونو وزارت دا مهال د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د وړو کانونو ۱۶۷ فعال قراردادونه لري، چې له مخې یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو وویل، د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د کانونو د پروسس ۵۲ جوازونه شرکتونو ته ورکړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د قیمتي ډبرو د قانوني ایستنې لپاره طرزالعملونه ترتیب شوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د قیمتي ډبرو د غیر قانوني ایستنې او قاچاق مخه نیولې ده.

چارواکي وايي، د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمرد کان شاوخوا یو زر او ٧٠٠ سيمې سروې او تثبيت شوي او د قانوني ایستنې لپاره يې ۵۷۵ جوازونه صادر کړي، چې ۱۵ زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

مسولین زیاتوي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي.

د دې وزارت په وينا، په تېر يوه كال كې په هرات، تخار، غور، پروان، كابل، بغلان، فارياب او ننګرهار ولايتونو كې د ۱۳ لويو كانونو د ایستنې تړونونه لاسلیک شوي، چې زرګونو كسانو ته يې د كار زمينه برابره كړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په غور، بدخشان، پنجشیر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې ۱۲ مهمې پروژې تر کار لاندې دي او په غور، بادغیس او میدان وردګو، هرات، پروان، بامیان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونه کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پیل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې د ۱۴ کيلومتره مربع د مالګې کان د ۲۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره او دغه راز په تخار ولايت کې د مالګې د کان قرارداد د ۵۰۰ ميليونو افغانیو په ارزښت له کورنیو شرکتونو سره لاسليک شوي دي.

د دوي په وینا؛ د قشقري، انګوت او آق دریا له ٢١ ساحو څخه د نفتي موادو د ایستنې پروسه روانه ده، چې هره ورځ له دغو ساحو څخه شاوخوا یو زر او ۳۰۰ ټنه خام تېل ایستل کیږي، چې له امله یې درې زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز دغه وزارت د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د زیرمو د پراختیا په موخه د ۳۳ او ۳۵ نمبر څاګانو د کیندلو تړون هم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د کانونو قانون، د هایدرو کاربنونو قانون او د ټاپي پروژې د استملاک قانون د بیاکتنې او تصویب لپاره ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

همدا راز د ۴۱ طرزالعملونو په ترتیبولو کار روان دی، چې له دې جملې څخه ۱۵ طرزالعملونه ترتیب شوي، څلور طرزالعملونه تر کار لاندې دي او پاتې ۲۲ طرزالعملونه په پلان کې دي.

چارواکي وايي، تېر کال دغه وزارت د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ اته تړونونه لاسلیک کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د کانونو سروې کول او د پانګونې د جلبولو لپاره د زمینې برابرول، د کوچنیو او لویو کانونو لپاره داوطلبي، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په هېواد کې د سترو ملي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو لپاره د اړینو فرصتونو برابرول او د سیستمونو پراختیا د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

میدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۲۴۸ زره ډالرو په لګښت د استنادي دېوالونو او کانالونو جوړولو چارې پيل شوې

د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالي په شیخ اباد او تنګي سیمو کې د ۲۴۸ زره او ۷۲۲ ډالرو په ارزښت د استنادي دېوالونو او کانالونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د میدان وردګ د والي قاري بختیار معاذ، د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر محمد عارف مومند، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو او ځایي خلکو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پروژو د پیل پر مهال د میدان وردګ والي ویلي؛ د امارت مسولینو له ولسونو سره د کړو ژمنو څخه یوه مهمه د هېواد بیارغونه ده، چې اوس په ټولو ولایتونو کې پروژې روانې دي، نوموړي د سید اباد ولسوالي خلکو ته يې ډاډ ورکړی، چې د متوازن پرمختګ په پام کې نیولو سره د ولایت په کچه پروژې پلي کېږي.

قاري بختیار معاذ له ولسونو غوښتي، چې د امارت له مسولینو سره د بیارغونې په برخه کې همکار پاتې شي.

 د یادو پروژو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۷هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۶/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۰۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم ویشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۳ کورنیو سره ټولې ۴۱۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۵۷ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او  کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۹۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۵ کورنیو سره ټولې ۷۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، بغلان، جوزجان، تخار، کندز او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۰ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۵۵ کورنۍ او  یو زر او ۲۶۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۹ کورنۍ او ۱۹۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۵۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۱۳ عدده

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل له سوېلي افریقا د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرون (جمعه، د وږي ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه او په یاده لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان پیلیز توپوهونکو خورا ښه توپوهنه پیل کړه او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه.

لومړی پیلیز توپوهونکی ریاض حسن و، چې خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه خو بل لوري ته رحمن الله ګربز خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې سلیزه جوړه کړه.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي ۷مه سلیزه وه او لومړی افغان لوبغاړی شو، چې د لوبې په دې بڼه کې ۷ سلیزې جوړوي.

له دې وړاندې محمد شهزاد په ۶ سلیزو سره د ګربز ترڅنګ هغه مخکښ توپوهونکی و، چې له نورو یې ډېرې سلیزې جوړې کړې وې.

رحمن الله ګربز د نوموړي ریکارډ مات کړ او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره نوې کارنامه په خپل نوم ثبت کړه.

د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي هم بهترینه توپوهنه وکړه.

عمرزي په ۵۰ توپونو د ۵ څلوریزو او ۶ شپږیزو پرمټ ۸۶* منډې جوړې کړې.

دغه راز رحمت شاه زرمتي هم خپله ونډه ادا کړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې، چې پرمټ یې افغان اتلانو سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۷۳ منډو ملګرتیا وکړه.

عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې د پیل ملګرتیا ماته کړه او افغان لوبډلې ته یې هم ښه پیل ورکړ.

له دې وروسته راشد خان او ننګیال خروټي په پرلپسې توګه سیال لوبغاړي له ډګره وویستل او ټوله لوبډله یې تر ۱۳۴ منډو ایساره شوه.

ننګیال خروټي ۴ ویکټې ترلاسه کړې خو راشد خان چې له درده ډکه او په ټپي پښه توپ اچونه کوله، یوازې د ۱۹ منډو په بدل کې ۵ سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۴م ځل و چې راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۵ ویکټې ترلاسه کوي.

د نوموړي د غوره توپ اچونې پرمټ افغان اتلانو وکولی شول چې سیاله لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړي او په روانه لوبلړۍ کې دویمه بریا او په ټوله کې لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

راشد خان د خپلې بېسارې غوره توپ اچونې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ په همدې شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د بې‌ګناه فلسطینیانو لپاره یوه بله خونړۍ ورځ؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه او لوېدیځه غاړه کې ۳۵ کسان شهیدان شوي

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د فلسطین ملکي دفاع ادارې له قوله ویلي، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

 پر غزې دغو بریدونو کې تر ټولو مرګوني یې جبالیا نومې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور شوی، چې پکې د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

 د دې سربېره د لوېدیځې غاړې پر قباطية ښارګوټي د صهیونیستي عسکرو د څو ساعته یرغل په پاېله کې اووه تنه شهیدان شوي دي.