ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 923

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د کندهار اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۴۸۰ پولیسو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د کورنيو چارو وزارت اړوند جنوب غرب زون د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د امنیتي ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون کړی

د کورنيو چارو وزارت اړوند جنوب غرب زون د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۸۰ تنو امنیتي ځواکونه تر دوه میاشتنۍ نظامي زدکړو وروسته فارغ شول.

 یادو مجاهدینو چې دوې میاشتنۍ مسلکي او شرعي زده کړې په یاد مرکز کي بشپړې کړې، نن یې فراغت غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستیال محمد ابراهيم صدر، د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار، د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستیال مولوي عبدالله مختار، د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي امين جان فتح الله، د کندهار والي ملا شيرين، امنیه قوماندان مولوي سمیع الله حزب الله، د کندهار اسخباراتو رییس، ګڼ شمیر علماوو، د حوزو امرینو او ولسوالانو ګډون کړی وو.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټولو مجاهدینو او مسولینو ته ارزښتناکې توصیې او سپارښتنې کړي او مجاهدین یې خپلو راتلونکو مسولیتونو او دندو ته متوجه کړي دي.

نوموړي وویل؛ تاسې مه مایوسه کیږئ، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودریږئ.

امیرالمؤمنین مجاهدینو ته یې په خطاب کې ویلي؛ له ولس سره نېکه رویه وکړئ، د بیت المال پوره خیال وساتئ، تکبر او غرور مه کوئ دا د الله ﷻ امتحان دی کوښښ وکړئ چې په ښه ډول کامیاب شي.

 عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فارغ شويو مجاهدینو ته د خبرو پر مهال وویل؛ تاسې چې کومې زده کړې او روزنه کوی، نیتونه اصلاح کړئ، چې په دې زده کړو او تعلیم به د اسلام او خلکو خدمت کوو، په دې روزنه به اسلامي شریعت په ځمکه نافذوو، د خپلو مشرانو او امیرانو اطاعت وکړئ.

 همدارنګه امیر المؤمنین حفظه الله له ټولو مجاهدینو او مسولینو غوښتنه وکړه، چې خپل مسولیت د شریعت په رڼا کې مخته یوسئ.

 د یادونې وړ ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د فارغ شویو مجاهدینو لخوا نظامي او فزیکي نمایشات د امیر المؤمنین حفظه الله پر حضور کې ترسره شول.

 یاده فراغت غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: تېر کال څه باندې نهه میلیونه بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو نن، د سه شنبې په ورځ (۲۷ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، په مرکز او ولایتونو کې یو زر او ۵۸۱ تنه ځوانانو ته د وړیا او ۱۷ زره او ۷۸۷ نورو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز له نړيوالو ادارو سره په تفاهم او همغږۍ د ځوانانو د مسلکي زده کړو او ظرفيت لوړونې لپاره ۱۸ ښوونیز مرکزونه رامنځته شوي، چې ۱۴ زره ځوانانو ور څخه ګټه پورته کړې ده.

مسولینو زیاته کړه، د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د وړتیاوو لوړونې په موخه ۳۱۰ روزنیز سيمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې شوي دي.

د وزارت د مسولینو په وینا، په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.

همدارنګه د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰  سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هوډ لري چې ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي، په همدې موخه تېر کال کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال او اوسمهال عملاً زده کوونکي پکې روزل کېږي.

همدا راز په تېر کال کې شاوخوا نهه زره بهرنیو او څه باندې نهه میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د دې تر څنګ، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم دوام لري.

د ګرځندوی صنعت په برخه کې درې زره شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت دی، چې په زرګونو کسان پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

مسولین زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چینلونو لپاره کړنلاره نهايي شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده.

دغه راز د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.

په همدې ډول د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د دوه زره او ۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د مسولینو په خبره، د بېلابېلو مسايلو په اړه شپږ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه په لار اچول شوي دي.

همدارنګه د باختر خبري اژانس، دولتي ورځپاڼو او بیهقي کتابتون د فعالیتونو د بډاینې او پیاوړتیا لپاره هم مهم ګامونه پورته شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۳/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۶/۶/۱۴۰۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۰۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې ۳۱۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۰ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۵۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۶۶ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۹۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۹۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۸۰۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۴ کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۱۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۰۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۰۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۳ کورنیو سره ټولې ۹۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۰۳ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، پروان، سرپل، بلخ، بغلان، پکتیکا، کندوز او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۸۷ کورنۍ او ۹۸۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۳ کورنۍ او ۱۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۷۷ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۱۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۶ عدده

عمان کې د اسلامي امارت سفارت بیا ځلې خپل فعالیت پیل کړ

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د عمان سلطنت په پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت چارې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتانو له لوري په منظم ډول ترسره کیږي.

یاد وزارت خبر ورکړی، چې دې سفارت د افغانستان او عمان د وګړو لپاره د ۱۴۴۶/۳/۵ نېټې د یکشنبې له ورځې څخه خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول پیل کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د کوربه هېواد په همکاري د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پیلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.

دغه‌راز د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ څخه مننه کړې ده.

مولوي عتیق الله عزیزي له لیکوالانو او شاعرانو سره مشورتي غونډه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي کابل بابر بڼ کې له ګڼ شمیر لیکوالانو، شاعرانو او د علومو اکاډمۍ له غړو سره مشورتي ناسته کړې.

په دې غونډه کې د ترنم او ترانو رییس مولوي امان الله مستغفر له استادانو، لیکوالانو او شاعرانو غوښتتي، چې د هېواد د روان کلتوري او ادبي حالت په خاص ډول د شعر او ترنم د پرمختيا او بهبود لپاره ورسره خپل رغنده نظرونه او مشورې شریکې کړي.

ورسته غونډې برخوالو په نوبت سره خپل وړاندیزونه، اصلاحي نیوکي او په زړه پوري مشورې هم وړاندې کړې.

په یاده غونډه کې لیکوالانو او ادیبانو ټینګار کړی، چې د شاعرانو د شعري مجموعو او اثارو چاپ ته دې پاملرنه وشي.

وروسته د اطلاعات کلتوروزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوی عتیق الله عزیزي ارزونکي خبرې کړي او د غونډې د برخوالو وړاندیزونه، مشورې او توضیحات یې مهم بللي .

باميانو کې د دوو قومونو ترمنځ ۵۰ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

د بامیان ولايت په يکه ولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو لويو قومونو ترمنځ هغه ۵۰ کلنه شخړه هواره شوه، چې د وخت حکومتونو او خلکو د ډيرو هلو ځلو سره سره ناحل پاتې وه.

د یاد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت د قومي مشرانو، مصلحينو، علماوو او د اسلامي امارت د ځينو مسولينو په ګډو همکاريو دغه اوږده شخړه حل شوه او دواړه طرفونه د سولې په ټغر سره کېناستل.

مصلحينو او جرګه کوونکو د يادې موضوع د ښه تشخيص په موخه سيمې ته سفر وکړ او د دواړو طرفونو په عادلانه فيصله يې دغه ۵۰ کلنې شخړې ته د پاي ټکی کيښود.

ښکېلو اړخونو د اسلامي امارت له مسولينو څخه مننه کړې، چې یاد جنجالي شخړه يې ورحل کړه او ژمنه يې کړې، چې راتلونکي کې به د يو بل پر واندې هيڅ تاو تريخوالي ته زړه نه ښه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې حل او فصل کړې دي.

مرستندویه بنسټونه: اسرائیل غزې ته د ۸۳ سلنه خوراکي توکو د مرستو رسېدو مخنیوی کوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د ۱۵ مرستندویه سازمانونو یوه ګروپ په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې اوسېدونکي په منځني ډول هره ورځ یو وخت خواړه خوري، ځکه چې اسرائیلي عسکر د ۸۳ سلنه خوراکي توکو د مرستو رسېدو مخنیوی کوي.

یادو بنسټونو زیاته کړې؛ د اسرائیلو له لوري د مرستو بندښت له ۲۰۲۳ کال راهیسې، چې د خوراکي توکو یوازې ۳۴ سلنه مرستې بندې شوې وې، د پام وړ زیات شوی دی.

د فلسطین د غیرې دولتي موسسو شبکې (PNGO) مشر امجد الشوا په یوه بیان کې ویلي، چې اوس‌مهال د غزې ۱۰۰ سلنه اوسېدونکي په مرستو متکي دي او کمښت یې د خلکو د لوږې په مانا دی.

نوموړي غزه کې د لوږې پای ته رسولو او د دې جدي ستونزو د ژر تر ژره حل غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

‎په دې لیدنه کې د یاد ولایت علماوو ویلي، په دې ولایت کې په بشپړ ډول امنیت ټینګ شوی او محلي مسولین تل د خلکو د ستونزو د حل کوښښ کوي.

‎نوموړو له مسولینو غوښتي، چې په دې ولایت کې د مدرسو، ښوونځیو، معیاري روغتیایي مرکزونو او د بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

‎د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او په دې برخو کې خپلې هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به ترخپله وسه رسېدنه ورته وکړي.

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت به د سترو اقتصادي پروژو په پرانیستې سره سیمه کې مثبت اقتصادي بدلون راولي

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې مېشتو د دولتونو سفیرانو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او وسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو هر اړخیزه معلوماتي وینا کړې.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو په برخه کې د اسلامي امارت سیاسي اراده ټینګه بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې شاهدان واوسو چې ټاپي تر خپل منزل مقصود پورې ورسېږي او د پاکستان او هندوستان ولسونه هم ګټه ترې واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر له نورو ګډونوالو غوښته کړې، چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو تعامل پر ځای په کار ده چې د ګټې-ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وکتل شي.

 ښاغلي متقي ویلي؛ اوس د نړۍ ګڼ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د ژیوپولیتیک لیدلوري پر ځای کولی شي مسایلو ته له ژیوایکانومیکي زاویې وګوري او په نهایت کې ټول ګټونکي واوسي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به سیمه کې ستر مثبت اقتصادي بدلون راولي چې د ټولو لوریو اقتصادونه به ورسره وغوړېږي.

په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خوجه عوضوف هم وینا کړې او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي څپرکي پیل بللی دی.

د ترکمنستان سفیر ویلي، چې هېواد یې غواړي افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

د سیاسي کمېسیون غونډه؛ پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو او پرمختګونو خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

په دې غونډه کې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د هېواد او سیمې په وروستیو تحولاتو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو او پرمختګونو خبرې وشوې.

دغه‌راز په غونډه کې په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په حل، د افغان کډوالو لپاره د لازمو تیاریو په څرنګوالي او ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د اجنډا اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه لازم تدابیر ونیول شول.