ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 929

کابل کې د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو تصفیه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د یونیسف په مالي مرسته د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په تبه خان او فقیر اباد کلیو کې د ۵۱۸ زره او ۷۱۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبو تصفیه خونې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، یو شمېر مسولینو او ځايي اوسېدونکو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې ملا محمد یونس اخندزاده ویلي؛ نن دا دي کابل کې د لومړي ځل لپاره د سیند خړو اوبه تصفیه کولو پروژه افتتاح کېږي، چې د یادي سیمې د اوسیدونکو لپاره یوه حیاتي او ارزښت لرونکي پروژه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له نن څخه وروسته به هېڅوک هم له کور څخه په مترو-مترو لیري د اوبو راوړلو لپاره نه ځي، په خپل کور کې به د څښلو اوبه لري او هر چا ته به په کور کې د پاکو اوبو نل لګیدلي وي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ډاډ ورکړی، چې د خپلو شته امکاناتو له مخې به په بېلابېلو برخو کې کلیوالو ته خدمت وکړي او له دوی یې غوښتي، چې د خپلو پروژو په ساتنه کې جدي کوښښ وکړي.

نوموړي پر موسساتو غږ کړی، چې هڅه باید وکړي، تر څو په ټولګټو او سالمو پروژو باندې کار وکړي.

په یاده شبکه کې د ۸۰، ۱۳۰ او۸۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو د درېیو ذخیرو جوړول، د ۱۲ زره او ۹۲۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۱۸ سولر تختو او ۵۲۶ شیردانونو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د یادو کلیو ۱۲۹۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبي ورځ، د 1446/3/9هـ ق نېټه چې 1403/6/22هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (13) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (51) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (6) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (32) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (34000)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (11) کورنیو سره مجموعًا (90000) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (33) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (42) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (215) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (42) کورنیو سره مجموعًا (220000) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (351) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (131) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (286) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (123) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (92) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (320) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (1918) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (83) کورنیو سره مجموعًا (554000) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (92) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (115) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (260) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (116) کورنیو سره مجموعًا (848000) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (262) کورنۍ او (846) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (6) کورنۍ او (32) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (252) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (248) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

ملا خیرالله خیرخواه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راځئ په ګډه یې ودان کړو

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د مېشتو افغانانو د کلتوري ټولنې له ریيس او غړو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې ملا خيرالله خيرخواه له افغان فرهنګيانو سره په ليدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ له څلور لسيزو وروسته اوس افغانستان د يوه داسې نظام څښتن دی، چې په ټول هېواد په کامله توګه حاکميت لري.

دغه‌راز په هېواد کې امنيت حاکم دی، افغانان دې هېواد ته راستانه شي، تر څو تر يوه چتر لاندې سره راټول شو او په يووالي د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو شلو کلونو کې مو ډيرې امنيتي ستونزې درلودې، اما نن ورځ هر افغان د‌ خوندیتوب احساس لري، د‌ هېواد ګوټ ګوټ ته په ارام زړه سفر کوي، د افغانستان ارضي تماميت او ملي حاکمیت تر پخوا ډير خوندي دی، له اداري فساد او نشه‌یي توکو سره جدي مبارزه شوې ده.

همدا راز امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او ملي ارزښتونو د ساتنې په خدمت اخته دي او د خلکو، هېواد او ازادۍ لپاره ژمن دي.

سنټ پیټرزبورګ ښار کې ميشتو افغانانو په خپل نوبت سره د وړانديزونو او نظرياتو په شريکولو سره له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي؛ نه غواړو چې افغانستان بېرته شاتګ وکړي، اسلامي نظام د هېواد د ټولو ستونزو حل دی.

دوی د عامه اذهانو پر روښانه کولو ټينګار وکړ، تر څو د افغانستان اصلي څېره نړيوالو ته ښکاره شي.

په پای کې دواړو لوريو پر ارضي تماميت، ملي حاکميت، له ملي او اسلامي ارزښتونو، او د افغانستان له اصلي کلتورونو پر دفاع ټينګار وکړ.

شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۴ ورځنی سفر پای ته ورسېد

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی (د ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر میاشتي پر ۲۴مه نېټه چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۷مي سره سمون خوري) د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر پیل کړ.

په یاد سفر کي د لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو ۱۱ ولایتونو (هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) څخه په جلا جلا توګه لیدنه وشوه.

په یادو ولایتونو کې د زرګونه علماء کرامو، مجاهدینو، عامو متدینو سپین‌ږیرو او ولایتي ادارو د ټولو مسولینو سره غونډې ترسره شوې.

دغه سفر چې د یادو ولایتونو د والیانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو د رییسانو، د قول اردو د قومندانانو او نورو لوړ رتبه مسولینو په ملتیا د ځمکې له لارې په موټرو کې ترسره شو، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء، مسولین، مجاهدین او عام خلک وحدت، اتفاق او ورورګلوی او د شرعي قوانینو عملي کولو ته راوبلل.

دغه‌راز له هغوی څخه یې وغوښتل چې ټول یو موټي واوسي او د اسلامي نظام تر څنګ، لکه څرنګه چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال ولاړ و، ثابت او محکم پاتې شي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو او مسولینو ته په خپلو ویناوو کې وویل، چې علماء دې د خلکو اصلاح ته په اصلاحي بیانونو او په حقیقت ولاړو ویناوو سره پوره توجه وکړي او مسولین دې عدالت او د شرعي احکامو عملي کولو ته پوره متوجه شي.

همدارنګه نوموړي د عفوې یادونه هم وکړه، هغه د تېري ادارې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې بېرته افغانستان ته راستانه شئ او په عزت سره خپل ژوند تېر کړئ، ځکه د خپل کور عزت په بل هیڅ ځای کې نه پیدا کیږي.

ټولو مسولینو او مجاهدینو ته هدایت وشو، چې د شهیدانو د کورنیو، معلولینو، مجاهدینو او عامو افغانانو قدرداني وکړئ او اولادونو ته یې د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړئ، خلکو ته اسانتیاوې برابري کړئ، ترڅو په حکومتي ادارو کې په تکلیف نه شي. پر هغو خلکو پوښتنه وکړئ چې تاسو ته یې پخپلو کورونو کې د شپو تېرولو ځای درکړی و، ستاسو د حفاظت لپاره یې پر خپلو ځانونو او کورنیو خطرونه منلي وو او ډېری کورنۍ له همدې امله د بمبار یا هم شپنیو چاپو له امله په شهادت ورسېدلې.

د سفر په جریان کي د ۲۰۷ الفاروق، ۲۰۹ الفتح او ۲۱۷ عمري قول اردوګانو، بېلابیلو دیني او جهادي مدارسو، مساجدو او متبرکه ځایونو څخه لیدني وشوې، د یادو لیدنو پر مهال زرګونو مجاهدینو او د مدارسو استادانو او زده کوونکو ته ویناوې وشوې، په یاد سفر کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شهیدانو د مقبرو څخه د لیدني پر مهال د هغوی روحونو ته هم دعاوې وکړې.

یاد سفر د ربیع الاول میاشتي پر ۸مه نېټه چي د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۲۱مي سره سمون خوري، پای ته ورسېد.

“اړتيا ده چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د‌ افغانستان او سنټ پیټرز بورګ اړيکې لا پیاوړې شي”

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د سنت پیټرزبورګ ‌د دولت غړي او ددې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسؤل ايفګيني دميتريويچ ګريګوري لیدنه کړې.

ښاغلي ګريګوري د اطلاعاتو او کلتور وزير او مل پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د “کلتوري اتحاد” ناستې ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، مونږ ته د افغانستان وضعیت د درک وړ دی او د کلتوري اړيکو جوړولو په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو يو.

د اطلاعاتو او کلتور وزير اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت بللی دی.

نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په درلودو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی او اړتيا ده، چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د‌ دواړو هېوادونو اړيکې لا پیاوړې شي.

دغه‌راز ښاغلي خيرخواه د‌ دواړو هېوادونو تر منځ د مشترکو نندارتونونو په جوړولو ټينګار کړی او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم بللی دی.

د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د “کلتوري اتحاد” ناسته د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه پیل او تر ۱۴مې به یې دوام وکړي.

“د ملګرو ملتونو سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي”

د کورنيو چارو وزیر خليفه سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال جيل مشاو او کابل کې د دغه سازمان د امنيت له مسول اندريکا راټ واټ سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې ښاغلي مشاو ویلي، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې او د ملګرو ملتونو کارکوونکو د امنيت خونديتوب له امله یې مننه کړې ده.

نوموړي افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړې دي.

خليفه سراج الدين حقاني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ يې ورکړی، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی. د ملګرو ملتونو د سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي.

کابل کې د قزاقستان سفیر: د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک دی

کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تودیعي ناسته کړې.

مولوي امیرخان متقي له فتحې وروسته کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام ستایلی او په تېرو درېیو کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې د سفیر د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې بللې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز په افغانستان کې یې د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی بللی او په راتلونکي ماموریت کې يې د بریا هیله ورته څرګنده کړې ده.

ښاغلي علیم خان یسین ګلدییف ویلي، چې د ماموریت په موده کې يې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کېدل او په استانه کې یې د شارژدافیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د غنمو لپاره یو ښه بازار او ټرانزیټي لاره ګڼل کېږي.

د علیم خان یسین ګلدییف په وینا؛ قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره ترانزیټي لارې ورکولای شي. ده د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک بللی دی.

د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسول ملا عبدالقيوم ذاکر او مل پلاوي د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا دې لیدنه کې ښاغلي ذاکر د کندوز د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي سیمو کې د پوستو د مسولینو او مجاهدینو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.