ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 921

سترې محکمې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د سترې محکمې مسولینو نن، د چهارشنبې په ورځ (۲۸ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د سترې محکمې مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې، د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت دوه زره او ۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او یو زر او ۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په مجموعي توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوي دي.

د سترې محکمې د مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴ زره او ۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او اته زره او ۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

مسولین زیاتوي؛ چې د یادو قضیو له جملې څخه، د نشه یي توکو اړوند اته زره او پینځه او د ښځو د شرعي حقونو اړوند درې زره او ۳۷۳ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

 د مسولینو په وینا، سترې محکمې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې اجرا او په ډېټابېس کې ثبت کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ چې په تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوبات او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسیدلي، چې په اړه یې اصولي اجراآت ترسره شوي دي.

په همدې ډول په تېر کال کې د سترې محکمې عالي شورا ۳۸ ناستې کړي، چې په دې ناستو کې د ۱۹۱ مهمو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې ترسره شوي دي.

د سترې محکمې مسولینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي.

سربېره پر دې ټاکل شوي پلاوي په وروستي یوه کال کې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو د ابدائیه او نورو محکمو د تفتیش تر څنګ یې له زندانونو هم لیدنه کړې او د زندانیانو د وضعیت ارزونه یې تر سره کړې ده.

مولوي صدراعظم عثماني: د نشه یي توکو د کښت په بندیز کې نړۍ هم باید ونډه واخلي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر رییس پولیک اوکسي غای او د یادې ادارې د بدیل پراختیایي پروګرامونو رییس اردکاسټم سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

مولوي صدراعظم عثماني ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د نشه یي توکو کښت بند شوی، نو باید د کروندګر همکاري او ملاتړ وکړو ترڅو په راتلونکي کې نشه یي توکي و نه کري او د دوی غوښتنې باید پوره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې فعالیت کې نه یوازې د افغانستان دولت بلکې ټوله نړۍ باید ونډه واخلي، باید د دې هېواد د بزګرانو د صادراتو، وارداتو، تولید، ښوونې او روزنې، د سبړ، مېوو او غلو دانو د پروسس او د بنسټیزو کارونو د پلي کولو په برخه کې کار وشي.

دغه‌راز په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر مسولینو د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، په بهرنیو هېوادونو کې به په راتلونکو کنفرانسونو او غونډو کې له افغان بزګرانو سره د همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړي.

د یادونې وړده، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته ګڼ شمېر بزګرانو بدیل کښت ته مخه کړې او د کرنې وزارت هوډ لري، چې دوی ته مناسب بدیلونه ورکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۴هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵۵ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۲۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۲ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلا بېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم ویشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره ټولې ۴۲۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۵۸ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۵۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې ۶۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۹۷ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۳ کورنیو سره ټولې ۸۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۰۹ کورنۍ او ۱۱۳۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۸ کورنۍ او ۱۵۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۰۸ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۱۰۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۲۳ عدده

کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره؛ دوه ډوله منقول او غیر منقول اثار ترلاسه شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ د دې وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست له لوري د یوه کلتوري مرکز په تخنيکي همکارۍ د کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره هم پای ته ورسېده.

د کيندنو څلورمه دوره چې د شاوخوا درې مياشتو په جريان کې ترسره شوه، پکې دوه ډوله منقول او غیر منقول اثار ترلاسه شوي، چې دغه اثار په اسلامي او له اسلام مخکې دورو پورې اړه لري.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په ترلاسه شويو منقولو اثارو کې خټين، ډبرين، اوسپنيز او خاورين توکي او په غیر منقول اثارو کې محافظتي ديوالونه، دفاعي برجونه او کوټې شاملې دي، چې ياد اثار له کشف وروسته تر څېړنو، ثبت او سجل لاندې نيول شوي دي.

انتوني بلېنکن غزه کې د اوربند ټینګښت په موخه مصر ته سفر کړی

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غزه کې د اوربند ټینګښت په موخه قاهرې ته رسېدلی.

پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې، چې نږدې کال یې پوره کېږي، دا لسم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر کوي.

ټاکل شوې، چې بلېنکن به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په لیدنه سربېره د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بدر عبدالعاطي سره به په یوه خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بلېنکن به له مصري چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ غزه کې د جګړې پای ته رسولو او اوربند ټینګښت په تړاو یوې هوکړې ته د رسېدو په هڅو خبرې وکړي.

پوهنې وزارت: هلمند کې د ۴۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت وايي، د هلمند ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ۲۰ بابه ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړولو او  د ۲۰ بابه نورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

په همدې مناسبت د هلمند ولایت د پوهنې رییس له لوري د ځایي مسولینو او علماوو په شتون کې د یو شمېر ښوونځيو (دوه بابه د بازار په مرکز، یو باب په نوزاد او یو باب دوسنګ کلي کې) د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د هلمند ولایت د پوهنې ریيس د معلوماتو له مخې، د یادو څلور بابه ښوونځيو د رغونې ټولیز لګښت ۴۲ مېليونه او ٢٩٦ زره افغانۍ اټکل شوى، چې د يو همکار بنسټ له لوري تمویلېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ښونځیو هره ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.

دغه‌راز عامو خلکو په خپلو سیمو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د ښوونیزو بنسټونو د رغولو او پراختیا په برخه کې یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه کړې ده.

ملي دفاع وزارت: د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندانۍ د عالي زده کړو له ښوونځي څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندانۍ د څلور میاشتني شرعي دورې د عالي زده کړو د ښوونځي څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسموکې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد عمري، د فرقې درستیزوال مولوي محمد اسماعيل مصطفی یو شمیر علماوو، استادانو، د ځانګړو ځواکونو فرقې د قرارګاه اړوند جزوتامونو ګڼ شمیر مسولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

يادو مراسمو کې علماوو او د شرعي دورې استادانو ځوان منسوبینو ته د شرعي دورې او د هغې د اهمیت په اړه د معلوماتو ترڅنګ د اطاعت او اعداد په اړه بیانونه او لارښونې وکړې.

ورته مهال نویو فارغانو له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په پار بشپړ چمتووالی ښودلی.

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین د بندښت په تړاو راپورونه حقیقت نه لري

عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځینې بهرنیو رسنیو له لوري هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین د بندښت په تړاو راپورونه حقیقت نه لري او به دې برخه کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی.

کابل کې د ماشوم روغتیا/صحت طفل روغتون کې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق څانګې ډاکټران وايي، چې چارې یې په عادي ډول روانې دي او د ګوزڼ واکسین د کمپاین پر مهال او هم په ورځني ډول له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسینوي.

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان له قوله د ځینې بهرنیو رسنیو هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې اسلامي امارت په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین منع کړی.

یاد وزارت وايي، چې د ټولو ممکنه لارو څخه په ګټې اخېستنې هڅه کوي، چې د ساري او ګوزڼ ناروغیو د خپریدو مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د مسولینو په وینا؛ د روان کال له پیله یې تر اوسه په هېواد کې شپږ دورې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړی او د اړتیا پر مهال به د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه نورې دورې هم پیل کړي.

مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په پلي کولو کې د علماوو لارښوونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په بېلا بېلو لیدنو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شېخ طالب جان ادیب، د پنجشیر جهادي مدرسې له مهتمم شيخ مسیح الله او د لغمان د علماوو شورا رییس شیخ محمد سلیم سره لیدنه کړې.

په پيل کې شيوخو د جهادي مدارسو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړي، د جوماتونو او مدارسو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

دوی ویلي، دا مهال ګڼ شمېر طالب العلمان په جهادي مدارسو کې په زده‌کړو بوخت دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د اسلامي نظام په ټينګښت کې د علماوو ونډه مهمه بللې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مسولین د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په پلي کولو کې د علماوو لارښوونو ته ځانګړي ارزښت ورکوي.

د افغانانو ترمنځ يووالی د باثباته افغانستان تضمين دی

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې هېواد سنټ پیټرزبورګ ښار کې د’ کلتوري اتحاد‘ ناسته کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته په سفر تللی، چې د سفر په پای کې يې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې له مسکو ميشتو افغانانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ افغانستان له پینځو لسیزو جګړو وروسته د يو مقتدر مرکزي نظام څښتن شوی دی، د امنيت، ثبات، يووالي او ورور ولۍ له پاره زمينه برابره شوې ده، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او هويت دی.

نوموړي د افغانستان او روسيې اوسنۍ اړيکې ښې بللي او له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستانه پياوړو اړيکو غوښتنه یې کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزير زياته کړې؛ اسلامي امارت په تېرو دريو کلونو کې په بېلا بيلو برخو کې لکه، اداري فساد او مخدره توکو سره د مبارزې برخو کې ډيرې لاسته راوړنې لري.

ښاغلي خیرخواه په مسکو کې د افغانستان سفارت په روسیه کې د ميشتو افغانانو کور او د سفارت کارکوونکي يې د خلکو خادمان بللي او د افغانانو تر منځ يې په يووالي او ورورولۍ ټينګار کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزير، دغه راز افغان کدرونه د هېواد ملي سرمايه بللې او غوښتنه یې کړې، چې خپل هېواد ته دې د خدمت په موخه راستانه شي.

ورته مهال مسکو کې مېشتو افغانانو د حکومتولۍ د بهبود او د اصيل افغاني کلتور د پراختيا او تقويې په موخه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړي او روسيه کې يې د يو کلتوري مرکز د جوړولو غوښتنه کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ورته د کلتوري مرکز جوړولو برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.