ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 924

کابل کې د اوزبیکستان سفیر له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې؛ اوزبیک پانګوال افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د اوزبیکستان سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه وکړه.

‎په پيل کې، د اوزبیکستان سفیر ښاغلی یادګار خواجه شادمانوف چې ۱۲ کاله وروسته یې په افغانستان کې د سفیر په توګه ماموریت پایته ورسېده، له خپل هېواد سره د افغانستان اسلامي امارت په نېکو اړیکو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هېواد کې کوښښ کړی، چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شي او پراختیا ومومي.

‎نوموړي دې ته په اشارې چې د اوزبیکستان دولت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی زیاته کړې، د هېواد سوداګز او پانګوال یې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کانونو د را اېستلو او انرژي په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

‎ د رياست الوزرا اداري مرستيال په کابل کې د اوزبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره په لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ  په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د کړنو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې ورته د بریالیتوب هیله کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په یادولو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.

نوموړي همدارنګه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هرکلی کوي او سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت سمنګان ولایت کې د روغتیايي سکتور پینځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لوري سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي سکتور پینځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د ۲۰ بابه روغتیايي ځالو ودانۍ، لس روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې بریښنا سستم، سمنګان ولایتي روغتون کې د احاطوي دېوال، وسایلو او امبولانسونو لپاره مناسب ځای او د سرسبزه ساحې جوړول شامل دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د سمنګان والي، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، ډاکټرانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.

مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې د دغو پینځوو بنسټیزو روغتیايي پروژو چارې بشپړېدل سمنګان ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه بللي او ویلي يي دي، په دې سره به د سمنګان ولایت روغتیايي برخه پیاوړې او خلکو ته د لاس رسي وړ شي.

بلخوا د سمنګان ولایت استازو په ترسره شویو روغتیايي پروژو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت مننه کړې، چې روغتیا برخه کې یې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.

اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۲۰ فلسطینیان نیولي

الجزیرې د فلسطیني بندیانو ټولنې له قوله راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له پرون راهیسې د یوه ماشوم په ګډون ۲۰ فلسطینیان نیولي.

د یادې ټولنې په وینا؛ صهیونیستي عسکرو بندیان او د هغوی کورنۍ ګواښلې هم دي.

پر غزه د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې د ختیځ بیت‌المقدس په ګډون په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۰ زره او ۷۰۰ فلسطینیان نیول شوي دي.

په دې سیمه کې لا هم اسرائیلي وحشتونه دوام لري او د خلکو بندیانولو تر څنګ پر بېلابېلو برخو د بریدونو له امله ځايي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د ۱۵۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰۴ فلسطینیان شهیدان او له ۵ زره او ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د شمالي سالنګ د ۲۱مې او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شو

د سالنګونو لويې لارې د بنسټیزې بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټور وزارت وايي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شوی او دا مهال یې د سیخ تړلو کار په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به کانکریټ اچونې ته چمتو شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه راز د یادې لویې لارې د جنوبي سالنګ اړوند د ۱۵مې ګالرۍ د فلتري طبقې کار تقریباً بشپړ شوی، چې د CTB  طبقې کار به یې په نږدې ورځو کې پیل شي او له ۱۵مې ګالرۍ څخه تر ۱۴مې ګالرۍ پورې د سړک او ویالو د کیندنې کار جريان لري.

همدارنګه د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي او جنوبي سالنګونو په ځنې برخو کې د کیندنې او په ځینې نورو برخو کې د CTB طبقې چارې جریان لري.

 دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار په دریو برخو کې له خصوصي سکتور سره د تړون له مخې پیل کړی دی.

د قطر سفارت له استازو او د جاپان له سفیر سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د روغتیايي سکټور په پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سفارت له استازو یوسف عبدالله المهندي او مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د قطر هېواد له لوري په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا، په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او د افغانستان روغتیايي سکتور سره د قطر هېواد د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي برخې  پیاوړتیا لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د قطر هېواد همکاري اړینه ګڼلې او په دې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړی او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ څرګند کړی.

همداراز مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له سفیر کورومیا تاکایوشي سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د روږدو ناروغانو د درملنې، واکسین، ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد په همکارۍ ټینګار کړی.

له بل لوري د جاپان هېواد سفیر د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې د روږدو د درملنې، واکسین او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي؛ موږ ژمن یو، په نږدې راتلونکي کې په یادو برخو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړو.

له تېرې ادارې څخه پر نظام د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی

له تېرې ادارې څخه پر نظام باندي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له پاتي پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانۍ ورکول شوې دي.

مالیې وزارت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړي سره سم د مالیې وزارت له لوري له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له پاتي پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانی پور ورکول شوی دی.

له دې بهرنیو بنسټونو څخه نړیوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ او اسيايي پراختيايي بانک ته نیږدې ۱.۹ بیلیونه میلیارده افغانۍ بېرته ورکول شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ سربېره پر دې د مالیې وزارت په روان (۱۴۰۳ هـ. ل) کال کي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو د پورونو د ورکړي په موخه له ملي بودیجې څخه يوه اندازه پيسې ځانګړې کړې دي، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتني او د اسلامي امارت د رهبري له لارښوونې سره سم به یادو بنسټونو ته ورکړل شي.

اسلامي امارت په تېرو دریو کلونو کي له هيڅ کوم بهرني هېواد يا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی؛ بلكي هڅه کوي، چي له تېري اداري څخه پر نظام باندې ټول پاتې پورونه هم له شوي قرارداد سره سم د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ بېرته ورکړي، تر څو افغانستان د هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتې نه شي .

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو پېرودلو په موخه هرات ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د هرات ولايت له يو شمېر بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د کرنیز تخم توليدونکو شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

ملا اغاجان اخوند په دې ليدنه کې بزګرانو ته ویلي؛ موږ د دوو موخو لپاره دې ولايت ته راغلي يوو، يوه موخه د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي، او بله موخه له بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او توليدونکو سره ليدل او د هغوی ستونزې اورېدل دي، ترڅو د خپل توان په اندازه ورته د حل لارې پيدا کړو.

د هرات د کرنې رییس مولوي پیرمحمد حلیمي ویلي؛ د هرات خلک د صنعت او سوداګرۍ تر څنګ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم بوخت دي، د غنمو پېرودل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه دي، ترڅو خپل غنم په ټیټه بیه ونه پلوري.

همداراز د کرنې وزارت د ستراتيژيکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقيار د بزګرانو اضافي غنمو د اخیستلو او تدارکاتي بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ موږ غنم په مستقیم ډول له بزګرانو اخلو، ترڅو هغوی ته ګټه ورسي. (څلور کيلو) په ۹۰ افغانۍ اخلو، او له تدارکاتي بهیر وروسته به دا غنم د دې ولايت په سیلو کې زېرمه کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې سربېره د انتقال ټول لګښتونه، بورۍ، او کرایه د کرنې وزارت په غاړه دي.

د هرات ولایت بزګرانو ویلي، د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول یو ښه اقدام دی.

د یاد ولايت بزګرانو د پستې ځنګلونو ساتنه او پراختيا، د غنمو تخمونو وېش، کيمياوي سرې، کرنیز وسايل، د څارویو د واکسین تطبیق، د څارویو د خوراکي توکو وېش او بزګرانو ته د کوچنیو پورونو بانک جوړول هغه غوښتنې وې، چې د کرنې وزارت له استازو سره یې شریکې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې له رییس سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رییس مولوي محمودالله زاهد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رییس د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو سربېره په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو راپور د عامې روغتیا وزیر سره شریک کړی او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه اوریدلي دي او دې برخې ته یې په لا زیاتې پاملرنې ټینګار کړی.