ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 928

“ښوونکي او استادان دې نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ﷺ د سیرت په هکله معلومات ورکړي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام کابل کې د جامعه شمس علوم روحانيه مدرسه کې د نبي کریم ﷺ د سیرت په ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې د لوړو زده‌کړو د وزیر ترڅنګ ګڼ شمېر علماوو، مجاهدینو او هېوادوالو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې مولوي عبدالکبیر د نبي کریم ﷺ د سیرت او اخلاقو پر ارزښت خبرې وکړې او د مسلمانانو په ژوند کې یې د اسلامي اخلاقو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې د ملت د قربانیو په پایله کې له نیکه مرغه د هېواد پر ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم دی او د دیني ارزښتونو په رڼا کې د اسلامي نظام له لوري د ولسونو خدمت کیږي.

مولوي عبدالکبیر له ولس سره د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو پر ښه چلند ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې مسولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایتولو ته پام وکړي.

سیاسي مرستیال په بېلابېلو برخو کې د علماوو مشورې اړینې وبللې او څرګنده یې کړه، چې علما خپل اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره د مثبت بدلون لپاره په مستقیم ډول شریکولای شي.

نوموړي د سیرت نبي د ناستې له جوړونکو په مننې وویل، چې ښوونکي او استادان دې په ښوونیزو مرکزونو کې د غونډو په جوړولو سره نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ﷺ د سیرت په هکله معلومات ورکړي.

میانمار کې سیلابونه؛ له ۲۳۵ زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د راپورونو له مخې، میانمار (برما) کې له یاګي توپان وروسته سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې له ۲۳۵ زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

ویل کېږي، چې د دې هېواد پوځي حکومت له سیلاب ځپلو سره د مرستو په موخه د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

د میانمار حکومت وايي، چې له یاد توپان وروسته د سېلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او له ۲۳۵ زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د میانمار د رسنیو په وینا، د پوځي حکومت قومندان جنرال مین آنګ هیلینګ ویلي: “چارواکي باید له بهرنیو هېوادونو سره اړیکه ونیسي، تر څو د قربانیانو لپاره د ژغورنې مرستې ترلاسه کړي.”

د نوموړي په حواله ویل شوي: “اړتیا ده چې د ژغورنې، مرستې او بیا رغونې اقدامات ژر تر ژره مدیریت کړل شي.”

ویل کېږي، چې د میانمار پوځ له دې وړاندې خپل هېواد ته په بهرنیو مرستو بندیز لګولی و.

د راپورونو پر اساس، د بې‌کوره شویو قربانیانو لپاره موقتي مرستندویه کمپونه جوړ شوي او چارواکو سېلاب ځپلې سیمې او د مرستو لړۍ له نږدې کتلې دي.

یاګي توپان سږ کال په اسیا کې تر ټولو زورور توپان ګڼل شوی، چې له امله یې ویتنام، د چین هاینان ټاپو، فیلیپین او ټایلینډ کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

کندهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو درېیمه وېش څانګه پرانېستل شوه

کندهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکو ته د اسانتیاوو په موخه درېیمه وېش څانګه پرانیستل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان، د ولایت مقام مرستیال محمد صادق انقلابي، د ځینو نورو برخو رییسانو، دیني عالماوو او مخورو ګډون کړی و.

په پیل کې د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمدخان د دې څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې څانګې په فعالېدو سره به د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر چټک او د یاد ولایت اوسېدونکي به په اسانۍ سره پېژندپاڼې ترلاسه کړای شي.

د کندهار اوسېدونکي د دې څانګې په پرانېستل کېدو خوښ څرګندوي او د احصایې او معلوماتو ادارې کړنې ستایي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د خپلو هېوادوالو لپاره پر وخت او د متوازنو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده او په همدې موخه یې د هېواد لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د څانګو پرانېستلو لړۍ غځولې، تر څو ټول هېوادوال په اساني برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته څه باندې دوه زره ماشومانو درملنه شوې

د افغاني سرې میاشتې مسولینو نن (شنبه، د وږي ۲۴مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې ویلي؛ تېر کال د طبیعي پېښو یو میلیون ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو او اړمنو کسانو سره، نغدي، د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته شوې، چې اوړه، غوړي، لوبیا، وریژې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بیسکویټ، نخود، خیمې، ترپالونه او ظروف په دې مرستو کې شامل وو او پر مستحقو کسانو وېشل شوي دي.

دغه‌راز دې ادارې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له ۲۲ زره او ۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې کړې دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دي او د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۲ زره او ۲۱۲ ماشومانو په ګډون ۵ میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ کسانو ته روغتیايي خدمتونو رسول شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ دغه بنسټ په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پینځه مرستونونو له لارې د ۱۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې او په تېر کال کې د یادو مرستونونو له لارې ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې ډول د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ تنه مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي. تېر کال په ټولییز ډول ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.

مسولینو ویلي، چې د وروستي یوه کال پر مهال هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د دې تر څنګ د تېر یوه کال په ترڅ کې د هېواد په شمال ختیځ زون کې یو مرستون جوړ شوی او د بامیان، بغلان، میدان وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو په څانګو کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیستم نصب او ګټې اخیستل ته سپارل شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې مسولینو د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د تېر کال په اوږدو کې ۳ زره او ۶۴۹ کسانو د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی او په یاده موده کې داوطلبانو او د دې بنسټ کارکوونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په وروستي یوه کال کې د دې بنسټ په ۳۵ ښوونیزو مرکزونو کې ۵۴ زره او ۸۷۹ هلکانو او نجونو ته د دیني او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز ۱۹ کسان د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي، چې د درملنې مودې له بشپړولو وروسته به بېرته هېواد ته راستانه شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۱ زره او ۱۱۸ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۱۱۸ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو لا هم خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي.

د وفا خبري اژانس دراپور له مخې، تازه د غزې ښار پر یوه کور برید شوی، چې تر اوسه د ۱۰ فلسطینیانو شهادت پکې تایید شوی دی.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې په شهیدانو کې ۴ ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي؛ حال دا چې ګڼ نور تر خاورې لاندې شوي.

د دې تر څنګ د خان یونس په لوېدیځ المواسي کې د بې‌ځایه شویو خېمې په نښه شوې، چې یو فلسطینی پکې شهید او شپږ نور ټپیان شوي.

دوه نور فلسطینیان د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې د اسرائیلي یرغلګرو د برید له امله شهیدان او ګڼ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

دغه‌راز اسرائیلو یرغلګرو د غزې په شمال جبالیا کمپ کې پر یوه وړکتون برید کړی، چې زیات کسان پکې ټپیان شوي او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه وشوه

د افغانستان بانک غواړي، چې په مالي او بانکي برخو کې برېښنایي خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي، د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کمېټه ټاکل شوې او نن یادې کمېټې د سوداګریزو بانکونو د عملیاتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو له امرینو سره استماعیه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې مشري یې د افغانستان بانک ریاست د دفتر لوی امر فدا محمد فیضان کوله، د ډیجیټل خدمتونو پر وړاندې د ننګونو، تخنیکي مسائلو د سنجش او لومړیتوبونو د پېژندلو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک ریاست د دفتر لوی امر ویلي، چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې د برېښنایي برخې پراختیا ته ژمن دی او په همدې موخه یې د دې برخې لپاره ځانګړې کمېټه په دنده ګمارلې ده، ترڅو یاده کمېټه د برېښنایي کېدلو د پراختیا په اړه هر اړخیزې ارزونې وکړي او د هغو په رڼا کې کړنې تر سره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د ډیجیټل خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي او له دې لارې د هېواد په ټولو برخو کې مالي خدمتونو ته په اسانه او ارزانه ډول د درنو هېوادوالو لاسرسی زیات کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۹) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۵۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۵۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۴۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۳۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۴۳۰) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۶۸۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۵) کورنیو سره مجموعًا (۴۹۸) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۴) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳) تنه و، پکتیا، کندوز او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۳۵۵) کورنۍ او (۱۰۲۶) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۷) کورنۍ او (۹۲) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۲۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۵۲) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

پکتيکا کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې درېيم پړاو سيالۍ د غزنې لوبډلې په اتلولي پاې ته ورسېدي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه‌ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري په مرکزي ميدان کې د شپږو ولایتونو ۷ لوبډلو تر منځ د نېزه وهنې درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دا لوبې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه پیل شوې.

په دې سياليو کې د زابل، غزني، خوست، پکتيا، ميدان‌وردګ او کوربه پکتيکا A او B لوبډلو ګډون کړی و، چې په لومړي او دويم پړاو کې غزني لوبډلې تر نورو ښه لوبه وکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې په لومړي ځل په پکتيکا کې د نېزه وهنې ولايتي سيالۍ ترسره کېږي.

نوموړي نېزه وهنه تاريخي او ملي لوبه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ملي او دوديزو لوبو تر بل هر وخت لا ډېره وده کړې ده.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د بدنې روزنې او ورزشي چارو امر ډاګټر عثمان سیرت ویلي، چې د هېواد ورزش په تېرو درېيو کلونو کې په پراخه کچه وده کړې او هڅه مو دا ده، چې د نېزه وهنې ملي لوبه نورو ولايتونو ته هم وغځوو.

دوی زیاتوي، چې د یادو سیالیو موخه لیري ولایتونو او کلیوالي سیمو ته پاملرنه په نړیوالو سیالیو کې د هېواد د نېزه وهنې ملي لوبډلې ګډون کول دي.

د نېزه وهني لوبغاړو او له نورو ولایتونو پکتیکا ته ورغلو ځوانانو د داسی لوبو په برابرولو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په لیري پرتو سیمو او ولسوالیو کې دې د نیزه وهني لوبغالو ترڅنګ دې ته ورته سیالۍ پيل شي، تر څو د نېزه وهنې لوبې نوي مهارتونه یو بل ته ورښودل شي.

د یادونې ده، چې د نیزه وهني په درېیم پړاو سیالیو کې غزني ولایتي لوبډلې لومړی، پکتیکا ولایتي لوبډلې دویم او میدان وردګ ولایتي لوبډلې درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.

ملا خیرالله خیرخواه: کلتوري ديپلوماسي د ولسونو د اړیکو په پراخولو کې مؤثر رول لوبوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګونو اتحاد د ناستې په ترڅ کې د روسیې هېواد د کلتور له وزيرې اولګا لوبیمووا سره لیدنه کړې.

اغلې لوبیمووا د افغانستان پلاوي د ښه راغلاست ترڅنګ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی او ورته فرهنګی غونډې یې د دواړو هېوادونو د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو ښه فرصتونه بللي دي.

د روسیې هېواد د کلتور وزيرې افغانستان د لرغونو سیمو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو غني هېواد یاد کړی، د افغانستان د ملي موزيم له کارکونکو يې د فرهنګي اثارو د ښې ساتنې له امله ستاینه کړې او په فرهنګي برخه کې يې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره د روسیې هېواد له لوري د چمتووالي ښوودنه کړې ده.

نوموړې ویلي؛ د نندارتونونو جوړول د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د یو بل د تاريخ او کلتور په پېژندنه کې مرسته کوي.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه پخپلو خبرو کې دا ډول فرهنګي ناستې د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا لپاره مهمی بللې او ویلي یې دي، چې له دې فرصت څخه بادی د سياسي او کلتوري اړيکو د پراختيا لپاره اعظمي ګټه پورته شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول فرهنګي کړنې د ‌دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړيکو د‌ همغږۍ لپاره زمينه برابروي.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ افغانستان د ۵ زره کلن لرغوني تاريخ په درلودو سره، غني تاريخ او د اسلامي او نورو مختلفو دورو فرهنګي ميراثونو درلودونکی دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي او لاسي صنايعو نندارتونونو په جوړولو ټينګار کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګونو د پېژندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د توريزم صنعت رول مهم بللی، سيلانيان يې د هېوادونو فرهنګي سفيران یاد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان له ۴۰ کلنو جګړو وروسته د سراسري امنیت په تامین سره دا مهال د ګڼ شمېر بهرنیو سيلانيانو کوربتوب کوي او سيلانيان هم په پوره ډاډ د افغانستان هر ګوټ ته د سياحت په موخه سفرونه کوي.

د کورنیو چارو او امربالمعروف وزیرانو کونړ ته سفر کړی

د کورنیو چارو او امربالمعروف وزیرانو کونړ ته سفر او د سیمه‌ییزو مسولینو او مجاهدینو لپاره د جوړ شوي سمینار په پایغونډه کې یې ګډون کړی.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد ختیځ کونړ ولایت ته سفر کړی.

په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي ذین الله عابر هم له دوی سره ملتیا کوله.

یاد سمینار چې د مجاهدينو ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د کنړ والي مولوي قدرت الله حمزه، د دې ولايت امنيه قوماندان مولوي ضياالحق حامد او يو شمېر نورو سيمه‌ييزو چارواکو پکې برخه اخيستې وه.

خليفه صاحب دې سمينار ته په وینا کې د کونړ د ولس او مجاهدینو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې یاد ولس او مجاهدین د اشغال په مقابل کې د مبارزې په لومړیو صفونو کې ولاړ وو.

نوموړي د یاد ولایت د مجاهدینو د اخلاص او وفادارۍ یادونه کړې او سرښندنې یې ستایلې دي.

همدا راز تینګار یې کړی، چې مسولین او مجاهدین باید د هېواد ابادي او نظام د پیاوړتیا لپاره په یووالي او اخلاص سره کار وکړي.

خلیفه صاحب ویلي: “منصبونه او مسولیتونه موقتي دي، خو د خلکو اعتماد یو لوی امانت دی چې ساتل یې ضروري دي. په حکومتي او خدمتي دوره کې شفافیت او پاکي زموږ بنسټونه دي. باید د شهرت، مادیاتو او مقام غوښتنې څخه ځان وساتو او معنویات لوړ وساتو، ترڅو د الله نصرت مو له لاسه ونه وځي.”

د کورنیو چارو وزیر پر یووالي او اتحاد ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: “دښمنان زموږ له اتفاق څخه وېرېږي، نو باید د شکونو او بدګومانۍ څخه ځان وساتو. تل د څېړنې او تحقیق وروسته پرېکړې کوئ او د زور پر ځای، د فکري او ذهني پوهې له لارې خلک د حق لوري ته راجلبوئ.”

نوموړي د بیت المال ساتنې او امانتدارۍ په اړه لارښوونې کړې او ویلي یې دي: “د اضافي مصارفو او اسراف څخه ځان وساتئ، د حکومتي وسایلو او موټرو ښه ساتنه وکړئ او د بیت المال د وسایلو غیرمسولانه استعمال څخه ډډه وکړئ.”

دغه راز د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي ياد سمينار ته په وينا کې ویلي: ” اسلامي امارت، ځانګړی اسلامي نظام دی چې د علماوو، طلباو، او دین دوستو خلکو ځانګړی عزت او ارزښت پکې خوندي دی.”

نوموړي د یووالي او اتحاد پر ساتلو او خپل منځ کې او له ولس سره پر نېک چلند او ښه سلوک ټينګار کړی دی.