ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 927

اسلامي امارت د سترو پراختیايي پروژو پلي کېدو سره افغانستان ځان بساینې ته سوق کړی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علمای کرامو، نظامي او ملکي مجاهدینو، سپین ږیرو او مخورو سره د خوست په صبریو ولسوالۍ کې لیدنه کړې.

ملا محمد یونس اخوندزاده د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو  شته ستونزې او غوښتنې له نږدې اوریدلي او سیمه یې د نژدې لیدلې ده.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ژمنه کړې، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په یادي ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار کوي.

د لیدنې څخه وروسته یې د خوست ولایت د علمای کرامو په ملتیا د صبریو ولسوالۍ د لوی هدیرې د شهیدانو و روح ته دعا کړې.

د یاد سفر په جریان کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست څخه هم لیدنه کړې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه کړې، چې ورسپارل شویو مسولیتونو ته ژمن پاتې شي.

هرات ته د رياست الوزرا دفتر د لوی ريیس سفر؛ دولتي مسولين ملت ته په خدمت کولو مکلف دي

د اسلامي امارت درياست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع خادم د هرات اطلاعاتو او کلتور له رییس سره لیدنه کړې.

نوموړي په دې لیدنه کې د اسد په ٢۴مه د ټاپی TAPI حیاتي او اقتصادي پروژې د پرانیستې مراسمو کې د یاد ریاست هلې ځلې ستایلې او ټینګار یې کړی، چې هرات کې د تاریخي او فرهنګي شالید په پام کې نیولو سره باید لوی پروګرامونه پلي شي.

نوموړي ویلي؛ خدمت د خلکو حق دى او دولتي مسولين مکلف دي، چې د خدمتونو په وړاندې کولو سره له دولت سره د خلکو مينه لا زياته کړي.

ښاغلي خادم اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته په خطاب کې ویلي، چې تمه لري د ملت او دولت تر منځ د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره لا زیات کار وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي احمدالله متقي نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې تل د دې ریاست له کارکوونکو سره یو ځای د خلکو په خدمت کې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد د اصلي کلتور بیا را ژوندي کولو او د ملت او دولت تر منځ د اړیکو پراخولو لپاره به له هر ډول امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي متقي ډاډ ورکړی، چې د هرات د اطلاعاتو او کتلور ریاست دروازه هېڅکله د خلکو پر مخ نه ده تړل شوې او تل یې د دوی غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه کړې ده.

وروسته د رياست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس د مولوي احمدالله متقي په ملتيا د دې ولایت د پینځم تاريخي منار د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه او نظارت کړی.

د پینځم تاریخي منار د بیا رغونې چارې د اغا خان بنسټ له لوري رواني دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع خادم له یاد منار څخه د لیدنې پر مهال د تاریخي او فرهنګي ابداتو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د فرهنګي میراثونو ساتنه زموږ د ټولو دنده ده او اسلامي امارت ژمن دی، چې د راتلونکو نسلونو لپاره د دغو ارزښتناکو اثارو ساتنه وکړي.

مولوي احمدالله متقي بیا ویلي، چې د دې منار د بيا رغونې چارې له دوديزو توکو څخه په استفاده او له نړيوالو معيارونو سره سم د تاريخي اثارو د ساتنې په موخه ترسره کېږي.

پینځم منار د هرات د تاريخي منارونو د يوې برخې په توګه د دغه ولايت له مهمو تاريخي ابداتو څخه ګڼل کېږي او د بيارغونې پروژه يې يوه له هغو پروژو څخه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د زيات اهميت وړ ده.

دغه‌راز ډاکټر ملا عبدالواسع خادم د پلاوي په ملتیا د هرات له دار الفنون لاسی صنایعو څخه هم لیدنه کړې.

نوموړي د لاسي صنایعو پر جدي ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې مسلکي کسان باید د لاسي صنایعو د لا پراختیا په برخه کې کار وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو بیا د لاسي صنايعو د بازار موندنې په موخه د نړيوالو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د رحمان بابا له عالي لېسې څخه لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د یاد وزارت اړوند د رحمان بابا له عالي لېسې څخه د لیدنې پر مهال تدریسي چارې ارزولي او د زده کوونکو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د دغې لیدنې په ترڅ کې د یادې لیسې ادارې کارکوونکو او ښوونکو د تدریسي چارو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت په راتګ سره یې د یادې لېسې لاسته راوړنې ورسره شریکې کړې دي.

د لېسې لیلیه زده کوونکو له ملا نورالله نوري سره د لیدنې پر مهال خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ خوشحال دي چې د هېواد په یوه نوموتې لېسه کې د زده کړو او لیلیې سهولتونه ورته برابر شوي.

دوی له د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره ځینې ستونزې شریکې کړې او د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي نوري د لېسې زده کوونکو ته په اسلامي شریعت او محمدي اخلاقو د ځانونو سمبالولو سپارښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تاسې د دې هېواد راتلونکي یاست او تاسو ته د دې ولس سترګې دي.

ملا نورالله نوري را ټول شوي زده کوونکي هڅولي، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي ترڅو د خپل ځورېدلي ملت د خدمت جوګه وګرځي او هېواد له سیالانو سره سیال کړي.

نوموړي زده کوونکو ته ډاډ ورکړی، چې ورسره شریکې شوې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون ته ۱۲۰ تنه نوي ځوانان د پیلوټي د زده کړې په موخه جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د سرحدنو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم او د ملي دفاع وزارت سرمفتش په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او خپل عملي پروازونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړل.

همدا راز د هوایي ځواک او مدافعه هوایي پوهنتون چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په هڅو پیل شو ۱۲۰ تنه هېوادوال د پیلوټي زده کړو لپاره چې د ازموینې پروسه یې مخکې ترسره شوې وه، د څلور کلونو لپاره جذب شول چې په دغو کسانو کې ۸۰ تنه پیلوټان، ۲۵تنه انجینر پیلوټان او ۱۵ کشاپ پروازي پیلوټان شامل وو، درسونه یې رسماً پیل شول.

له عملي او نظري زده‌کړو څخه د ۳ پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د ۴ کلنې درسې دورې د پيل مراسمو کې د کورنیو چارو د وزیر خليفه سراج الدین حقاني وینا

د کورنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې ویلي؛ زموږ هوایي ځواک ورځ په ورځ پخپلو چارو کې خپلواک کیږي، تاسو کوشش وکړئ خپلې زده کړې په صحیح ډول وکړئ، هېڅکله مه بې حوصلې کېږئ، خپلو هېوادوالو ته لاس ورکړئ او یو شئ.

نوموړي هغو پیلوټانو ته چې بهر ملکونو ته تللي ویلي،، هېواد ته راشئ زموږ غېږه خلاصه ده، کولی شي چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړئ.

له عملي او نظري زده‌کړو څخه د ۳ پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د ۴ کلنې درسې دورې د پيل مراسمو کې د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت وینا

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت یادو پیلوټانو ته په خبرو کې ویلي؛ په تېرو شلو کلونو کې د ځینو افغانانو تېروتنې وې چې دلته اشغال وو، د اسلامي امارت زعیم حفظه الله هغوی ته عفوه وکړه، نن ورځ زموږ هر هېوادوال کولی شي چې دلته خدمت وکړي او هېواد پخپلو پښو ودروي.

نوموړي زیاته کړې؛ مخکې د هېواد د نه پرمختګ اساسي علت داوو چې هېواد مو اشغال وو، زموږ اردو په واقعي توګه د هېواد ساتونکي دي موږ پرځان ستړیا راولو ترڅو هېوادوال مو په ارامه ژوند وکړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د ابادۍ چارې ګرندۍ او ډېرې شوې دي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه کړې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یاد ریاست ریس مولوي عنایت الرحمن جلالي سره په لیدنه کې د دغه ریاست شته ستونزې او غوښتنې له نږدې اوریدلي او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه کړې، چې ورسپارل شویو مسولیتونو ته ژمن پاتې شي.

ملا محمد یونس اخوندزاده د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس د هلو ځلو او کارونو ستاینه کړې او ویلي يي دي، اوس وخت د دې دی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ابادۍ چارې لا ګړندۍ او ډېرې شي.

مولوي عنایت الرحمن جلالي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د مشرتابه هرکلی کړی او په ځینو برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې کړې، چې د حل په اړه یې ورته ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسولین د ولس له ستونزو ځان خبرول خپل مسولیت بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا د فاریاب ولایت د پشتونکوټ، ګرزیوان، بلچراغ او د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپې ولسوالیو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ولسوالیو له علماوو، مخورو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنو کې د یادو ولسوالیو علماوو، مجاهدینو، مخورو او خلکو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو د احوال اخیستو په پار د نوموړي د حضور قدرداني کړی.

 دوی د خپلو سیمو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي او د ولسونو د هوساینې او امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایلي دي.

یادو سیمه اییزو اوسيدونکو زیاته کړې، اوسمهال د دې ولسوالیو خلک په ارامه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي او د امنیت له اړخه هیڅ راز اندېښنه نلري.

دوی دغه راز د پراختیايي پروژو د عملي کولو، شغلي زمینو او روغتیایي کلینیکونو د رامنځته کولو، ښوونې او روزنې ته د پاملرنې ترڅنګ د مواصلاتي لارود ترمیم موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو ولسوالیو ته پخپل سفر او له ولسونو سره پر لیدنو خوښې څرګنده کړې او ویلي يي دي، د خوښۍ ځای دې چې ستاسې په څېر متدینو او مجاهدو خلکو په منځ کې یم او له نږدې د تاسې زړورو او شهیدپروره خلکو سره لیده کاته کوم.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین دا خپله دنده او مسولیت بولي، چې د اړتیا پر مهال د هېواد بېلابېلو سیمو ته ورشي او خلکو سره د لیدنو پر مهال له نږدې د دوی له ستونزو او ننګونو ځانونه خبر کړي.

 نوموړي د علماوو، مجاهدینو او مشرانو له لورې وړاندې شویو موضوعاتو ته په اشارې ویلي؛ اسلامي امارت د حکومت په توګه هڅه کوي چې د امکان تر حده د ولسونو اړتیاوې، ستونزې او ننګونې پیدا او د حل په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د تاریخي ځایونو بیارغونې، ثبات او امنیت ته جدي پاملرنه شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنت پيټرزبورګ ښار کې د (کلتوري اتحاد) ناستې ته کې، چې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د کلتور وزيرانو پکښې ګډون کړی و، وينا کړې.

په دې غونډه کې ملا خيرالله خیرخواه په خپله وينا کې افغانستان د بېلابېلو مدنيتونو مرکز او د متنوع کلتورونو درلودونکی هېواد ياد کړی او ویلي يي دي، د منطقې او ګاونډيو هېوادونو سره کلتوري مشترکات لري.

همدا راز نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د ۵۰ کلونو جګړو له امله د نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډير زيان ليدلی دی، ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې په ټول ارضي تماميت حاکميت ولري.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډير زيان وليدو او سياحتي جاذبې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيا رغونې، ثبات او امنيت ته جدي پاملرنه شوې ده، له قاچاق او غیر قانوني کيندنو څخه په تمامه معنی مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیا رغول شوي دي او له ټولې نړۍڅخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت غوره زمینې برابر شوي دي.

 په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ویلي؛ دا ډول ناستې کولی شي، چې د نړۍ او منطقې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړولو او د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا کې ګټور رول ولري.