ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 920

مولوي عبدالکبیر: پنجشیر کې د سېلابونو ویجاړي د مخنیوي په موخه به یو شمېر بنسټیزو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشېر له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قاري احمدالله بدر د پنجشیر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سراسري امنیت د ټینګښت  ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، له ولسونو سره ښه همغږي لري او خلک له امنیتي ارګانونو سره همکار دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پنجشېر ګڼ شمېر ځوانانو په اسلامي اردو او د پولیسو په لیکو کې د جذب لپاره نوملیکنه کړې، چې ډېر ژر به یې رسمي چارې پیل شي.

د پنجشېر امنیه قومندان ویلي، د پنجشېر د ولسونو د ستونزو د حل لپاره د مسولو ادارو ترڅنګ ځانګړی کمېسیون هم کار کوي او وخت ناوخت له ځايي خلکو سره ناستې لري.

قاري احمد الله بدر په پنجشیر کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو پر اړتیا خبرې کړي او د بې روزګاره ځوانانو لپاره یې د کاري زمینو پیدا کېدو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، په پوځي برخو کې د وړ کسانو ګومارل او د مجاهدینو هڅو په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټينګ کړی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په پوځي ادارو کې د پنجشېر د یو شمېر ځوانانو د جذب تر څنګ به په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په عملي کېدو سره به د دندو زمېنې هم برابرې شي.

سیاسي مرستیال دغه راز زیاته کړې، هڅه کېږي په پنجشیر کې د سېلابونو ویجاړي د مخنیوي په برخه کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې شي.

لبنان کې یو ځل بیا د مخابراتي وسایلو د چاودنو له امله ۲۰ کسانو ژوند بایللی او ۴۵۰ نور ټپیان شوي

لبنان کې پرون (چهارشنبه، د وږي ۲۸مه) یو ځل بیا مخابراتي وسایلو (پېجرونو) چاودنې کړې دي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې په دې چاودنو کې ۲۰ کسانو ژوند بایللی او لږ تر لږه ۴۵۰ نور ټپيان شوي دي.

دا د مخابراتي وسایلو دویمه چاودنه ده، چې لبنان کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

له دې پېښې یوه ورځ وړاندې (سې‌شنبه، د سپټمبر په ۱۷مه) د لبنان په بېلابېلو سیمو کې ارتباطي وسیلو (پېجرونو) چاودنه کړې وه، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند پکې بایللی و او لږ تر لږه ۲ زره او ۷۵۰ نور پکې ټپیان شوي وو.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم په دې پېښه کې ټپي شوی و.

د لبنان حزب‌الله غورځنګ او ایران د دې چاودنو پړه پر اسرائیلو اچولې ده.

لبنان کې د پېجرونو چاودنو ته ګڼو هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا پېښه د نړیوالو قوانینو پر وړاندې یوه جدي ننګونه بللې ده.

د یاد وزارت ویاندې ویلي، چې د دې برید تنظیموونکو په قصدي ډول په منځني ختیځ کې د لویې جګړې رامنځته کولو هڅه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان د لومړي وزیر له مرستیال نجیب میقاتي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې چاودنو په تړاو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ایرلینډ د لومړي وزیر مرستیال دا د جینوا کنوانسیون څخه سرغړونه ګڼلې ده.

د اوزبیکستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره د مخې ښې لیدنه کې؛ دواړه هېوادونه به په ګڼو برخو کې همکاري پراخه کړي

کابل کې د اوزبیکستان سفیر یادگار خواجه شادمانوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره مخه ښې ناسته کړې.

په دې ناسته کې چې د اوزبیکستان لپاره د اسلامي امارت نوماند سفیر شیخ عبدالغفار بحر هم شتون درلود.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په لړ کې د اوزبیکستان د سفارت رول ستایلی دی.

مولوي امیر خان متقي له فتحې سره سم تر دې دمه په کابل کې د اوزبیکستان ډیپلوماټیک شتون ارزښتمن بللی او په تاشکند کې یې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور کچې لوړول د دوه اړخیزو اړیکو پرمختگ یاد کړی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تاشکند ته د اسلامي امارت د سفیر له تللو سره به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.

د اوزبیکستان سفیر په خپل وار د خپل ماموریت پرمهال د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه کړې او په افغانستان کې ماموریت له خوږو خاطرو ډک بللی.

یادگار خواجه شادمانوف د اوزبیکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مخ پر ودې بللي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه به گڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته کار وکړي.

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړی یوه ورځنۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او ستره بریا یې پخپل نوم کړه.

افغان لوبډله پرون (چهارشنبه، د وږي۲۸مه) د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې ډګر ته ښکته او بریا یې خپله کړه.

دا په نړیوال کرېکټ کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو لومړنۍ بریا وه، چې پخپل نوم یې ثبت کړه.

د یادې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې ښه پیل واخیست او د غوره توپ‌اچونې پر مټ یې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۰۶ منډو وسوځول.

د افغان لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوې ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه پاڼۍ کې افغان اتلانو د ګلبدین نایب د ۳۴* او عظمت‌الله عمرزي د د ۲۵ نا سوځېدلو منډو پر مټ افغان لوبډله تر بریا ورسوله او سیالې لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

فضل الحق فاروقي د ۳۵ منډو په بدل کې د ۴ ویکټو په اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې لوبلړۍ دویمه لوبه به راتلونکې جمعه د روانې سنبلې/وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ په ژوندۍ او قانوني بڼه له ملي سپورت څخه خپرېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېوادوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو او متنفذینو د دې ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

یادو علماوو او متنفذینو ویلي، افغان ملت له کلونو ناامنۍ او بې ثباتۍ وروسته امنیت او ارامۍ ته رسېدلی، چې له شک پرته د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د زحمتونو او کوښښونو پایله ده.

دوی همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو موضوعات یاد کړي او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت د مسولینو له دندو څخه بللي او ویلي یې دي، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسولین خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې د خدماتو برابرولو ته ګومارل شوي، چې شپه او ورځ کوښښ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د مُردیان ولسوالۍ د علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به د دوی غوښتنې وارزوي او د امکان تر حده به لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان له سفیر سره د کډوالو چارو د وزیر لیدنه؛ د کډوالو د ستونزو په حللارو خبرې شوې

په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره  لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو او د هغې په حللارو خبرې شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په پاکستان د کډوالو د بېلا بېلو ستونزو یادونه کړې او له پاکستان هېواد یې غوښتي، چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید کډوال په اجباري توګه و نه باسي او نه یې وځوروي.

خلیل الرحمن حقاني همدا راز له یاد هېواد څخه د کډوالو په اړه د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه کړې، ترڅو د کډوالو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او په هیڅ وخت کې کډوال د سیاستونو قرباني نشي.

دغه‌راز نوموړي په تورخم او سپین بولدک کې هم د ځینو ستونزو یادونه کړې او په تګ راتګ کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه یې کړې.

په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي؛ باثباته او مترقي افغانستان د پاکستان او سیمې هېوادونو په ګټه دی او کوم مسایل چې د خبرو له لارې د حل وړ وي باید ګډې ناستې پرې وشي.

عبیدالرحمن نظاماني زیاته کړې، کډوال زمونږ خپل وروڼه او خویندې دي او د دوی ستونزو ته رسېدنه زمونږ دیني او اخلاقي مسولیت دی.

ښاغلي نظاماني ژمنه کړې، چې یادې شوې ستونزې به له خپلې رهبرۍ سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ایراني پلاوی: افغانستان کې یو شمېر روغتیايي پروژې پیلوو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستې او همکارۍ اړوند خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیرد افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ څرګند کړی.

د فلسطین روغتیا وزارت: اسرائیلو غزه کې لږ تر لږه ۷۱۰ نوي زېږېدلي ماشومان شهیدان کړي

د فلسطین روغتیا وزارت یو ۶۴۹ مخیز سند خپور کړی، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د ۳۴ زره او ۳۴۴ شهیدانو نومونه، د پیدایښت نېټه او جنسیت پکې ځای پر ځای شوي دي.

یاد سند چې د روغتیا وزارت په ټیلګرام چینل خپور شوی، د ۲۰۲۳ د اکټوبر له ۷مې د ۲۰۲۴ د اګسټ تر ۳۱مې ارقام پکې لیست شوي دي.

د دې سند په لومړيو ۱۴ پاڼو کې د ۷۱۰ هغو نویو زېږدلو او له یوه کاله د کم‌عمر لرونکي ماشومانو نومونه ثبت شوي، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري شهیدان شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې (Save the Children) د اسرائیلو له لوري د ۷۱۰ نویو زېږدلو ماشومان شهیدانول غندلي دي.

یاد سازمان پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې هېڅ مور او پلار باید د خپلو ماشومانو د بایللو له امله دردمن نه‌شي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې زیاته کړې، چې له فلسطیني ماشومانو سره روان تاوتریخوالی نور د منلو وړ نه دی.

د یادونې وړ ده، چې د فلسطین روغتیا وزارت له لوري په خپاره شوي لیست کې د ټولو شهیدانو نومونه نه دي ثبت شوي، ځکه چې د یاد وزارت د وروستیو شمېرو له مخې غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.