ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 922

‏ د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې کترینا ریټز او د نړیوال فدراسیون له مسول نېسېفور مګېنډي سره د ګډو همکاریو د پراختیا او لا ښه والي په موخه درې اړخيزه ناسته کړې.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس نوموړو ته ښه راغلاست ویلی او له افغاني سرې میاشتې سره د دوی له لوري شوې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ یې اغېزمنې بللې دي.

همدا راز شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په خپلو خبرو کې مقابل لوري څخه د روغتیا، پېښځپلو د لاسنيوي او اقليمي بدلون په برخه کې د مرستې ترڅنک د نویو پروژو د پيل او زیاتوالي غوښتنه کړې.

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون او ای سي ار سي مسولینو د افغاني سرې میاشتې خدمات رښتيني او صادقانه بللي او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، نسايي ولادي او ماشومانو د روغتیا برخه کې يې د مرستې سربېره د لا ډېرو هڅو او کوښښونو ژمنه کړې.

لبنان کې د ارتباطي وسیلو (پېجرونو) د چاودنو له امله ۹ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۳ زره نور ټپیان شوي

پرون (سې‌شنبه، د سپټمبر په ۱۷مه) د لبنان په بېلابېلو سیمو کې ارتباطي وسیلو (پېجرونو) چاودنه کړې، چې زرګونه کسان پکې ټپیان شوي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۳ زره نور تپيان شوي دي. ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نوره هم لوړه شي.

یاد وزارت د څه‌باندې ۲۰۰ ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

د لبنان حزب‌الله غورځنګ د دې چاودنو پړه پر اسرائیلو اچولې او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا پېښه غندلي او پړه یې پر اسرائیلو اچولې ده.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه؛ د اړندو کمېټو کړنې ارزول شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې په پیل کې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د کمېټو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې ارزول شوي دي.

وروسته د کارپنځونې، هغو کډوالو ته چې کورونه نلري د ځمکې د وېش، په اجاره د کرنیزو ځمکو د ورکړې او د ښارګوټو او بېرته راستنو شویو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحې په ځانګړي ډول د یاد کمېسیون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه خبرې شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الاول ۱۳مه/ وږي ۲۶مه) نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې پکې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شويو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې مېشتو هېوادوالو ته د شته امکاناتو نه په استفاده په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې له اصولي پړاوونو ترسره کولو وروسته دې د تائید او منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره په اتم سیمه‌ییز کنفرانس کې کډون وکړ

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي عُمان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره د ‘’Advancing Public Health Preparedness and Response:  Challenge, opportunities and Ways Forward’’ په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ.

 په دې کنفرانس کې چې د شرقي مديترانې حوزوې د ۲۲ هېوادونو د روغتیا برخې استازو په کې ګډون کړی و، د هېوادونو ترمنځ د روغتیايي میزان پر پیاوړتیا، په روغتیايي برخه کې په ناڅاپي توګه رامنځته کېدونکو بېړنيو پېښو ته پر چمتووالي، د واکسیناسیون خدماتو پر پیاوړي کولو، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر د اوزبیکستان له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د اوزبیکستان له سفير خواجه یادګار شادمانوف سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د اوزبیکستان سفير په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت په موده کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اوزبیکستان دوست هېواد دی او د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې دوستانه او ژورې دي.

ښاغلي شادمانوف دې ته په اشارې چې په افغانستان کې یې د خپل د ماموریت پرمهال د کابل او تاشکند د اړیکو پراختیا ته ځانګړی پام کړی وویل، د اوزبیکستان چارواکي افغانستان سره د لا ډېرو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي څرګنده کړه؛ افغانستان ته د اوزبیکستان د لومړی وزیر د سفر پر مهال د شویو دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر عملي کېدو کار پیل شوی، همداراز به په نږدې راتلونکي کې یو بل اوزبیک پلاوی هم د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته سفر ولري.

خواجه یادګار شادمانوف په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا د یادونې ترڅنګ وویل، د اوزبیکستان تخنیکي ټيمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدي کارخونو د بیارغاونې پلان لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د خواجه یادګار شادمانوف دیپلوماتیک ماموریت او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د نوموړي هڅې وستایلې او له تاشکند سره یې د اسلامي امارت اړیکې په مناسب حالت کې یادې کړې.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ضرر ورسیږي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي، همداراز په پام کې لري د بحث وړ موضوعات د خبرو له لارې حل کړي.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د استخباراتو د مشر د څرګندونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، په تېرو درې کالو کې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي او د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.

د فلسطین پوهنې وزارت: پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۱۱ زره زده‌کوونکي شهیدان شوي

د فلسطین پوهنې وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۱ زره او یو زده‌کوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۷۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت د اټکل له مخې، په غزه تړانګه کې ۱۰ زره او ۸۸۸ زده‌کوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۲۲۴ نور ټپیان شوي، حال دا چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۱۳ زده‌کوونکي شهیدان، ۵۴۸ ټپيان او ۴۲۹ نور بندي او نیول شوي دي.

صهیونیستي اشغالګرو غزه کې خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۵۲ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۴۹۷ نور ټپیان شوي دي.

کورش؛ پلخمري ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په پلخمري ښار کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې مصلح کلب ورزشکارانو لومړی، افضلي کلب ورزشکارانو دویم او د دهنه کلب ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ؛ همدارنګه د ۱۳۰ ورزشکارانو له ډلې اووه ورزشکاران د بغلان ولایت کورش منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د بغلان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکاران وستایل شول.