د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-غزني لویې لارې د دويم لین سړک له لومړۍ برخې (کابل-میدان وردګ) سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د سړک د قراردادي شرکتونو مسولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه اړینې لارښوونې کړې.
د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د کابل-غزني لویې لارې اړوند د دویم لین ۴۹ کیلومتره سړک د رغونې کار څه موده وړاندې په دوو لاټونو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټولپلازا (حق العبور) له محصول څخه ورکول کیږي.

