ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 919

د قوش تیپې کانال د خاورو سروې او د نمونې اخیستنې پروګرام پیل شو 

د کرنې وزارت وایي؛ د دې وزارت د خاورو پېژندنې ریاست د خاورې د ازمېښت، د کرلو وړ بوټو د ټاکلو او د کانالونو د فرعي او څانګیزو برخو د ډیزاین د طرحې لپاره ملي پراختیا شرکت ته د اړونده معلوماتو د ورکولو په موخه، د قوش تیپې کانال د ساحو د خاورو د سروې او نمونې اخیستنې پروګرام پیل کړی دی.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بهیر د خاورو پېژندنې ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم لخوا پیل شوی، چې یاد شوی پروګرام به دوه میاشتې دوام وکړي.

په لومړي ګام کې به د توپوګرافي نقشې پر بنسټ ۱۰۸ کیلومتره ساحې سروې او د خاورو نمونې ترې واخیستل شي، له دې وروسته به دغه بهیر تر وروستیو سیمو پورې ادامه پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش تیپې کانال تر پوښښ لاندې سیمو د خاورو د سروې او نمونو اخیستو وروسته، راټولې شوې نمونې به د دې ریاست په لابراتوارونو کې تجزیه او تحلیل شي.

د دې پر بنسټ به د خاورو وروستۍ نقشې او د مطالعې راپورونه ترتیب شي، ترڅو د ځمکو ښه استعمال او د سیمو د خاورو اصلاح لپاره اړوندو لورو ته وړاندې شي.

بهرنیو چارو وزارت: تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان د ګڼو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو نن، د پنجشنبې په ورځ (۲۹ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعاملاتو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د پیاوړتیا، د صنعت سکتور پیاوړتیا او د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته پاملرنه، د اقتصادي پروژو پلي کول، د بشري مرستو راجلبول، د نیمه بشپړو پروژو د پیل په پار د تمویل کوونکو سره همغږي او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د افغانستان د مهمو او کلیدي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې، د تیر کال له مهمو اجرااتو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د مدیریت په اړه اړین اقدامات ترسره شوي او هڅه شوې ترڅو له افغان دیپلوماتانو سره د منل شویو نورمونو او اصولو له مخې چلند وشي.

د مسولینو په وینا، د اسلامي امارت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لیرې کولو او له تور لیست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو د ایستلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 د دغه وزارت مسولینو وویل، د تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، دوحې او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل شول او دغه ډيپلوماتان د يادو هېوادونو له خوا په رسمي ډول ومنل شول.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د تېر کال په اوږدو کې د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اروپایي ټولنې او د نړیوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړې دي.

مسولینو وویل؛ په تېر یوه کال کې د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه د اسلامي امارت چارواکو ته ۴۶ سفرونه برابر شوي، د قطر، ترکیې، پاکستان او ایران په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د اسلامي امارت د چارواکو د ګډون زمینه برابره شوې او همدارنګه د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ۲۵ مهمې ناستې ترسره شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې ترسره شوي، چې د اقتصادي او زیربنایي پروژو د پیل، لکه ټاپي پروژې، ټاپ، نورالجهاد سب سټیشن، اورګاډي پټلۍ، همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیتي اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان، بیلاروس، روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان ، پاکستان، ایران او چین ګډې هڅې په دې برخه کې مهمې بیلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو، کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په کابل، اوزبیکستان او ترکمنستان کې د شپږو نندارتونونو د جوړولو، له چین، متحده عربي اماراتو، پاکستان او اوزبیکستان څخه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو لپاره د یو زر او ۶۸۱ بورسونو ترلاسه کول، د روسیې، چین، اوزبیکستان، اذربایجان، قزاقستان، مالیزیا او قطر هېوادونو له خوا یو زر او ۱۷۴ سکالرشیپونه او په هرات کې د وروستیو زلزلو ځپلو ته د اوزبیکستان، چین، ترکمنستان، قرغزستان، تاجکستان او اندونیزیا له هېوادونو څخه د بشري مرستو راجلبول، په تېر یوه کال کې د دې وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۸۳ زره او ۲۱۰ پېژندپاڼې او وثایق تصدیق او صادر شوي، ۴۱ زره او ۹۵۹ بهرنیو اتباعو ته ویزې ورکړل شوي، ۹۷ زره او ۵۵۶ پاسپورتونه وېشل شوي او ۴۲۶ زره او ۱۴۱ پاسپورټونه تمدید شوي دي.

دغه راز د هېواد په پينځو هوايي ډګرونو، اتو بندرونو او اوو ولایتونو کې د پاسپورټ خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم رامنځته کول او فعالول او همدارنګه د برېښنايي پېژندپاڼو او یو شمېر نورو اسنادو د وېش په برخه کې د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، تېر کال په مرکز او ولایتونو کې د ۲۵۰ کارکوونکو او ډیپلوماتانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه دایر شوي او د دغه وزارت له دیپلوماسۍ انستیتوت څخه ۲۸۵ تنه فارغ شوي دي.

د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي؛ د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د څو امارتي ادارو د چارواکو په ګډون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه جوړه شوې.

یاده غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې چې د کورنیو چارو، ملي دفاع، اقتصاد، عامې روغتیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې، د کابل ښاروالۍ او د ستنډرد ملي ادارې مسولینو ګډون درلود ترسره شوې.

په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني د هېواد د کرنیزو محصولاتو د لومړیتوب په اړه ویلي؛ د جوړ شوي طرزالعمل مطابق اړونده ادارې دې خپلې دندې په صداقت او سپېڅلې ارادې سره ترسره کړي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته ګټه ورسېږي او له دې لارې دوی وکولی شي له خپلو محصولاتو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دغه‌راز په دې غونډه کې، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت کنټرول، د شېدو پروسس، د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس لپاره د کارخونو مالکانو هڅول، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازار اقتصادي تحلیل، ملي معیارونو ته د تولیدي او پروسس کوونکو بنسټونو د پابندۍ او پلي کولو هڅول، د خصوصي سکتور لپاره په کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرول، د کورنیو محصولاتو ملاتړ او د وارداتي کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د موسمي ګمرکي تعرفو کنټرول او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.

د کابل-کندهار لویې لارې اړوند د دراني–زرنې سړک د اسفالټ لومړۍ طبقې کار بشپړ شو

د ټولګټو وزارت وايي؛ د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د ۱۷.۹ کیلومتره سړک د ATB  (د آسفالټ لومړۍ طبقې) کار بشپړ شو او د پاتې طبقو کار یې هم په چټکۍ سره جریان لري چې د ژمې له را رسېدو مخکې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په بېلابېلو برخو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او دا مهال عملاً جریان لري.

پکتیکا کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو روغتیایي مرکزونو چارې پیل شوې

د پکتیکا په ګیان او برمل لرو پرتو ولسوالیو کې د دې ولایت په همغږۍ د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ د ۶۶ میلیونو په ارزښت دوه روغتیایي مرکزونه جوړیږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالله جان حقمل ویلي؛ دغه دوه روغتیایي مرکزونه د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګډ سیمو کې په اساسي ډول جوړېږي، چې ټولې اسانتیاوې به ولري.

نوموړی زیاته کړې، د یادې ولسوالی خلکو په روغتیایي برخه کې ډېرې ستونزې لرلې، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به تر ډېره د دوی روغتیایي ستونزې حل شي.

سیمه اییز اوسیدونکي خوښ دي، چې د دوی په سیمه کې د لومړي ځل لپاره په دومره لوړه کچه د روغتیایي مرکزونو د بنسټ ډبرې ایښول کیږي.

ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزلې او پایله کې سلګونه کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال او مل پلاوي د اسلامي وحدت په ۳۸م نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور او ورسره مل پلاوی د ایران د اسلامي هېواد په رسمي بلنه او د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دې هېواد په پلازمینه تهران کې د اسلامي وحدت په ۳۸م نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی.

یاد کنفرانس د (ګډو ارزښتونو د لاسته راوړنو لپاره د اسلامي همکاري) تر عنوان لاندې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الأول له ۱۵مې نېټې څخه پیل کېږي او د دې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ولري.

په یاد نړیوال کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلا بېلو ستونزو او مسایلو په اړه خبرې کیږي، چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه پکې علمای کرام، مفکرین، څېړونکي او مشهور شخصیتونه ګډون کوي .

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۵هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۶/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳ کورنیو سره ټولې ۲۸۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۲ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم ویشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۲۰۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۷۸ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۲۸ زره او ۳۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۰۹ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې ۶۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۹۰ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۶ کورنیو سره ټولې لس میلیونه او ۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۹۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳ تنه و، بغلان او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۶۲ کورنۍ او ۹۲۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۶ کورنۍ او ۱۵۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۸۱ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۶۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۱۴ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو او متنفذینو د پکتیکا ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اقتصادي اداري مرستیال سره ته معلومات ورکړي.

د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو د خلکو د امنیت او هوساینې د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو له زحمتونو او کوښښونو قدرداني کړی او د مدرسو، ښوونځیو، روغتیا، مواصلاتي لارو او د پراختیایي پروژو او پراختیایي چارو موضوعات یاد کړل او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې په دې اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو سره په لیدنې د خوښي څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ د امنیت ټینګښت او په بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدماتو، ارامي او هوساینې برابرول، د اسلامي امارت  له دندو څخه دي او مسولین په دې برخو کې خپلې هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسېدنه وکړي.

د خلیل الرحمن حقاني او د جاپان سفیر لیدنه؛ د جاپان د بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې شوې

په افغانستان کې د جاپان سفير تاکایوشي کورومایا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان هېواد د بشري مرستو په جریان او څرنګوالي خبرې شوي.

د جاپان سفير په خپلو خبرو کې له پاکستانه د را ایستل شویو کډوالو د ښه مدیریت له امله د کډوالو چارو وزارت د فعالیتونو ترڅنګ، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت، اداري فساد او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې.

تاکایوشي کورومایا ویلي؛ جاپان اراده لري، چې له افغانستان سره خپلو خبرو او اړیکو ته په لوړه کچه دوام ورکړي، نوموړي له افغانستان سره د پخوانیو مرستو یادونه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې د دغه هېواد مرستې به دوام ومومي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د جاپان له بشري مرستو مننه کړې.

خلیل الرحمن حقاني د راستنو شویو کډوالو او داخلي بېځایه شویو په ستونزو او اړتیاوو رڼا اچولې او د کډوالو لپاره د سرپناه، پوهنې، روغتیا، حرفوي زده‌کړو او کاري فرصتونو په برخه کې یې د مرستو غوښتنه کړې.

روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.

دیمیتري ویلي، د افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې يې هېواد ته ارزښت لري او د هغه هېواد په کوربه‌توب په ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون له بلنې مننه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې ګډون کړی او په مثبت نظر ورته ګوري.

مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت بللی، چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو مسولینو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.